په اشغالي کشمیر کې د پاکستان له پوځ سره د چین نوي حرکتونه

لیکونکی: انتخاب عالم

ژباړه: عبدالقدیم ویاړ

په پیل کې ډیری هیوادونو فکر کاوه چې لږ څه ځواک چې چین یې د هند او ارام سمندرګي سیمه کې ترلاسه کوي د اندیښنې وړ نه دی ځکه چې عمومي فکر دا و چې د چین له ثبات سره به د ختیځې آسیا هیوادونو سوداګرۍ وغوړیږي او اقتصاد به وده وکړي ، مګر اوس داسې احساس کیږي چې د چین ارادې ښې ندي او دا هیواد په بې مخینې توګه پر پراختیا تکیه کوي. هغه غواړي په سیمه کې خپل موجودیت ثابت کړي له پخپله ځانه نوي امنیتي مقررات وضع کړي. دا یې یو اصلي علت دی چې په ورته وخت کې په ډیری هیوادونو کې د چین پر وړاندې کرکه مخ په ډیریدو ده. شاید د چین مشرتابه داسې انګیري چې ګواکې پر خپلو نږدې ګاونډیو د ځواک کارولو باندې به ستراتیژیکې ګټې ترلاسه کړي. د دې لپاره چین د سویل له خوا سمندر کې د نورو هیوادونو اوبو ته د کب نیولو کښتۍ راوړي

هدف دا دی چې د چین دا بد نیتي ټولې دنیا ته جوته شوې او ګڼو هیوادونو پدې اړه شکایت کړی. څو ورځې وړاندې د جاپان په پلازمینه ټوکيو کې د کواډ ګروپ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دوهمه ناسته جوړه شوې وه، چې پکې د سویل او ختیځ چین سمندر کې د چین د اعتراض وړ فعالیتونو په اړه خبرې وشوې. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د سویلي او ختیځ چین بحر ، تایوان ، میکانګ او همالیا کې د چین کړنې وغندلي او په غونډه کې د ګډونوالو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ټولو هیوادونو کې د قانون حاکمیت غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د ځمکنۍ بشپړتیا له درناوی سربیره د بار وړنې او لیږد وړیا کول او هم د هوایی خدمتونو فعالیتونه باید تضمین شي. په حقیقت کې د آسیا آرام سمندر سیمه کې د چین غیر مناسب مداخلت کواډ هیوادونه یو بل ته نږدې کړي او دوی اوس په سیمه کې د چین فعالیتونه ګوري ترڅو ګډې ګټې خوندي کړي. په یاد ولرئ چې په کواډ ګروپ کې متحده ایالات، جاپان، هند او آسټرالیا شامل دي

په وروستیو ورځو کې چین د تبت، تایوان او هانکانګ د سیاسي لیدلوري د بدلون لپاره یو لړ ګامونه پورته کړي دي. په سنکیانگ کې د ایغور مسلمانانو له بشري حقونو ظالمانه سرغړونه یو شرمونکی عمل دی. د ملګرو ملتونو او لسګونو هیوادونو د چین دغه عمل په کلکه غندلی دی خو د هغه ملګری پاکستان د هغه د دفاع په برخه کې په لومړي سر کې دی ، البته چې تر سخت فشار لاندې هم دی. پاکستان د چین په مرسته مختلف تخریبي فعالیتونه ترسره کوي

د یوه وروستي راپور له مخې چین د پاکستان مقبوضه کشمیر کې ځینې سیمې پلټلي چېرته چې د توغندیو دفاعي سیستمونه نصب شوي دي او د استخباراتي راپورونو له مخې د امنیتي ادارو سرچینو ویلي چې په ځانګړې توګه داسې ښکاره شوی چې د هند او چین ترمینځ په لداخ سرحدي سیمه کې د لانجې له رامنځته کیدو وروسته په مقبوضه کشمیر کې د چین هوایی فعالیتونه ډیر شوي دي. د دفاع وزارت سرچینو په وینا چینایي پوځ په مقبوضه کشمیر کې د پټنځایونو په موندلو کې د پاکستان له پوځ سره مرسته کوي او له ځمکې څخه هوا ته توغندي نصبوي. چینایي او پاکستانې ځواکونه هم په ګډه سیمه کې ګزمې کوي. استخباراتي سرچینو وویلي دي چې دا هم لیدل شوي چې د چین او پاکستان تر مینځ نظامي او اقتصادي همکارۍ د هند او چین تر مینځ د سرحدي تاو تریخوالي راهیسې وده کوي. د هند د هوایی ځواک مشر مارشال آر، کې، ایس بهدوريا ویلي دي چې که څه ددې دواړو هیوادونو دغه ګډې هڅې کوم خاص څه نه دي خو لیدل کیږي چې د پاکستانيو او چیني ځواکونو ګډ تمرینات زیات شوي دي. د ایر مارشال بهدوریا په وینا ، موږ پوهیږو چې پدې ورځو کې د چین او پاکستان ترمنځ همکارۍ د پام وړ وده کړې ، مګر احتمال شتون نلري چې دوی به په ورته وخت کې په دوه جبهو کې یوه جرګه پیل کړي. په هرصورت ، په شاوخوا سیمو کې سناریو او له هغې هاخوا په ځینو ځایونو کې کړکیچن چاپیریال ته په پام سره حتی که داسې څه پیښ شي، هندوستان د دې وړتیا لري چې وضعیت په ښه توګه اداره کړي

Comments

Popular posts from this blog

پاکستان ولې خپل ګریوان ته سر نه ټیټوي

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند او لیتوېیا مناسباتو کی نوی پرمختګ