Posts

Showing posts from October, 2020

د هند او مرکزي اسیا هیوادونو په مرسته او همکارۍ له سره ټینګار وکړ

د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د هند او مرکزي آسیا دوهمه ناسته د دې اونۍ په پیل کې ترسره شوه. هند او د مرکزي آسیا پنځه هیوادونه - قزاقستان ، قرغزستان ، تاجیکستان ، ترکمنستان او ازبکستان ژورې تاریخي او تمدني اړیکې لري. د ۱۹۹۰می لسیزی په لومړی کلونو کی ، د سیمې د پنځو جمهوریتونو له خپلواکۍ راهیسې ، هند له دوی سره نږدې سیاسي ، اقتصادي او کلتوري اړیکې لرلي. د ۵+۱ فارمیټ چی د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه لیدلی کیږی ، د سیمې ټولو پنځو هیوادونو لپاره د نړیوالې ښکیلتیا یو ارزښتمن پلیټ فارم په توګه راپورته شوی د هند او مرکزي آسیا لومړۍ ناسته د هند او ازبکستان لخوا په ګډه د جنورۍ په میاشت کې په سمرقند کې جوړه شوې وه. دوهمه ناسته د دې کال په اپریل میاشت کی کیدونکی وه ، مګر د کوویډ-۱۹ وبا له امله دا د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه. دا د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شنکر په مشرۍ ترسره شوی وه . په خبرو کې د قزاقستان ، تاجیکستان ، ترکمنستان او د ازبکستان بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې وه. د قرغزستان د بهرنیو چارو مرستیال په دی غونډه کی د خپل هیواد استازیتوب کړی وو. په دې وروستیو کې په قرغز...

د هند اقتصاد د ودی په لار

لیکنه : د ډاکټر لیکها چکرورتی ژباړه : د پښتو څانګی د مالیې وزیری اغلي نرملا سیتارمن وویل چې د فستیوال میاشتو په جریان کې د مصرف کونکو توکو غوښتنه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. د اکتوبر څخه تر مارچ پورې په هند کې د فستیوالو موسم دی. د نیککي تولیداتو د پیرود نظامی شاخس یا ( پی ایم ایی ) پراساس ، د مالیې وزیری وویل چې په هیواد کې د پراخ محدودیتونو له اسانولو وروسته ، اقتصادي فعالیت ډیر شوی او د حکومت لخوا د بیلابیلو اقداماتو له لیاری مرسته شوې. د ۵۰ و څخه پورته د پی ایم ایی غوړیدل پراخوالی ته اشاره کوي او د ۵۰ څخه ښکته ټیټوالی په ګوته کوي. تجزیو ښودلې چې پی ایم ایی د اګست په میاشت کې له ۵۲ څخه په سپتمبر کې ۵۶،۸ ته لوړه شوې چی د ۲۰۱۲ م د جنوري راهیسې ترټولو لوړه کچه ده . د مالیې وزیری وویل کال په کال دوه چنده زیاتوالی د موټرو پلور لپاره پرګوته شوی. د دوه ټیریزه سکوټرونو پلور د هیواد په ځینو برخو کې کال په کال وده موندلې. د کرهنیزو صادراتو ، بیړۍ وانۍ ، درمل جوړولو ، انجینرۍ توکو او کیمیاوي توکو په برخو کې د بیارغونې سره صادرات هم مثبت چوکاټ ته ورسېدل او د دې لامل شوي چې ودې ترلاسه کړی شي. د ...

هند به افريقه ته مرسته ورسوي

ليکنه: د رنجيت کمار ژباړه: د پوشپا کماری د پام وړ بشری مرستو او د هند د دود سره سم د افریقا خلکو ته د اړتیا په وخت کې د رسېدو دود په لړ کې هندوستان به د کوویډ - ۱۹ ناروغی څخه اغیزمنو خلکو رنځونه کم کولو لپاره سوډان، سویلی سوډان، جیبوټي او اریټریا ته ۲۷۰ ټنه خوراکي توکو مرستې ورسوي  د افریقا دغه سیمه چې د افریقا هورن په نوم پیژندل کیږي، له لسیزو راهیسې د بیلابیلو قبیلوي ملیشو ترمینځ د داخلي جګړې له امله له ناکرارۍ سره مخ ده. په هرصورت د نړیوال مینځګړیتوب له امله په دغه سيمه کې سوله ده خو په خپلو پښو درېدلو لپاره سیمه د ځایي خلکو، حکومتونو او د ادارو لاس وهنو ته اړتیا لري. هند دغې سیمې ته زرګونه سوله ساتونکي سرتیري چمتو کړي او د ظرفیت لوړولو مختلفو برنامو له لارې د بېوزلو خلکو د ښه والی لپاره ستر رول یی لوبولی دی. د خوراکي توکو مرسته چې پکې ۱۵۵ ټنه غنم ، ۶۵ ټنه وریجې او ۵۰ ټنه بوره شامله ده ، د هندوستان بحري بېړۍ ایراوټ د لیاری لیږدول کیږي چې تیره اوونۍ له ممبۍ بندر څخه روان شو. دغه سفر په ترڅ کې به جبوټي، مساوا، په سوډان او مومباسا کې له بندر سره اړیکه ونیسي  د هند د بهرنيو چار...

پاکستان لا هم د افغان طالبانو لپاره خوندي پټنځای دی

لیکنه : د محمد خاور حسن  ژباړه او وینا : د هریندر کمار سواتی ستونزې د مثبت عمل سره پای ته رسیږي ، نه چی یواځی وینا سره . د ستونزو حل لپاره ښه لیدونکي ، ملګری نه دی ، بلکی هغه څوک مخلص مرسته کوونکی وی څوک چې د وینا په واسطه د غولولو کوشش نه کوی. په افغانستان کې وضعیت پدی وجه خراب دی ځکه چې متحده ایالاتو له پاکستان څخه د ترهګرۍ د له مینځه وړو لپاره پاکستان خپل ملګری جوړ کړو. پاکستاني مشرانو د متحده ایالاتو مشرانو ټولو خبرو ته غاړه کیخوده . یو پلو دا د ترهګرۍ پرضد خبرې کوي ، او بل پلو د پاکستان پوځ په افغانستان کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره جدي نه دی ، خو پاکستان دا حقیقت رد کوي. هیڅکله هم پاکستان د طالبانو ملاتړ نه دی پریخی  طالبان د پاکستان لخوا رامینځته شوي نو له دوی څخه جلا کول یی اسانه ندي. د ۲۰۲۰م کال د فبروري په ۲۹مه نیټه د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې تړون له لاسلیک کولو وروسته ، تمه کیده چې د افغانستان وضعیت به مثبت ښه والي وګوری ، خو داسې ونه شوه. په تیرو اونیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی په ډراماتیک ډول زیات شوی. د هلمند او د افغانستان د نورو ولایتونو د کنټرول لپاره ...

په پاکستان کې د تښتونې او خوشې کولو لړۍ دوام لري

لیکنه : د جاوید اختر ژباړه او وینا : د هریندرکمار سواتی د پاکستان د خبریال علي عمران کورنۍ او ژورنالیستیکې ټولنې هغه مهال د سکون او د قناعت ساه واخیستو کله چې هغه د ۲۲ ساعتو لپاره درمته کیدو وروسته کور ته راستون شو. مګر ویره لاهم پاتې ده او دا مهال معلومه نده چې د دې وروسته به څه پیښیږی. مبشر زیدی یو لوړ پوړی پاکستانی ژورنالیست دی لیکلی یی دی چې علی عمران د فلسطین او برما په اړه راپور ورکړو مګر د اسراییلی پوځ لخوا و نه تښتول شو او له برما څخه هم بچ پاتی شو مګر هغه په ​​خپل ښار کې راپور ورکولو لپاره سزا ته مخامخ شو او د مسلکي کسانو لخوا وتښتولی شو علي عمران د جيو تلویزیون سره تړاو لري. هغه د کیپټن صفدر د نیولو ویډیو جوړه کړې وه چې د جیو تلویزیون څخه خپره شوې وه. د خبر له خپریدو لږ وروسته علي عمران ورک شو. د هغه د کورنۍ غړو وویل چې علي عمران لږ ساعت لپاره د کور نه بهر د وتلو غوښتنه کړې وه. هغه خپل موټر او ګرځنده تلیفون هم په کور کې پریښود ، مګر څو ساعتو لپاره د هغه هیڅ پته و نه لږیده. له هغې وروسته پولیسو ته شکایت درج کړی شو دا خبر په ټولنیزو رسنیو کې هم خور شو. البته کله چې علی عمران د ...

