دعمران خان سیاسی کړکیچ

لیکنه : د معین الدین خان

ژباړه: د پښتو څانګی

عمران خان که څه هم له ځينو با نفوذه ادارو لخوا مرسته په ترلاسه کولو اقتدار ته ورسید مګر هغه وعدې يې چې له عامو خلکو سره کړي وي، خلک په تيره نوی نسل چې په سياست پوه نه دي، داسې

ګمان یی کاو چې د هغوی ژوند مخ په ښه کيدو دی او په زړونو کې يې هيلې راپارولې وي ، په داسې حال کې چې هغوی له سياست نه خبر نه دي او د عمران خان خبرې يې چې ګوا کې د عمران خان حکومت پاکستان د اقتصادي بحران نه بهر باسي ، رښتيا وګڼلي او هغوی ته داسې بريښیدل چې دی به په دې کار کامياب شي، خو په دې وروستيو حالاتو کې داسې وړې او لويي واقعې پيښې شوي چې دا ددې څرګندونه کوی چې د عمران خان حکومت د ناکامۍ په لور روان دی.په سياسي ډول هم ډير کړکيچونه مينځ ته راغلي دي او خلک به ډير زر پوه شي چې د عمران خان حکومت له مصالحت له لارې نه بلکه د ټکر لاره پر مخ بيايي او انتقامي سياست ته لاره هواروی.

عمران خان داسې فکر کوي چې ټول نظاميان د هغه ملاتړ کوي او هره روا او ناروا خبره به يې ومني، خو هغه ته دا پته نه وه چې د پاکستان پوځ به د سياسي انتقام له لارې د هغه د لاس بوتکی جوړ نشي د بيلګې په توګه د نواز شريف د روغتیا وضعيت مخ په خرابيدو دي او د علاج له پاره بايد لندن ته لاړ شي او ددی لپاره یی له لوړی محکمی څخه یی اجازه ترلاسه کړی .عمران خان دهغه د وتلو په خلاف دی او ځينې شرطونه يې ورته ايښي ، خو پوځ وايي چې نواز شريف بايد د درملنې لپاره د ملک نه بهر ولاړ شي او که په هغه څه وشي نو پوځ به ذ مه وار وي ځکه چې تر او سه لا د ذولفقار علی بوتو او بی نظير بوتو مړينې پوځ تر سوال لاندې راوستی دی. او که په نواز شريف څه وشي ، پوځ او په تيره د پنجاب صوبې فوځ به خلکو ته د مخ ښکاره کيدو لايق هم پاتې نشي. د عمران خان د ډلی نور کسان هم دا غواړي چې نواز شريف دې د علاج لپاره بهر ولاړ شي. ځینې نورې داسې خبرې هم شته چې له عمران خان د اوسني حالت سره په ټکر کې دي. مولانا فضل الرحمن د آزادۍ د لاريون اعلان کړی دی چې د سند او پنجاب سره سره اسلام آباد ته هم رسيدلی دی چيرته چې هغه د احتجاجونو پروګرام جوړ کړ. د هغوی ناسته همداسې روانه وه خو دفعتا يا سم د لاسه يې د مارچ په ۱۳ مه خپل دا د احتجاج پروګرام بيرته واخيست، چې د ډيرو سوچونو بازار تود شو. ځينو ويل چې لوړ پوړی چارواکو له مولانا سره پټه معامله کړې ده او دا معامله په ګجرات کې چودري روڼو په واسطه تر سره شوې ده د چودري روڼوڅخه مطلب، چودهري شجاعت حسين او چودهري پرويز الهي دی. او دې سوچ هغه وخت رنګ واخيست کله چې چودهري پرويز الهي په يوه مرکه کې داسې وويل چې مولانا فضل الرحمن ۱۵ ورځې وروسته له معاملې نه خپل احتجاج پروګرام بيرته واخيست، خو چودهري پرويز الهي دا ونه ويل چې مولانا دا معامله له چا سره کړې ده، له حکومت سره يا له کوم بل يو سره؟. چودري روڼو له دې خبرې سره چې ګواکې نواز شريف نشي کولای له ملکه بهر ولاړ شي، په کلکه مخالف دي.

عمران خان سره د هغه يو ګوند، متحده قومی غورزنګ په دې لړۍ کې له حکومت سره مخالف دي او د سياسي مبصرينو په وينا ، عمران خان بايد د احتياط او توازن سره خپل اولیتونه ترسره کړي. وروسته له يو کاله هغه په دې پوه شوی چې د سياست په ډګر کې يوازي په تودو او د جاذبې ډکو خبرو مخ په وړاندی نشی تلای.

د پاکستان په سياسي او د رسنیو په حلقو کې دا ویناوی ډيرې شوی چې عمران خان خپل باور ، څنګه چې يې مخکې له انتخاباتو درلود، له لاسه ورکړی دی.

په دغه حال کې د چودري روڼو د سياسي کتون سره، عمران خان ته دا احساس ور په زړه شوی چې اوس يې ځمکه د پښو تر لاندې مخ په ښويدو ده.

کتونکې په دې خيال دي چې مولانا فضل الرحمن د چا سره تړون کړی؟ ، پدی حقله چودهري الهي په خپله کومه مرکه کې ددی معاملې په اړه څرګندولو سره، د عمران خان کړکيچ لا پسې زيات کړی دی او په دې فکر دی، چې د چودري روڼونږديوالی له اسټیبليشمنت يا تاسيس سره ډير شوی دی ، هغه له خپلې پارټۍ له داخلي حلقو نه دا پوښتنه هم کړې چې حکومت ته لکه چې دوکه ورکوي؟ اوهمدا راز دا خبر هم راغلی دی



چې د ګوند دننه حلقو کې په ډيره کچه صلاح او مشوره کيږي او داسې ډيری کميټۍ هم جوړې شوي تر څو په بيلابيلو شعبو کې فکرونه تبادله شي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت