په جی - ۷ کی د لومړی وزیر مودی او ولسمشر ټرمپ لیدنه
لیکنه : د ډاکټر ستوتی بینرجی
ژباړه: د پښتو څانګه
لومړي وزیر مودي د فرانسې د ولسمشر ایمانویل میکرون لخوا د فرانسې په بیارټز کې د جی - ۷ غونډې ته د ځانګړي میلمه په توګه وربلل شوی وو؛ دا ځکه چې هند په یو شمیر مسلو کی لکه د ایران د اټومی تړون دوام او د اقلیم د بدلون پر وړاندی مبارزه کی د فرانسه سره ګډ لید لوری لری. د غونډې په څنډو کې د هند لومړي وزیر او د امریکا ولسمشر ټرمپ له یو بل سره ولیدل.
د غونډې په جریان کې ، دواړو مشرانو د سوداګرۍ او اقتصادي مسلو په اړه خبرې وکړې. دا په ځانګړي توګه اهمیت لری ځکه چې د متحده ایالاتو ولسمشر ویلي وو چې نوی ډهلۍ د یو پرمختلونکی هیواد په توګه د نړیوالی سوداګری د سازمان یا (ډبلیو، ټی او ) له نښان څخه ګټه اخلي او هند د متحده ایالاتو محصولاتو باندې لوړی تعرفې لګولي دي. د دې درک شوي تعصب مخه نیولو لپاره ، متحده ایالاتو له هندوستان څخه د پولادو وارداتو باندې تعرفې وضع کړې او د هندي محصولاتو لپاره ترجیحي لاسرسی یی پای ته ورسوله.
هندوستان هم د ۲۰۱۹ کال جون میاشت کې له متحده ایالاتو څخه صادر شوي ۲۸ محصولاتو باندې انتقالي تعرفې وضع کړې. دواړو مشرانو د ستراتیژیکو اړیکو پراخولو پر لارو هم خبرې وکړې. که څه هم سوداګرۍ د دوه اړخیز ستراتیژیک ملګرتیا مهمه برخه ده ، د بازار لاسرسي او تعرفو ترمنځ توپیر په وروستیو میاشتو کې ډیر شوی ، چې د اوږدې لانجې ویره یې رامینځته کړې. په هرصورت ، د غونډې وروسته ، لومړي وزیر مودي وویل چې هند پلان لري چې له متحده ایالاتو څخه خپل واردات نور هم زیات کړي ځکه چې دواړه هیوادونه هڅه کوي د تعرفو او د بازار لاسرسي کې خپل توپیرونه لرې کړي.
انرژي یو سکتور و چې د لا زیاتو همکاریو لپاره پیژندل شوی و. دې ټکي ته اشاره وشوه کله چې لومړی وزیر مودي د سپټمبر په میاشت کې متحده ایالاتو ته د ملګرو ملتونو په عمومي مجلس کې د ګډون لپاره سفر وکړو . هغه به هیوسټن ته هم سفر وکړي ، ترڅو هلته هندي ټولنې ته وینا وکړي او د انرژۍ په برخه کې د سوداګرو مشرانو سره ناسته ولري. هدف دوه چنده دی ، یو دا چې وګوري هندوستان څنګه کولی شي له متحده ایالاتو څخه ډیر تیل وارد کړي او دوهم دا چې دا هیواد څنګه کولی شي په متحده ایالاتو کې د انرژۍ سکټور کې پانګونه وکړي. د هند لومړی وزیر به له ولسمشر ټرمپ سره د دوه اړخیزې ناستې لپاره واشنګټن ډي سي ته هم سفر وکړي. تمه کیږي چې د دوه اړخیزو اندیښو پرمسلو به د دوه ستراتیژیکو همکارانو لخوا بحث وشي.
د بیریټز ناسته د لومړي وزیر مودي د بیا ټاکل کیدو وروسته د دواړو مشرانو ترمنځ لومړۍ ناسته وه. همداراز دغه غونډه د هند د جمو او کشمیر د ایالت ځانګړي دریځ له لغوه کیدو وروسته ترسره شوه. سیمه ایز سیاست د دې مسلې په اړه د پاکستان د بی بنسټه ادعاو له کبله تر نړیوالې ټولنې پوری رسیدلی. په هرصورت ، هند د بندو دروازو تر شا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غیر رسمی ناسته کی دا په ډاګه کړه چی د اساسی قانون د ۳۷۰ مادی لغوه کول د هند کورنۍ موضوع ده.
ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه چې لومړي وزیر مودي وویل چې د جمو او کشمیر وضعیت تر کنټرول لاندې دی او ژر تر ژره به نورمال حالت ته راشی. د متحده ایالاتو ولسمشر وویل چې ، "که هند او پاکستان خبرې وکړي ، دوی پخپله دا کار کولی شي ځکه چې دوی له اوږدې مودې راهیسې دا کار کړی دی." د دې تاکید سره چې کشمیر دوه اړخیزه مسله ده ، د هند لومړي وزیر د منځګړیتوب د هرې دریمې ډلې اړتیا په کلکه رده کړه. او ویی ویل هند او پاکستان کولی شي ټول موضوعات په دوه اړخېزه توګه حل کړي او "موږ نه غواړو چې کوم درېم هېواد ته زحمت ورکړو." دا د نړیوالې ټولنې دمخه د هند ځانګړی وینا وه. د دواړو مشرانو ترمینځ لیدنی ته د یو مثبت ګام په توګه کتل کیږي په کومه کی چی دوی د همکارۍ سکتورونه پراخولو په لټه کې دي ترڅو دوه اړخیزو اړیکو ته توجه راجلب کړي.
سپینې ما ڼی وویل چې د هند د لومړي وزیر او د امریکا د ولسمشر ترمینځ ناسته به د هند او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته وکړي. دا د جی - ۷ ناستې پای ته رسیدلي سره د لویو اقداماتو څخه یوه و. د سپینې ماڼۍ یوې اعلامیې ویلي ، ولسمشر ټرمپ د خبرو او د هند او امریکا ترمنځ د سترو اقتصادي اړیکو د رامینځته کولو پر اړتیا ټینګار کړی.
Comments
Post a Comment