هند له کرونا ویروس سره د مبارزې په دوره کې



لیکنه: منیش انند


ژباړه: پښتو څانګه


په نړۍ کې د کرونا ویرس له خپریدو شپږ میاشتې وروسته ، هندوستان نه یوازې ددغې ناروغۍ د چټکې خپریدو مخنیوی کړی بلکې د دغې وژونکې ناروغۍ اغیزیې هم کمه کړی . د مثبتو پیښو ورځنۍ ودې کچه خورا کمه شوې او د رغیدو کچه ۶۳ سلنې ته رسیدلې چې دا ثابتوي چې هند خپل لوی نفوس ته ښه پاملرنه کړې ده


د کرنټین په اړه د لومړي وزیر پروخت پریکړې حکومت ته دا زمینه برابره کړه چې په خپلو ظرفیتونو او رغنیزو چارو لا ډیر کار وکړي. په جنورۍ کې ، هندوستان یوازې د کوډ - ۱۹ د نمونو ازموینې لپاره یو لابراتوار درلود چې اوس مهال دغه شمیر ۱۲۰۰ ډیرو لابراتوارونو ته رسیږي چې ټول هیواد کې خدمتونه وړاندې کوي. د ټیستونو لپاره د تاسیساتو رامینځته کولو سره د ټیسټونو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. هند تر دې دمه تر ۱۲ میلیونو زیات د کرونا ټیسټونه کړي دي


په هندوستان کې د کوویډ۱۹ مثبتې قضیې له نهو لکو څخه اوښتې دي خو ۶۳ سلنه ناروغان له روغیدو وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي. له دې سره په هیواد کې دننه جوړ شوي دوه کاندید واکسینونه د انساني آزمایښت پړاو ته رسیدلي ، هندوستان کولی شي په سمه توګه د ممبۍ او ډهلي دوه لویو اغیزمنو ښارونو کې د وضعیت د ښه کولو لپاره هڅه وکړي او نرمښت راولي. په هند کې شل ایالتونه هره ورځ د نړیوال روغتیا سازمان له معیار سره سم په هر یو میلیون کسانو کې د ۱۴۹ تنو ټیسټ اخلي. هندوستان له دغه معیاره ورپورته په هر میلیون کې د ۸۷۶۲،۷خلکو ټیست په ورځ کې اخلي. هندوستان په سمه توګه په ټول هیواد کې کرنټین پلی کړی و کله چې مثبتې پیښې په سلو کې ۳۸سلنې ته لوړې شوې وې ، چې اوس دغه اندازه یوازې۳،۲۴ سلنې ته راکمه شوې ده.


سربیره پردې ، په هند کې د میلیون له مخې د پیښو او مړینې شمیر په نړۍ کې ترټولو ټیټ دی. په هند کې د مړینې کچه۲،۶۲ سلنه ده چې دا په خپله یو ښه خبر دی. سربیره پردې، په روغتونونو کې پام کې نیول شويو بسترونو څخه یوه لویه برخه لاپاتې ده چې دا هم د پام وړه ده. د هندي درملو صنعت هم دغې ناروغۍ ته د اړیتا وړ درملو په تولید کې زیاتوالی راوستی چې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو ورسره د پام ښه والی موندلی دی. د وینټیلیټرونو شتون ، چې د لومړي وزیر د پاملرنې فنډ له لارې پیرودل شوي ،او د نورو مهمو تجهیزاتو واقعیا له طبي متخصصینو سره مرسته کړې ترڅو ننګونو ته په اغیزناکه توګه ځواب ووایي


په ورته ډول د مدني ټولنې ، نادولتي موسسو او داوطلبانو ښکیلتیا هم مهه ده چې د کور په کور سروې ترسره کولو لپاره راغلي ترڅو د ویروس د خپریدو لپاره د آزموینې او تعقیب ستراتیژي تنظیم او پلې کړي


د وبا ناروغي ، چې تقریباٌ یوه پیړۍ ورنه تیریږي ، اقتصاد او ژوند یې اغیزمن کړ. د غریبو خلکو ساتنه باید د لومړیتوب پر اساس ترسره شي؛ حکومت د نړۍ په کچه د خوراکي توکو ترټولو لوی وړیا پروګرام د ۱،۵ لکه کروړه لګښت سره د ۸۰کروړه خلکو لپاره پلی کړ. لاک ډاون د کارګرانو مهاجرت رامینځته کړی و ، او حکومت په ورته وخت کې ورته ۵۰ زره کروړه روپۍ ځانګړې کړې


په شپږو ایالتونو کې د ټاکل شوي چوکاټ دننه د کارموندنې بهیر چې د مهاجرو کارګرانو ډیره برخه ترپوښښ لاندې راولي


د اقتصادي خوځښت لپاره ، حکومت د ۲۰ لکه کروړه روپیو په اندازه اقتصادي اسانتیا رامنځته کړه ، چې په هر سکټور او هرې برخې پورې اړه لري ، پداسې حال کې چې هند رغنیز اصلاحات هم پیلوي ترڅو هندوستان د پانګوونې راجلبونکی ځای خپل کړي. کوچنې او متوسطې ​​تصدۍ د هندوستان د کاري نفوسو ترټولو لویه برخه ګماري. دې سکتور د مالي هڅونې ، ارزانه کریډیټ او حتی د ادارې لاسته راوړنو له اړخه د حکومت پام ځان ته ور اړولی دی


د کرنې په برخه کې ، حکومت له کروندګرو سره د سیمه ییز کرهنیز بازار موندنې کمیټو له لارې آزاد بازار ته د لارموندې لپاره خورا زړور ګامونه پورته کړل ، دوی ته یې د اړتیا وړ آزادي ورکړل شوه چې هر څوک ته د دوی کرهنیز محصولات وپلوري ، همدارانګه دې برخه اضافې هڅول هم شامل و

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت