په ښاري مرکزونو کې د پانګونې لپاره د لومړی وزیر غوښتنه 

لیکنه : د شنکر کمار

ژباړه :د ديا سنګ انجان

وينا: د ممتاز ولي

دا مهال له کویډ ـ ۱۹څخه وروسته نړۍ کې ، هند به له یو څو هغو هیوادونو څخه وي ، چې د اقتصادي ودې یوه روښانه بیلګه ټاکي. دمګړی د راتلونکې مالي کال په هکله ډیرې مثبت اټکلونه کیږي.

د بلومبرګ نوي اقتصادی فورم دریمه کلنۍ غونډې ته په وینا کې ، د هند لومړي وزیر نریندر مودي له پانګوالو څخه په هند کې د پانګونې غوښتنه وکړه او زیاته ئې کړه چې هند اوس مهال ډیر ښه سوداګریز چاپیریال لري. پدې هیواد کې د قوي ډیموکراسي له موجودیت سره سره دا د پانګوالو لپاره یو لوی بازار هم دی. دلته یو داسې حکومت شتون لري چې د پانګوالو په اړه ډیرې پاملرنې کوي. له همدې امله هندوستان د پانګوالو او سوداګرو لپاره عالي ځای دی ، چې سوداګر پکې ښه سوداګري او ښه ګټه کولئ شي. پدې شرایطو کې ، د پانګوالو څخه د هند د لومړي وزیر غوښتنه پداسې وخت کې ده چې ډیر مناسب وخت دی.

اوس که دا د خوځښت ، اختراعاتو او یا هم د ښاري کیدو او نوښت خبره وي ، هند په هر ډګر کې پانګوالو ته غوره فرصتونه وړاندې کوي. غونډې ته په خطاب کې ، لومړي وزیر وویل ، چې د کورونا وایروس ناروغي ثابته کړې چې ښاري سیمې ، کوم چې د پرمختګ اساس دی او کوم چې پراختیا پورې تړاو لري ، د وبا له امله خورا ډیرې اغیزمنې شویدي. د کویډ ناروغی له زیاتې یادونې پرته نوموړي روښانه کړه چې ، څنګه په دا ډول ناروغیو کې هم فرصتونه موندل کیدای شي ، هغه فرصتونه چې د پراختیائي اهدافو لپاره لاره هواروي.

پدې کې شک نشته چې د کورونا وایروس ناروغي په ټوله نړۍ کې ویجاړي رامنځته کړی ده. چې په سپورت ، ګرځندوی او تفریحي فعالیتونو ئې هم اغیزه کړیده. د خلکو لپاره یو ډیر ستونزمن وخت دی ، چې له یو او بل سره نشي کولی میلاو شي . نن ورځ ، وضعیت هغه نه دی لکه چې د کویډ - ۱۹ له راتګ څخه د مخه چې وو. مګر پوښتنه دا ده ، چې څنګه ژوند بیرته راستنولئ شو ، چې پدې اړه د لومړي وزیر ځواب خورا واضح وو. هغه وویل چې په ښاري سیمو کې ژوند بیا پدې شرط پیلولئ شو ، چې کارونه بیا پیل کړو." مګر دا ، د ذهنیت بدلون ته اړتیا لري. لومړی وزیر زیاته کړه ، چې د کویډ - ۱۹ څخه وروسته نړۍ باید ټول څه بیا له سره پیل کړي. خو دا به تر هغه امکان ونلري ترڅو چې د کار کولو طریقې اصلاح نشي. د دې ټولو په ویلو سره ، ښاغلي مودي هڅه وکړه چې په هند کې د پانګوونې فرصتونو ته د پانګوالو پام راجلب کړي ، چې د هیواد په ښاري سیمو کې ، په ځانګړي توګه په سمارټ ښارونو کې د دې لپاره ډیر زیات امکانات شته دي

د لومړي وزیر په نظر ، کویډ - ۱۹ حکومتونو ته کافي فرصتونه چمتو کړي ، ترڅو ښارونه ښکلي ، سمارټ او د خلکو د غوره ژوند لپاره جوړ کړي ، چې صافه هوا ، پاکې اوبه او نور د ژوند کولو ټول فرصتونه ولري. نوموړي زیاته کړه چې هغه د داسې راتلونکي په لټه کې دی چیرې چې د تعلیم او روغتیا اړوند کار به آنلاین وي. مګر په ورته وخت کې ، نوموړي وویل چې هغه غواړي ، په راتلونکي کېیو داسې هندوستان ولري چیرې چې ښاري مرکزونه د ښارونو ټولې اسانتیاوو درلودونکي وي ، خو د دوی روح د کلي په څیر وی. بې له شکه ، د لومړي وزیر نیت دا و چې ، احتمالي پانګوالو ته د هند په ښاري سیمو کې د فرصتونو په اړه خبرتیا ورکړي ، چیرې چې په تیرو څو کلونو کې د پام وړ وده او فرصتونه رامینځته شويدي.

په ۲۷ ښارونو کې د `` ڈیجټیل انډیا، سټارټ آف انډیا، ارزان بیعه کورونه، ریئل اسټیټ ریگولیشن ایکٹ یعنې د املاکو مقرراتو قانون ، او میټرو ریل ، د هیواد ، د ښاري سیمو عکس بدلولو کې خورا ډیره مرسته کړېده ``. اوس هدف تر ۲۰۲۲م کال پورې په هیواد کې شاوخوا د زر کیلومتره د میټرو سیسټم رامینځته کول دي. دا ډول نوښت دوه موخې لري ، لومړی ښاري سیمو کې دندې رامینځته کول او دوهم یې ښارونه عصري ، پاک او زړه راښکونکي کول دي

احتمالي پانګوالو ته د پیغام رسولو لپاره ، چې د سمارټ ښار پروژې بې اغیزې ندي بلکې ښه فعالیت پکې روان دی ، ښاغلې مودي وویل چې سمارټ ښارونو ته د شاوخوا ( دوه سوه زرو ) ملیارد ډالرو په ارزښت پروژې چمتو کړای شويدي او حکومت ژمن دی چې ، هندوستان د ښاري کولو په برخه کې نوي لوړوالی ته ورسوي

د غریبو خلکو لپاره د کورونو جوړولو ، عامه ټرانسپورټ عصري کولو او په ښاري سیمو کې د څښاک پاکې اوبه چمتو کولو لپاره د مخه کار روان دی. د کور جوړونې او ښار جوړونې وزارت، به په هیواد کې تر ۲۰۳۰ کال پورې هرکال ۸۰۰ ملیون مربع میتره ځمکه ته وده ورکړي ترڅو ۴۰ سلنه نفوس ته کورونه چمتو کړي ، چې په ښارونو کې د ژوند کولو هیلې لري

Comments