Posts

Showing posts from August, 2020

لومړی وزیر د یوه لوی خوب په اړه خبرې کوي

لیکونکی: کوشک رای ژباړه: پښتو څانګه لومړي وزیر نرندرمودي د من کې بات خپرونې له لارې اولس ته وینا وکړه، دا د لومړي وزیر اته شپیتمه راډیویي وینا وه چې د آل انډیا راډیویي شبکې لخوا خپره شوه. لومړي وزیر وویل چې د اتاماننربهار بهارت پروګرام د ځوانانو لخوا له تود هرکلي سره مخ شوی دی، هغه وویل چې دغه پروګرام سره یو ځای شوي له دریو نه دو برخه یې ښاري ځوانان دی. لومړي وزیر له هیوادوالو څخه وغوښتل چې دغو پروګرامونو سره ځان بلد کړي او اړیکې ورسره ټینګې کړي. هغه دځینې پروګرامونو نومونه هم واخستل لکه د کوټیکي کیډس، د ماشومانو لپاره تعلمي اپ، دغه راز د پلاټ فورم او و ویبلاک لیلکولو ایپ کوکو او جنګاري اپونو د ځوانانو ترمنیځ خورا ډیر مینه وال پیدا کړي دي. له سرکار نه پوښتنه وکړه د حکومت د پروګرامونو او برابریو په اړه د سمو معلوماتو د ترلاسه کولو اپ دی.  لومړی وزیر مودي وویل چې د نن ورځې کوچني کارونه چې موږ یې پیلوو سبا ورځ په غټو شرکتونو بدلیږي او په نړۍ کې د هند په برنډ اوړي. باید له یاده ونباسو چې هغه لوی شرکتونه چې نن په نړۍ کې شته دي، ټول همداسې وو.  د کارونو پیل ...

د ۲۰۲۰ میلادي کال آګست میاشت کې د لومړي وزیر نریندر مودي د من کي بات پروګرام ۱۵ مه برخه

زما ګرانوهېوادوالو سلام! په عامه توګه دا سیزن د جشنونو وي، ځای ځای میلې جوړیږي، مذهبي مراسم ترسره کیږي. د کورونا په ستونزمن دور کې، که څه هم د خلکو احساسات قوي دي، غوښتنې هم شته خو داسې یو څه هم شته چې زموږ ټولو د زړونو د خوشالۍ سبب شي. که په ټولیزه توګه ولیدل شي نو خلکو سره د خپلې وجیبې احساس هم شته. خلک سره له دې چې د خپل ځان پام ساتي د نورو د پاملرنې لپاره هم هلې ځلې کوي او خپلې ورځنۍ چارې هم پر مخ بیایي. په هېواد کې چې د ټولو مراسمو د ترسره کولو په بهیر کې کومه سادګي او آرامتیا تر سترګو کیږي هغه بې سابقې ده. ګڼیش اوتساو/ د ګنیش مذهبي جشن هم په بعضې ځایونو کې په آنلاین توګه ولمانځل شو او په ډیرو ځایونو کې بیا دا وار د ګنیش جي مجسمې د چاپیریال په پام کې نیولو سره له ځانګړي ډول موادو څخه جوړې شوې وې. ملګرو، که موږ په ډيرې باریکۍ سره وګورو نو یوه خبره به هرو مرو زموږ په فکر کې راشي چې زموږ د مذهبي مراسمو او اقلیم تر منځ یوه ډيره ژوره اړیکه شتون لري. که له یوې خوا زموږ په جشنونو کې د اقلیم او طبیعت سره سره د ژوندانه پیغام پټ دی له بلې خوا زموږ ډير مذهبي جشنونه د طبیعت د ساتلو لپاره هم ...

لومړی وزیر د دفاعي تولیداتو لپاره طرحه وړاندې کړه

لیکنه: پدم سنګ ژباړه : د حکمت الله نوري لومړي وزیر نریندر مودي د ویډیو کنفرانس له لارې د دفاعي تولیداتو په برخه کې د اتم نيربهربهارت سیمینار ته وینا وکړه. دغه مجازی سیمینار په ګډه د هندوستان د دفاعي صنعت کارانو ټولنی (ایس آیی ډی ایم) ، د هند د سوداګرۍ او صنایعو فدراسیون ( ایف آیی سی سی آیی) او د دفاع وزارت د تولیداتو ډیپارټمنټ لخوا په ګډه جوړ شوی و. په دفاعي تولیداتو کې اتم نيربهر (په ځان بساینې) رامینځته کیدو باندې ټینګار سره ، لومړي وزیر وویل زموږ هدف د دفاعي تولید وده ، نوې ټیکنالوژي پرمختګ او په دفاعي برخه کې خصوصي لوبغاړو ته د پام وړ رول ورکول دي د دفاع وزیر راج ناتھ سینګ او د هغه د ټولې ډلې په دي ماموریت باندې د کار کولو او د نه ستړې کیدونکو هڅو ستاینی کولو تر څنګ ، لومړي وزیر وویل چې د دفاع په تولید کې د ځان بسیاینې ترلاسه کولو هدف څخه به یقینا ډیر ژر پایلی تر لاسه شی.لومړي وزیر مودي وویل کله چې هند خپلواک شو ، نو په هند کې د دفاعي تولید لپاره لوی ظرفیت او اکوسیستم شتون درلود خو د لسیزو راهیسې جدي هڅې نه دی شوی. ښاغلي مودي څرګنده کړه چې وضعیت اوس بدل دی ، په دفاعي ...

د افغانستان د بیا ودانولو په بهیر کی د هند مهم رول

لیکنه: د ډاکټر سمیتا ژباړه: د ممتازولی په دوحه کی د افغان طالبانو د سیاسی دفتر مشر ملا عبدالغنی برادر په ګډون یو لوړی کچی پلاوې پدی اونۍ کی پاکستان ته رسیدلی و چی د پاکستان مشرتابه سره د افغانستان د سولی په بهیرکی مخ په وړاندی په لارو چارو خبری اتری وکړی . دا ئې په تیرو لسو میاشتو کی پاکستان ته د ملا برادر دویمه لیدنه وه . نوموړی د ۲۰۱۹میلادی کال د اکتوبر په میاشت کی هم اسلام آباد ته مسافرت ترسره کړی و کله چی دهغی سمدستی وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ناڅاپي ډول له طالبانو سره د سولې خبرې بندې کړې او په افغانستان کې د امریکا تر مشرۍ بهرنیو ځواکونو پروړاندې د وسله والو ډلو پرله پسې بریدونو حواله ورکړې وه . په اسلام آباد کی په خبرو اترو کی د پاکستان داخلی استخباراتی خدماتو ( آئي ایس آئي) مشر ډګرمن جنرال فائض حمید هم ګډون کړې و . دغه جاسوسی اداره د ۱۹۸۰م لسیزو په کلونو کی په افغانستان کی د پخوانی شوروی اتحاد اشغال راهیسی د افغانستان وسله وال ډلو او بیا په ځانګړی توګه له طالبانو سره د خپل ښوونی او روزنی ورسره نږدی اړیکو له امله پیژندل کیږی . داسی یقین لر لې شی چی د پاکستان جاسوسی ا...

له سعودی عربستان سره اړیکو د ښه کولولپاره د پاکستان هڅه

لیکنه : معین الدین خان ژباړه : د ممتازولی د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی په جوش کی راتلو سره سعودی عربستان ته دا ننګونه خو وړاندی کړی وه که داسلامی سازمان کانفران د کشمیر په سوال د بهرنیو چارو وزیرانو کانفرانس جوړ نکړو نو هغوئي به مجبوره شی چی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ترمشرۍ د اسلامی هیوادونو یو بيل کانفرانس دجوړولو لپاره ګام پورته کړي. دا خبره درسته ده چی سعودی عربستان او پاکستان په دودیز توګه دوست او اتحادی هیوادونه پاتی شویدی . پاکستان چی هر کله ځنی ستونزی سره مخ شوی نو سعودی عربستان د پاکستان هرامکانی کومک وکړ و . د بیلګی په توګه د واک ئې ترلاسه کولو وروسته کله چی عمران خان دا خبره احساسه کړه چی پاکستان د ډیرزیات اقتصادی بحران ښکار دې او دا چی د بهرنی پورونو تادیات کولو یوه ډیره لویه مسئله ده نو نوموړی یو شمیر راز راز ګامونو سره سره د سعودی عربستان هم ځانګړی دوری وکړلې او یوه لویه سرمایه د پور په شکل ترلاسه کولو کی بریا ترلاسه کړله . د پورونو د بیرته تادیات کولو شرائیط هم ډیر نرم و  سربیره پردی د تیلو بیعه په تادیه کولو په معاملی کی هم په کافی ان...

 هندوستان ته د يو پاکستاني وزير له خوا د اټمي بريد اخطار ورکړى شو

ليکنه: د معين الدين خان ژباړه: د رام پرکاش بونيري په پاکستان کې يو مرکزي وزير د شيخ رشيد ځنې خبرې اکثر د دلچسپۍ وړ وي٠ دا مهال نوموړى د ريلوې وزير دى او مخکې هم وزير پاتې شوى. نوموړى مختلف ګوندونو سره په رابطه کې پاتې شوى او جنرال مشرف د خپل پوځي قوت په زور د پاکستان ولسمشر جوړ شوـ هغه وخت هم شيخ رشيد ته د ځنې وزارت منصب ورکړى شو. د نوموړي وينا ډيره مشهوره ده او نوموړى خپل بياناتو په علت اکثر په رسنيو کې په سرټکيو کې شتون لري البته ولې سنجيده ورځپاڼې ـ د نوموړي خبرې په سنجيدګي سره نه اخلي او کله کله داسې ښکاري چې دغه ورځپاڼې د نوموړي سره ټوٴکې ټکالې کوي. نوموړی د هندوستان خلاف دا اخطار وړ بيانات ورکولو کې تر ټولو مخکې دی. لنډه ده چې نوموړی د خپل دغو خصوصياتو لپاره پيژندل کيږي. يو څو ورځې مخکې نوموړی په څرګند تورو کې د زروي بريد اخطار ورکړو او نه يوازې اخطار ورکړو بلکه د پاکستان زروي وسلو خصوصيت يې هم بيان کړو چې د پاکستان سره کوم زروي وسلې دي هغه په ډير کم شمير کې دي لاکن د کره نوعيت نښه په ويشتلو د پآکستان مقصد پوره کولی شي. د پاکستان خبرونو يو چينل ؛سماع؛ سره په...

د عمران خان حکومت په راتلونکی باندی پوښتنې

لیکنه: د حسین زامن ژباړه : د ممتازولی تیرو یو څو ورځو راهیسی له پاکستان څخه دا اشاری ترلاسه کیږی چی د هیواد ولس له شتون حکومت څخه بی زړه شویدې . د هغوئي ټول هغه خوبونه دړی وړی شوی کوم چی هغوئي د عمران خان حکومت د جوړیدو وروسته لیدلی و . د نوی پاکستان خوب د کوم چی عمران خان لوز برابرکړی و پوره نشو . نوی پاکستان خو څه اوس خو زوړ پاکستان زوړ هم پاتی نشو څنګه چی هغه د تیرو حکومتونو په دور کی و . هری خوا بس نا آرامی او بد نظمی ده او بیا مذهبی بنیاد ګیری خو ډیره زیاته شوی . هغه خو د پاکستان په ټولنی کی دومره زیات نغتی دی چی د هغی پرضد د چا غږ کولو جرآت هم نشته . اوس خو سیاست مداران هم داسی خبری کوی لکه داسی بریښی چی د ځنی مدرسی مولوی خبری کوی . دا خو په خپل ځای ده که په اقتصادی وضیعت نظر وکړی شی نو هغه دومره بد حاله شوی چی هډو تپوس ونکړۍ. لدغه وضیعت څخه په پریشانه کیدو نه یواځی د هغی ځای خلک بلکی ځانګړی خلک هم له عمران خان حکومت څخه نجات غواړی لاکن پیاوړی قلمرو اندیښنا لری چی که د عمران خان حکومت له مینځه یوړلی شو نو کیدیشی عمران خان خپل غبرږون و ښائي او د پښتنو سیمو خلکو سره په مل...

بالآخره پاکستان په هغه هېواد کې د داؤد ابراهیم شتون باندې اعتراف وکړو

لیکنه: د معین الدین خان ژباړه: د ګل رحمان همدرد په پاریس کې میشتې د ترهګرو د مالي مرستې او تورو پیسو په کاروونکو د څار څو مملکتي ادراې فاینانشل ایکشن ټاسک فورس یا ایف اې ټي ایف د ۲۰۱۸ م کال په جون میاشت کې یو وار بیا پاکستان پخپل خړ لسټ کې شامل کړی وو او دا ګواښ یې هم ورته کړی وو چې که چیرې د ۲۰۱۹ م کال تر وروستیو پورې دغه هېواد د ترهګریزو ډلو مالي معاملو پر وړاندې سخت اقدامات ونکړل نو په تور لسټ کې یې هم د شاملولو امکانات شته. په دې تړاو دې هېواد ته یو ۲۷ نقطه یي کاري پلان ورکړل شوی وو او په دې پلان ورته د جدي اقدام لارښوونه هم شوې وه مګر تر ټاکلې مودې پورې پاکستان په دې پلان عمل نشو کولی خو د کرونا ویروس له امله ورته یو څه نور مهلت هم ورکړل شوی. ایف اې ټي ایف پاکستان ته جدي ګواښ کړی نو د له همدې امله به یاد هېواد دې هڅه ضرور کوي چې په یونه یو ډول سره د ایف اې ټي ایف له عکس العمل څخه ځان وژغوري. د پاکستان حکومت د آګست په ۱۸ مه نیټه دوه اخطاریه لیکونه خپاره کړي وو چې په ترڅ کې یې د ۸۸ ممنوعه ترهګریزو ډلو او د هغوئ د مشرانو پر ...

پښتون لږه کۍ او د بابړې د قتل عام زړه دردونکي یادونه

لیکنه: انتخاب عالم ژباړه: عبدلقديم وياړ دا وخت د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ یعنې پي ټي ايم باندې په زور راوستلو او ځپلو بوخت دی ، مګر دا د پښتون اقلیت نوې او جلا کیسه ده او تاریخ یې هم نوی دی. د وزیرستان قبایلي سیمې کې کله چې د پاکستان پوځ بریدونه ترسره کړل او کله چې د ضرب غضب عملیات پیل شول نو د سیمې لویه برخه اوسیدونکي د خپلو سیمو پریښودو ته اړل شول او نورو سیمو کې یې پناه واخیسته. تر دې دمخه د افغانستان څخه ډیری پښتانه د شرایطو له امله دې قبایلي سیمو ته راغلي وو. ځکه چې د پاکستان او افغانستان پولې دلته سره نښتې دي ، نو کله چې متحده ایالاتو د طالبانو پروړاندې جګړه پیل کړه ، د ترهګرو یوه لویه ډله دلته راغله او پناه یې واخسته او له دې ځایه یې خپل فعالیتونه جاري ساتل. بیا دلته د پاکستان خپل طالبان رامنځته شول چې د تحریک طالبان پاکستان په نامه وپیژندل شول. کله چې دوی پخپله د پاکستان په ګټو او د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړل، د پاکستان پوځ د هغوی پر ضد ضرب غضب عملیات پیل کړل. د ضرب غضب عملیاتو په لړ کې څومره ترهګر وژل شوي یا تر کومې کچې له سیمې څخه ترهګري له...

د پاکستان قضایی کمیسیون د ممبی بریدونو څیړنو په موخه هندوستان ته راتلي شي

لیکنه: معین الدین خان ژباړه: حکمت الله نوري هغه مجرمین چې د۲۰۰۸م کال د نومبر په ۲۶ مه په ممبۍ کې د لشکر طیبه ترهګرو لخوا په تروریستي برید کې ښکیل وو چې پخپله په پاکستان کې نیول شوي و او پرضد یې یوه قضیه درج شوې وه ، تر ننه پري پریکړه نه ده شوې. په لومړیو کی خو پاکستان د دې حقیقت له منلو ډډه کړې وه چې دغو کی د کوم پاکستانی وګړی یا هم ترهګریز سازمان لاس وی. مګر له دی څخه انکار کول د پاکستان په وس نه وه پوره ځکه چې د شواهدو ردول بالکل ناشونی و. پخپله پاکستاني رسنیو د اجمل قصاب په اړه ټول جزیات وړاندې کړي وو. اجمل قصاب د هغو ترهګرو په منځ کې ژوندی نیول شوی و چې ممبۍ ته راغلی وو او ترهګریز برید یی کړی وو او نور ترهګر په دغه برید کی ټول وژل شوی وو. پاکستان په ۲۰۰۹ کال کې د حملو د پلانولو په تور اووه مشکوک کسان نیولي وو.دغه ټول په مستقیم ډول دخیل وو ، پشمول د لشکر طیبه قوماندان ذکي الرحمن لکهوي. له هغه وروسته تر ننه،دغه قضیه مخ په وړاندې نه ده تللی. ډیری قاضیان ځکه له خپلو دندو بل ځای ته لیږدول شوي چې دوی او شاهدان یې ګواښل شوي او تر ټولو مهمه دا چې پخپله پاکستان حکومت جدي نه و....