مذهب د بدلولو تبلیغاتو څخه د اقلیتو په ساتنه کې د پاکستان د حکومت ناکامي

لیکنه : د خوشید اکرم ژباړه : د هریندرکمار سواتی  اسلام د زغم ، مینې او نیکۍ دین دی. د دی په ښوونو کې دا حقیقت هم شامل دی چې هرڅوک کولی شي په خپل مذهب او دین ټینګ ودرېږي. په قران کریم کی الله تعالی فرمایی: ستاسی مذهب له تاسو سره دی او زموږ دین زموږ سره دی. یو بل آیت دی چې پدې معنی دی چې په دین کې زور زیاتی شتون نلري له همدې امله ، د اسلامي نظر له مخې ، دا ویل کیدی شي چې دا غلط کار دی چې څوک دې ته اړ باسي چې خپل دین پریږدي او اسلام ته مخه کړي. دا د افسوس خبره ده چې پاکستان ، چې د اسلام په نوم رامینځته شوی وو او یو اسلامي دولت اعلان شوی ، یو داسې کمپاین لري چې غیر مسلمانان مسلمان کولو ته اړ باسي. یعنی د اسلام پیروان له اسلامي لارښوونو انکار کوي. د دې جبري بدلون ترټولو خواشینونکی اړخ دا دی چې د هندوانو او عیسویانو پيغلی انجونې تښتول کیږی ، بیا اسلام ته اړول کیږی او بیا واده کیږی او کله چې ددغی انجلۍ د کورنۍ غړي د قانون او محکمې څخه د مرستې ترلاسه کولو هڅه کوي نو محکمی ته ویل کیږي چې دا انجلۍ پخپله خوښه مسلمانه شوې ده. په ځینو بیلګو کې ، لیدل شوي چې حتی انجونې چې تر اوسه بلوغ ته نه وي ...

د لومړي وزیر نریندر مودي د من کي بات خپرونه، ۱۷ مه برخه، ۲۰۲۰ م کال آکټوبر میاشتې ۲۵ مه نیټه

زما ګرانو هیوادوالو نمسکار. نن د ویجی دشمي جشن یانې دشیهرا ده. پدې مبارکه ورځ تاسو ټولو ته د زړه له کومي سلامونه وایم. د دشیهرې جشن د بې باورۍ له پلوه د حقیقت یوه بریا ده. مګر په ورته وخت کې، دا په بحرانونو کې د حوصلې د بریا جشن هم دی. نن ورځ، تاسو ټول په خورا زغم سره پر مخ روان یاست، دا جشن په زړورتیا سره لمانځو ... او له همدې امله زموږ په روانه مبارزه کې زموږ بریا هم حتمي ده. پخوا به خلکو د مور لیدنې لپاره درګا پانډال جوړولو. اټموسفیر به تقریبا د کارنیوال یا میلې وو ... مګر دا ځل امکان نه وو. پخوا به د دشیهرا پر ویاړ لویې میلې جوړېدې ... خو په اوسني وخت کې دوی مختلف ډول بڼه خپله کړې. د رام لیلا جشن هم د دې یو له سترو تمرکزونو څخه و ... مګر اوس، دا هم تر یوې اندازې محدود شوی دی. پخوا به د ناوراتري په جریان کې، د ګجرات ګاربا یاداشتونه په هره برخه کې لیدل کیدل ... دا ځل ټولې لویې لمانځغونډې کمې شوي دي. په راتلونکو ورځو کې ډیری نور جشنونه هم په لاره کې دي. اختر به وي، شرد پورنیما، والمیکي جیانتي، ورپسې دهنتیراس، دیوالي، بهای دوج، د چټي مایا پوجا او د ګورونانک دیو جي د زیږون کلیزه … .. د ...

