د ۲۰۲۰ میلادي کال آګست میاشت کې د لومړي وزیر نریندر مودي د من کي بات پروګرام ۱۵ مه برخه

زما ګرانوهېوادوالو سلام! په عامه توګه دا سیزن د جشنونو وي، ځای ځای میلې جوړیږي، مذهبي مراسم ترسره کیږي. د کورونا په ستونزمن دور کې، که څه هم د خلکو احساسات قوي دي، غوښتنې هم شته خو داسې یو څه هم شته چې زموږ ټولو د زړونو د خوشالۍ سبب شي. که په ټولیزه توګه ولیدل شي نو خلکو سره د خپلې وجیبې احساس هم شته. خلک سره له دې چې د خپل ځان پام ساتي د نورو د پاملرنې لپاره هم هلې ځلې کوي او خپلې ورځنۍ چارې هم پر مخ بیایي.

په هېواد کې چې د ټولو مراسمو د ترسره کولو په بهیر کې کومه سادګي او آرامتیا تر سترګو کیږي هغه بې سابقې ده. ګڼیش اوتساو/ د ګنیش مذهبي جشن هم په بعضې ځایونو کې په آنلاین توګه ولمانځل شو او په ډیرو ځایونو کې بیا دا وار د ګنیش جي مجسمې د چاپیریال په پام کې نیولو سره له ځانګړي ډول موادو څخه جوړې شوې وې. ملګرو، که موږ په ډيرې باریکۍ سره وګورو نو یوه خبره به هرو مرو زموږ په فکر کې راشي چې زموږ د مذهبي مراسمو او اقلیم تر منځ یوه ډيره ژوره اړیکه شتون لري.

که له یوې خوا زموږ په جشنونو کې د اقلیم او طبیعت سره سره د ژوندانه پیغام پټ دی له بلې خوا زموږ ډير مذهبي جشنونه د طبیعت د ساتلو لپاره هم لمانځل کیږي. لکه څنګه چې د بیهار په لویدیځ چمپارن کې له پیړیو پیړیو راهیسې د تهارو قبیلې خلک ۶۰ ساعته لاک ډان/ ګرځبندیز او یا هم د هغوئ په وینا ۶۰ ساعته د برنا په نوم د ګرځبندیز مراسم ترسره کوي. د تهارو قبیلې د برنا دغه مراسم د طبعیت د خوندي کولو په موخه د خپل کلتور یوه برخه ګرځولې ده او له پیړیو راهیسې یې لمانځي. د دې مراسمو په بهیر کې څوک نه له خپلو کورونو څخه بهر راووځي او نه څوک د دوی کورونو ته راځي.

دا خلک په دې باور دي چې، که چیرته څوک د دوی کورنو ته راشي او یا هم دوی بیرون ووځي نو د دې له امله به نوي کینول شوي نهالونو ته زیان ورسیږي. زموږ خویندې او ورونه د برنا مراسمو په پیل کې عبادتونه کوي د هغو عبادتونو د سرته رسیدو نه وروسته دغه قبیلوي خلک د خپل کلتور سره سم د سندرو او موسیقۍ او نڅا پروګرامونه په پراخه کچه ترسره کوي.

ملګرو، په دې ورځو کې اوڼم مذهبي جشن په ډيرو ځانګړو مراسمو سره لمانځل کیږي. دا مراسم د چینګم په میاشت کې لمانځل کیږي. په دې موقع خلک یو څه نوي پیري او خپل کورونه پرې سینګاروي، د پوکلم په نوم خواړه پخوي او د اوڼم سادهیا په نوم لوبو څخه خوند آخلي، چې ډول ډول لوبې او مقابلې پکې ترسره کیږي. د اوڼم انګازې نن سبا ډير لرې لرې بهرنیو هېوادونو ته هم رسیدلي دي. که امریکا وي که اروپا او یا هم د خلیج هېوادونه د اوڼم ځانګړي مراسم به په هر ځای کې تاسو ته تر سترګو شي. اوڼم په یو نړیوال جشن بدلیدونکی دی.

دوستانو، اوڼم زموږ له کروندو سره تړلی یو جشن دی. دا جشن همدا راز زموږ د کلیوالي اقتصاد لپاره هم د یو نوي موسم پیل وي. د بزګرانو په پیاوړتیا سره زموږ ژوند او ټولنه په مخ روانه ده. زموږ جشنونه د بزګرانو له زیار څخه رنګ آخلي. د هندوانو په مذهبي کتابونو او ویدونو کې هم د بزګرانو خاص درناوی شوی. په ریګوید کې راغلي چې: انانا پتیې نما، کشیتراڼم پتیا نما یانې بزګر ته سلام او د روزي کروندګرو ته سلام.

زموږ بزګرانو د کورونا په سختو شرایطو کې هم خپل توان ثابت کړی دی. زموږ په هېواد کې سږ کال د للمي فصلونو محصولات د تیر کال په تناسب ۷ سلنه لوړ شوي دي. د شولو کرونده کې هم سږ کال لس سلنه ډیروالی راغلی، په دالو کې پنځه سلنه، په غنمو کې درې سلنه، په غوړو نباتاتو کې ۱۳ سلنه او په پنبه کې هم ۳ سلنه زیاتوالی راغلی. زه د دې نتیجو له امله د هېواد بزګرانو ته مبارکي ورکوم او د هغوئ زیار ته سلام کوم.

زما ګرانو هېوادوالو، د کورونا په دې وبایي بهیر کې هېواد په ډيرو محاذونو کې ګډه مبارزه کوي، مګر د دې تر څنګ ډير ځله زما په فکر کې دا پوښتنه هم را پیدا کیږي چې په دې اوږد مهاله ګرځبندیز کې به تر اوږدې مودې په کورونو کې د بند پاتې شویو ماشومانو وخت څنګه تیریږي؟

دوستانو، زموږ د حکومت ځینو ادارو لکه د ښځو او ماشومانو چارو وزارت، د ښوونې او روزنې وزارت او همدا راز میکرو، کوچنیو او منځنیو سوداګرو ادارو په دې خبره فکر وکړ چې څنګه به وکولی شي چې د لوبو سامان په ځانګړې توګه هندي د لوبو سامان ماشومانو ته برابر کړي، هند به د لوبو د سامان تولیدولو په لویه زیرمه څنګه بدل کړو. دا زما لپاره ډیره ګټوره او خوښوونکې تجربه وه، ځکه له دې سره ما وکولی شو چې دا فرصت ترلاسه کړم ترڅو یو څه نوي زده کړم.

دوستانو، هغه موضوع چې موږ پرې بحث وکړلو هغه د لوبو سامانونه وو او هغه هم هندي د لوبو سامونونه. موږ په دې وغږیدو چې څنګه به وکولی شو چې هندي ماشومانو ته د لوبو نوي سامونونه تولید کړو، په هر صورت زه له هغو پلرونو او میندو بخښنه غواړم کوم چې د من کي بات پروګرام آوري، او هغه ځکه چې دوی به له دې وروسته د لوبو د سامانونو له نویو غوښتنو سره مخ شي.

دوستانو، لکه څنګه چې د لوبو سامان فعالیتونه لوړوي، نو دا د لوبو سامان زموږ هیلې هم لوړوي. د لوبو سامان نه یواځې دا چې ساعت تیروي بلکې فکر هم پراخوي او د مقصد لپاره امیدونه راپاروي. ما چیرې لوستي وو چې د لوبو د سامان په هکله رابندرنات ټایګور ویلي وو چې، ښه د لوبو سامان هغه دی چې نیمګړی وي، داسې سامان چې نیمګړی وي او ماشومان په لوبو لوبو کې هغه مکمل کړي، د ټایګور په وینا کله چې هغه ماشوم وو نو هغه به په کور کې له موجوده توکو څخه د خپلو ملګرو په مرسته د لوبو سامانونه جوړول او لوبې به یې پرې کولې. مګر یوه ورځ د ماشومتوب په هغو مستو ورځو کې د لویانو مداخله وشوه، داسې شوي وو چې د هغه یوه ملګري یو ډير ښکلی بهرنی د لوبو سامان له ځان سره راوړلو، ټولو ماشومانو لوبې پریښودې او د هغه لوبو سامان په ننداره شول کوم چې د یوه ماشوم کورنۍ له بهرني هېواد نه راوړی وو.

