Posts

Showing posts from November, 2019

پاکستان له ترهګری اوجهاد  پرته، پاک هویت ته اړتیا لری

لیکنه : د سهیل انجم ژباړه : د پښتو څانګه نن د پاکستان هویت په ټوله نړۍ کی ډیر خراب شوی دی ، نوموړی د ترهګر هیواد او یا د ترهګرو د ملاتړي په نوم پیژندل کیږي. د نړۍ په کوم کونج کی هم چی کومه پیښه ترسره کیږی د خلکو پام د پاکستان په لور ضرور اوړی. هر چیرته او هر کله چی تحقیقات تر سره شی نو هرو مرو له یوه اړخه د نوموړی اړیکه ورسره څرګندیږی. د پاکستان په هیواد کی چی څه ډول خلک په واک کی پاتی شوی ډیر ئي پخپله د ترهګرۍ د فکر خاوندان دی. د مثال په ډول د جنرل ضیأالحق په وخت کی په پاکستان کی د نظام مصطفی په نوم شرخوښونکی رجهاناتو ته وده ورکړی شوه . مذهبی او مسلکی کرکی ته بی حده لمن ووهل شوه . نور هم ځنی داسی عوامل وو کومو چی نوموړۍ هیواد د ترهګری مرکز وګرځاوه . له تیرو څو لسیزو څخه د دی کړنو په وجه پاکستان په نړۍ کی د نورو هیوادو په مقابل کی په یو بیل ډول هیواد بدل شو. اوس نه بل کوم هیواد د پاکستان په خبره باور کوی او نه هم کومه نړیواله ټولنه. په نړیواله سطح ترهګرو ته مالي مرسته تړلو لپاره جوړه شوې موسسه يا اف اې آی اف هم اوس د پاکستان په خبرو باور نه کوي او امکان يې شته، چې دا هيواد...

د جنرال باجوه د تمدید پر سر جنجال

لیکنه: د اشوک هانډو ژباړه: د پښتو څانګی  د یو غیر معمول حرکت په ترڅ کې د پاکستان سترې محکمې د سې شنبې په ورځ د هغه هېواد د پوځي مشر جنرال قمرجاوید باجوه د دندې په موده کې د درې کلونو د تمدید هغه لنډیز رد کړو چې د آګست په ۱۹ مه نیټه د لومړي وزیر عمران خان له لوري توشیع شوی وو. په پام کې وه چې دغه ۵۹ کلن جنرال د ۲۸ مې نیټې په نیمه شپه د پوځ له مشرۍ نه تقاعد شي خو بیا د سترې محکمې د یوی ځانګړي فرمان له مخې یې د دندې موده د شپږو میاشتو لپاره په دې هوډ وځنډول شوه چې پارلمان به په دې تړاو یو قانون تصویب کړي.  دغې معاملې په هېواد کې یو بې ثباته جنجالي بحث او په ستره محکمه کې یوه قانوني مبارزې ته زمینه برابره کړه. په درې قاضیانو مشتملې د سترې محکمې یوې دستې چې مشري یې قاضي القضات آصف سعید کهوسه کوله په قانوني او اداري لحاظ دغه دریځ خپل کړ. یادې دستې دغه ټوله پروسه سرچپه وبلله چې د لومړي وزیر عمران خان او ولسمشر عارف علوي لپاره د بې کچې شرمندګۍ سبب شوه. محکمې وویل چې دغه وړاندیز باید لومړی د کابینې لخوا تصویب شي. وروسته له هغې ولسمشر او لومړی وزیر کولی شي چې په دې ب...

