Posts

Showing posts from August, 2019

پاکستان د سرګردانۍ په وضیعت کی

لیکنه : د جې ایل کول جلالی ژباړه: د پښتو څانګی  پاکستان دا وختی د هندوستان ایالت په جمو او کشمیر د خپل موقف په ترڅ کی د سرګردانۍ وضیعت سره لاس په ګریوان دې. د کله راهسی چی هندوستان 370مه ماده په لغوه کولو د ایالت ځانګړې حیثیت له مینځه وړیدی د هغی راهسی پاکستان دغه معاملی ته د نړیوال بڼه او رنګ ورکولو هڅه کوی . اسلام آباد خو جنګی جنون رامینځ ته کولو ته هم مخی ته راغلی خو دغو هڅو سربیره هغه د نړیوال ټولنی ملاتړ په ترلاسه کولو کی ناکامه شوی نور خو نور د لویدیځی آسیا د هغه پیاوړی ملګرو څخه هم مایوسی ترلاسه شوله. دا ئې اول وار دی چی اسلامی نړۍ د کشمیرپه مسئله بیخی خاموشه دی او که ځنو اغیزه لرونکی هیوادونو خبره کړی نو هغوئي هم د هند موقف تائید کړیدی چی دا د هند داخلی معامله ده . پاکستان د کشمیرپه مسئله پرله پسی ژړا انګولا کوی او که ځنی هیوادونو د پاکستان زاری کولو ته پام کړی نو هغه ترکیه او ملیشیا دي . لاکن دغو هیوادونو د کشمیر په مسئله ځنی څیړنه کولو څخه ځان ئې ساتلی دی . ملیشیا خو د مفرورډاکټر ذاکرنائیک باندی بندیز لګولی چا چی د ملیشیا ټولنی پرضد بیان ورکړی و او د کوم په ب...

د متحده عربی اماراتو له لوری مودی ته جائیزه په ورکولو پاکستان پریشان:

لیکنه : د معین الدین خان  ژباړه : د پښتو څانګی  د پاکستان واکدارانو دا خوی پاتی شوی چی هغوي د هند او پاکستان په معاملو کی هریو شئ د مذهب په نظر ګوری .نه یواځی دا چی پخپله بلکی دا هم غواړی چی ګرده نړۍ او بیا په ځانګړی ډول اسلامی هیوادونه هم په عین نظر وګوری . نه یواځی د کشمیر بلکی نورو ټولو معاملو په ترڅ کی هم د هغوي ذهنیت دغه شان پاتی شویدی چی اسلامی نړۍ خپل ټول ملی ګتی او نړیوال اړیکی یو خوا ته په کولو د پاکستان ملګرتیا وکړی. نو ځکه په اوسنیو تیرو ورځو کی په یو داسی وخت کی کله چی د کشمیر په اړه هندوستان ځنی اداریز پریکړی وکړلی او پاکستان هغه په نړیوال فورمونو په راوستو هغه ئې نړیواله مسئله د جوړولو هڅه وکړله نو متحده عربی اماراتو د هند لومړی وزیر نریندرمودی خپل ترټولو دروند ملکی جائېزی آرډر آف زید سره سرفرازه کړو . څرګنده ده چی پدی د پاکستان واکداران جل بل شول. د پاکستان پریشانی څومره زیاته ده د هغی اندازه لدی خبری څخه کیږی چی د پاکستان ثنا رئیس صادق سنجرانی متحده عربی اماراتو ته خپله دولتی دوره هم رده کړله. د کوم معنا دا وشوله چی نوموړی په دولتی توګه هم متح...

