له اګست ۲۰ مي نيټي څخه د افغانستان ۲ مخالفو ډلو ترمنځ خبري اتري د پيل کيدو امکان دي
ليکنه : د معين الدين خان
ژباړه : د هريندر کمار سواتي
افغانستان کې د اوږدې مودې جګړه پای ته د رسیدو نښې ښکاره شوي ، خو ایا دا به په ریښتیني ډول په جګړه ځپلي هیواد کې د سولې لپاره لاره هواره کړي؟ د دي پهکله ډاډمنه خبره کول ګرانه ده . داسې بریښي چې د متحده ایالاتو او طالب استازو ترمنځ اوږدې خبرې به یوې موافقې ته ورسیږي خواکه د بې ثباتۍ بیلابیل مرحلې یې ټاکلې مګر بيا هم کولی شي د افغانستان ستونزه حل کړي . که څه هم زياتره خلک پدي باور نلري . په حقیقت کې ، دا دومره ساده نده لکه څنګه چې ځینې خلک پدي د پوهیدو هڅه کوي یا د وضاحت لپاره هڅه کوي.
د خبرو اترو وروسته کومه هوکړه چي شوي يو مهم پړاو ته ګوته نیسي ، مګر دوهم پړاو خورا ستونزمن ښکاري . د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ هوکړې ته د رسیدو اصلي دلیل دا دی چې ولسمشر ټرمپ غواړي ژر تر ژره له افغانستان څخه د متحده ایالاتو سرتیري وباسي ، ځکه چې د نومبر په میاشت کې د متحده ایالاتو ولسمشرۍ ټاکنې کیدونکي دي او ولسمشر ټرمپ غواړي چي دا پخپله ګټه وکاروي. ددي اصلي ګټه دا ده چې کله د متحده ایالاتو سرتیري بیرته راشي ، نو طالبان به دوی هدف نه جوړوي بلکه د خوندي بیرته ستنیدو تضمین به برابر کړي
مګر اصلي ستونزه دا ده چې په افغانستان کې به د طالبانو ، حکومت او نورو برخو خبرې هم وشي، نو د دې نوعیت به څه وي؟ په افغانستان کې اساسي قانون په سمون حکومت کار کوي ، خو د طالبانو چلند دا نه خايي چې دا به د اشرف غني حکومت قدر وکړي . په هرصورت ، حکومت خپله هڅه کړې ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دوهم پړاو په هماغه ډول بشپړ شي څنګه چې د طالبانو او حکومت ترمینځ خبرې اترې پای ته رسی او یوې هوکړې ته ورسي
له همدې امله ، اشرف غني څو څو ځله د اوربند وړاندیز کړی او یو اړخیز اوربند یې هم اعلان کړی ، خو طالبانو تل منفي چلند څرګند کړی. له همدې امله ځیني برخې په دې باوري دي چې د طالبانو له خوا متوازن چلند ډير کم شتون لري .طالب بندیان د افغان حکومت په بند کې و چې ډیر ورکي خوشې شوي خو شاوخوا څلور سوه خطرناک جنګیالي اوس هم په بند کي دي . د اشرف غني حکومت په جدي جرمونو تورن دا کسان خوشې کولو کي زړه نازړه و
دا ټول محکوم شوي وو او په وژنو او تښتونو کې دخیل و. د غني حکومت حتی د هغوي د خوشې کولو څخه انکار کړی و . وروسته له هغې لویه جرګه راوبلل شوه . لویه جرګه یوه داسي جرګه ده چې د ټول افغانستان څخه د ۳۰۰۰ ډیر استازي پکي ګډون کوي . د متحده ایالاتو لخوا د اشرف غني پر حکومت فشار هم راوړل شوی چې د اړتیا په صورت کې ځینې جوړجاړي وکړي
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو د مشر مرستیال ملا برادر تر منځ ویډیو کنفرانس هم شوي . د هند دبهرنیو چارو وزارت ویاند انوراګ سریواستووا یوې ورځپاڼي ته وویل چې لومړي وزیر مودي او ولسمشر محمد اشرف غني د اګست په دریمه د تلیفون له لياري خبرې وکړې او دا چې په کابل کې د هند سفیر هلته د مشرتابه سره په تماس کې دی. هغه دا هم وویل چې د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر له خپل امریکایي سیال پومپیو سره چې په افغانستان کې د نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې کړي . د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا ، د هندوستان حکومت د افغانستان حکومت د دریځ ټينګ ملاتړ کوي
د لویې جرګې په ناسته کې کوم ډوله تصمیم ونیول شي د جرګي پيل راهيسي روښانه نه وه ځکه چې د لویې جرګې ځینې غړي د خطرناکو طالب جنګیالیو د خوشي کيدو پرضد وو ، مثال په ډول د ولسي جرګې غړي ، بلقیس روشن د هغوي د خوشې کیدو سخت مخالفت وکړ. او ددي په وجه هغه د جرګې څخه برطرفه کړي شوه . جرګې ته په خطاب کې ، ولسمشر اشرف غني ویلي چې هغه غواړي د جنجالي طالبانو د خلاصون لپاره د لویې جرګې په مشوره عمل وکړي. هغه وویل چې که چیرې دغه ۴۰۰ طالبان خوشې کړل شي نو په څو ورځو کې به له طالبانو سره خبرې پیل شي ، او دا یې هم وویل چې طالبانو ګواښ کړی چې که د دوی سړي خوشي نه کړي شول نو دوي به د ګډوډۍ فضا رامینځته کړي
په هرصورت ، داسې اټکل کیږي چې د دې ۴۰۰ بندیانو څخه ، افغانستان ډير په لومړي مرحله کې خوشې کړی. پاتې شاید ژر خوشې شي. دا اوس تقريبا" یقیني ده چې خبرې اترې پیل کیدی شي. داسې نښې هم شتون لري چې خبرې به په دوحه کې د اګست تر ۲۰مي پورې پیل شي. که چیرې په افغانستان کې د بیلابیلو ډلو ترمینځ پخلاینه شتون ولري او په افغانستان کې د سولې فضا بحال شي ، نو له دې څخه غوره به څه وي ، مګر د خبرو بریا یا ناکامي به په دې پورې اړه ولري چې طالبان په مذاکراتو کي کوم ډوله موقف غوره کوي ؟ لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه ، د افغانستان په یوه لویه سیمه کې د طالبانو د ارادې په اړه د پام وړ اندیښنې شتون لري
ډير خلک داسي احساس کوي چې د طالبانو په ژمنې زيات باور نشي کيداي ځکه چې د دوی وينا او عمل اکثرا له يو بل سره مخالفت کوي. خزي د هغوي دور په يادولو لړزېږي. مګر دا د ښځو یوازینی دریځ ندی بلکه په افغانستان کې یو شمیر معتدل خلک هم شتون لري. که څه هم په تیرو څلورو لسیزو کې تل په افغانستان کې د تاوتریخوالي او وینو تويدلو فضا رامینځته شوې ، لږترلږه د اساسي قانون د حکومت له رامینځته کیدو وروسته ، په افغانستان کې د بشري حقوقو او وقار په درک کولو کې نوی رجحان رامینځته شوی
ښځي په کورونوکي بندول ، د تعلیم مخنیوی او د هرې پرمختللې نظریې فشار یا ماته د انساني افکارو په وړاندې خنډ دی. د دې وخت په جریان کې ، دوی په آزاده هوا ساه اخستي . هم دا وجه ده چي د شک شتون طبیعي دی. خو دا به اوس وګورو چې په افغانستان کې د خبرو پایله به څه وي؟
که د طالبانو په چلند کې یو څه نرموالي رامنځته شي نو ممکن یو څه بدلون هم راتلي شي . د افغانستان خلک اوس سوله او ارام غواړي. او بايد چي ټولي ډلي ددي احساس وکړي
Comments
Post a Comment