سعودی عربستان څخه د باجوا لیدنه: خنډونه د لری کولو یوه هڅه

لیکنه : د ډاکټر زینب اختر ژباړه : د پښتو څانګی تیرکال د هند اساسی قانون ۳۷۰می مادی لغوه کولو سره د پاکستان کورنی او بهرنی سیاستونه ګډ وډ شول . کله چی کشمیر د هغی بهرنی سیاست مهم ټکی و نو د پاکستان تحریک انصاف حکومت دا ستونزه د نړیوال ګرځولو ټولی هڅی وکړي. اسلام آباد اسلامی همکارۍ سازمان ( او آئي سی ) څخه ډیری هیلی لرلې چی کشمیر په مسئله د لوړی کچی یوه ناسته راوبلی . کله چی سعودی عربستان د اسلامی هیوادونو مرکز او د او آئي سی ځانګړی اغیزه لرونکی هیوادونو کی یو ګڼلی کیږی نو پاکستان ترتله دا هڅه کړیده چی یاده پاچاهی د هغی طرفداره پاتی شی  خو د هغه هیواد ټولی هیلی په هغه وخت تت پرک شوي کله چی د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د خبرو په څرګندونی کی دا خبره پرګوته کړله چی او آئي سي او سعودی د کشمیر په مسئله د هغه هیواد هیلی باطل کړل او پدی خبره يي ټینګار وکړو چی پاکستان پدغه موضوع خپل صبر او زغم د لاسه ورکوی . نوموړی زیاته کړله چی پاکستان به بیله سعودی عربستان یو شانتی ذهن لرونکی اسلامی هیوادونو سره یو ایتلاف جوړولو ته مجبوره شی او او آئي سی نه بهر یو کانفرانس راوبل...

د هند او بنګله دیش اړیکی د ودی په لار

لیکنه : د ډاکټر سمروتی ایس پاټهک ژباړه : د پښتو څانګی د هند بهرنیو چارو سیکریټر هرش وردهن شرینګلا د بنګله دیش دوو ورځو لیدنه ترسره کړله . نوموړی ځان سره د بنګله دیش لومړی وزیری شیخ حسینه لپاره د لومړی وزیرنریندرمودی پیغام وړی و . د هند بهرنیو چارو سیکریټر ته په شخصی توګه هغی ښه راغلاست ووئیلو . نوموړی لومړنی بهرنی شخصیت دی چی هغی د کوویډ ۱۹ وبا راپورته کیدو څو میاشتو وروسته هرکلی وکړو . په تیرو څو میاشتو کې د نوي ډیلي او ډهاکه تر منځ دوه اړخیز تبادلې د مجازی ناستو له لارې ترسره شوې. دغه حقیقت ته په پام کولو چی د جنوبی آسیا اقتصادیات یادی وبا له کبله بد بد ځپلی شوی دا لیدنه اهمیت لري. د هند بهرنیو چارو سیکریټر د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر اې کې عبدالمومین، د بهرنیو چارو مملکتی وزیر شهریار عالم او بهرنیو چارو سیکریټر مسعود بن مومن سره هم مسافرت په دوران ولیدل . د هند بهرنیو چارو سیکریټر او د بنګله دیش لومړی وزیری ترمینځه د یو ساعت اوږد ناستی په دوران دواړو هیوادونو مشرانو د شتون اتصال جال د بیا پیل کولو په لارو چارو او کوویډ واکسین جوړښت په باب همکارۍ کولو او یو ب...

له اګست ۲۰ مي نيټي څخه د افغانستان ۲ مخالفو ډلو ترمنځ خبري اتري د پيل کيدو امکان دي

ليکنه : د معين الدين خان ژباړه : د هريندر کمار سواتي افغانستان کې د اوږدې مودې جګړه پای ته د رسیدو نښې ښکاره شوي ، خو ایا دا به په ریښتیني ډول په جګړه ځپلي هیواد کې د سولې لپاره لاره هواره کړي؟ د دي پهکله ډاډمنه خبره کول ګرانه ده . داسې بریښي چې د متحده ایالاتو او طالب استازو ترمنځ اوږدې خبرې به یوې موافقې ته ورسیږي خواکه د بې ثباتۍ بیلابیل مرحلې یې ټاکلې مګر بيا هم کولی شي د افغانستان ستونزه حل کړي . که څه هم زياتره خلک پدي باور نلري . په حقیقت کې ، دا دومره ساده نده لکه څنګه چې ځینې خلک پدي د پوهیدو هڅه کوي یا د وضاحت لپاره هڅه کوي.  د خبرو اترو وروسته کومه هوکړه چي شوي يو مهم پړاو ته ګوته نیسي ، مګر دوهم پړاو خورا ستونزمن ښکاري . د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ هوکړې ته د رسیدو اصلي دلیل دا دی چې ولسمشر ټرمپ غواړي ژر تر ژره له افغانستان څخه د متحده ایالاتو سرتیري وباسي ، ځکه چې د نومبر په میاشت کې د متحده ایالاتو ولسمشرۍ ټاکنې کیدونکي دي او ولسمشر ټرمپ غواړي چي دا پخپله ګټه وکاروي. ددي اصلي ګټه دا ده چې کله د متحده ایالاتو سرتیري بیرته راشي ، نو طالبان به دوی هدف...

 اسرائیلو او متحده عربی اماراتو ترمینځه د رسمی اړیکو اغیزې

لیکنه : د پروفیسور پی آر کمارا سوامی ژباړه: د ممتاز ولي له اسرائیلو سره د مناسباتو عادی کولو د متحده عربی اماراتو پریکړه ۱۹۹۳ میلادی کال د ستمبر په میاشت کی د سپینی ماڼۍ په لوئ میدان کی د عرفات او کلنټن رابن تاریخی تړون راهیسی ترټولو زیات حیرانونکی پیښه ده . که څه هم دواړو هیوادونو ترمینځه د پخلاینی نښی نښانۍ شتون لارو کله چی پدی ترڅ کی د امریکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په زړه پوری اعلامیه وکړله . دا ئې د خلیج عربو هیوادونو په لوری د اسرائیلو د تفاهم په ګام کی یو نوې پاڼه پرانیزی . په راتلونکی یو څو اونیو کی دننه د اسرائیلو لومړی وزیر بینجامن نیتان یاهو او اماراتو ولیعهد ورسره د ابوظهبی اصل واکمن محمد بن زاید النهیان په واشنګټن کی یو رسمی تړون لاسلیک کړي. یاده اعلامیه یو تاو ورکولو سره مخی ته راغلی ده . د اړیکو د عادی ګرځولو په بدل کی ولسمشر دا اعلان وکړو چی اسرائیل به په لویدیځی غاړی کی په سیمو خپلواکی اعلانول و ځنډوی کوم چی هغی سږ کال د جنورۍ په میاشت کی د خپل سولی په پلان کی اعلان کړی و . د یو شمیر داخلی او نړیوال لاملونو له مخی نیتان یاهو د لویدیځ غاړی د برخو ضمیمه کولو لیوالتیا...