د خلکو دیموکراتیک غورځنګ او مالې عمل کاري ځواک : د پي ټي ای حکومت په مشکل کي

لیکنه: د زينب اختر ژباړه: د سنجیو کمار د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت په سخت حالت کې دی. له یوې خوا د مالي عمل کاري ځواک په یوه مجازي غونډه کې  د پیسو مینځلو او ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې د نړیوالو ژمنو او معیارونو پوره کولو لپاره د اسلام آباد د کړنو د بیاکتنې پراساس پرېکړه کيدونکي وه چې پاکستان ددوی په  "خړ" لست کې پاتې شي که نه. ورته وخت ، په هیواد کې سیاسي حالت تود دی، مخالفت ګوندونو د جي يو ايي ايف مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د نوي رامینځته شوي پاکستان دیموکراتیک غورځنګ تر نامه لاندې لاسونه سره یو کړي. پي ډي پي په بریالیتوب سره په ګوجرانواله او کراچۍ کې د حکومت ضد دوه لاریونونه تنظیم کړل او تمه کېږي چې د یکشنبې په ورځ په کویټه کې به دریم لاريون وکړي. د عمران خان حکومت د اف اې ټي اف اطاعت لپاره د اړوند بیلونو او قوانینو لړۍ په ملي اسامبله کې معرفي کړه. په هرصورت ، دغه قوانینو په ملي اسامبله کې سخت مخالفت ولید او اپوزیسن ګوندونو دا قوانین ځنډ سره مخامخ کولو کې بریا تر لاسه کړه. د اف اې تی اف پورې اړوند درې مهم بلونه د ترهګرۍ ضد (تعدیل) بل ، د پیسو می...

ایغور مسلمانانو سره د پاکستان له شرم ډک چلند

لیکنه: د سراج مهدي نقوي ژباړه: ګل الرحمن همدرد پاکستان اکثر او تر ډیره د چین په ملګرتیا ویاړ کوي. پاکستان د دې خوش فهمۍ ښکار هم دی چې ګواکې چین د پاکستان رښتینی همدرد او مرسته کوونکی هېواد دی. له چین سره سوداګریزو او کاري اړیکې هم پاکستان د خپل اقتصاد د پیاوړتیا په موخه خورا ارزښت ورکوي، مګر دا د تعجب خبره ده چې په چین کې له ایغور مسلمانانو سره د چین د چلند په اړه پاکستان هیڅکله هم حتی د یوې خبرې د ویلو اړتیا هم نه ده احساس کړې، مګر دا ویل به لا ښه وي چې په پاکستان کې په دې هکله د کومې خبرې کولو حتی جرات هم نشته او له مسلمانانو سره دا ظاهري همدردي هم د هغوئ د سیاست یوه برخه ده. د لومړي وزیر عمران خان د ملي امنیت مشاور لخوا په یوې ټلویزیونې مرکې کې د ایغور مسلمانانو په اړه د پوښتنې په ځواب کې د دې موضوع غیر اړینه بلل په حقیقت کې د عمران خان او د هغه د حکومت غیر زمه دارانه او غیر انسانی طرز او تفکر ښکاره ثبوت دی  د ایغور مسلمانانو په هکله په همدې وروستیو کې د یوه را څرګند شوي راپور څخه اندازه کیږي چې د چین دغه مظلوم اقلیت په کوم ډول د حکومت لخوا زورول کیږي او د دوی د تهذیب او تمدن د ...

لومړی وزیر مهارت ، بیا روزنی او لوړ مهارت لپاره غوښتنه کړی

لیکنه : د سونیل ګټاډی ژباړه : د پوشپا کماری دا د بدلون او د فرصت لپاره وختونه دي خو د کوویډ - ۱۹ وبا وخت خراب کړی. کورونا په ټوله نړۍ کې اقتصاد ګډوډ کړی دی. هندوستان هم د مالي کال په لومړۍ ربع کې په اقتصاد کې کموالی سره مخ و خو لکه څنګه چې نړیوال اقتصاد په دوامداره توګه ټیټیږي، د هندوستان اقتصاد لا دمخه په پرمختګ کې دی په داسې حالت کې، لومړي وزیر نریندر مودي د دې په ټینګار سره وویل چې د هندوستان په څیر وده کونکي اقتصاد لپاره په اوسني مهال کې مهارت ، بیا روزنې او لوړ مهارت ته ترټولو لویا اړتیا ده. د ویډیو کنفرانس له لارې د میسور پوهنتون د ۲۰۲۰م کال د کلیزې کنواکیشن کې وینا ورکولو پر مهال، لومړي وزیر وویل چې د میسور پوهنتون د پخوانۍ هندوستان د عالي زده کړې سیسټم مرکز دی، راتلونکي هندوستان د هیلې او وړتیا ځای دی او د "راجارشي" نلوادې کرشناراجا ودیار او د ډاکټر ایم ویسسواریا لید یې درک کړی دی. هغه د بهارت رتن اخيستونکي ډاکټر سروپالي راداکرشنن ته هم اشاره وکړه چې په همدغه پوهنتون کې یې تدریس کاوه لومړي وزیر زده کونکو ته لارښوونه وکړه چې د خپل ریښتیني ژوند په مختلفو مرحلو کې د ...

په پاکستان کې د دیموکراسۍ فضا واکمنولو لپاره مبارزه قوی کیږی

لیکنه : د محمد هارس انور ژباړه : د پښتو څانګی د پاکستان راپورونه ښیې چې د اپوزیسیون ګوندونو لخوا د دیموکراسۍ د بیا پرځای کونی لپاره نوی غورځنګ په لومړي پړاو کې د پام وړ پرمختګ کړی او دا چې په بیلابیلو ښارونو کې لاریونونه او غونډې جوړېږي. په لوی شمیر کې خلک پدې کې برخه اخلي. د غورځنګ اصلي ټکی دا دی چې د پاکستان پوځ باید په بشپړ ډول اساسي قانون تصویب کړي او یوازې د خپلو مسلکي دندو سره معاملې وکړي. اپوزیسیون تور لګوي چې د پاکستان پوځ په سیاسي چارو کې مداخله کولو سره اساسي قانون کی لاسوهنه کوي. له بلې خوا ، د جنرال مشرف له سقوط سره د دیموکراسۍ له رغیدو راهیسې ، پوځ مستقیما قدرت نه دی نیولی ، خو هیڅکله یې په سیاسي چارو کې مداخله نه ده بنده کړې په تیرو عمومي ټاکنو کې ، پوځ هڅه وکړه چې د پردې تر شا تاکتیکونه وکاروي ترڅو عمران واک ته ورسوي البته ، دې غورځنګ سمدلاسه د بوځ ناراحتي زیاته کړه. لومړی وزیر عمران خان د پوځ د دفاع لپاره تر خپلې وس، کوشش کوي ، خو اټکل دا دی چې هاغه څه چې د پوځ په ملاتړ کې یې ویلی ، مخالف اثر کوي. د عمران خان مستقیم تور دا دی چې د اپوزیسیون مشران او په ځانګړي توګه پخوان...
لیکنه: د اشوک هانډو ژباړه: د ممتازولی داسی بریښی چی پاکستان په پارس کی اساس لرونکی د مالي ګام پورته کونکی ګمارل شوی ځواک ( ایف اې ټی ایف) نړیوال ترهګرۍ ضد په اړه د مالی څارونکی سازمان په روانی اونۍ کې د هغی راتلونکي مجازي بشپړ مهالویش کی له خړ لست څخه د وتو باورلري. لږترلږه دا هغه تآثر دې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له څه مودې راهیسې نړۍ ته ورکوي. ښاغلی قریشی په اوسنیو تیرو ورځو کی په ملتان کی په یوی غونډی کی وئیلی و چی پاکستان به ډیر زر له خړ لست څخه بهر شی کله چی هیواد ترهګرۍ ته د سرمائ برابرولو د ایف اې ټی ایف شرائیطو سره سم عمل کړیدې. نوموړی په څرګند ډول په ترکیه ، ملیزیا او سعودی عربستان ته خپل همسیالان قانع کولو په خاطر ټیلیفون کوی چی اسلام آباد پدی ترڅ کی ګامونه پورته کړیدی . د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پدی ترڅ کی مهم پرمختګ ادعا هم وړاندی کړیده که څه هم دغه ادعاګانی حقیقت ئې غلط ثابتوی . سوال دا راپورته کیږی چی آیا هغه د ایف اې ټی ایف شرائیط پوره کوی ؟ آزاد نړیوال نظرئ دا ښائي چی لا به ډیرڅه کول وي. ترکومی چی د بندیزلګیدلی د انفرادی تره ګرو اړه ده پاکستان...

د کامن ویلټ هیوادونو په ناسته کی پاکستان د خپلی ژبی د اوږدوالی ښکار شو

لیکنه: معین الدین خان ژباړه: حکمت الله نوری ځینې ​​وختونه د ړندی دښمنۍ په ګرمۍ کې ، ځینې خلک پخپله د خپلی ژبی د اوږدوالی ښکار کیږي. له همدې امله ، څو ورځې وړاندې د کومټ ویلټ یا ګډو ګټو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په مجازی ناسته کې ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د هند پروړاندې د بیان ورکولو پرمهال ځینې داسې شیان وویل چې پخپله د پاکستان لپاره واقع کیږي. هغه غوښتل د هندوستان په اړه ووایی چې هند له خپلو مذهبي لږکیو سره بد چلند کوي. هغه د هندوستان له ذکر کولو پرته هم ډیر څه وویل. د مثال په توګه ، هغه د ترهګرۍ د خپرولو تور هم ولږاوه. هغه هند د سویلي آسیا یو هیواد وباله په دې اړه ، د هند د بهرنیو چارو وزارت سکرتر وویل ، دا د حیرانتیا خبره ده چې د سویلي آسیا هیواد پدې څو ملټي پلیټ فارم کې د خپل هیواد وضعیت په اړه خبرې کوي! تر هغه ځایه چې د مذهبي لږکیو په نښه کول دي ، ټوله نړۍ پدې پوهیږي چې د پاکستان مذهبي لږکیو سره څه پیښیږي. هلته هندوان ، عیسویان او سکه لږی په نښه کیږي ، آن د احمديانو پر وړاندې کوچني ناوړه چلندونه هم کیږي ، چې پاکستان پخپله غیر مسلمان اعلان کړی دی. سربیره پ...

د پاکستان د بشری حقونو په شورا کی بیا ټاکل کیدل او د هغی اغیزې

لیکنه: د کللول بهټه چارجی ژباړه : د ممتازولی د ملګرو ملتونو د بشری حقونو په په شورا کی د پاکستان بیا ټاکل کیدل ښائي چی د نړیوال بشری حقونو په وضیعت اوږدی مودی پوری اغیزه وکړی کله چی دحقونو ریاست په نړیواله کچه جدی ننګونی سره مخ دې د آسیا – بحرالکاهل سیمی څخه له پنځو نوماندو څخه کومو چی د بشری حقونوپه په شورا کی د څلورو څوکیو لپاره سیالی لرله په هغوئي کی پاکستان د ملګرو ملتونو په عمومی اسمبلی کی د ملګروملتونو له ۱۹۳غړو څخه د ټولو نه زیات د ۱۶۹غړو رائ ترلاسه کړلې. ازبیکستان ۱۶۴ رائ ترلاسه کړل کله چی نیپال ۱۵۰، چین ۱۳۹ رائ په ترلاسه کولو پاکستان سره منتخب شول . سعودی عربستان ټولو نه لږ ۹۰ رایوسره و بائیلو . د بشری حقونو قوانینو ترمخی دا څوکۍ جغرافیائي نمائیندګی یقینی کولو سره د نړۍ بیلا بیلو منطقو لپاره نومول او ټاکلی شویدی . د بشری حقونو د ۴۷ غړو ډلی څخه د ۱۵ څوکیو لپاره د ټاکنو اوسنۍ پړاو تقریبآً له مخکی څخه معلوم و کله چی نور سیمه ایز ډلو بیله سیالۍ ځای لارو د پاکستان لومړنی ګام به د هغی هیواد داخلی حقونو په پراخ تناظر کی و کتلی شی په کوم چی اکثره په نړیواله کچه غندنه شوې. د اقلیتونو ح...

د پاکستان پوځي چارو نظام کې انصاف په نړیوال معیار برابر نه دی

لیکنه: د فهیم احمد ژباړه: ګل الرحمن همدرد د هر هېواد په جمهوري نظام کې عدل او انصاف خورا ارزښت لري. که چېرې د کوم هېواد په ټولنه کې د عدال او انصاف فقدان وي او یا هم دې لور ته چندان پاملرنه ونشي نو ټولنه د تیتیدلو ښکار او د هېواد ټیکاو متزلزل کیږي. که څه هم په نړۍ کې خو ډیر داسې هېوادونه شته چې نظام یې د انصاف له پلوه د ډاډ وړ نه دی مګر داسې هېوادونه شته چې له دې پلوه یې خامیانې په نړیواله کچه د توجه مرکز ګرځي. پاکستان هم همداسې یو هېواد دی چې نظام او بیا په ځانګړې توګه د پوځي چارو نظام یې خورا په بد وضعیت کې قرار لري د بشري حقونو تنظیم ایمنیسټي انټرنیشنل پر وینا چې پاکستان د هغو ۵۶ هېوادونو له ډلې څخه یو دی چې د اعدام یا مرګ جزا لپاره پکې قانون شتون لري او هغه پلي کیږي هم. په ۲۰۱۹ م کال کې پاکستان هغه هېواد وو چیرته چې تر ټولو ډیر داسې کسانو شتون درلود چې د اعدام په جزا محکوم شوي وو، شمېر یې له ۴۲۲۵ څخه پورته وو. د تنظیم پر وینا چې سږ کال په پاکستان کې ۶۳۲ کسانو ته د اعدام پریکړه شوې چې دا پخپله یو ریکارډ دی. دا شمیره په ټوله نړۍ کې د اعدام جزا ورکړل شویو کسانو د ټولټال شمیر ۲۷٫۳ سلنه...

د امریکی ځواکونو وتلو وروسته د افغانستان ولس ته دهرځنی پائیلې ته د چمتو کیدو سلا

لیکنه : د معین الدین خان ژباړه : د ممتاز ولی څو ورځی د مخه د امریکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټویټ پاڼی کی وویل چی د دی خبری لوز شته چی تر د کرسمس یا ترزیاته د سږ کال ترآخره د امریکی ځواکونه به له افغانستان څخه بیرته راشی . د دی معنا دا شوله چی هم امکانی او ټاکلی وخت څخه د مخه د امریکی ځواکونه به له افغانستان څخه و وځی خو د ولسمشر ټرمپ په ټویټ کی دا خبره نوه پرګوته کړی شوی چی آیا طالبانو په خپل لوز د عمل کولو یقین برابرکړی او کنه ؟ باید چی دا خبره یاد ولرلی شی چی د امریکی ځواکونو راوتو سره دا شرط هم تړلی و چی طالبان به د دی خبری یقین برابرکړی چی هرځنی ترهګر ډلی څخه د امریکی په ځواکونو برید ونشی . په هرصورت طالبانو د ولسمشر ټرمپ د دغه ټویټ هرکلی کړیدی. ولسمشرټرمپ د فوکس بزنس چینل ته د دغه ټویټ په ترڅ کی د یوې پوښتنی کولوپه ځواب کی دا هم وویل چی په افغانستان کی زمونږ څلورزره پوځیان پاتی دي او سږ کال ترآخره مونږ هغه ټول بیرته کور ته راو بلو . خو د نوموړی د ملی امنیتی سلاکار رابرټ سي اوبرین بیان پدی ترڅ کی یوڅه جلا دې. نوموړی د ولسمشر ټرمپ ټویټ څخه د مخه په لاس اینجلس کی وئیلی و چی دا وخ...

په هند کې د بهرني پوهنتون پوهنځی: یو ښه اقدام

لیکنه: د ډاکتر املیندو شیخر ژباړه: د پښتو څانګې دا ټولو ته معلومه ده چې تعلیم د ټولنیز بدلون لپاره مهمه وسیله ده. د ساینس ښوونې هدف د وړتیا سره سم مهارت ته وده ورکول دي. له همدې امله له پیل څخه تمه کیږي چې طبۍ لیوالتیا او د ساینسي طریقه کار له لارې زده کړې تشویق کړي شی . پدې کې مشاهدې، تحلیل او بیا داسې یوې پایلې ته رسیدل شامل دي چې د تایید وړ وي. دې ته په لنډه توګه یو ساینسي لاس رسونه ویل کیږي کوم چې په ښوونځي کې د مناسبې روزنې له لارې د دوامداره هڅو سره د ماشومانو په ذهن کې اچولی کیدی شي د نن ورځې په نړۍ کې ، پوهه په خورا ګړندۍ وده کوي او د دې وده د یو پرمختلونکي هیواد د بشري سرچینو د پراختیا لپاره خورا مهمه ده. د ساینس او ​​ټیکنالوژۍ ، د ټولنیز - اقتصادي پرمختګ لپاره زده کړې زیاتیدونکی اهمیت سره، دا اړین دی چې په هند کې د ساینس د ښوونې او روزنې اوسنی سیستم په نړیوال معیارونو بدل شي تیره میاشت ، د ګواهاټي په آی آی ټي پوهنځی کې، د کانووکیشن خطاب په مهال ، لومړي وزیر نریندر مودي اعلان وکړ چې د تعلیم سکتور به د هیواد راتلونکي اړتیاوې پوره کولو لپاره پرانستل شي. هغه وویل چې د نوي تعلیم...

په اشغالي کشمیر کې د پاکستان له پوځ سره د چین نوي حرکتونه

لیکونکی: انتخاب عالم ژباړه: عبدالقدیم ویاړ په پیل کې ډیری هیوادونو فکر کاوه چې لږ څه ځواک چې چین یې د هند او ارام سمندرګي سیمه کې ترلاسه کوي د اندیښنې وړ نه دی ځکه چې عمومي فکر دا و چې د چین له ثبات سره به د ختیځې آسیا هیوادونو سوداګرۍ وغوړیږي او اقتصاد به وده وکړي ، مګر اوس داسې احساس کیږي چې د چین ارادې ښې ندي او دا هیواد په بې مخینې توګه پر پراختیا تکیه کوي. هغه غواړي په سیمه کې خپل موجودیت ثابت کړي له پخپله ځانه نوي امنیتي مقررات وضع کړي. دا یې یو اصلي علت دی چې په ورته وخت کې په ډیری هیوادونو کې د چین پر وړاندې کرکه مخ په ډیریدو ده. شاید د چین مشرتابه داسې انګیري چې ګواکې پر خپلو نږدې ګاونډیو د ځواک کارولو باندې به ستراتیژیکې ګټې ترلاسه کړي. د دې لپاره چین د سویل له خوا سمندر کې د نورو هیوادونو اوبو ته د کب نیولو کښتۍ راوړي هدف دا دی چې د چین دا بد نیتي ټولې دنیا ته جوته شوې او ګڼو هیوادونو پدې اړه شکایت کړی. څو ورځې وړاندې د جاپان په پلازمینه ټوکيو کې د کواډ ګروپ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دوهمه ناسته جوړه شوې وه، چې پکې د سویل او ختیځ چین سمندر کې د چین د اعتراض وړ فعالیتونو...

هند او افغانستان  سیماییز سبات لپاره قوی دواړخیزو اړیکو په لټه کی دی 

لیکنه : د ډاکټر پرینکا سینګهـ ژباړه : د پښتو څانګې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې خبرو اترو په لړ کې ، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۱۲ نیټه پیل شوي وو ، ډاکټر عبدالله عبدالله ، د افغانستان پخوانۍ اجرائیه رییس او اوس مهال د ملي پخلاینې عالي شورا رییس ، له هندوستان څخه پنځه ورځنۍ لیدنه وکړه. دا لیدنه په سیمه کې د سولې د روانې پروسې لپاره د توافق رامینځته کولو تمرین په توګه لیدل کیږي. د ډاکټرعبدالله لیدنه د هند په بلنه ، د هند او افغانستان ترمینځ په وروستیو کې د لوړې کچې اړیکو لړۍ ته اضافه کوي. له دې تر مخه ، د افغانستان د پخلاینې په اړه د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او مشهور افغان مشر ، عبدالرشید دوستم هم د سپټمبر په جریان کې هند ته سفرونه کړي وو ډاکټر عبدالله د لومړي وزیر نریندر مودي ، د هند له بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر ایس جی شنکر او د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره وکتل ، او د افغانستان د روانو خبرو لپاره ئې د ډاډ او ملاتړ غوښتنه وکړه. د هند مشرتابه په کلکه د افغان حکومت او طالبانو خبرو ته "بشپړ ملاتړ" څرګند کړ. تیره میاشت ، ډا...