Posts

Showing posts from July, 2020

د هند په نیمه وچه د القاعده او د داعش فعالیتونه

لیکنه: د معین الدین خان ژباړ : د پښتو څانګی د ملګروملتونو یو راپور په سمون د خپل بریو او ماتو په دوران القاعده او داعش په اوسنیو تیرو ورځو کی د هند په نیمی وچی کی خپل اغیزې د زیاتولو هڅه کړیده. که څه هم هغوئي ته ځنی لویه بریا خو نده ترلاسه شوی لاکن دومره په حتمی ډول هس کړې شو چی په هندوستان کی د خپل ګام ټینګولو لپاره هغوئي ځنو ځوانانو سره اړیکه لرلې ده او هغوئي په خپل قطار کی د شاملولو هڅه کړیده . د یوې اندازی ترمخی په هندوستان کی د آئي ایس یا د داعش په رابطی کی راغلی ځوانانو شمیر له ۱۵۰ نه واخلۍ تر د ۲۰۰پوری وي او د هغوئي زیات شمیر د کیرالا او کرناټکا په شان جنوبی هندوستان له ایالتونو سره اړه لري. د نړیوال ترهګرۍ په حواله داعش او القاعده د هند په نیمی وچی ( اې کیو آئي ایس) له کبله ګردی سیمی ته ګواښ راولاړکړیدی. ( اې کیو آئي ایس) د هند سربیره بنګله دیش، پاکستان او مینمار څخه هم ځنی کسان په خپل قطار کی شامل کړیدي. د ملګرو ملتونو راپور په سمون ( اې کیو آئي ایس) پدی سیمی کی د ترهګریزبریدونو پلان جوړ کړیدی . د ملګرو ملتونو د تصویب څارونکی ټیم په خپل ۲۶م راپور کی داعش ، القاعده او هغی سره ...

رافيل او رامنځته کيدونکي غټ بدلون

لکینه: د آتم کمار بیسواس ژباړه:د پښتو څانګي د امبالا هوایي اډې ته د رافيل د پنځه نویو جنګي الوتکو راتګ د هند هوايي ځواک ته په قطعي توګه یو نوی قوت دی. دغه راز په هوایي ځواک کې د ۱۷ نورو اسکاډرانو رامنځته کول د پام وړ دي او د هوایي عملیاتو لپاره د هند د تیاریو ښکارندویي کوي. دغه الوتکې په فرانسه کې جوړې شوې دي او له فرانسې نه تر هنده په را لیږدولو کې یې په عربي اماراتو کې د فرانسې په یوه هډه کې د تیلو اخستلو لپاره دمه کړې وه او په ټوله کې یې ۷۰۰۰کیلو مټره واټن وهلی دی. د رافيل جنګي الوتکې چې د وضعيت د بدلونکو په توګه یادیږي، د هند په نړیوالو سرحدونو کې د هوایي ځواک لپاره خورا مهم او ټاکونکي دي، نویو او پرمختلو وسلو ته لاسرسی د هندي ځواکونو د عملیاتو په برخه کې د هند لاس لا اوچتوي. د رافيل د جنګي جیټونو عملیاتي وړتیا ته په کتو ویلی شو چې دا به د اوب تلو لپاره هم ډیر غوره وي د دوو لسیزو لپاره روسي سوکهوۍ - ايم کې ايي -۳۰ د هند د سمندري ځواک لپاره د ملا د تیر معنا لرله او د ۲۷۲فورس الوتکو یې د دو ماشینونو په لرلو سره ملتیا کوله. یوشمیر دغه الوتکې بیا د کروز مزایلو د لیږد وړتیا هم لري. د ر...

د پاکستان د احتساب بیورو یا د مخالفو په مرۍ د چاړه ایښودو دائیمی سرچینه

لیکنه : د معین الدین خان ژباره : د پښتو څانګی د پاکستان ملی نیشنل اینویسټي ګیشن بیرو يعنې ۔ این ای بي ۔ نن سبا ورځپاڼو او رسنیو په سریزو کې په ډیر څرګند ډول ښکاري . هسې هم ژورنالستانو ، سیاست مدارانو او شنونکو د هغې بنیادي دندې او د هغې په کړنو ګوت نیونه کړې ، خو په دې ورستیو کې د پاکستان سترې محکمې د دوو غړو قاضیانو ډلې فیصله د بحث یوه داسې دروازه پرانستې چې تراوسه پورې په ډیر ټیټ غږ د احتساب بیورو پرضد اوازونه پورته کیدل ، دا محال په ډیر واضح ډول اوریدل کیږي. البته د ځینو سیاسي مشرانو پرضد په مبینه ډول د پوځ په اشاره دلته قضیئ ثبت شوي او هغوئ ته سزا هم ورکړل شویده . که څه هم په دغو معاملو کې په واضح ډول احساس کیدو چې په کومو معاملو کې چې تورنو کسانو ته سزا ورکړل شوي ، هغه په محکمو کی د دلیل وړاندې کولو وړ هم نه وه. خو د لوړو محکمو له لوري په دې اړه له سره پام ونکړای شو چې له همدې امله په ځینو وختو کې پخپله د محکمی دنده هم شکمنه وګڼل شوه. لیکن اوس غږ تردې حده پورته کیږی ، چې د احتساب بیورو یا ۔ این ای بي ۔ د فساد د مخ نیولو اداره ده ، او که پخپله د فساد ډیرلو مرکز دی؟ څو ورځې د مخه م...

د پولی په اوږدو کی له تاوتریخوالی لری پاتی کیدو کی د چین ناغیړی

لیکنه: روپا نارایان داس ژباړه: پښتو څانګی د ګالوان دری له جګړې وروسته چی په کی دواړو لورو ته ځانی زیان هم واوښت د پولی په اوږدو کی له تاوتریخوالی د لری پاتی کیدو په اړه د هند او چین تر منځ د اوږد مهاله ډیپلوماټیکو او نظامي ناستو وروستي پړاو وروسته د ګزمی ډلی د ختیځ لډاخ په ۱۴م ، ۱۵م او ۱۷م نمبر سیمه کی په بشپړ ډول له یو بل واټن نیسی. نږدې درې ساعته اوږد مجازی محاسبات د پولو چارو په اړه د مشورې او انسجام لپاره د کاري میکانیزم تر نظر لاندې ترسره شوي په هرصورت ، لاهم له شخړی لری پاتی کیدل د پنګونګ تسو سیند په اوږدو کی له ۵می تر ۸ می سیمی باید پلی شی.. هند دمخه د وضعیت په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو ، "موږ دا هم څرګنده کړې چې هندوستان په بشپړ ډول ژمن دی چې له چین سره پرتي پولی ته درناوی وکړي او موږ به د پولی په اړه د دریځ د بدلېدو یو اړخیزې هڅې ونه منو." په ورته وخت کې ، د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کی ویلی چې دواړو خواوو هوکړه کړې چې د پوځي قوماندانانو یوه بله ناسته "ژر تر ژره جوړه شي ، تر څو له شخړی په بشپړ ډول لری پاتی کیدو ډاډ ترلا...

لومړي وزیر نریندر مودي په اقتصادي فعالیتونو کې نوښت لپاره غوښتنه کوي

لیکنه: کاوشک رای ژباړه: پښتو څانګه لومړي وزیر نریندر مودي په میاشتني من کې بات پروګرام له لارې خلکو ته خطاب وکړ. لومړي وزیر وویل ، د جولای ۲۶مه ، ډیره ځانګړې ورځ ده. ۲۱ کاله مخکې په همدې ورځ، زموږ پوځ د کرګل په جګړه کې زموږ د فتحې بیرغ ورپاوه. هندوستان هیڅکله هغه وضعیت هیرولی نشي چې د کارګیل جګړه پکې تر سره شوې وه. پاکستان دغه بدبختي پیل کړې وه، ترڅو هلته د داخلي جګړو توجه راجلب کړي. هندوستان هغه وخت د پاکستان سره د ښو اړیکو د رامینځته کولو لپاره د هڅو په درشل کې و لومړي وزیر مودي وویل ، د جګړې په وخت کې ، هر هغه څه چې موږ وایو یا کوو د سرتیرو په مورال، همېشه په پوله کې محتاط اوسیدل او هم د سرتیرو د کورنۍ مورال باندې ډیر تاثیر لري. موږ باید هیڅکله دا هیر نکړو او له همدې امله زموږ چلند ، زموږ رویه ، زموږ وینا ، زموږ بیانات ، زموږ حدونه ، زموږ اهداف ، هر هغه څه چې موږ یې کوو او وایو باید په څرګنده توګه زموږ د سرتیرو مورال او عزت لوړولو لپاره مناسب وي. لومړي وزیر په ګوته کړه ، په تیرو څو میاشتو کې ، څنګه چې هیواد د کورونا سره په متحد ډول مبارزه وکړه ، ډیری شکونه او اندیښنې یې غلط ثابت کړ...

من کي بات - جولايي -۲۰۲۰

من کي بات “۱۴” مه برخه د خپرېدو نیټه: ۲۰۲۰/۰۷/۲۶ نن د جولایي میاشتې ۲۶ نیټه مه ده، نن یوه ډیره ځانګړې ورځ ده، نن د کارګل د فتحې ورځ ده، ۲۱ کاله مخکې په همدې ورځ د کارګل په جګړه کې زموږ پوځ د بریا بیرغ ورپولو. ملګرو، د کارګل جګړه چې په کومو حالاتو کې شوی وو، هغه هند هیڅکله هم نه شي هیرولی. پاکستان ډیر لوی لوی پلانونه لرل چې د هند په خاوره تسلط ترلاسه کړي او د خپل کورني کشمکش نه یې د خلکو پام بل خوا اړولو لپاره دا حماقت کړی وو. هند هغه وخت هم له پاکستان سره د ښو اړیکو د لرلو په هڅه کې وو. مګر ویل کیږي کنه چې، د بدو خلکو احساس هم همداسې بد وي، هغوئ له خلکو سره پرته له کوم دلیل دښمني کولو ته اړ وي. د داسې فکر خاوندان هغو ته هم د زیان رسولو په فکر کې وي کوم چې له دوی سره مرسته کول غواړي. له همدې امله هند سره د پاکستان دا کړنه د شا لخوا د چړې ګوزار وو چې دوی ترسره کړ. مګر له هغې وروسته چې بیا د هند بهادر پوځ کومه وړتیا وښوده، هند چې کله خپل قووت وښوده، هغه ټولې نړۍ ولیده تاسو احساسولی شئ چې پاس د غره پر سر ناست دښمن او له لاندې څخه زموږ اتل پوځ، زموږ اتل سرتیري، خو بریا په لوړو غرونو د کینا...

په پاکستان کی د زده کړې نظام ته اسلامی رنګ د ورکولو هڅه

لیکنه : د معین الدین خان  ژباړه : د پښتو څانګی اسلام د زده کړې رڼا ، د پوهاوې فکر ته وده ورکونکی مذهب دې. زده کړی ته وده ورکولو لپاره ټینګار هم اسلام کړیدی . هم د دزده کړې وده د فکر پراخوالی او نظرئ ورسره د روشن فکر دروازی پرانیزی . لاکن دا خبره هم درسته ده چی یو شمیر واکدارانو د ولس مدهب سره ارتباط لرونکی جذبه په ناوړه کارولی ده او خپل واک اختیار ژغورلو یا هغی ته وده ورکولو په غرض ولس په پارولو هغوئي پداسی خبرو کی و نښلول کوم چی هغوئي د فکر و خیال او د روشن فکرۍ څخه لری کړی . داسی واکداران واکمنی په کولواوخپل ژوند په تیرولولدی نړۍ څخه رخصت خو شی لاکن کوم وژونکی ذهر سره هغوئي خلک آشنا کړي هغه ذهر په خوریدو سره ډیره زیاته ویجاړ او تباهی رامینځ ته کړي . که د پاکستان بیلګه په نظر کی ونیولی شی نو جنرال ضیا الحق یو داسی غاصب پوځی واکمن و چا چی داسلام په نامه د ولس لوئ طبقی ته داسی دارو ورکړله د کوم اغیزی څخه نن هم پاکستان بهر راونه وتلو . که څه هم هغلته تیرو دولس کلونو راهیسی ټاکلی حکومتونه چاری شړي خو په ټولنیز کچه په ماحول کومه ټاپه تش په نامه اسلامی ګرځونی دور پریښې و هغه اوس ه...

د پاکستان د ژورنالست تختول او د پریښودو قیصه

لیکنه: د معین الدین خان ژباړه : د پښتو څانګی په پاکستان کی د ژورنالستانو، بلاګ جوړونکو، پوهانو او د بشری حقونو ساتلو د کارکونکو تښتول ، په هغوی زور زیاتی کول او کله ناکله د هغوي د وژنو قیصی یوه نه یوه ورځ مخی ته راځی . په هغو کی د ډیرو پیښو ترشا د پاکستان پوځ ، د هغی ایجنسیو یا د هغوی په لارښونه د نورو ادارو لاس وي. د هغی اصل علت دا وي چی د پاکستان پوځ ځان له هرانتقاد څخه لوړ ګڼی . نه حکومت د پوځی جنرال پر وړاندی کومه کارروائي کولی شی او نه هم د محکمی له لوري هغه ته سزا ورکول کیدای شی ، ځکه چې که هغه داسی څه کول غواړی نو هغه خپل واک له لاسه ورکوی ، بندی خانی ته تلل وی او کله خو په دار هم ځړول کیدای شی . دا ټولې بیلګې په پاکستان کې شتون لري او دا هر څه د هغه ځای عامه خبره ده ، خلک هره ورځ دا منظری ګوری. راځو اصل مطلب ته ، په یوه تازه پیښه کې چې یو بېباکه او زړه ور ژورنالست مطیع الله جان چا چی د پوځی جنرالانو په غیرآئینی کړو وړو ګوته نیولې وه ، چې د پوځ په سترګو کی ډیر زیات خخیدو ، نوموړی د تیرې سه شنبې په ورځ یعنی د جولائي په ۲۱مه نیټه په هغه وخت و تښتول شو کله چی هغه له خپلې ...

د کولبوشن جادوو قضیه او پاکستانی ملنډه

لیکنه : د ډاکټر بیهوریا ژباړه : د پښتوڅانګی په تیری اونۍ کی پاکستان د هند ۱۲ خواستونو وړاندی کولو وروسته د کولبوشن جادوو سره د کونسلر تماس ترسره کړو . دا تماس او لاس رسی د ۱۹۱۹میلادی د ستمبرپه میاشت کی تیر څومره چی شخند وړ و . د هند خواستونو ته په ځواب کی پاکستان ۲۰۲۰میلادی کال د مئي په میاشت کی د یوفرمان پلی کولو څخه وروسته د یوآزاد، ښکاره او غیرمشروط لاس رسی یقین وړاندی کړی و . په څرګنده توګه جادوو ته د مرګ سزا ورکونکی پوځی محکمی د ۲۰۱۷میلادی کال د اپریل په میاشت کی د کتنی او غورکولو لپاره د یو اغیزمن کړن لاری برابرولو په ترڅ کی د قضاوت نړیوال محکمی ۲۰۱۹ میلادی کال دجولائي په میاشت کی لارښونی سره سم عمل کولو په ترڅ کی پاکستان کی د نوموړی پروړاندی د جاسوسی کولو او وران کارۍ قضیه راپورته شوله . دا هیله کیدله چی پاکستان به د خپل ژمنی او باور احترام وکړی. د هند د لاریونونو سره سره دوه هندي عالي رتبه چارواکو د پاکستاني چارواکو په شتون کې "د ویرونکي چلند" سره لاسرسي ترلاسه کړې وه . ګرده غونډه ثبته کړې شوې وه او هیڅ آزاد خبرې ممکن نه وې چې جادوو د بیاکتنې لپاره د هغه د اپیل قان...

په افغانستان کې لا زیات نامعلوم حالات او پوښتنې

لیکنه: معین الدین خان ژباړه: پښتوڅانګه د افغانستان حالات دومره پیچلي دي چې یو نه څوڅو سوالونه را پورته کیږي چې ځواب یې نشته. له دې امله یو نامعلوم حالت سره مخ کیږو. تر اوسه پورې ټولو نه لویه پوښتنه دا وه چې د امریکې او طالبانو ترمینځ خبرې اترې په یوه هوکړه لیک لاسلیکولو سره پای ته ورسیدې، خو ترټولو اصلي سوال بیا تر اوسه په خپل ځای پاتې دی چې د طالبانو او افغان حکومت ترمینځ خبرې اترې به کله او څنګه شروع کیږي. له ټولو نه لویه ستونزه بیا داده چې پخپله د طالبانو تر مینځ هم مشکلات شته، د طالبانو هغه مشران چې په دوحه کې په خبرو اترو کې ښکیل وو هغوی په دې خبره ښه پوهیږي چې له سخت دریځۍ څخه لاس واخلي او په افغانستان کې نورښکیل اړخونه هم باید وزغمي، خو غټه ستونزه بیا داده چې آیا هغه طالبان چې په افغانستان کې په جګړه اخته دي او ګڼې سیمې یې تر واک لاندې دي او هلته واک چلوي، خپلو مشرانو ته به دا اجازه ورکړي چې ددوی له اجازې پرته داسې یو کار وکړي؟ دغه علت دی چې دا مهال د طالبانو مشران ددغه سوال له ځوابولو څخه په څنګ کیږي. هغوی په دې ښه پوهیږي چې که داسې وکړي نو د خپلو پلویانو او جنګیالیو له غوسې س...

د هند او امریکا بحري ګډ تمرین

لیکنه: د ډاکټر ستوتي بنرجي ژباړه: د پښتو څانګې  هندوستان د متحده ایالاتو بحري ځواکونو سره د انډمان او نیکوبار ټاپوګانو ساحل کې د پیسکس په نوم سمندري تمرینات ترسره کړل. په دې کې بیلابیل همغږي تمرینونه شامل دي لکه د سطح عمل ، نظارت او د سب مرین ضد تمرینونه ، ترڅو د دوه بحری قوتونو تر منځ عملیاتي وړتیا وګوري او غوره تمرینونه شریک کړي. دا پرمختګ د هند په بحر کې د چین زیاتیدونکي شتون په پام کې نیولو سره د پام وړ دی. د بنګال په خلیج کې د سمندري ساحو کې د تمریناتو ترسره کول ډیر د پام وړ دې چې د مالاکا تنګی څارنه کوي ، د چین په ګډون د نړیوالې سوداګرۍ لپاره یوه مهمه بحري لاره ده ،. په دې تمریناتو کې د هند د سمندري ځواکونو څلور کښتۍ شاملې دې او د متحده ایالاتو له بېړیو سره یو خای تمرینات ترسره کوي ، چې پکې د اټومي انرژۍ جنګي بېړۍ ، نیمیټز شاملې بیړی شاملې دي ، چې د سویلي چین په بحر کې ‘د څارازاد’ عملیات ترسره کوي. دا په ورته وخت کې د سویلي چین بحر کې پارسل ټاپو ته نږدې خپل پوځي تمرینات تر سره کوي. د هند سمندري ځواک د هند په بحر کې عملیاتي خبرداری ورکړی ، چیرې چې د لداخ په س...

د هند او متحده ایالاتو د انرژی ستراتیژیکه ملګرتیا د دواړو لپاره ګټوره ده

لیکنه: د شنکر کمار ژباړه: د پښتو څانګی هند د انرژي امنیت په لور یو مهم ګام پورته کړی دی. نوي ډیلي له متحده ایالاتو سره د ستراتیژیکو نفتي زیرمو د عملیاتو او ساتنې په برخه کې د همکارۍ لپاره د هوکړه لیک لاسلیک کړ.دا حرکت خورا مهم دی. دا تیره اوونۍ د هند - متحده ایالاتو د سټراټیژیک انرژۍ ملګرتیا دوهم وزارتي ناستې په جریان کې بشپړ شوی ، دا یو نوښت دی چې د لومړي وزیر نریندر مودي او د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښود د ۲۰۱۸ کال په اپریل کې رامینځته شو د داسې تفاهم لیک په لاسلیک کولو سره ، هیواد به نه یوازې دا چې د جیو پولیټیکل ناکرارۍ په صورت کې له ځنډ پرته په انرژۍ باوری کړي ، بلکه ځان به د تیلو له بې ساري بې ثباتي څخه وساتي ، لکه څنګه چې په ۲۰۱۸م کال کې لیدل شوی و ، چې د دولت پر زیرمو یې سخت فشار راوړی. سربیره پردې ، د تیلو په نړیوال نرخ کې د تیلو په رسولو کې پر ګډوډیو یا ننګونو باندې د بریالیتوب لپاره ، هندوستان غواړي د متحده ایالاتو د سټراټیژیک پټرولیم زیرمو کې د خامو تیلو ذخیره کولو سره خپله د ستراتیژیکو تیلو زیرمه زیاته کړي. د دواړو خواو ترمینځ بحثونه همدا اوس په پرمخت...

لومړي وزیر نریندر مودي وويل : څو اړخیزه اصلاح د پرمختګ یوازینی لاره ده

ليکنه : د اسوک کمار مکهرجي ژباړه : د پښتو څانګي د لومړي وزیر نریندر مودي د ملګرو ملتونو اقتصادي او ټولنیزې شورا د لوړې کچې برخې سره انلاین خبرې اترې د څواړخیزو اصلاحاتو لپاره د هندوستان د غوښتنې ترشا د راپورته کیدونکو طرحو د تشریح لپاره مهمي وي. په یاد ولرئ چې ملګري ملتونه د دوهم نړیوال جنګ غصب څخه راپورته شوي. لومړي وزیر د غړو هیوادونو څخه وغوښتل چې د کوویډ - ۱۹ مالي صندوق په واسطه رامینځته شوي اوسني بحران څخه کار واخلي ترڅو دڅو اړخیزې جزبي بیاراژوندي کیدل او اصلاح تضمین کړي. د ښاغلي مودي خبرو ، په دې برخه کې د دوامدار پرمختګ اهدافو کليدي رول په ګوته کړ. د هند بریا ، د انسانیت د شپږمې برخې استازیتوب کوي ، د هغې پراختیایی اهدافو ترلاسه کولو کې به د اس ډي جي نړیوالې لاسته راوړنو کې د پام وړ مرسته وکړي. دا به د ټولې جامعې خلکو متمرکز تمثیل پراساس د ټول شموله ودې په روحیه کې سره کار کولو ته اړتیا ولري ، کوم چې د پاييدونکي پرمختيا موخو اصلي اصول پوره کوي چې هیڅ څوک یې شاته نه پریږدي. د هند لومړي وزیر څرګنده کړه چې څنګه هندوستان د ملي پرمختیايي اهدافو د لاسته راوړلو لپاره خپل ايالتونه او س...

په سنده او بلوچستان کی زیاتیدونکی نا آرامی

لیکنه: د معین الدین خان ژباړه: د پښتو څانګی په اوسنیو تیرو ورځو کی د بلوچستان لبریشن آرمی یوی ډلی مجید بریګیډ په کراچۍ کی موقعیت لرونکی د پاکستان اسټاک ایکسچینج باندی برید په کولو په ګرد پاکستان کی هیجان راپورته کړې و ورسره سم د نړیوال رسنیو پام يي هم ځان ته اړولې و . ددغه برید وروسته د پاکستان لومړی وزیرعمران خان او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی نیغه په هند ګوته نیولې وه . د پاکستان واکدارانو او بیا په ځانګړی ډول د هغی امنیتی اداری دا عادت دی چی هغه په خپل داخلی اوضاعو اوپه نا کاره کورنی کړو وړو باندی پړده اچولو لپاره په هند او د هغی په ایجنسۍ تور پوری کوي . خو داسی په کولو هغوئي يوازي ځان بربنډوۍ او خپل بي ځايه کار کردګی برلا کوی . که نا آرامی په بلوچستان کی وده مومی یا په سنده کی د هغی ځنی اساسی علتونه دي د کوم تفصیل وخت په وخت د پاکستان لوړ پوړی شنونکی او د امنیتی اداری په کړو وړو نظر لرونکی څیړونکی او ماهرین وړاندی کوي. دا بله خبره ده چی د هغوئي په خبرو جدی پاملرنه کولو پرځای د هغی ځای واکداران تورپور کولو او په بي ځايه ويناو لاس پوری کوي . په اوسنیو تیرو ورځو کی نامتو سیاس...

د طالبانو خپلمنځي اختلافات : د افغانستان آئینده اوس هم غیر یقینی

لیکنه : د انتخاب عالم ژباړه: د پښتو څانګی سږ کال د فرورۍ په میاشت کی طالبانو او امریکی ترمینځه په افغانستان کی سوله په رامنځته کولو هوکړه شوی وه ، د هغی په حقله له پیل راهیسی شک و شبهات رامینځ ته کیدل . د هغی ځانګړې علت دا و چی خبرو اترو په دوران کی هم په افغانستان کی د تشدد لړۍ هیڅ کله بند شوی نه وه . بله خبره دا هم حس کیدله چی طالبان د افغانستان حکومت سره خبری اتری کولو یا په افغانستان کی دننه د پخلاکیدنی او د جوړ جاړی ماحول په رامینځ ته کولو کی هیڅ لیوالتیا نلر ی . خو ورو ورو څه داسی خبری هم مخی ته راغللي دکوم څخه دا اندازه وشوه چی پخپله طالبانو کی شدید اختلافات شته او دا چی په دوحه کی شوی په خبرواترو کی د طالبانو کوم مشرتابه چي برخه واخیسته دهغی پلان او د هغی بیلا بیل جګړه مارانو نظرئ یو بل څخه بیخی مختلف وي ځکه چی دا خبره په ځانګړی ډول احساس کیږی چی په دوحه کی د طالبانو مشرتابه د پخلاکیدنی روش غوره کړی و او لږ ترلږه دا خیال ښکاره کړی شوی و چی بشری حقوقو، جمهوریت او په واکمنۍ کی د انډیوالۍ په شان په موضوعګانو د افغانستان حکومت سره په وروسته پړاو کی جدی خبر ی اتری کیدیشی او ځن...

د پاکستان ملی احتساب بیورو یا قهرجن ښامار

لیکنه : د معین الدین خان ژباړه : د پښتو څانګی په پاکستان کی د ملی احتساب بیورو په نامه یوه اداره ده کوم چی په سیاست مدارانو، بیوروکراتانو او سوداګرانو لګول شوی د فساد د تورونو سماعت او فیصله کوی خو د دی امتیاز ئې دا دی چی د دی سماعت لاندی راتلونکی معاملو کی تورن کس ترهغه ګناهګار ګڼلی شی ترکومی چی هغه بی ګناه ثابت نکړي، کله چی په عمومی قانون کی تورن کس ترهاغه بی قصوره وي ترکومی چی هغه بی ګناه ثابت نشی . د دی د عدل نظام د تامینولو ویاړ د پاکستان پوځ ته ترلاسه دی ځکه چی د یو آمریت په دوران هغه په هغه وخت کی معرفی کړی شو کله چی مارشل لا یعنی پوځی قانون پلی و . غرض دا چی دا وخت د دی شتون یو قطعی حقیقت دې. ملی احتساب بیورو تراوسه د یولړ مخالفو سیاست مدارانو ژوند او هدف تهس نهس کړیدې. خو د تآسف وړ خبره دا ده کله چی یو سیاسی ګوند په حزب کی وي نو په ملی احتساب بیورو بیلا بیل تورونه پوری کوی او هغه ئې د بدل اخستلو یوه سرچینه ګڼی خو کله چی واک ترلاسه کړی نو بیا څه داسی رویه ښکاره کوی چی څنګه روان دې روان دې وي او دغو سیاسی ګوندونو څخه په لږه فاصله ولاړ پاکستانی پوځ د دی تماشه کوی او په ځیرکتیا و...

هند له کرونا ویروس سره د مبارزې په دوره کې

لیکنه: منیش انند ژباړه: پښتو څانګه په نړۍ کې د کرونا ویرس له خپریدو شپږ میاشتې وروسته ، هندوستان نه یوازې ددغې ناروغۍ د چټکې خپریدو مخنیوی کړی بلکې د دغې وژونکې ناروغۍ اغیزیې هم کمه کړی . د مثبتو پیښو ورځنۍ ودې کچه خورا کمه شوې او د رغیدو کچه ۶۳ سلنې ته رسیدلې چې دا ثابتوي چې هند خپل لوی نفوس ته ښه پاملرنه کړې ده د کرنټین په اړه د لومړي وزیر پروخت پریکړې حکومت ته دا زمینه برابره کړه چې په خپلو ظرفیتونو او رغنیزو چارو لا ډیر کار وکړي. په جنورۍ کې ، هندوستان یوازې د کوډ - ۱۹ د نمونو ازموینې لپاره یو لابراتوار درلود چې اوس مهال دغه شمیر ۱۲۰۰ ډیرو لابراتوارونو ته رسیږي چې ټول هیواد کې خدمتونه وړاندې کوي. د ټیستونو لپاره د تاسیساتو رامینځته کولو سره د ټیسټونو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. هند تر دې دمه تر ۱۲ میلیونو زیات د کرونا ټیسټونه کړي دي په هندوستان کې د کوویډ۱۹ مثبتې قضیې له نهو لکو څخه اوښتې دي خو ۶۳ سلنه ناروغان له روغیدو وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي. له دې سره په هیواد کې دننه جوړ شوي دوه کاندید واکسینونه د انساني آزمایښت پړاو ته رسیدلي ، هند...

ګوګل د هند ډيجيټلي اقتصاد ته لويه پانګونه وکړه

ليکنه : د جي شري نيواسن ژباړه د پښتو څانګي د هند ډیجیټل ایکوسیستم د متحده آیالاتو د ټیکنالوژۍ لوی شرکت سره د راتلونکو پنځو څخه تر اوو کلونو پورې د ۱۰ملیارد ډالرو پانګوونې وړاندیز لپاره د ریښتیني بدلون مرحلې په درشل کې دي هدف یې د هند لومړی محصولات او خدمات وړاندې کول دي چې د هند ډیجیټل کولو لپاره اړین څلورو برخو باندې تمرکز کوي. پدې کې دا شامل دي ، د هر هندي لپاره په خپله ژبه کې د ارزانه لاسرسي او معلومات اسانه کول ، د محصولاتو او خدماتو رامینځته کول چې د هند ځانګړي اړتیاو سره مطابقت لري ، د سوداګرۍ ځواک په ځانګړي توګه کوچني او مینځنۍ سوداګرۍ ته د دوی ډیجیټل بدلون سفر او د ټیکنالوژۍ او مصنوعي استخباراتو ګټه پورته کول ، اي ايۍ په ساحه کې د ټولنیز ښه والي لپاره لکه کرنه ، تعلیم او روغتیا. د ګوګل لپاره د هند په کلنۍ مجازی ناسته کې ، د ګوګل سندر پیچای ، چې د اصلي الفبیټ شرکت مشر هم دی ، وویل چې مرستې به د ګوګل د هڅو ګړندۍ کولو لپاره زياتي کړي شي چې ډیجیټل ټیکنالوژي د پانګوونې د ترکیب له لارې تنظیم کړي. شراکتونه ، عملیات ، او زیربناوې او د ایکوسیستم پانګونه . په هند کې د ۵۰۰ ملیون فع...

د هند او سنګاپور اړیکی د لا ودی په حال کی

لیکنه: ثنا هاشمی ژباړه د پښتو څانګی  د سینګاپور لومړي وزیر ، لی هوسین لونګ په مشرۍ ، پی ای پي تیره اونۍ د ۲۰۲۰م کال عمومي ټاکنو د ګټلو وروسته بیرته واک ته راستون شو. د رایه ورکونکو ګډون۹۳ سلنه وو، پی اي پي د پارلمان له ۹۳ څوکیو څخه ۸۳ څوکۍ وګټلې. پاتې ۱۰ څوکۍ د اپوزیسیون کارګر ګوند ته لاړې. د پی ای پي لپاره دا ۱۵مه پرله پسې دوره ده وروسته له هغی چې دوی په ۱۹۵۹ کال کې د لومړي ځل لپاره واک ته ورسیدل. لومړي وزیر نریندر مودي د سینګاپور لومړي وزیر لی هوسین لونګ ته په ټاکنو کی د هغه د بریا مبارکي ورکړه. د سینګاپور ټاکنو پایلې د هند - سینګاپور اړیکو کې د نور دوام او پرمختګ معنی لري. د هندوستان د لومړي وزیر او د سینګاپور لومړي وزیر لی پر مهال ، اړیکې خورا لوړې کچې ته رسیدلي لومړي وزیر مودي تل د مرحوم لي کوان یو ستاینه کوی څوک چی د سنګاپور بنسټ ایښودونکی پلار او له ۱۹۵۹ تر ۱۹۹۰ کال پوری د سینګاپور لومړی وزیر پاتی شوی وو. د مدرن سینګاپور په جوړولو کې د هغه رول لوبولو نه سترګی نشی پټی کيداي.د هند لومړي وزیر د ۲۰۱۵ کال مارچ میاشت کې د ښاغلي یاو جنازه کې برخه واخیسته. د هغه په مراسمو کې...

د عمران خان راتلونکي په باره اټکلونه مګر بل متبادل يي نشته

ليکنه : د معين الدين خان ژباړه د پښتو څانګي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له دوه کالو ډیر وخت راهیسې په واک کې دی ، خو اوس د هغه د راتلونکي په اړه پوښتنې راپورته کیږي. اصلی دلیل دا دی چې د لومړي وزیر او د پوځي جنرالانو ترمنځ "مثالي نږدې والی" اوس په فاصله بدلیږي. باید په یاد ولرئ چې په پاکستان کې عمومي تاثیر دا دی چې عمران خان په سیاسي ډګرونو کې یو منتخب شوی وزیر نه بلل کیږي ، مګر یو ټاکل شوی لومړي وزير بلل کيږي . د هغه د غوره کولو لپاره کریډیټ پوځي تاسیساتو او تر یوې اندازې پورې عدالت ته ورکړي کيداي شي خواکه دا په طنزي ډول وویل کيږي هغه د نړۍ مشهور کرکټر و. هغه یو څه خیراتي کارونه هم وکړل چې د هغه شهرت او پیژندنه یې زياته کړه . د مثال په توګه ، د سرطان روغتون چې هغه جوړ کړی ، هغه يي خورا نور مشهوره کړو . هغه له دوه لسیزو څخه د ډیر وخت لپاره سیاست کي هڅي وکړي. په دې وخت کې ، هغه په ​​پاکستان کې د زياتيدونکي فساد ، په بهرني هیوادونو پټ کړي شوي پيسو ، بهرني پورونو او د پاکستان خراب اقتصادي حالت په اړه ډیر څه وویل. هغه ژمنه هم وکړه چې که واک ته ورسي ، نو په ټولو برخو کې...

هند او چين ، دواړه د چين سلطه لرونکي دسيسو پرضد دي

هند او چين ، دواړه د چين سلطه لرونکي دسيسو پرضد دي ليکنه : پروفيسور چينتا مني مهاپاترا ژباړه : د پښتو څانګي د هند او متحده ایالاتو ترمنځ ستراتیژیکي ملګرتیا د تیرو دوه لسیزو راهسي خورا ژوره او پراخه شوې ، مګر د دې اعتبار او ګټي ته چيلنج هغه وخت وړاندي شو کله چې چین د هند - چین سرحدونو په اوږدو کې د کنټرول په حقيقي کرخه تجاوزکونکي رويه غوره کړه هند د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو سره ستراتیژیکې ملګرتیاوې لري ، مګر دا متحده ایالات دي چې تر دې دمه یې د چین د یرغل پرمهال له هند سره خپل ښکاره ملاتړ په ډاګه کړو او په ورته وخت کې یې چین مجبوره کړو چې خپل سرتیري له سیمې څخه وباسي ، د هند پوځي پرسونلو سره فزیکي جګړه پاي ته ورسوي او په ځینو برخو کې خپل ناقانونه جوړښتونه له منځه يوسي په هرصورت ، دا سوچ به غلط وي چې د هند او چين په پوله د واشنګټن دریځ د متحده ایالاتو او هند ترمینځ د کوم نظامي اتحاد د جوړولو دي. نه هندوستان او نه هم متحده ایالات د چین ضد ائتلاف د جوړیدو ملاتړ کړي مګر د ستراتیژیک ملګرتیا روحۍ سره سم ، سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت ځینې زړورې اعلامۍ کړي او د پینټاګون لخوا پ...