د هند خارجی اسعارزیرمه تون زیات شوي
لیکنه : د ډاکټر لیکها ایس چکراورتی ژباړه: د پښتو څانګی د هند خارجی اسعار ( فوریکس) زیرمه تونونه زیات شوی او اوس ۲۰۱۹ میلادی کال د دسمبر په ۲۰مه نیټه د هروخت په تله ۴۵۵بلیون امریکائي ډالرو ته زیات شویدی.د فوریکس د لوړیدوعلت د بهرنی کرنسۍ شتمنیو ( ایف سی اې) برخی دې . دا ئې ۲۰۱۹ میلادی کال د مارچ میاشت په تله ۱۰ سلنۍ زیات شویدي. بهرنی کرنسۍ شتمنۍ د ګڼو کرنسیو پانګی اچولو په توګه ساتلی کیږی او په کوم کی چی لوئ ارزښت لرونکی کرنسۍ لکه امریکی ډالر، یورو، پاونډ اسټرلینګ ، د جاپان یین وغیره شامل وي دکوم چی د امریکی په ډالرو کی ارزښت ټاکلی کیږی . د هند د ریزروبانک راپور ترمخی په ایف سی اې کی لاندی باندی په ځانګړی ډول د هند ریزروبانک لخوا دبهرنی اسعارو د اخستلو اوخرڅولو له مخی ته راځی کله چی عائید د خارجی اسعارو زیرمه تونونه ځای پرځای کولو ، د مرکزی حکومت د بهرنی کومک ترلاسه کولو او د شتمنیو د بیا ارزښت ټاکلو په حساب تبادلو له مخی ترلاسه کیږی . ایف سی اې سربیره په نړیوال مالی صندوق کی د فوریکس نوری دری برخی سره زر، ایس ډی آر ( د پیسو ویستلو ځانګړی حقوق) ا...