د شین - ستراتیژیک ملګرتیا سره د هند - ډینمارک اړیکو بیا تنظیمول
لیکنه: د پروفیسور اومو سلما باوا ژباړه : د ممتازولی لومړی وزیرنریندرمودی او د نوموړی همسیالې ډینمارک لومړی وزیری میټی فیریډې ریکسن یوه مجازی ناسته ولرله لدی کبله چی د دوه اړخیزو اړیکو کره کتنه وکړي . د کوویډ۱۹ وبا او په اقتصادیاتو د هغی اغیزی له کبله د بدلیدونکی نړیوال جوړښت له مخی دواړو مشرانو په یو هیواد اتکا لرلو نه وړاندی د نړیوال کچی سپلائۍ ځنځیر متنوع ګرځولوپه اړتیا ټینګار وکړو . لومړی وزیر مودی وویل چی هند د داسی تنوع والی لپاره جاپان او آسټرالیا سره لګیا دی کار کوی او دا بیان د هند او چین په پوله د اوسنی شخړې په تناظر کی تړاو لري هند او ډینمارک اوږدی مودی راهیسی اړیکی لر ی کله چی ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹میلادی کال کی د هغه وخت د ډینمارک لومړی وزیر انډرس فوغ راسموسین د هند لیدنه ترسره کړې وه . خو د کیم ډیوی بیرته سپارلو له کبله څوک چی په پورولیا کی د وسلو غورځولو په قضئ کی د ډینمارک یو تابع تورن و نو ۲۰۱۰ او ۲۰۱۶ کلونو ترمینځه اړیکی خنډ سره مخامخ شول . دواړو خواو ترمینځه رسمی اړیکی د ۲۰۱۶ میلادی کال په آخر کی پرځای شول . د وزارتی کچی ناستو سربیره لومړی وزیر مودی ۲۰۱۸میلادی ...