د طالبانو بریدونه له خبرو سره سره دوام لري
لیکنه: معین الدین خان ژباړه: دیا سینګهـ انجان وبونکی : سنجبو کمار له یوې خوا ، متحده ایالات چمتواتی نیسې چې د جنوري تر۲۰مې پورې ، نوی ټاکل شوی ولسمشر واک په لاس کې اخلي ، ترهغه وخت پورې خپل ډیر شمیر سرتیري له افغانستان څخه وباسي ، خو له بلې خوا داسې ښکاري چې د افغانستان راتلونکی د ناڅرګندتیا په لور روانه ده. په متحده ایالاتو کې د سپټمبر له یوولسمې حملې وروسته ، طالبان دې ته اړ شول چې له حکومت څخه بې برخې شې ، خو په یو نه یو ډول دوی د خپل شتون احساس ورکولو ته دوام ورکړ. هغوی د متحده ایالاتو په مشرۍ بهرني ځواکونو او افغان حکومت دواړو باندې بریدونو تر سره کړل. دوی په پاکستان کې خپل پټنځایونه جوړ کړي وو، چې له هغه ځاینو څخه یې د بریدونو پلانونو جوړ او عملي کړي . د روان کال په فبروري کې ، متحده ایالات له طالبانو سره یوې موافقې ته ورسیده او دغه موافقه په دوحه کې وشوه ، چیرې چې طالبانو سیاسي دفتر جوړ کړی دی. تړون د دې حقیقت پراساس وو چې ، متحده ایالات به په ۱۴ میاشتو کې خپل ټول سرتیري وباسي او طالبانو هم دا ډاډ ورکړی وو، چې دا به د القاعدې او داعش په شان ترهګرو سازمانونو ته اجازه ورنکړي چې ...