د هر ماشوم د خیال مرکز لوبه نه بلکې هغه د لوبې سامان وو چې یو ماشوم له ځان سره راوړی وو. کوم ماشوم چې تر پرونه پورې به یې له نورو سره لوبې کولې او له ټولو سره به یې یو ځای وخت تیرولو، هغه اوس له نورو څخه لرې لرې ګرځیده. په یو ډول به یې له نورو ماشومانو سره توپیر کولو، د لوبو د قیمتي سامان جوړولو لپاره هم کوم څه ورسره نه وو، او د زده کولو لپاره هم له دوی سره څه نه وو، یانې په ټولیزه توګه ویلی شو چې د لوبو دغه لوړ قیمت لرونکي سامان دا ماشوم خاموش او مړاوی کړو. د لوبو دغه سامان د سرمایه دارۍ او لوی والي څرګندونه وکړه مګر د هغه ماشوم د نوښت او پرمختګ لاره یې ډب کړه، د لوبو سامان خو راغلو مګر لوبې یې له منځه یوړلې او د ماشومانو لوبې کول هم بند شول.

له همدې امله ټایګور ویلي چې د لوبو سامان باید په دې ډول وي چې ماشومان له ماشومتوب څخه راوباسي، د هغوۍ نوښتونه رابرسیره کړي. د ماشومانو په ژوند کې چې د لوبو د سامان کوم اغیز وي د هغه په هکله د ښوونې او روزني په ملي پلان کې هم ډير پام شوی. په لوبو لوبو کې زده کړه، د لوبو سامان د جوړولو زده کړه او د لوبو سامان جوړیدو له ځایونو څخه لیدنه دا ټول د نصاب برخه ګرځول شوې دي.

ملګرو، زموږ په هېواد کې د سیمه ییزو لوبو سامانونو غني کلتور شتون لري. ډير پیاوړي او توانمند کاریګران هم شته چې، ډیر ښه د لوبو وسایلو د جوړولو مهارت لري. په هند کې ځینې سیمې د لوبو د سامانونو د مرکز په شکل هم پرمختګ کوي. لکه، د کرناټکا په رام نګرم کې چننا پټنا، د آندرا پردیش په کریشنا کې کونډا پلي، په تایمل ناډو کې تنجور، په آسام کې دهدري او په اترپردیش کې وارانسي او داسې نورې سیمې د یادولو وړ دي. د دې په آوریدلو به حیران شۍ چې د لوبو نړیوال صنعت له اووه لکه کروړه روپیو څخه هم زیات دی.

د اووه لکه کروړه روپیو دومره لوی کاروبار خو د هند برخه پکې ډیره کمه ده. اوس نو تاسو فکر وکړۍ چې له کوم ملت سره چې دومره لوی میراث، کلتور، رنګینتوب او ځوان قشرشتون ولري نو آیا د لوبو په بازار کې باید دوی همدومره لږه برخه ولري؟ موږ به په دې خوشاله شو؟ نه هیڅکه هم نه، د دې خبرې په آوریدلو به تاسو هم ډیر خفه شۍ چې په دومره لوی صنعت کې زموږ برخه دومره لږه ده.

ګورۍ ملګرو، د لوبو د سامان صنعت خورا پراخ دی. کورني تولیدات دي او که یا کوم کوچنی صنعت او یا هم ایم ایس ایم ايز، دا ټول لوی صنعتونه او خصوصي پانګوال هم په همدې حلقه کې راځي. د دې صنعت د پرمختګ په برخه کې باید ټول هېواد سره یو لاس هلې ځلې وکړي.

لکه څنګه چې د آندرا پردیش په ویشاکاپټنم کې ښاغلی سي راجو دی، د هغه د کلي ایتي کوپاکا په نوم د لوبو سامان یو وخت ډير مشهور وو. د هغه سامونونو ځانګړتیا دا وه چې له لرګیو به جوړیدل او بل دا چې د لوبو په دې سامانونو کې به تاسو کوم کونج نه لیدلو بلکې په ځانګړي مهارت سره به له هرې خوا ګرد یا حلقوي وو، نو له همدې امله به د ماشومانو د ټپي کیدلو یا خوږیدلو امکانات هم پکې نه وو.

سي وی راجو د ایتي کوپکا بازیچو لپاره اوس پخپل کلي کې له کارګرانو سره یو ځای یو ډول نوی غورځنګ رامنځته کړی، د ښه کیفیت ایتي کوپکا بازیچو په جوړلولو سره سي وي راجو د محلي بازیچو لمنځه تللی شهرت بیرته را ژوندی کړی. د لوبو په دې سامان سره موږ دوه کارونه کولی شو: یو دا چې خپل تیر شوي ویاړونه بیرته پخپل ژوند کې په لاس رواړو او بل دا چې طلایي راتلونکی هم پرې ټاکو. زه خپل نویو د کار پیلوونکو ملګرو او نویو صنعتکارانو ته ویل غواړم چې، راځۍ چې یو ځای سره د لوبو سامان جوړ کړو.

اوس د ټولو لوبو سامانونو لپاره د سیمه ییزو تولیداتو وخت دی. راځئ چې موږ د خپلو تنکیو ځوانانو لپاره د ښه کیفیت لوبو سامانونه په نوې بڼه جوړ کړو. بازیچه هغه شی دی چې په شتون کې یې باید ماشومتوب خوشاله او په ساعت تیرۍ سره تیر شي. موږ باید داسې د لوبو سامانونه جوړ کړو چې له اقلیم سره جورجاړی ولري.

دوستانو، د کمپیوټر او ځیرک ټیلفونونو په دې دوران کې د کمپیوټر ګیمونو هم ډیر رواج دی، له دې ګیمونو سره ماشومان او لویان دواړه لوبیږي. مګر په دې کې چې هر څومره ګیمونه دي د هغو ګیمونو موضوعات او انداز هم ټول بهرنی دی. زموږ په هېواد کې دومره مفکورې، او طرحې شتون لري؛ زموږ تاریخ ډیر ویاړلی پاتې شوی. آیا موږ په هغو باندې ګیمونه جوړولی شو؟ زه د هېواد ځوانو کدرونو ته وایم چې، تاسو په هندوستان کې هم ګیمونه جوړ کړئ، د هندوستان ګیمونه هم جوړ کړئ، داسې ویل کیږي هم، راځۍ چې لوبه وکړو، نو راځئ چې لوبه پیل کړو.

ملګرو، په خپل ځان بسیا هندوستان یون کې، د لوبو د سامان سکتور وي او که مجازي ګیمونه، په دې ټولو برخو کې باید ډیر مهم رول ولوبوو او دا یې وخت هم دی. کله چې له نن څخه سل کاله وړاندې د آسهیوګ آندولن/ د نه همکاریو غورځنګ پیل شو نو ګاندي جی لیکلي وو چې د نه همکاریو غورځنګ د هېوادوالو د ځان بسیا کولو او پیاوړتیا لپاره اقدام دی.

نن چې په هر ډګر کې موږ د هېواد خود کفایۍ لپاره په هڅو کې یو، نو باید په بشپړ اطمینان سره حرکت وکړو. او هېواد باید په هره برخه کې په ځان بسا کړو. د آسهیوګ آندولن په بڼه چې کوم تخم کرل شوی دی، اوس نو هغه باید په ځان بسا هند رامنځته کولو کې د حاصل خیزه ونې په بڼه بدل کړو او دا زموږ ټولو مسوولیت دی.

زما ګرانو هېوادوالو، د هندیانو د نوښتونو او حل لارو وړتیا هر څوک مني، او کله چې د وطن لپاره د قربانۍ ورکولو احساس او اراده شتون ولري نو دا قدرت بې کچې لوړیږي. د روانې میاشتې په پیل کې، د هېواد ځوانانو ته د ایپ/ اپلیکیشن د نوښت چیلنج رامخ ته شو. د خود کفا هندوستان د نوښتي اپلیکیشن په دې چیلنج کې زموږ د هېواد ځوانانو په پراخه کچه برخه واخیسته. شاوخوا اووه زره داخلې ترلاسه شوې؛ په هغو کې هم تخمینآ دوه دریمه برخه له دویمې او دریمې درجې ښارونو څخه ځوانان وو چې داخلې یې پکې کړي. دا خبره د خود کفا هند لپاره، د هېواد راتلونکې لپاره ډیره ښه اشاره ده.

د خودکفا هند د نوښتي اپلیکیشن چیلنج پایلو په لیدلو سره به تاسو هم ډیر متاثر شئ. له ډيرو ارزونو وروسته په بیلابیلو کټګوریو کې تقریبآ دوه درجنه اپلیکیشنونو ته جایزې هم ورکړی شوي دي. تاسو د دې اپلیکیشنونو په هکله حتمآ مالومات ترلاسه کړئ او له هغو سره وصل شئ. دا هم شونې ده چې له دې څخه په متاثره کیدو به تاسو هم لکه د دې اپلیکیشنونو په شان یو څه جوړولو لپاره متحرک شئ. په دوی کې یو اپلیکیشن د کوټوکي کیډز لرننګ اپلیکیشن په نوم یادیږي. دا داسې یو جالبه اپلیکیشن دی چې ماشومان کولی شي د سندرو او کیسو له لارې په خبرو خبرو کې د ریاضي او ساینس په برخه کې ډیر څه زده کړي. په دې کې فعالیتونه او لوبې هم شتون لري. همدا شان د مایکرو بلاګنګ پلاټفارم په یانې د کوچنو بلاګونو تګلارې یو ایپ هم پکې شتون لري. چې نوم یې کوو دی.

په دې ایپ کې موږ کولی شو چې پخپله مورنۍ ژبه د متن، غږ او ویډیو له لارې خپل پیغام شامل کړو. همدا راز د چینګاري په نوم اپلیکیشن هم د ځواناو تر منځ ډیر شهرت ترلاسه کړی دی. یو ایپ د اسک سرکار په نوم هم شته چې په هغه کې چیټ بورډ یا د نیغ په نیغه خبرو کولو له لارې تاسو افهام او تفهیم هم کولی شئ او د هر دولتي پلان په اړه تاسو مالومات ترلاسه کولی شئ. هغه هم په لیکلې، غږیزې او ویډیوي بڼو سره. دا له تاسو سره ډیره مرسته کولی شي. یو بل اپلیکیشن هم شته د سټیپ ایپ ګو په نوم چې دا د فیټنیس یو ورزشي اپلیکیشن دی چې په هغه کې تاسو دا مالومولی شۍ چې څو قدمونه مو اخیستي او څومره کالورۍ مو سوځولي دا ټول حساب کتاب په همدې ایپ کې ننداره کولی شئ، او تاسو د فیټ یا روغ پاتې کیدو لپاره هڅوي هم.

ما خو یواځې دا څو بیلګې درکړې، ډیرو نورو اپلیکیشنونو هم دا چیلینج ګټلی دی. ډیر شمیر سوداګریز ایپونه او ډیر شمیر د ګیمونو ایپونه هم پکې شته لکه ایس ایکول ټو، بوکس اینډ ایکسپینس، زوهو ورک پلیس او ایف ټي سي ټیلینټ. تاسو د دوی په هکله په نیټ کې پلټنه وکړئ، تاسو به ډیر مالومات ترلاسه کړئ. تاسو هم راوړاندې شئ او یو څه نوښت وکړئ، یو څه تطبیق کړئ. ستاسو هڅې، د نن ورځې واړه واړه پیلونه به سبا د لویو کمپنیانو په توګه بدل شي او په نړۍ کې به د هند د پیژندګلوۍ سبب شي. تاسو دا مه هیروۍ چې نن په نړۍ کې کومې لویې لویې کمپنیانې تر سترګو کیږي دا په لومړیو کې سټارټ اپ یا نوې پیل کړی شوې کمپنیانې وې.

ګرانو هیوادوالو ، د دې لپاره چې زموږ ماشومان او زده کونکي خپل غوره ظرفیت او خپله پاملرنه وښایي؛ تغذیه او مناسب تغذیه هم خورا لوی رول لوبوي. د سپټمبر میاشت په ټول هېواد کې د تغذیې میاشت په نوم لمانځل کیږي. ملت او تغذیه دواړه یو له بل سره ټینګې اړیکې لري. موږ یو شعار لرو چې، یاتها اننام ټاټها مننام یانې زموږ رواني او بدني پیاوړتیا نیغ په نیغه زموږ خوراک څښاک سره تړاو لري.

کارپوهان پدې نظر دي چې که چیرته یو ماشوم ته په رحم کې او د ماشومتوب په جریان کې ښه تغذیه ورکړل شي نو د هغوئ فکري وده خورا لوړه وي او هغه صحتمند پاتې کیږي. دا مساوي اهمیت لري چې د ماشومانو د تغذیه کولو لپاره ، مور هم مناسبه تغذیه ترلاسه کړي. او تغذیه یوازې نه یوازې دا چې په هغه څه پورې اړه لري چې تاسو یې خورئ مګر دا هم مهمه ده چې تاسو څومره خورئ او څومره ځله یې خورئ. دا پدې مانا ده چې ایا تاسو اړینه تغذیه ترلاسه کوئ. ایا تاسو اوسپنه ترلاسه کوئ ، کلسیم، سوډیم، او ویټامینونه ترلاسه کوئ او که نه؟ دا ټول د تغذیې خورا مهم ابعاد دي.

تغذیې پورې اړوند پدې حرکت کې، د خلکو برخه اخیستنه هم خورا مهمه ده. دا د خلکو ګډون دی چې دا مهم بریالي کوي. زموږ په هیواد کې د تیرو څو کلونو په جریان کې ، پدې برخه کې ډیرې هڅې شوي. په ځانګړي توګه زموږ په کلو کې ، دا د خلکو په ګډون سره په یو لوی تحریک بدل شوی دی. که چیرې دا د تغذیې اونۍ وي یا د تغذیې میاشت ، د دې اقداماتو له لارې ډیر او ډیر پوهاوی رامینځته کیږي. ښوونځي مدغم شوي دي. د ماشومانو لپاره د سیالۍ ډاډ ترلاسه کولو لپاره هڅې روانې دي ، د پوهاوي لوړولو لپاره هم هڅې روانې دي.

لکه څنګه چې په دې برخه کې د ټولګي څارونکی شتون لري، باید ورته تغذیه مانیټور/ څارونکی هم شتون ولري او د راپور کارت په څیر، د تغذیې کارت هم باید معرفي شي. دا ځینې اقدامات دي چې پیل شوي دي. د تغذیې میاشتې په جریان کې، د خواړو او تغذیې کوئز/ یا پوښتنلیک به زما د دولت په پورټل کې هم تنظیم شي، او د اخلاقي چلند سیالۍ به هم په لاره واچول شي. نو په دې سیالیو کې برخه واخلئ او نور هم وهڅوئ.

ملګرو ، که تاسو په ګجرات کې د سردار والب بھای پټیل د اتحاد مجسمې لیدلو فرصت ترلاسه کړی وي، او که نه نو کله چې دا د کوویډ پانډیمیک ویروس خلاص شي، نو تاسو به د دې ځای لیدو فرصت ومومئ. هلته د تغذیې یو ځانګړی پارک رامینځته شوی. تاسو کولی شئ د ځان لپاره د تغذیې پورې اړوند زده کړې هلته ترلاسه کړئ او د تفریح شاهد هم و اوسئ.

ملګرو، هند یو لوی هېواد دی او په خوراک او څښاک کې ګڼ شمیر ډولونه شتون لري، زموږ په هېواد کې شپږ بیل بیل موسمونه شتون لري او په هغو بیلابیلو سیمو کې د موسم سره سم د خوراک توکي موندل کیږي. نو د همدې لپاره دا له دې امله ډيره د پام وړ خبره ده چې په هره سیمه کې ځایي خوراکونه او هلته پیداکیدونکې غلې دانې، میوې او سبزیجات ټول غني وي او د تغذیې لپاره یو ښه ډایټ/ پرهیز لرونکی پلان جوړیدلی شي. د بیلګې په توګه، ګدن له غټو غلو دانو سره لکه، راګي فینګر او جوار دا ټول ډير ګټور تغذیوي خواړه دي.

یو هندی کرهنیز مرستندویه بانک رامنځته کیږي، په هغه کې به د هرې ولسوالۍ د ترلاسه کیدونکو محصولاتو په اړه او دهغه د تغذیې وړتیا ارزښت په هکله پوره پوره مالومات شتون ولري. دا به ستاسو ټولو لپاره ډیره اړینه او ګټوره محاسبه ده. راځئ چې ټول و هڅوو چې د تغذیې په میاشت کې به د ښې روغتیا په موخه صحي او تغذیه لرونکي خواړه خورو.

ګرانو هیوادوالو ، څو اونۍ وړاندې ، په داسې حال کې چې موږ د خپلواکۍ ورځ لمانځله، یوه په زړه پورې خبر زما پام ځانته را واړاوو. دا زموږ د امنیتي ځواکونو د دوه زړورو خبر وو، چې یو یې سوفي دی او بل یې ویدا. سوفي او ویدا د هندي پوځ سپي دي چې د اردو کارکونکو د ستاینې کارتونه ورکړل شوي دي. سوفی او ویدا دغه ویاړ ترلاسه کړ ځکه چې دوی د خپل هیواد ساتنې پرمهال خپلې دندې په دقت سره ترسره کړې. زموږ وسله وال ځواکونه او امنیتي ځواکونه ډیری داسې زړور سپي لري چې نه یوازې د هیواد لپاره ژوند کوي بلکه د هیواد لپاره قرباني ورکوي.

دا ډول سپيانو د ډیر شمیر بمي چاودنو او تروریستي سازشونو په شنډولو کې خورا مهم رول لوبولی دی. څه موده د مخه زه د هیواد په امنیت کې د سپيانو د رول په اړه په تفصيل سره پوه شوم او ډیرې کیسې مې هم واورېدې.

يو سپی په نوم د بلرام و چې د امرنات يترا په لاره کې يې چاودیدونکي توکي کشف کړل، دوه نور سپي په نوم د بهاونا او شيوال هم په ۲۰۰۲ م کال کې چاوديدونکي مواد کشف کړل چې د چاودنې له امله ووژل شول.

دوه یا درې کاله دمخه په بیجاپور چټیسیګړ کې ، د سي آر پي ایف مرکزي پوليس ريزرف ځواک يوغټ سپي هم د آی اي ډي چاوديدونکو توکو په چاودنه کې ووژل شو.

تاسو شاید چې څو ورځې د مخه په تلویزیون کې یوه ډیره محرکه صحنه لیدلی وی، په کوم کې چې د بیډ پولیس د دوی همکار سپي راکي سره په پوره درناوي سره مخه ښه وکړه، راکي له پولیسو سره د ۳۰۰ څخه زیاتو قضیو په حل کې مرسته کړې وه.

سپي د ناورین مدیریت او د ژغورنې په ماموریتونو کې هم مهم رول لري. په هندوستان کې ، ان ډي آر اف، د طبیعي ناورین غبرګون ځواک په لسګونو سپي په ځانګړي ډول روزلي دي.

په زلزلې کې ، د ودانۍ د سقوط په حالت کې، دا سپي د خاورو لاندې پټ شوي خلکو په لټه کې مهارت لري.

ملګرو ، ما ته دا هم ویل شوي چې د هندي نسل سپي هم خورا ښه او وړ دي. د هندي نسلونو په منځ کې ، مهدول هونډ او هماچالي هونډ د ​​غوره نسخو څخه دي. راجپالام، کني، چپیرای او کامبای د هندوستان غوره نسلونه دي.

هندي سپيان لږ لګښت ته اړتیا لري او د هند چاپیریال سره غوره مطابقت لري. اوس، زموږ امنیتي ادارې هم دغه هندي نسل سپي د دوی د امنیتی برخې په توګه شاملوي.

په تیرو وختونو کې، د موډول هونډ سپي د اردو ، سي- آی-اس-اف مرکزي صنعتي امنيتي ځواک ان- ایس- چي د ملي امنيت ساتونکو سپيو په ډله کې روزل شوي او شامل شوي دي؛ د کوبای سپي د سي- پي- آر- اف لخوا شامل شوي دي. د هندي نسل سپيانو په اړه څیړنه د هند د کرهنې د څیړنې شورا لخوا هم ترسره کیږي چې هدف یې د سپي لا بهترول او ګټور کول دي.

په انټرنیټ کې د دې نسلونو لټون وکړئ او د دوی په اړه نور پوه شئ ، د دې نسلونو ښکلا او خصوصیات به تاسو حیران کړي! بل وخت چې تاسو د پالتو سپي د ساتلو په اړه فکر کوئ ، کور ته د دې هندي نسلونو راوړل په پام کې ونیسئ. په هغه وخت کې چې اتمانیربھار بهارت د خلکو مینټر ګرځیدلی وي ، نو څنګه به کوم ډومین د هغې نفوذ څخه بې برخې پاتې شي؟

زما ګرانو هیوادوالو، د سپټمبر په پنځمه نیټه به موږ د ښوونکي ورځ ولمانځو. هرکله چې موږ د هغه بریالیتوبونو په اړه فکر کوو چې موږ د ژوند په اوږدو کې درلودي، موږ تل د یو ښوونکي یا بل یادونه کوو.

د کرونا بحران سره په ګړندي بدلیدونکي وختونو کې زموږ د ښوونکو لپاره نوې ننګونې راپورته شوي. زه خوشحاله یم چې نه یوازې زموږ ښوونکو دا ننګونه منلې بلکې دا یې هم په فرصت بدله کړې. په مطالعه کې د لا ډیرې ټیکنالوژۍ شاملولو لارې ، د نویو وسیلو جذبولو لارې، زده کونکو سره د مرستې لارې چې زموږ د ښوونکو لخوا په بې ساري ډول منل شوې دي ... دوی دا هم خپلو زده کونکو ته رسولي دي.

نن ورځ ، ټول هیواد په جریان کې دی چې نوښت په یو څو برخو کې روان دی. زده کونکي او ښوونکي همکاري کوي ترڅو یو نوی کار وکړي. زه ډاډه یم چې د ښوونې او روزنې ملي پالیسۍ په هیواد کې د تکتيک بدلون لامل کیږي او زموږ ښوونکي به زموږ زده کونکو ته د هغې د ګټو په خپرولو کې د پام وړ رول ولوبوي.

ملګرو ، په ځانګړي توګه زما ښوونکو ملګرو ! زموږ هیواد به په ۲۰۲۲ کال کې د خپلواکۍ ۷۵ مه کلیزه ولمانځي. له خپلواکۍ د مخه، زموږ د هیواد د خپلواکۍ جنګ اوږد تاریخ درلود. په دغه دوره کې، د هیواد هیڅ کونج نه و چیرې چې د خپلواکۍ لپاره انقلابیانو خپل ژوند نه وي قید کړی او نه یې خپل هر څه د هیواد لپاره قرباني کړې وي. دا لازمي ده چې د نن نسل ، زموږ زده کونکي زموږ د آزادۍ مبارزې له دې اتلانو سره بلد وي او د هغوۍ احساس په خپله ولسوالۍ او سیمه کې احساس کړي؛ هغه څه چې د خپلواکۍ د غورځنګ پر مهال رامینځته شوي، چا خپل ژوند او سر له لاسه ورکړي، څوک زنداني شوی، کله چې زموږ زده کونکي د دوی د ځایی چاپیریال - یعنی د خپلواکۍ مبارزې له تاریخ څخه خبر شي، نو بیا به موږ هغه بیا کتنه وګورو چې د زدکونکو په شخصيت يې څومره اغېزه کړی.

پدې برخه کې ډیر کار ته اړتیا ده او زموږ ښوونکي د دې لپاره د پام وړ مسؤلیت لري. د مثال په توګه ، په هغه ولسوالۍ کې چې تاسو پکې اوسیږئ، په تیرو پیړیو کې د آزادۍ مبارزه کې کومو پیښو شتون درلود؟ دا زموږ د زده کونکو لپاره د څیړنې موضوع هم کیدی شي. د ښوونځیو لپاره یو لاسي لیک چمتو کیدی شي د مثال په توګه که چیرې ستاسو په ښار کې د خپلواکۍ غورځنګ پورې اړوند کوم ځای شتون ولري، نو بیا د زده کونکو لپاره لیدنه هم پلان کیدی شي.

د ځینې ښوونځیو زده کونکي کولی شي زموږ د خپلواکۍ ۷۵ مې کلیزه لمانځنې لپاره زموږ د خپلواکۍ غورځنګ اتلانو په هکله شعرونه او يا د تیاتر کیسې وليکي، ستاسو هڅې به د ملیونونو بې سنده اتلانو کیسې راژوندۍ کړي، هغه اشخاص چې د هیواد لپاره يې ژوند کړی وو او د وطن په لاره کې مړه شوي دي. دا به د وياړ ځای وي چې زمونږ د خپلواکۍ په ۷۵ م کال کې، د داسې اشخاصو هڅې په یاد او وپیژندل شي د ښوونکي ورځ چې د سپټمبر په پنځمه نیټه لمانځل کیږي، زموږ ټولو ښوونکو ملګرو څخه غوښتنه کوم چې چمتووالی پیل کړي او لاسونه سره یو کړي ترڅو داسې چاپیریال رامینځته کړي چې هرڅوک خپل ځای ته راوړي.

زما ګرانو هیوادوالو ! هیواد د پرمختګ په لاره کې دی او دا سفر به یوازې هغه وخت هوسا شي چې هرڅوک په دې پروسه کې شریک او مسافر وي. د دې د تحقق لپاره ، دا لازمي دي چې هر وګړی پاک او زړه ور پاتې شي او د کورونا پر وړاندې بریا زموږ د ګډو هڅو برخه وي. د ټولنیز واټن نورمونو تعقیب او د ماسک اغوستل به د کورونا په ماتولو کې له موږ سره مرسته وکړي. زه تاسو څخه غوښتنه کوم چې دا لارښوونې تعقیب کړئ او زه ستاسو د ښې روغتیا لپاره دعا کوم. صحتمند او خوشحاله اوسئ ، له دې هیلو سره به، موږ د من کی بات په راتلونکي برخه کې بیا سره ووینو.

ډیره مننه

نمسکار.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت