د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی
لیکنه : د معین الدین خان
ژباړه : د پښتو څانګی
شاید پاکستان لپاره اقتصادی بد بختی، انفلاسیون، بی سوادی، غریبی او ناروغی داسی هیڅ یوه مسله نده چی چی د هغه هیواد مشرانو ورباندی غور وکړی، د دوی پام یوازی دی خواته دي چی په هند کی څه تر سره کیږی او کورنی حالات څه ډول دی. د هند حکومت لخوا له کشمیر څخه د۳۷۰ مادی له لغوه کولو وروسته د پاکستان حکمران یو دم متحرک شول، او نور هر څه ئی پخپل ځای پریښودل او د نړۍ د هیوادونو په سفر ووتل، تر څو هندوستان تورن ثابت کړی او پوښتنه تری وشی چی ولی ئی د خپل هیواد په یوه ایالت کی اداری بدلون راوستو. په ډیپلوماتیکه کچه ئی هم ډیری طریقی استعمال کړی تر څو له هند څخه یو ځلی دا پوښتنه څوک وکړی چی ولی ئي داسی وکړل؟ د امریکا له ولسمشر څخه هم پاکستان غوښتنه وکړه چی هندوستان پوه کړی . پدی هکله ټرمپ وړاندیز وکړو چی که چیری دواړه هیوادونه وغواړی نو د دریمګړی رول تر سره کولۍ شی. هندوستان په زغرده ټرمپ او نورو ټولو ته وویل چی د هند نه ماتیدونکی موقف دی چی له پاکستان سره ټول مسائل به د خپلمنځی خبرو اترو له لاری حل کوی، او د دریمګړی هیڅ ضرورت نشته دی. یوازی د هند دا موقف ندی بلکه دا ټکی د شملی په پریکړه کی په واضح ډول ذکر شوی چی هند او پاکستان به خپلمنځی ټول مسایل او شخړی پخپله حل کوی ، او دا پریکړلیک پاکستان هم لاسلیک کړیدی. خو پاکستان د دی تړون هم هیڅکله درناوی ندی کړی. دا تړون د هند او پاکستان ترمنځ په ۱۹۷۲ کی شوی وو او په کال ۱۹۹۹ کی یی د دواړو هیوادو ترمنځ د لاهور خپره شوی اعلامیۍ درناوی هم ونکړو. د پاکستان د نظام سیاست همدا ډول دی چی د ملکی حکومت په دوران کی تر سره شوی پریکړی د پوځی ټولۍ لخوا سبوتاژ شویدی. د پاکستان پوځ تل له هند سره د دوښمنۍ احساسات راپاروی. د همدی لپاره د پاکستان پوځ ترهګر وروزل تر څو دا دوښمنی دوامداره وو اوسی . په حقیقت کی د دوی په قاموس کی ګاونډی سره د ښو اړیکو په څیر د ټکو ذکر بلکل نشته دی. د دی تګلاره نه پاکستان ته څومره ګټه رسیدلی پدی هغه خلک ښه پوهیږی چی د دی حالاتو مسؤل څوک دی. دا وخت د پاکستان اقتصادی وضع بلکُل خرابه ده او د پورونو پیټۍ ئۍ دومره دروند شوی چی اوچتول ئي ډیر ګران دی. پدی وروستیو کی د پیسو نړیوال صندوق لخوا ورته ۶ میلیونه ډالره پور پداسی شرطونو ورکړل شوی چی د پاکستان لپاره په ځانګړی ډول ځورونکۍ دی. واضح خبره ده چی د دی بار هم په عامو خلکو پریوتۍ دی چی د اوچتولو توان ئي نلری ځکه د عمران له حکومت څخه نا خوشحاله دی.نو د پاکستان حکمران د خلکو پام بل لور ته د اړولو لپاره په کشمیر کی د داخلیدو بهانی جوړی او د خپرولو هڅه ئی کوی.
عمران خان د ملګرو ملتونو په عمومی غونډه کی د ګډون لپاره امریکا ته تلونکی دی. نوموړی به هلته د خپل پروګرام مطابق د کشمیر د مسلی یادونه کوی . د همدی لپاره نوموړی سعودی عربستان ته د تګ فیصله کړیده خو دا ځل نوموړی د هیڅ ډول پور یا مرستی غوښتنی لپاره نه بلکه د هند په خلاف د یو محاذ د رامنځته کولو په موخه تلی. هلته د رسیدو سره سم ئی له ولیٔ عهد محمد بن سلمان سره لیدنه او د کشمیر په هکله ئی ورسره خبری کړیدی.د دی لیدنی موخه د هند په خلاف د زهرو پاشل دی او دا وینا کول دی چی هلته انسانی حقوقو سرغړونه کیږی. دا هغه جملی دی چی دوی ئی اکثره استعمالوی.د دومره هڅو سره سره له هر خوا پاکستان ته ویل شوی چی خپلمنځی مسایل په خپلو کی سره حل کړی. ګورو په چی له دی سفر څخه عمران خان ته څه تر لاسه کیږی. له عربستان او خلیجی هیوادو سره د هند اړیکی هم ښه دی آو دا اړیکی ورځ تر بلی لا ټینګیږی. پدی وروستیو کی په متحده عرب عماراتو کی د هند لومړی وزیر ته تر ټولو لوی ملکی جایزه ورکړل شویده. ملګری ملتونه د خپلمنځی موضوعاتو په اړه د بحث کولو ځای ندی بلکه هلته باید په نړیوالو مسلو بحثونه کیږی.د نړۍ نور هم ډیر مسایل دی چی هلته باید وړاندی شی . هند او پاکستان خپل کورنی مسایل باید پخپلو کی سره حل کړی. پاکستان د هند په خلاف د ډیپلوماسی کولو په ځای باید خپل کورنی ستونزو ته پاملرنه وکړی نو ګټور به ورته تمام شی. د اکتوبر په میاشت کی د همدی(ایف ـ ای ـ ټی ایف)او(آئی –ایم ـ ایف)ته ځواب ورکونکی دی ، که چیری کورنی حالت ئی سم وای نو دومره ستونزی به ورته هیڅ کله نه وی پیښی شوی.
Comments
Post a Comment