په جی - ۷ کی د لومړی وزیر مودی او ولسمشر ټرمپ لیدنه

لیکنه : د ډاکټر ستوتی بینرجی ژباړه: د پښتو څانګه لومړي وزیر مودي د فرانسې د ولسمشر ایمانویل میکرون لخوا د فرانسې په بیارټز کې د جی - ۷ غونډې ته د ځانګړي میلمه په توګه وربلل شوی وو؛ دا ځکه چې هند په یو شمیر مسلو کی لکه د ایران د اټومی تړون دوام او د اقلیم د بدلون پر وړاندی مبارزه کی د فرانسه سره ګډ لید لوری لری. د غونډې په څنډو کې د هند لومړي وزیر او د امریکا ولسمشر ټرمپ له یو بل سره ولیدل. د غونډې په جریان کې ، دواړو مشرانو د سوداګرۍ او اقتصادي مسلو په اړه خبرې وکړې. دا په ځانګړي توګه اهمیت لری ځکه چې د متحده ایالاتو ولسمشر ویلي وو چې نوی ډهلۍ د یو پرمختلونکی هیواد په توګه د نړیوالی سوداګری د سازمان یا (ډبلیو، ټی او ) له نښان څخه ګټه اخلي او هند د متحده ایالاتو محصولاتو باندې لوړی تعرفې لګولي دي. د دې درک شوي تعصب مخه نیولو لپاره ، متحده ایالاتو له هندوستان څخه د پولادو وارداتو باندې تعرفې وضع کړې او د هندي محصولاتو لپاره ترجیحي لاسرسی یی پای ته ورسوله. هندوستان هم د ۲۰۱۹ کال جون میاشت کې له متحده ایالاتو څخه صادر شوي ۲۸ محصولاتو باندې انتقالي تعرفې وضع کړې. دواړو م...

د لومړی وزیر مودی لخوا د منځګړتوب پیشنهاد رد: ټرمپ مطمین

لیکنه: د معین الدین خان ژباړه : د پښټو څانګی پاکستان د خپل یو ټکی اجنډی تر لاندی د کشمیر مسلی باندی یو اړخ ته نړیوال ټولنه کی د هندوستان خلاف خپل ډیپلوماتیکی وسیلو دلیاری پرله پسی غشي ویسشتلی دی.بل خواته د پاکستان د ننه حکمرانان پارونکی خبری په کولو د پاکستان خلک غولوی او پاره وی. هلته مقصد دا وو چی د کشمیر مسلی ته په ځنی حال کی نړیوال څیره ورکړی او هندوستان پدی مسله باندی په نړیوالی ټولنه کی جلا پاتی کړی . پاکستانی حکمرانان د نړیوالی ټولنی برخی با وجود ، نه خو د نړیوال واقعاتو په حق له پوهه ولرله، او نه پدی پوه شوو چی نړی دا وخت په کوم لار روانه ده. او کوم رفتارسره مخ په وړاندی ده . یا دا چی هغه کومی ستونزی دی چی ورسره دا وخت نړی د چاره کولو هڅه کوی. یعنی کله چی خلک نړیوالی ټولنی مخی ته پراته ستونزو سره هڅه کوی نو پاکستان د هندوستان خلاف د کشمیر مسله بیا بیا پورته کوی.مالوم ندی چی اوس هم پاکستانی حکمرانانو نه داسی احساس ندی شوی چی د هغوی د بی ځایه وینا ګانو اوربدونکی نشته دی، یو کار خو د پاکستان لومړی وزیر عمران خان دا وکړو چی امریکا د افغانستان څخه خپًل پوځونه ایستلو لپاره ...

ایف ای، ټی، ایف : پاکستان رټلی

لیکنه: د معین الدین خان ژباړه : دپښتو څانګی  د هندوستان خلاف د پاکستان ډیپلوماتیکی فعالیتونه په پرله پسی ډول دوام لری.او خپلی هڅی د کامیابه ثابتولو په نشه کی د پاکستان ډیپلوماتان دروغ ویلو کی -- بی عزتی نه حس کوی.د کشمیر مسلی په ترڅ کی په دی وروستی ورځو کی د پاکستان ډیپلوماتانو د خپلی ډیپلوماټیکی ناوړتیا داسی څرګندونه وکړه چی پخپله بی نقابه شول. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کی په بنده کوټه کی شوی غیر رسمی غوڼډه کی خپله شانداره فتحتر لاسه کولو ډنډوره غږولو سره دوی چی د خپل ځان سره زیاتی وکړو، له هغه شابد دوی کوم عبرت تر لاسه نکړو.پدی دوران کی یوه بله د خندا خبره دا وشوه چی دوی دا هم وویل چی سری لنکا د پاکستان سفیر د سری لنکا لپاره دا دروغ وویل چی د شری لنکا ولسمشر ویلی چی کشمیر د هندوستان او پاکستان تر منځ یوه شخړه لرونکی سیمه بللی.لاکن د سری لنکا حکومت د پاکستان د سفیر دروغو څخه پرده پورته کړه. سمدستی ئي د د خبری تردید وکړو.چی د سری لنکا ولسمشرپدی ترڅ کی داسی څه ندی ویلی. څه چی د پاکستان د حکمرانانو وایی .د داسی دروغ خبرونه خورلوسره پاکستان لهنړیوالی ټولنی څخه خپل بایللی...

متحده عربی اماراتو او بحرین ته د لومړی وزیر سفر دوه اړخیزی اړیکی ځواکمنی کړی

لیکنه : د ډاکټر محمد مدثرقمر ژباړه : د پښتو څانګی لومړی وزیر نریندر مودی د اونۍ دووان کی د متحده عرب امارتو او بحرین سفر تر سره کړ. دغه مسافرت د خلیج عرب هیوادونو سره د هند زیاتیدونکی دوستی پر ګوته کوله. په متحده عرب عماراتو کی لومړی وزیر د ابو دابي ولی العهد محمد بن ذاید النحیان سره لیدنه وکړه. او مهم دوه اړخیزه ،سیمه ایز او باهمی دلچسپی نړیوالو مسلو باندی بحث وکړ. نوموړی د ارډر آف ذاید په نامه جایزه چی د متحده عرب اماراتو تر ټولو غټ دولتی جایزه ده هم تر لاسه کړه. او دا په ۲۰۱۹ میلادی کال اپریل میاشت کی ښاغلی مودی ته د هند او متحده عرب عماراتو تر منځ دوه اړخیزه اړیکی پیاوړی کولو په موخه اعلان شوی وه .  دهند لومړی وزیر به متحده عرب عماراتو د روپۍ په نامه کارډ هم خپورکړو. کوم چی په لودیځ اسیا کی لومړی هیواد ، او سینګاپور او بوټان څخه پس دریم هیواد جوړ شوچی د هندوستان کارډ څخه تادیات تر سره کوی. دروبۍ کارډ د قبلولو په ترڅ کی د تفاهم یو یاداشت لیک د هند د ملی تادیاتو کارپوریشن او د متحده عرب اعماراتو د مرکری په نامه د تادیاتو خدماتو سند لاس لیک کړای شو. چی د لومړی وزی...

من کی بات

نمسکار/ سلامونه : الوهیوادو خوږو زما زمونږ هیواد پدی ورځو کی له یوی خوا د بارانونو خوند اخلی ، او له بلی خوا د هندوستان په هره څنډه کی یو نه یو ډول جشن یا میلی وی چی تردیوالی پوری ټول همدا روانی دی . شاید زمونږ نیکونو موسمی دوره ، د ځمکی دوره او د ټولنیز ژوند ترتیب په دا ډول جوړ کړی چی په هر ډول حالاتو کی ، ټولنه کی ، کله هم پیکه والی را نشی.تیرو ورځو کی مونږ ډیر جشنونه ولمانځل. پرون دلته د هندوانو پیغمبر بهګوان شری کرشن جی مهاراج میلاد شریف مبارکه ورځ ولمانځل شوه. ایا څوک دا فکر کولی شی چی څه ډول شخصیت به وی؟ چی نن زرګونه کاله وروسته هم هر جشن د نوی والی سره مونږ ته راځی. نوی الهام سره راځی، د نوی انرژۍ سره راځی، او د زرګونو کالو پخوا ژوند پدا ډول چی نن هم د ستونزو د حل لپاره مثال وړاندی کولۍ شی، الهام رابښلی شی.  هر شخص د بهګوان شری کرشن جی مهاراج له ژوندون څخه د ننۍ ورځی د مشکلاتو د حل لاری لټولی شی . د دومره ځواک د درلودو سره سره کله به په مستۍ کی ډوب شو او کله به د غواګانو تر منځ ، او کله هم د شودو پلورونکو تر منځه لوبی کول .کله شپیلۍ غږول ، د بی شمیره تنوع والی څخه ...

که پاکستان ترهګرۍ ته پرله پسی ملاتړبرابرکړو نو دوه اړخیزی خبری اتری امکان نلری:

لیکنه : د معین الدین خان  ژباړه : د پښتو څانګی  پاکستان په خپل اند پوره سفارتی هڅی وکړلی چی د کشمیر په مسئله نړیوال پام دی ته واړوی خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا او په تړلی کوټه کی شوی ناستی وروسته پخپله پاکستان هم د دی خبری اندازه و لګوله چی نړیواله ټولنه د کشمیر مسئله پدا ډول نه ګوری په کومه چی پاکستان د وړاندی کولو هڅه وکړله. د هیلې په سمون سربیره د چین هیڅ یو هیواد هم هغه نړیواله مسئله و نه ګڼله او اکثرو غړو دا رائ څرګند کړو باید چی دا معامله هندوستان او پاکستان دوو اړخیزو خبرو اترو د لاری حل کړی. خو نړیواله ټولنه زیاتیدونکی ترینګلی له کبله اندیښنا ضرور لری ځکه چی دواړه هیوادونه ایټمی صلاحیت لری او نړیواله ټولنه پدی خبره هم ښه پوهه ده چی هند او پاکستان ترمینځه د لانجو او تاو تریخوالی نه ډک ماحول ټولو نه لوئ او بنیادی علت دا دی چی پاکستان ترهګری د بهرنی پالیسۍ یو آلی په حیث کارولې. د امریکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځی د مخه د دواړو هیوادونو لومړی وزیرانو سره په تیلیفون اړیکه ولرله او د ترینګلی د له مینځه وړلو خبره وکړله . لومړی وزیرمودی نوموړی ته په واضحه تورو کی و ...

د پاکستان د ایف اې ټی ایف په لست کی د شامل کیدو امکان

لیکنه: د محمد خاور حسن  ژباړه : د پښتو څانګی  کابو ګردی نړۍ دا خبره منلی ده چی ترهګری بشر لپاره زیان منه ده د دی له مینځه وړل ضروری ده ، نو ځکه ترهګرۍ په حواله نړیواله ټولنه اغیزمنه کار روائي کول غواړی خو پاکستان د ترهګرۍ له مینځه وړلوپه اړه تر ننه فقط خبری کړیدی . د ترهګری له مینځه وړلو هیڅ کله جدی هڅه نده کړې. همدارنګه ترهګرو ته سرمایه برابرونکی د څارنه کونکی اداری فنا نشیل ایکشن ټاسک فورس کوم ته چی په لنډه ایف اې ټی ایف وئیلې کیږی 2018 میلادی کال د جون په میاشت کی پاکستان په خړ لست کی اچولی و . ایف اې ټی ایف پاکستان ته د یو کال رعایت ورکړی و چی په یو کال کی هغه د هغی د ترهګرۍ ضد 27ټکیز منصوبی باندی عمل وکړی ګنی نو په تور جدول کی شامیلیدو ته تیار شی خو پاکستان دا موقع د لاسه ورکړله ځکه چی د ترهګرۍ ضد ګامونو په ترڅ کی هغی چی کوم راپور په ایف اې ټی ایف کی وړاندی کړی په هغی کی یو شمیر نیمګړتیاوی مخی ته راغلی دی . له ایف اې ټی ایف سره اړه لرونکی له نهو ډلو څخه یو آسیا بحرالکاهل ډلی دا موندلی چی د ترهګرۍ له مینځه وړلو لپاره کیدونکی له ډیرو مهمو 11 معیارونو څخه په 10 کی ...

د جنرال باجوه د خدمت په دوره کې د ۳ کالو ډیروالی

لیکنه : د معین الدین خان ژباړه : د پښتو څانګی بالآخره د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر باجوه د خدمت په موده کې د درې کالو د ډیروالي خبر راغللو. تر دې مهاله چې د جنرال باجوه د تمدید په هکله کومې خبرې کیدلې، هغه یواځې یو خیال پردازي ګڼلی شو. مګر اوس په بشپړه توګه په رسمي بڼه د دې خبرې تاییدي وشوه چې د لومړي وزیر عمران خان له دفتر نه دا رسمي اعلان شوی چې د راتلونکي نومبر په میاشت کې د نوموړي د خدمت دوره پای ته رسیږي خو مګر هغه ته د نورو درې کلونو لپاره د پوځ د مشرتابه څوکۍ سپارل کیږي. د بعضې کړیو لخوا داسې ویل کیده چې ګوا کې عمران خان یو اصول لرونکی سیاست مدار دی نو له همدې امله دا شونې نه ده چې د اوسني پوځ مشر د خدمت په دوره کې دې ډیروالی راولي مګر هغه مبصرین او شنونکي چې د پاکستان د پوځي قوت او ملکي پوځي رشوتونو باندې ژور نظر لري هغوۍ په هر حال سره پوهیدل چې دا یواځې د وینا خبرې دي. بالآخره هماغه وشو کوم څه چې پوځ غوښتل. دغه شنونکو په هماغه وخت دا منلې وه چې د جنرال باجوه د دندې په موده کې د تمویل راوستلو چمتو والی نیول کیږي. کله چې لومړي وزیر عمران خان د اقتصادي وضعیت د ښه والي پ...

بالټیک هیوادونو ته د هندوستان لاسرسی

لیکنه : د راجورشی رای ژباړه : د پښتو څانګی د بالټیک هیوادونو سره د هندوستان اړیکو په یو مهم پړاو کې ، د مرستیال ولسمشر ایم وینکیا نائیډو ایسټونیا ، لاتویا او لیتوانیا ته سفر وکړ. دا تر نن ورځې پورې د بالټیک هیوادونو سره د هندوستان د ډیپلوماتیکی ښکیلتیا ترټولو لوړه کچه وه. د دوی د مشرتابه لیدنې سربیره ، ښاغلي نائیډو د سوداګرۍ فورم غونډې ناسته ترسره کړې ، چې په دی هیوادونو کی میشتو هندیانو سره یی هم وکتل او د کرنې ، سایبری امنیت ، الکترونیکی حکومتدارۍ او تعلیم په برخه کې د همکارۍ لپاره یی څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. د هند مرستیال ولسمشر د اسټونیا هیوادونو د ماموریت کنفرانس ته هم وینا وکړه. د دې بحثونو کليدي موضوع د سنسکرت ، یوګا او آیوروید سره د هند د سیمه ایز تمدني اړیکو تکرار و چې د بالټیک ملي شعور کې ژور ځای لري. دی اړیکو په تاریخي ډول د دوه اړخیزو اړیکو په جوړولو کې مرسته کړې او د واسودیوا کوټومباکم ، چې معنی "دا نړۍ یوه کورنۍ ده" ریښتیني روحیه منعکس کوي. د یادونی وړ ده چیپه ټولو دریو بالټیک هیوادونو کې هندي څوکۍ شتون لري. مرستیال ولسمشر د لیتوانیا د دوهم لوی ښار ...