په آسمان کی د هند تیزه سترګه

لیکنه : د بیمن باسو ژباړه : د پښتو څانګی هندوستان د چهارشنبی په ورځ د ختیځ ساحل د ستیش دهون فضايي مرکز څخه خپل ګړندي ‘اسمان کې سترګه’ خلاصه کړه. د ایسرو قطبی سپوږمکۍ د پی ای ایل وی – سی ۴۷ په واسطه په ۴۹ مه الوتنه کی ولیږدول شوه. د هندوستان دریم نسل دغه پرمختللي د ځمکې انځورونی سپوږمکۍ کارټوسیټ -۳ له حرکت کولو ۱۳ دقیقی وروسته د لمر قطبی مدار ته د ننه شوه. کارټوسیټ -۳ ترټولو لوړه ژوره کتنه کونکی ملکي سپوږمکۍ ده چې د ایسرو لخوا مدار ته داخله کړی شوه . د لیږد لپاره کارول شوی پي ایس ایل وی –سی ۴۷ خورا پیاوړی ډول نمونه ده . دغی راکټ همدارنګه د دوه امریکایی پیرودونکو ۱۳ کوچنی سپوږمکۍ هم د هندوستان د فضا څانګې د نوي سپیس انډیا لمیتید شرکت سره د سوداګریز ترتیباتو برخې په توګه لیږدولي. کوچنی سپوژمکۍ په ترتیب سره وروسته له هغه خوشی شوی چی کارټوسیټ -۳ خپل ټاکلی مدار ۵۰۹ کیلومترۍ ته دننه شو. تر دې وخته ، د هندوستان د فضا څیړنې سازمان ، ایسرو د ۲۰۰۵ کال می میاشتی راهیسې ۸ کارټوسیټ سپوژمکۍ مدار کی اچولی چی یو کارټوسیټ- ۱ او ۷ نور د کارټوسیټ- ۲ په لړۍ کی لیږدول شوی و . د دوی څخه معلو...

په بریتانیا کی ناڅاپي ټاکنو ته کتنه

لیکنه: ډاکټر سنګامیترا سرما ژباړه: د پښتو څانګی د هغه د بریکزیټ پلان پلي کولو لپاره د پارلماني اکثریت غوښتلو په هڅه کې ، د بریتانیا لومړي وزیر بورس جانسن د دسمبر په ۱۲ نیټه لومړنۍ ټاکنې اعلان کړې ، دا ټاکنی په پینځو کلونو کې د څلورم ځل لپاره ترسره کیږي. هغه وویل ، د سیاسي دریځ څخه لرې لاره وه چې انګلستان په ۲۰۱۶ کال کې د بریکزیټ ټول پوښتنی راهیسې ورسره مخ دی. وروستي لومړي وزیر تریسا می په ۲۰۱۷ کال کی د ټاکنوغوښتنه کړې وه، چې بریتانیا په پارلمان کی محافظه کار ګوند د اکثریت له لاسه ورکولو پایله یې درلوده چې بیا یې په واک کې پاتې کیدو لپاره د دیموکراتیکو اتحادیو ملاتړ ترلاسه کړ. لکه څنګه چې د عمومي ټاکنو کمپاین دریمې اونۍ ته ننوځي ، د نظرپوښتنې سروې ښیې چې محافظه کاره ګوند له کارګر ګوند څخه ۱۹ سلنه مخکی دی. د محافظه کاره ګوند رایی اوس مهال ۴۷ سلنه ، د کارګر ګوند ۲۸ سلنه ، د لیبرال دیموکراتانو۱۲ سلنه او د بریکسیت ګوند بیا ۳ سلنه ته رالویدلی. د وخت خورا مهم مسلې باندې د دوی د دریځ په اړه د لوی ګوندونو د ټاکنو منشورونو ته لنډه کتنه ، کوم چې بې شکه بریکزیټ سره تړاو لری. مح...

امریکه  په سی پیک پاکستان وننګوو 

لیکنه : د ثنا هاشمی ژباړه : د پښتو څانګی ۲۰۱۳ میلادی کال راهسی د چین بیلت او روډ نوښت ( بی آر آئي) او بیا په ځانګړی ډول د چین پاکستان اقتصادی دهلیز ( سی پیک ) پیل کیدو راهسی په هند کی ندیښنی راولاړی کړیدی کله چی دا ئې د هند په خپلواکۍ بده اغیزه تماموی ورسره سم په سیمی کی یو قانون لرونکی په نظام د اندیښنو موجب کیږی . یو اصولی او ټینګ دریځ په غوره کولو هند د سی پیک مخالفت کړیدی . په اصل کی هند یواځنی هیواد و چی د بی آر آئي هم مخالفت کړی و او دا ئې یواځنی هیواد دی چا چی په چین کی په تیر وخت کی د دوو بیلټ او روډ فورمونو ته ځنی نمائینده ونه لیږلو . ۲۰۱۳ میلادی کال راهسی په بی آر آئي د هند دریځ ټینګ پاتی شوی . هند د بی آر آئي نوښت او سی پیک پروړاندی نیوکه کړی کوم چی د پاکستان مقبوضه کشمیر څخه تیریږی . د هند رسمی دریځ دا دی چی تش په نامه سی پیک شاملول د خپلواکۍ او سیمه ایز یووالی په مسئله د هند اندیښنو د قدردانۍ نشتوالی ښائي. نه یواځی هند بلکی نورو یوشمیر هیوادونو هم بی آر آئي او بیا په ځانګړی ډول سی پیک په حقله نا خوښی څرګنده کړیده . امریکی دهلیز په باب خپل رضایت ندی څرګند ...

په جاپان کی د جی ۲۰ بهرنیو چارو وزیرانو ناسته

لیکنه : د رنجیت کمار ژباړه : د پښتو څانګی جی شلم په نامه فورم د نړۍ لوړ پوړی ۲۰ پرمختللی او د پرمختلونکی اقتصادیاتو ډله ده او پدی کی ۱۹ غړی هیوادونه ورسره اروپا اتحادیه شامل دي . د سږ کال د جون میاشت په وروستیو کی په اوساکا کی د هغی ۱۴می ناستی وروسته جاپان په ناګویا ښار کی د هغی بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړه کړله. د هند نمائیندګی د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس شنکر پرغاړه وه . د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته په تړلی اجلاسونو کی ترسره شوله کله چی وزیرانو شتون نړیوال وضیعت او په نړیوال اقتصادیاتو کی د کساد بازارۍ تمائیلو په باب خبری اتری وکړلی. ناستی وروسته د جاپان بهرنیوچارو وزیر توشې میتسو موټیګی څوک چی د جی ۲۰م بهرنیو چارو وزیرانو د ناستی رئیس هم و دا معلومات برابرکړل چی د جی ۲۰م بهرنیو چارو وزیران د نړیوال تجارتی سازمان سمدستی اصلاح کولو په اړتیا موفق شول لدی کبله چی هغه یولړ شتون یولړ ستونزی حل کړی شی . غړی هیوادونه دا هم غواړی چی سازمان خپل اختلافی حل کړن لاره ښه کړی په کوم چی په اوساکا کی د دولتونو سرمشرانو په ستری غونډی کی څیړل شوی و . ښاغلی موټیګی دا خبره څرګنده ...

- د لومړی وزیر نریندر مودی من کی بات – نومبر ، ۲۰۱۹

زما ګرانو هیوادوالو، من کي بات ته ښه راغلاست. د نن پروګرام د یو ځوان ملت له ځوانو ولسونو سره پیل کیږي؛ د دوی حوصله او وطنپالنه او همدا راز د دوی د بې غرضه چوپړتیاوو احساس چې دوی رانغاړي. لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، هر کال د نوومبر میاشتې څلورمه یکشنبه د این سي سي ورځ لمانځل کیږي. که په عمومي توګه ووایو، زموږ ځوان نسل ډیره علاقه لري چې بې له ځنډه د ملګرتیا ورځ په یاد وساتي؛. مګر ډیر داسې خلک هم شته چې په مساویانه توګه د این سي سي ورځ هم په یاد ساتي. نو راځئ چې نن د این سي سي ورځې په اړه خبرې وکړو. زه به هم دا فرصت ترلاسه کړم چې خپل یادونه را تازه کړم. د این سي سي ورځې په ویاړ زه خپلې نیکې هیلې د این سي سي ټولو غړو ته وړاندې کوم. ټولو پخوانیو او اوسنیو غړو ته. پرته له دې، زه هم یو وخت د این سي سي غړی ووم حتی نن هم یم. موږ ټول په دې پوهیږو چې د هند د ملي څارندویانو اداره یا این سي سي د نړۍ یوه له لویو ادارو څخه ده.  د هندوستان په درې ګونو نظامي ادارو کې این سي سي یو د درې ګونو چوپړتیاوو اداره ده، په کوم کې چې ځمکمنۍ، هوایي او بحري قواوې ټولې شاملې دي. رهبریت، وطندوستي، بې غرضه ...

د لیبر ګوند له لوري د جلیا والا باغ د پیښې په اړه د بښنې غوښتنې ژمنه

لیکنه :د فهیم احمد ژباړه:د پښتو څانګی د جلیان والا باغ پیښه د هندوستان په تاریخ کی د یوې دردونکې پیښې په توګه ثبت شوې ده. د دغې دردونکې او مرګونې پیښې سل کاله پوره کیدونکي دي خو د خلکو په ذهنونو کې یې دردونکی یاد لاهم تازه دی. د ۱۹۱۹م کال د اپریل په ۱۳مه خلک د هندوستان د پنجاب ایالت په امرتسر ښار کې د یوې غونډې جوړولو لپاره سره راټول شوي وو چې یو لوړ پوړي انګریز، جنرال ډایر له امر سره سم ورباندې ډزې وشوې. دا داسې عام وژنه وه چې ټوله دنیا یې ولړزوله. دا کومه ساده پیښه نه وه چې له یاده وایستل شي. د دې کرغیړن عمل غندنه ځکه هم ضروري ده چې په راتلونکې کې هم خلک له داسې بدو کړنو سره مخالفت وکړي. د بریتانۍ مخالف لیبر ګوند په خپل ټاکنیز کمپاین کې ژمنه کړې ده چې که واک ته ورسیږي نو ددغې عام وژنې په اړه به له هندوستان نه په رسمي توګه بخښنه غواړي. تراوسه د بریتانۍ حکومت ددغې پیښې په اړه له بخښنې غوښتلو څخه ډډه کړې . پخواني لومړي وزیری تریسامي د بریټانوي هند د تاریخ په لمنه یو تور داغ ولګاوه او هغه دا و چې د جلیان والا باغ د پیښې په اړه یې رسمي بخښنه ونه غوښته. د هغې پیښې پرمهال د هندوست...

دعمران خان سیاسی کړکیچ

لیکنه : د معین الدین خان ژباړه: د پښتو څانګی عمران خان که څه هم له ځينو با نفوذه ادارو لخوا مرسته په ترلاسه کولو اقتدار ته ورسید مګر هغه وعدې يې چې له عامو خلکو سره کړي وي، خلک په تيره نوی نسل چې په سياست پوه نه دي، داسې ګمان یی کاو چې د هغوی ژوند مخ په ښه کيدو دی او په زړونو کې يې هيلې راپارولې وي ، په داسې حال کې چې هغوی له سياست نه خبر نه دي او د عمران خان خبرې يې چې ګوا کې د عمران خان حکومت پاکستان د اقتصادي بحران نه بهر باسي ، رښتيا وګڼلي او هغوی ته داسې بريښیدل چې دی به په دې کار کامياب شي، خو په دې وروستيو حالاتو کې داسې وړې او لويي واقعې پيښې شوي چې دا ددې څرګندونه کوی چې د عمران خان حکومت د ناکامۍ په لور روان دی.په سياسي ډول هم ډير کړکيچونه مينځ ته راغلي دي او خلک به ډير زر پوه شي چې د عمران خان حکومت له مصالحت له لارې نه بلکه د ټکر لاره پر مخ بيايي او انتقامي سياست ته لاره هواروی. عمران خان داسې فکر کوي چې ټول نظاميان د هغه ملاتړ کوي او هره روا او ناروا خبره به يې ومني، خو هغه ته دا پته نه وه چې د پاکستان پوځ به د سياسي انتقام له لارې د هغه د لاس بوتکی جوړ نشي د بيلګې په ...

د کالا پانی یا د  تورو اوبو ستونزه

لیکنه: د رتن سالدي ژباړه: د پښتو څانګی د هند د درې اړخیزې کالاپاني یا تورو اوبو سیمې د کنټرول پر سر شخړه، چې نیپال او چین د هندوستان د اتراکنډ ایالت هیمالیای سیمې په پیټوراګړ ولسوالۍ کې موقعیت لري ،یو وار بیا وروسته له هغې راژوندۍ شوه چې نوي ډیلۍ د دوه نویو مرکز پورې تړلو سیمو جمو او کشمیر په دوه ټوټو ویشلو نقشه د اساسي قانون په رڼا کې خپره کړه. نیپال دعوا کوي چې د کالاپاني هغه نښلیدونکې برخې چې هند پخپله برخه کې څرګندې کړي ،هغه د دوی دي. د کالاپاني شخړه پخوا تیری شوې د ۱۸۱۶م کال تاریخي هوکړه لیک پورې رسیږي چې د هغه مهال د نیپال شاه او د هغه وخت د برتانوي هند ترمنځ ترسره شوې وه. په هغه هوکړه لیک کې مهاکالي سیند ، د واړو هېوادونو تر منځ پوله بلل شوې، پرته له دې چې د هغې سیمې د پيل نقطی پکې شاملې نه دی یا دده واړه سیندونه د مهاکالي سیند مهمې شاخې دي. مګر د هغې ځمکنۍ نقشې له مخې چې وروسته د برتانوي هند د عمومي څیړونکو لخوا خپره شوې وه په څرګند ډول د کالاپاني، لیپو لیک او لیمپیادهورا برخې د هند جغرافیې پورې تړلې بللې دي پداسې حال کې چې نیپال یې د حاکمیت ادعا کوي، او د مهاک...

د اړیکو د پیاوړتیا لپاره سریلانکا سره د هند د بهرنیو چارو وزیر لیدنه.

لیکنه : د ډاکټر ایم سماتها ژباړه : د پښتو څانګی د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شنکر په سریلانکا کې د نوي ټاکل شوي ۷م اجرایوي رییس ګوتابایه راجپاکسا سره د لیدو لپاره په کولمبو کې و.هغه هند ته د سفر لپاره د هند د لومړي وزیر بلنه وغځوله. نوي ټاکل شوي ولسمشر د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۲۹ مه هند ته د سفر بلنه ومنله. دا به د هغه لومړی رسمي بهرنی سفر وي.د ښاغلي راجپاکسا سره د لیدو لپاره د بهرنیو چارو د وزیر په لیږلو سره ، هندوستان ژر تر ژره دا په ډاګه کړه چې نوي ډهلي د نوي حکومت سره کار کولو او دوه اړخیزو ګټو لپاره د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړي کولو ته چمتو دی.د هند سربیره ، متحده ایالاتو ، پاکستان ، ایران او چین هم ښاغلي ګوتابایا راجپاکسا ته مبارکي وویله.اروپايي اتحادیه د پریکړې په اړه محتاط وو او له نوي ټاکل شوي ولسمشر څخه یې وغوښتل چې د دی ټاپو هیواد بشري حقونو ته درناوی وکړي. د ګوتابایه راجپاکسا بریا به د سریلانکا پوډوجانا پیروومونا(اس ایل پي پی)ځواک په راتلونکي کې حتی د هیواد په پارلمان کې ځواکمن کړي.تمه کیږي چې د سریلانکا پخوانی ولسمشر او د ګوټابیا ورور مهیندا راجاپاکسا د هی...

راجیه سبا ۲۵۰ مه غونډه ترسره کړه

لیکنه: شنکر کومار ژباړه: پښتو څانګه لکه څنګه چې د راجیه سبا (د هندوستان پارلمان مشرانو جرګه) د دغی جرګې ۲۵۰ مه غونډه په لاره واچوه، نو د هند سیاسي ډیموکراسۍ پرمختګ کې د دغی جرګی د مهم رول باید په سپیڅلو اصطلاحاتو یادونه وشي. له ۱۹۵۲م کال راهیسی کله نه چی راجیه سبا رامینځ ته شوی نو تل یی د ملت په ګټه کار کړی. په ۱۹۵۲ کې د هندوانو د ودونو او طلاق د مادی له منلو بیا تر ۲۰۱۹ پوری د مسلمانو ښځو (د واده پر حقونو د حفاظت) د مادی منل، او همداراز په ۲۰۱۹ کی د جمو او کشمیر د بیا تنظیمولو مادی تایدول ټول هغه څه دی چی د هندوستان په ښکلی او په زړه پوری تاریخ کی یوه نه ختمیدونکی نښه ده. مرستیال ولسمشر ایم وینکیا نائیډو چې د راجیه سبا ریس هم دی په سمه توګه یی کتنه کړی او وایی چې مشرانو جرګې وخت په وخت د ننګونو په حل او د ملت غوښتنو په پوره کولو کې زیات کار کړی. مرستیال ولسمشر وویل ، "مګر موږ لاهم ډیر مزل په مخکی لرو چې خپل هیواد ته په پوره اخلاص او ځواک سره کار وکړو تر څو له لاسه وتلی فرصتونه جبران کړو.  د ۱۹۵۲ کال د می میاشتی له لومړۍ ناستې څخه د ۲۰۱۹ کال اګست میاشتی تر ۲۴۹ غونډی ...

د هند او د بهوټان اړيکې د ودې په لاره

لیکنه : د ډاکټر نیهار ار نایک ژباړه د پښتو څانګې هندوستان ته د بهوټان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر لیون پوه ټنډي دورجي د یوې اونۍ اوږد سفر دوه اړخیز اړیکو لپاره یو نوی معیار وټاکلو . دغه سفر پر مهال ډاکټر دورجي د هند بهرنیو چارو وزیر ډاکټر اس جی شنکر سره دوه اړخیزې خبرې اترې تر سره کړې او د هند او بهوټان تر منځ د اړیکو بشپړه ارزونه یې وکړه . دواړو اړخونو د دواړخیز اړیکو په ګڼو اړخونو بحث مباحثه وکړه چې ور کې اقتصادي مرسته ، پرمختیایي انډیوالتوب او د بړاسو د بړیښنه مرسته شامله ده . خپل هندي سیال سره غونډه کولو څخه وړاندې ډاکټر دورجي د هند بهرنی چارو سکریټر ویجی ګوکلې سره هم ولیدل . ډیلي څخه خپلې لیدنې څخه پس د بهوټان بهرنیو چارو وزیر به د بیهار بودهګیا او راجګیر ته هم سفر وکړي . له هغه ځای څخه د بهوټان مشر به له کولکتې څخه لیدنه وکړي چیرته چې هغه به د لویدیځ بنګال والي او مشر وزیر دواړو سره وګوري. د لیون پوه ټنډي دورجي دا سفر دواړو هیوادونو تر منځ په لوړه کچه د دوامداره مسافرتونو او د نظریو د راکړې ورکړې په سمون تر سره کیږي . دا لیدنه په داسې وخت کې را منځ ته کیږي کله چې د لومړي وزیر لوټې ...