 د هانګ کانګ  نوی امنیتي قانون - پام بل اړخ ته د اړولو هدف 

لیکنه: د سدهارتها رای ژباړه: د پښتو څانګه پداسې حال کې چې چینايي اشراف، په ځانګړي توګه د چین د کمیونسټ ګوند مشرتابه لوړ پوړي چارواکي له اوږدې مودې راهیسې په هانګ کانګ کې خپلي پیسي او شتمنۍ په پټولو تورن دي، چې د دوی له خاورې څخه د دوی مالي ګټې زیانمنوي، نو له همدې امله، د چینایانو نظر څخه لري ، د نیویارک ټایمز لخوا ددي پخلي وشوه په دې وروستيو کې په نيويارک ټايمس کې د (چینایي کمیونیسټ اشرافو نوي کورونه د هانګ کانګ په برخلیک کې) ترعنوان یوه خپاره شوي راپور کې ادعا شوې چې د چين کميونيسټ ګوند لوړپوړو چارواکو خپلوان د هانګ کانګ د نړیوالې سوداګرۍ مالي لیدلوري په کارولو سره لویې شتمنۍ راټولې کړي. په دغه راپور کې د چین کمیونسټ ګوند له څلورو لوړپوړو چارواکو څخه د دریو تنو پانګونه یې د هانګ کانګ په لګژري رییل سټیټ/ املاکو کې ۵۱ میلیونه ډالره ښودل شوې پوهان په دې اند دي چې په هانګ کانګ کې د چین نوي تپل شوي قانون چي سختۍ سره عملي شوي ، نه یواځې دا چې سیاسي اهداف لري بلکې نور هم ډير څه پکي ليدل کيږي . پوهان وایي چې په مالي معاملو او جایدادونو په تړاو دا قانون قانون له کمیونسټ اش...

 پاکستان او سعودي عربستان په اړیکو کې ګډوډي

لیکوال: معین الدین خان ژباړه: پښتو څانګه داسې اټکل کیږي چې په وروستیو ورځو کې د پاکستان او سعودي عربستان په اړیکو کې لیدل شوي درزونه ممکن په راتلونکو ورځو کې ډیر شي. د پاکستان په ډیپلوماټیکو کړیو کې ، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د پاکستان خدمت کړی ، ځینې داسې باور لري چې د پاکستان ډیپلوماسي کې یو لوی خنډ دا دی چې پاکستان له خپلو ټولو دوستو هیوادونو څخه تمه کوي . کله چې د هند او پاکستان ترمینځ کومه شخړه راپورته شي، نو متحدین یې غواړي دوي باید په هر حالت کې د پاکستان ملاتړ وکړي. په بل عبارت پاکستان تمه لري چې دغه هیوادونه خپلې ملي ګټې له پامه وغورځوي او له پاکستان سره د دوستۍ د ساتلو لپاره له هند سره اړیکې پرې کړي. په دې وروستیو کې د پاکستان مشهور ډیپلوماټ اشرف جهانګیر قاضي چې په متحده ایالاتو ، چین او هند کې د پاکستان سفیر پاتې شوی دی ، په یوه مقاله کې ویلي چې د پاکستان په بهرني سیاست کې ځینې بنسټیزې نیمګړتیاوې شتون لري کومې چې د پایلې په توګه ښیي چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره بریالۍ نه وه. هغه دا هم وویل چې د اسلامي کنفرانس په سازمان کې د هند او پاکستان د لانجمنو مسلو په اړه پاکس...

د هند او مالدیف اړیکی د لا ودی په لور

د هند او مالدیف اړیکی د لا ودی په لور لیکنه: پدم سنګ ژباړه: پښتو څانګی د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جیشنکر او د مالدیپ د بهرنیو چارو وزیر عبد الله شاهد د ویډیویی کنفرانس له لارې ناسته ترسره کړه. متقابل عمل د هند او مالدیپ ترمنځ د منظمی لوړې کچې تبادلې برخه وه. دې دا فرصت برابر کړ چې دوه اړخیزې اړیکې وڅیړي او د کویډ ۱۹ او عمومي دوه اړخیزې ملګرتیا په چوکاټ کې ځینو مهمو موضوع ګانو باندی بحث وکړی. وزیرانو د هند او مالدیپ تر مینځ د تیرو اړیکو حالت وڅیړو او په اطمینان سره یې یادونه وکړه چې د کویډ ۱۹ ناروغۍ پرمهال ، هندوستان په دې سخت وخت کې د خپل نږدې سمندري ګاونډي او ملګري تر څنګ ولاړ دی هندوستان او مالدیپ د کویډ ۱۹ وبا سره مبارزه کې ډیر له نږدې کار کړی. مالدیپ د ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د هندوستان کویډ ۱۹ مرستو اړوند ترټولو لوی ګټه اخیستونکی دی. ډاکټر جیشینکر د وبا د روغتیا او اقتصادي اغیزې کمولو لپاره مالدیپ ته د هر ممکنه ملاتړ لپاره د هند دوامداره ژمنې تایید کړی د مالدیپ په غوښتنه ، هندوستان پریکړه کړې چې د لوی مالی ارتباطي پروژې (جی ایم سی پي) ملاتړ وکړي ، چې ...