په کابل کی د واده ښادی په ویر او ماتم کی بدل شوه

لیکنه : د معین الدین خان ژباړه د پښتو څانګی هغه ته اوس هم د داعش نوم ورکول کیږی یعنی دولت اسلامیه عراق او شام. لاکین د عراق او شام دغو سیمو کی د هغوی قبضه ختمه شوی. چی څه وخت کی د هغوی په قبضه کی وه . لاکن د ده اتحادیانو او ملګرو په ځینو نورو سیمو کی پښی خښول پیل کړی وو. جنګ ځپلی او تباه شوی افغانستان هم په دغو سیمو کی یو دی. کوم ځای چی د دغی ډلی ناوړه قدم په ۲۰۱۴ میلادی کال کی حس کړی شوی وو. په انګریزی ژبه کی د ده لنډ نوم ائی ایس یعنی اسلامک سټیټ دی. لاکن مبصر په رائی کی د ده نوم سیتنک اسټیټ یعنی ایس ایس دی، لاکن دا به هم د دی ډلی سره رعایت وی. ځکه چی شیطان څخه هم د داسی غیر انسانی او غیر اسلامی امید نشی کیدی. مذهب یا مسلک په بنیاد انسانی وجود ټوټی کول د داسی ډلی کار نشی کیدای. څوک چی د خپل نوم سره اسلام لګوی. تیر شنبی په ورځ یعنی د اګست د میاشتی ۱۸ نیټه د کابل په لودیځه برخه کی د واده په ښادی کی یو ځانمرګی بمبار چودنه په تر سره کولو ځان والوزاوه. او د واده تالار کی شتون د ناوی او زوم خپلو خپلوانو او میلمنو په دغه چاودنه کی ژوند له لاسه ورکړ. د ابتدايی راپورونو له مخی ...

پاکستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کی یوازی پاتی شو

لیکنه : د رنجیت کمار ژباړه : د پښتو څانګی د کشمير مسله نړیواله ګرځولو کی د پاکستان هڅی یوځل بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا حتی د یو ډیر نرم دریځ په رامنځته کولو کې هم په بشپړ ډول ناکامه شوې. چین د خپل نامتو ملګري پاکستان په اشاره د ټولو ۱۵ غړو د بیړنۍ ناستې غوښتنه کړې وه. پدې ناسته کې یوازې چین لیدل کیده چې د جمو او کشمیر په اړه د هند اقدام د اندیښنی په توګه راپورته کړی . پداسې حال کې چې نورو ټولو لویو قدرتونو پاکستان ته لارښوونه کړې چې له هند سره دوه اړخیز وضعیت په اړه خبرې وکړي. وروسته له هغه چې هند د جمو او کشمیر ایالت اړوند د هند د اساسي قانون د ۳۷۰ مادې اړوند قانون لغوه کړ ، نو پاکستان په دې اړه خوب له لاسه ورکړی. هند د جمو او کشمیر په اړه د پاکستان دغه اقدام غندلی دی. د جمو او کشمیر په اړه د هند د اقداماتو توضیحات د امریکا د اداری لخواه د هند کورنی مسلی په توګه یاد شوی. روسیه د هندوستان د اساسي قانون په چوکاټ کې دا ګام د اوچتولو ژوری ته ورسید او له هند او پاکستان دواړو یې وغوښتل چې دا مسله د دوه اړخیزو سیاسي او ډیپلوماتیکو خبرو اترو له لارې حل کړي. امنیت شورا حتی...

بوټان ته د هندي لومړي وزیر سفر: د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا اجنډا

لیکنه: د ډاکټر نیهار آر نایک ژباړه: د پښتو څانګه لومړي وزیر نریندر مودي د بوټان د لومړي وزیر ډاکټر لوټای ټيشیرینګ پر بلنه د هغه هېواد تهیمپو ته دوه ورځنی سفر ترسره کړ. نوموړی د لوړپوړي هیت په ملتیا هلته تللی وو. وروسته له هغې چې د دوهم دور لپاره لومړی وزیر شو ، دا د ښاغلي مودي بوټان ته لومړی او په تیرو پنځو کلونو کې یې هغه هېواد ته دا دوهم سفر وو. د دوهم دور لپاره پر څوکۍ له کیناستو وروسته لومړي وزیر مالدیف او سریلانکا ته سفرونه وکړل. دا درې ګاونډي هېوادونو ته له سفرونو څخه داسې څرګندیږي چې هند خپلې د ګاونډیتوب پالیسۍ ته یو نوی باور ورکړی. بوټان ته د لومړي وزیر سفر په داسې یو وخت کې ترسره کیږي چې هند په نړیواله کچه په هڅو کې روان دی ترڅو د پاکستان لخوا د جمو او کشمیر موضوع په نړیواله کچه مطرح کول شنډ کړي. تر دې د مخه، بوټان د هند د هغې پریکړې ملاتړ کړی وو چې په پایله کې یې د جمو او کشمیر ځانګړی حیثیت له منځه یوړل شو. دغه پریکړه یې یوه عادلانه او له جرآت نه ډکه پریکړه بللې او هرکلی یې ورته کړی ، او ویلي وو چې د جمو او کشمیر موضوع مخلصانه د هند کورنۍ موضوع ده. له هند سر...

د کشمیر موضوع له افغانستان سره تړل : د پاکستان ناکامه هڅه

لیکنه : د معین الدین خان ژباړه : د پښتو څانګی هندوستان چی د جمو او کشمیر د نوی سیاسی بدلونونو په اړه چی کومه اداری پریکړه کړی وه له دی وروسته پاکستان څه ډول عکس العمل وښودلو له هغی داسی ښکاریده چی پاکستان به ډیپلوماتیکی هڅی نوری هم ګړندی کړی، او دی موضوع ته به نړیوال رنګ د ورکولو پوره هڅه وکړی. له دی پیښی وروسته دا ولیدل شول چی نوموړی په ډار کی له هر هغه چل کار واخیست چی دی موضوع ته د نړیوالو پام راوړوی. خو دا ښکاره ده چی د هغه دا کړنه هم بی ګټی ثابته شوه. د پاکستان د ډار يو روښانه ثبوت دا هم دی ، چی نوموړی اخطار ورکړی چی د افغانستان له پولی څخه به خپل پوځونه د هند سرحدی سیمو ته انتقال کړی. د دی کړنی یو هدف دا دی چی امریکا به پدی باوری کړی چی له طالبانو سره د سولی په اړه کومی خبری اتری روانی دی له ځنډ سره مخامخ شی او په هندوستان به هم فشار راوړل شی، خو پاکستان دا هیره کړی چی د جمو او کشمیر په اړه شوی فیصله د هند کورنۍ مسله ده. هند به پخپلو چارو کی هیچا ته د لاس وهنی اجازه ورنکړی او نه به هم د چا منځګړیتوب منلو ته تیار شی . ...

د هند د خپلواکۍ ۷۳ می کلیزی په مناسبت ملت ته د لوموړی وزیر ښاغلی نریندر مودی د وینا متن :

د متن ویاند: هریندر کمار پوری ( سواتی) زما ګرانو هیواد والو! د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ تاسو ټولو ته ډیره ډیره مبارکي وایم نن د رکشا بندن د فیسټیوال ورځ هم ده، دا د هیواد پخوانی دود د ورور او خور تر منځ مینه بیانوی. نو زه د رکشا بندن د ورځی په مناسبت د هیواد ټولو خلکو او وروڼو او خویندو ته خپلی نیکی هیلی وړاندی کوم. هیله لرم چی دا فیسټیوال خویندو او وړونه ته مینه او محبت ورپه برخه کړي ، د دوی هیلی پوره کړی، او د دوی ژوند له مینی ډک کړی. نن په داسی حال کی د هیواد د خپلواکی جشن نمانځو چی د هیواد په ډیری برخو کی خلک د ورښتونو او سیلابونو د رامنځ ته کیدو له کبله له ستونزو سره مخ دی. ګڼ شمیر خلکو خپل عزیزان له لاسه ورکړي، زه دوی ته خپله ژوره خواشینی څرګندوم. ایالتی حکومت، مرکزی دولت، او نور سازمانونه لکه ان ډی آر ایف شپه او ورځ کار کوی تر څو وضعیت تر کنټرول لاندی راولی. نن ورځ چی موږ له خوښیو ډک دغه د خپلواکی جشن نمانځو نو په پار یی زه هغو کسانو ته چی په دې لاره کی یی خپل ژوند له لاسه ورکړ، په زندانونو کی یی وخت تیر کړ، په دار وځړول شول، همداراز د ستیاګراها یا د حق مبارزی له لاری یی خلکو ته ...