د طالبانو په اډه هوائي بریدونه :  وژل شوي کسانو په شمیر متضاد ادعاوې

لیکنه : د معین الدین خان

ژباړه : د ممتاز ولی

یو خوا د قطر په پلازمینه دوحه کی د افغانانو خپلمنځی د خبرو اترو ټاکلی پروګرام په سمون د افغانستان حکومت او طالبانو نمائیندګانو ترمینځه د خبرو اترو لړۍ دوام لری بلی خوا له افغانستان څخه دواړو ګوندونو ترمینځه د جنګ جګرو خبرونه هم ترلاسه کیږی .د داسی خبرونو هم امکان شته ځکه چی د طالبانو له لوری د بریدونو او تشدد نه ډک د کړو وړو لړۍ کله ودریدلی هم نده . د خبرو اترو لومړنی پړاو خو هغه و کله چی امریکی او د طالبانو نمائیندګانو ترمینځه خبری اتری شوې وې. که څه هم پدی پړاو کی هم یو شمیر کړکیچونه او خنډونه مخی ته راغلی و بلکی د خبرو اترو هغه لړۍ یو وار ماته شوې هم وه او دهغی علت هم دا و چی خبرو اترو په دوران کی هم د طالبانو بریدونو دوام لارو او په افغانستان کی دننه بریدونه په زیاتیدو و. هم دا سی په یو برید کی د امریکی یو پوځی هم د طالبانو د لاسه وژلی شوی و د کوم وروسته ولسمشر ټرمپ په مینځ کی د خبرو اترو لړۍ رده کړې وه . هرڅنګه چی وی یو څه مودی وروسته د خبرو اترو لړۍ بیا پیل شوله او دا ځل امریکی او طالبانو ترمینځه اړینه هوکړه وشوله . د خبرو اترو دویم او مهم پړاو به لا جوړیږی. طالبانو او امریکی ترمینځه شوی هوکړی ترمخی خو له افغانستان څخه د امریکی پوځونو د بیرته تلو خبره شامله وه او امریکی ته لا طالبانو څخه دا تضمین پکار و چی د امریکی پوځیان به په محفوظه بیرته ورستون شی . د کړن لاری دویمه برخه دا وه چی په افغانستان کی دائیمی سولی پرځای کولو لپاره طالبانو او افغانستان حکومت په ګډون د افغانستان نورو قلمرو په ترڅ کی په خپلو کی خبری اتری ترسره شی او د رایو په یو والی ځنی حل ولټولی شی . خیر هغه پړاو هم اوس په دوحه کی پیل شویده د کوم په تیری اونۍ کی لمانځنه ترسره شوی وه . د مشاهیدینو او شنونکو خیال دی چی د افغانستان حکومت او د طالبانو نمائینګانو ترمینځه کومی خبری اتری روانی دی ښائي چی دا ټولو نه زیات پیچیلی او کړکیچن ثابت شی . یوه خبره خو له مخکی څخه احساس کیدله چی د اوربند په معاملی کی طالبان څه زیات جدی ندی کله چی د افغانستان حکومت غواړی چی طالبان د تاوتریخوالی عملیات بند کړي

په دوحه کی د پرانستی په لمانځنی کی هم دا خبره احساسه کړی شوی وه چی پدی پړاو کی د اوربند نظام حکومت او ښځو ورسره د اقلیتونو حقوقو او د ښځو زده کړی سره اړوند خبرواترو پړاو به کله را رسی نو دواړو ګوندونو ترمینځه په مفکورو کی اختلافونه راپورته کیدی شی کله چی لا پدغو موضوعګانو خبرو اترو پړاو رسیدلی هم ندی خو په افغانستان کی څه چی پیښیږی هغه په ځانګړی ډول د اندیښنی وړ دې. د امنیت ځواکونو او طالبانو ترمینځه نښتی هم روانی دی او انتها خوښونکو له لوری د تشدد نه ډک کړه وړه هم ترسره کیږی. تیری شنبی په ورځ د افغانستان هوائي ځواکونو د طالبانو په یوه اډه دوه بریدونه وکړل د کوم په پائیله د ۴۰ کسانو د وژل کیدو خبر شته خو پدی ترڅ کی متضاد ادعاوی کیږی

د رسمی سرچینو وینا ده چی په وژل شوی کسانو کی طالبان انتهاخوښونکی شامل و کله چی د طالبانو ادعا دا ده چی پدغو بریدونو کی یواځی ملکی کسان وژلی شویدی په کومو کی ښځی او ماشومان هم شامل دي. دا بریدونه د کندز ایالت د طالبانو په یو اډه شوي و . د دغه ایالت یو حکومتی چارواک دا وئیلی دی چی پدغو هوائي بریدونو کی لږ ترلږه ۱۲ملکی کسان وژلی شوی او کابو ۱۰کسان ژوبل شویدی . کیدیشی ځنی ملکی کسان هم وژلی شوی وي. سربیره پردی طالبان جګړه ماران به هم وژلی شوی وي. د ایالت چارواک ترمخی په لومړنی برید کی طالبان جګړه ماران وژلی شوی و کله چی په بل برید کی عمومی خلک هدف جوړ شول . څرګنده ده که بریدونه انتها خوښونکو له لوری وي یا ځوابی کارروائۍ په توګه امنیت ځواکونو له لوری شوی وی ، په دواړو صورتونو کی د عمومی خلکو د مرګ ژوبلی امکان وي. د کندز ایالت نمائیندګی کونکی د پارلیمان غړي فاطمه عزیز هم دا وینا ده چی پدغو هوائي بریدونو کی د طالبانو انتها خوښونکو سره سره عمومی کسانو ته هم مرګ ژوبله اوړیدلی ده

په هرصورت په یو داسی وخت کی کله چی په دوحه کی دغو دواړو ګوندونو ترمینځه د خبرواترو لړۍ دوام لری نو په هیواد کی دننه داسی نښتی نیک پال نشی بللی کیدی . د داسی وضیعت له کبله په افغانستان کی په حتمی ډول مایوسی رامینځ ته شی او پدی تناظر کی د افغانستان په وضیعت ژور نظر لرونکی مشاهیدین او شنونکی په دوحه کی روانو خبرو اترو څخه څه زیات هیله مند نه ښکاری . زیاتره شنونکی دا رائ لری چی ترټولو ګران پړاو به هغه وخت مخی ته راشی کله چی د حکومت نظام په سوال خبری اتری کیږی. طالبان به پدی خبره ټینګار کوی چی په افغانستان کی بیخی اسلامی حکومت جوړ شی کله چی حکومت او نور قلمرو به دا و غواړی چی هغلته اسلامی جمهوریه وي. که په افغانستان کی د تیرو ۲ لسیزو کی د شوی بدلونونوته نظر وکړی شی نو دا معلومیږی چی پدغه دور کی اعتدال خوښونی ته وده ترلاسه شوی او خلک داسی نظام غواړی په کوم چی د طالبانو د دور په شان بنسټ پاله نه وی . ښځو ته د زده کړې ترلاسه کولو او په راز راز شعبو کی د خپل استعدادونو د وړاندی کولو موقع ترلاسه شوی هغه د لاسه ورکول نه غواړي . په شتون حکومت کی که په بشپړه نه وی خو تر یو حده ښځو ته هم نمائیندګی ترلاسه شوی . د دی یو لوئ ثبوت دا هم دې چی حکومت له لوری د خبرو اترو لپاره کوم کسان نومول شوی په هغوئي کی دری څلور ښځی هم شاملی دي. باید چی طالبان دا خبره احساسه کړي چی د کوم هیواد هغوئي چاری شړل غواړی نو هغوئي ته د دی هیواد بیلا بیل حلقو آرزوګانو او خواهشونو احساس کول وي او هغوئي به ځان سره مل کړي . هسی خو د طالبانو نمائیند ګانو دا وئیلی دی چی د بیلا بیل نسلونو خلک په ګډه ژوند وکړی خو که طالبانو د تیر دور خبره وکړی شی نو هغه دور په یادولو نن هم خلک نا آرامه شی او ښځی ورسره په ځانګړی توګه اقلیتونه خو په لړزا شی . که طالبان د اعتدال خوښونی ثبوت وړاندی کړی نو هغه پدی ډول پیل کولی شی چی پخپله په افغانستان کی د بریدونو لړۍ په بندولو د خبرو اترو لاره لا زیاته هوارولی شی . د هغی وروسته به لاره پخپله آسانه شی

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت