د افغانستان د ټاکنو د پایلو په هکله غیر یقینی وضعیت


لیکنه : د معین الدین خان

ژباړه : د پښتو څانګی

په افغانستان کی ولسمشری ټاکنی ، تقریباً ۳ میاشتی وړاندی ، هغه هم له ډیر ځڼډ نه وروسته ، بلاخره د تیر سپټمبر په ۲۸ مه نیټه د تر سره کیدو امکان پيدا شو. خو دا د ډیموکراسۍ د اصولو په اساس سمه نده. همدا راز ډير لږ شمیر رایه اچونکو پکی ونډه واخیسته که څه هم په افغانستان کی د راجستر شویو رایو ورکونکو شمیر له ۹میلیونو څخه زیات دی. خو له۲۰۰ زرو څخه هم لږو کسانو په تیرو ټولټاکنو کی برخه اخیستی وه. په هرصورت، په کوم چاپیریال او شرایطو کی چی د ټاکنو پروسه روانه وه هغه چندان ښه نه وه. لکه څنګه چې تمه کیده ، د طالبانو او د نورو تروریستي ډلو تخریبي فعالیتونه نه یوازې دوام درلود بلکې لا نورهم ګړندۍ شوي وو. طالبانو یوازی حملی نه وی جاری ساتلې بلکه په هر ګام کې ئي د افغان حکومت مخی ته خنډونه رامنځته کول. سره له دې چې د متحده ایالاتو او د طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې روانې وې، نه یوازې دا چې بریدونه روان وو، بلکې د ټاکنو لاریونونه او نوماندان هم په نښه شوي وو. د ولسمشرۍ یو کاندید په دې بریدونو کې له مړینی ، په امن پاتی شو خو سخت ټپي شوی وو. په هرصورت په داسې کړکیچن چاپیریال کې د ټاکنو تر سره کول لویه خبره وه. د لومړنیو پایلو اعلان د تیرې یکشنبې په ورځ وشو. له دې څخه داسې بریښي چې اوسنی افغان ولسمشر د خپل نږدې سیال ډاکټر عبدالله عبدالله څخه مخکې دی. د راپورونو له مخې ولسمشر محمد اشرف غني ۵۰٫۶۴ سلنه رایې ترلاسه کړې او د ډاکټر عبدالله عبدالله برخه ۳۹٫۵۲ سلنه رائی دی. د لومړنیو پایلو په اړه د خوښۍ په څرګندولو سره ډاکټر اشرف غني هیله څرګنده کړه چې دا د ټول افغانستان او خلکو لپاره یوه بریا وه ، پداسې حال کې چې د هغه سیال اجرایوي ریس ډاکټر عبدالله عبدالله له نتایجو خوښ نه ښکاري. هغه د ټاکنو کمیسیون پر ارادې شک څرګند کړ او ویې ویل چې د درغلیو ملاتړ یې کړی. دوی په ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې غوښتنه هم وکړه. تر دې دمه د پایلو په اړه هیڅ کله هم نشو ډاډه کیدی. بدبختانه همدا ډول په ۲۰۱۴ میلادی کال کی هم له ټاکنو وروسته شخړې راپورته شوې او متحده ایالات په ښکاره خبرې پیل کوي او نه یوازې دا چې په افغاني ټولنه کې نوی رول لوبوي ، بلکه د نویو لارو او نوي رولونو په لټه کې ده. په ښکاره ډول دا بدلون ممکن اوس کوچني ښکاري ، مګر سبا به دا خورا پیاوړي وي. شرط دا دی چې دیموکراتیکه حوزه باید پدې مرحله کې توافق ته وده ورکړي او د ډیموکراسۍ په لاره کې کوچني توپیرونو ته اجازه ورنکړي. تیر ځل هم ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله یو بل سره سیالي درلودله او دواړه د متحده ایالاتو په مداخلی د واک شریکان شول. ډاکټر اشرف غني ولسمشر او ډاکټر عبدالله اجرایوي رییس وټاکل شو. مهمه نده چې پایله به څه وي، بی سباتی چی هر څومره زر پای ومومی د افغانستان لپاره به ډیره غوره وي. امریکا او هندوستان ، دواړو ټینګار کړی چې شکایتونه باید په شفاف ډول وڅیړل شي ترڅو د ککړتیا لپاره ځای پکی پاتی نه شي. هغوی وايي هر څوک چې واک ته ورسیږي، د هغه لومړی مسؤلیت باید دا وي چې د دیموکراسۍ پیاوړتیا لپاره هلې ځلې وکړي او داسې ټیم رامینځته کړي چې په افغانستان کی ډیموکراسي پیاوړه کړي. د ډیموکراسۍ د ودې ترټولو لویه وسیله دا کیدی شي چې ډیموکراسي او فرعي انتخابې حوزې د خلکو د پراخې برخې غوښتنې او هیلې درک کړي او په اصل کی د هغوی نمایندګي وکړي. که بې باوري د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي نو دا به په ډیموکراسۍ فشار راوړی.

که چری په افغانستان کی د طالبانو د رول خبره وکړو نو نه یوازې د افغانستان بې وزله او دیموکراکراسی خوښونکی هیله مند ندی چې دوی به په افغانستان کې د سولې په راوستو کې کوم مهم رول ولوبوي بلکه له پاکستان پرته بل هیڅوک هم دا تمه نشي درلودلۍ. له طالبانو څخه د مثبت رول تمه هیڅکله هم نشي کیدی. یوازې او یوازی د افغانستان د خلکو د استازو حکومت کولی شي چی په راتلونکي کې په افغانستان کې د تل پاتې سولې په رامینځته کولو کې مثبت او منظم رول ولوبوي. نو ځکه خو د ډیموکراتیک حکومت باثباته کیدل ضروری دي. ښکاره ده چی له افغانستان څخه اوس مهال دا تمه نشي کیدای چی ایډیولوژیکه ډیموکراسۍ ولري کومه چې په ډیموکراټیکو هیوادونو کې شتون لري مګر په افغانستان کې د تیرو دوه لسیزو لپاره خلکو د اساسی قانون او ټاکل شوي حکومتونو بریا څخه خوند اخیستی دی. په ځانګړي توګه دوی د طالبانو سخت دریځ او د اساسي قانون حکومت خپلواکه چلند پرتله او مشاهده کړي. افغان میرمنې چې په دې وروستیو کلونو کې یې د نوي عصر او نوي تعلیم بریا څخه ګټه پورته کړې بلکه دوی ته یې په ذهن کې باور او بشپړتیا ورکړې. هغوۍ په دی اړه ښکاره خبرې کوي او نه یوازې دا چې په افغاني ټولنه کې نوی رول لوبوي بلکه د نویو لارو او نوي رولونو په لټه کې دی. په ظاهره دا بدلون ممکن اوس کوچني ښکاري خو سبا به دا خورا پیاوړي وي ، شرط دا دی چې دیموکرات خلک باید پدې پړاو کې اتفاق ته وده ورکړي او د ډیموکراسۍ په لاره کې کوچنيو اختلافاتو ته هم اجازه ورنکړي .

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت