Posts

Showing posts from June, 2019

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت

لیکنه : د معین الدین خان او جباړه : د پښتو څانګی د جنرال مشرف له زوال نه وروسته په کال 2008 کی کله چی په پاکستان کی یو ځل بیا جمهوری نظام رامنځ ته شو نو یو شی دا هم تر سترګو شو چی مهمو سیاسی ګوندونو ډیر په پام قدمونه اوچتول شروع کړل او خپل منځی سیالیو ته ئی تر دی حده زور ورنکړ چی فوځی جنرالان یو ځل بیا له دی ناجایزه ګټه پورته کړای شی.د دی اقدام دومره ګته ضرور تر لاسه شوه چی د ټولو هڅو سره سره د جمهوریت ضد قوتونو په مستقیمه توګه په دولتی چارو کی له لاسوهنی څخه په څنګ شول خو اصلی قدرت په ټوله کی د فوځ تر اولکی لاندی پاتی شو.او په بهرنی پالیسی کی کوم لوی بدلون تر سترګو نشو. کله چی 2008 میلادی کال په پاکستان کی د پيپلز ګوند تر مشری لاندی جوړ شوی حکومت چی په هر ډول وو خپله 5 کلنه دوره ئی پوره کړه. دا په پاکستان کی د لومړی ځل لپاره یوه حکومت خپله موده تر سره کړی وه.بیا 2013 کی ټولټاکنی تر سره شوی او د نواز شریف تر مشری لاندی د پاکستان مسلم لیګ ګوند په ډیر اکثریت سره قدرت تر لاسه کړ او 5 کاله یی حکومتداری وکړه. خو دواړه ځله هیڅ کوم لومړی وزیر خپله دوره پوره نشوه کړای. ځکه چی حال...

په اوساکا کی د بریکس مشرانو غیر رسمی غونډه

لیکنه : د پدم سنګ ژباړه : د پښتو څانګی د جی ۲۰م هیوادونو د مشرانو کانفراس د جاپان په اوساکا ښار کی پیل شو. د برازیل، روس، هند، چین،او د جنوبی افریکا مشرانو دی کنفرانس له اجنډا سربیره لیدنه وکړه . د هند لومړی وزیر نریندر مودی، او د برازیل ولسمشر جیئر بوسلو نا ،د روسیئ ولسمشر ولادمیر پوتین، د چین ولسمشر جن پینګ او د جنوبی افریکا ولسمشر سیرل راما پهوسانی جاپان ته د جی ۲۰م د مشرۍ په موخه مبارکۍ وړاندي کړلۍ او له کوربه هیواد نه چی په کنفرانس کی ئی د بحث لپاره کوم موضوعات ټاکلی وو مننه وکړه . د یادولو وړ ده چی په دی موضوعاتو کي سوداګری، ساینس او ټکنالوژی، بنیادی بدلونونه، د اقلیم بدلون، د روغتیائی خدمتونو وړاندی کول او اوږد مهاله پرمختګ شامل وو . په غونډه کی د بریکس مشرانو دا احساس کړه چی د نړۍ په اقتصادی پرمختګ کی پایښت رامنځته شویدی.او داسی ښکاری چی د روان کال په پای کی او راتلونکی کال کی به لږ څه ښه والی رامنځ ته شی. خو دا خبره په یقینی ډول نشی ویل کیدای چی جغرافیائي او سیاسی اخ او دوړ او د سوداګریزی جګړی ترمنځ د اقتصادی پرمختګ په چټکوالی کی به سرعت راشی. د بریکس نوموړو ...

د هند او امریکا اړیکې: خبرې اترې روانې دي

لیکنه: د چینتامني مهاپاترا ژباړه: د پښتو څانګه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو نوي ډیلي ته سفر وکړو او له لومړي وزیر، د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له سلاکار سره د هغه ناستې خورا د پام وړ وې. د هند او امریکا ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو په بعضې پیچیلو برخو کې سره پخپلو کې توپير درلود، لکه د مالیو او سوداګرۍ، د ایران بندیزونو، د امریکا متحده ایالاتو لخوا په توکو د ترجیحي بیو لګول، د هندي تخنیکرانو لپاره د ایچ ۱ بي ویزې، له وینزوویلا سره د انرژۍ سوداګري او له روسیې نه د وسلو پیرل وغیره هغه برخې وې چې د دواړو هېوادونو د رهبرانو ترمنځ یې نیغ په نیغه خبرو ته اړتیا لرله، په ځانګړې کچه فشار یې رامنځته کړ. هغه لامل چې ښاغلی پومپیو یې دې ته اړ کړ چې باید هند ته سفر وکړي هغه د اړیکو تامینولو په برخه کې د خبرو اترو په موخه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړي وزیر نریندر مودي ترمنځ د جي۲۰م سرمشریزې په اوږدو کې د ناستې زمینه برابرول وو چې د جاپان په اوساکا کې جوړیږي درې اړخیزه د جاپان، امریکا او هند ترمنځ ناسته به وي چې د امریکا د ولسمشر، هند د لومړي وزیر او د ج...

لومړی وزیر په پرمختیایی اجنډا له سره ټينګار وکړ

لیکنه: د شنکر کمار  ژباړه: د پښتو څانګې  په دفتر کې خپلې دویمی دوری په وخت لومړی وزیر نریندر مودی نړۍ ته یو پیغام لیږلی چې د نادارو او د خوارو خیرخیګڼه او عصری زیربناوی جوړول به د هغه د حکومت غبرګه اجنډا وي. لومړی وزیر د پارلمان ګډې جرګې ته د ولسمشر خطاب ته د مننې پیشنهاد په وخت خپل ځواب کې ددی په باره وینا وکړه. ښاغلی مودی په پراخه دا وویل چې هیواد او د خلکو ګټې لپاره اړتیاوي څه دی. د مرکزې حکومت نظریه ړنا ته په راوستلو لومړی وزیر وویل چې حکومت په ولسی خیرخیګڼه عصری زیربناوو باور لری. نوموړی وویل چې حکومت هیڅ کله د پرمختیا له لاری څخه تیښته نه ده کړی او نه یی پرمختیایی اجنډا کمزوره کړی. ښاغلی مودی زیاته کړه دا مهمه ده چې کله هیواد د پرمختیا په لوری روانیږی هر یو هندۍ با اختیاره جوړیږی او زمونږ ملت عصری بنسټيزه اډاونه ترلاسه کوي. په تیرو پنځو کلونو کې یو شمیر سکیمونه کارول شوي چې ځينی ورکې بزګرانو، کروندګرو او هغه خلکو لپاره دی چې په غیر منظم ساحه کې کار کوي. البته حکومت هندوستان په عصری لاره روان کړۍ. د آل انډيا انسټيټیوټ اوف میډکل ساینسیس یو شمیر روغتونون...

حکومت د ودی حرکت باندی توجه ورکړی

لیکنه: د ادیتیا راج داس  ژباړه: د پښتو څانګه  په مرکز کې د پرله پسی دویم ځل لپاره د قدرت شاندار امر لخوا نجات په ترلاسه کولو ملی ډيموکراټيک اتحادیه یعنی این ډي ای حکومت اوس د نوي جذبی سره چمتو دی چې هندې اقتصاد ته وده ورکړې چې دوه مقصدونه ترلاسه کړۍ شي یو دا چې دندی راپیدا کړۍ شي او بله دا چې د خلکو د ژوند معیارونه ښه کړۍ شي.  لومړی وزیر نریندر مودی دا خبره څرګنده کړې چې د نوموړی حکومت ژمن دی چې په پراخه ډول اقتصادی فعالیتونو کې اصلاحات په غاړه واخلی چې د ودی حرکت ته وده ورکړۍ شي. د نیتی ایوګ یعنی د پلانینګ کمیسون لخوا منظم کړۍ شوی د اقتصاد پوهانو او د ماهرینو یوی ډلی سره د تماس په یوی غونډی کې په هغه ضرورت ړنا واچوله چې هندی اقتصاد د سیالۍ وړ جوړ کړی او خارجې مستقیم پانګه یعنی ایف ډي آی راجلب کړۍ شي.  د زیار او کار روزګار، فارم سکټور، روغتیا او د زده کړو سیمو ماهرینو سره د تماس یوه غونډه مهمه وبلل شوه. دا د نوي حکومت لومړۍ بشپړه بودیجه وړاندی کولو څخه مخکې ترسره کړۍ شوه. نوی بودیجه به د جولاۍ د میاشتې په پنځمه نیټه وړاندې کړۍ شي. مهمه خبره دا ده ...

هند په مذهبې آزادۍ د امریکې راپور بی ارزښته بللی

لیکنه: د ډاکټر اش ناراین رای ژباړه: د پښتو څانګه د امریکې متحده ایالاتو یو ځلی بیا خپل منافقت وړاندی کړې په کوم کې چې هغه د مذهبې آزادۍ د هند په سابقی نیوکه په کولو خپل اعتراض وړ اخلاقې واک باندی ټينګار کړې. د امریکې حکومت د نړیوال مذهبې آزادۍ په باب په کلنې راپور کې یو ځلی بیا خپل بی ارزښته پالیسۍ باندی لاس پوری کړې او د نورو هیوادونو د مذهبې آزادۍ اعتبار په باب اخلاقې فیصله ښودلی ده. په راپور کې ویل شوي دی چې په ګرد ۲۰۱۸میلادی کال کې اقلیتی ټولنو په وړاندې متشدد اتنها خوښونکو ډلو لخوا ډله ایز بریدونه شوی دی. د هند حکومت په دا ویلو راپور رد کړې چې امریکا هیڅ جواز نلرې چې د زمونږ تابعینو وضعیت په هکله څه ووایی. دی مخکې وئیلی دی چې هند په خپل سیکولر اعتبار ویاړ لری او ټولو نه لوی ډيموکراسۍ په حیث د هغی حیثیت او ګڼو ملتونو ټولنې سره زغم او د ګډونتیا په لړ کې د اوږدی مودی ژمنه لری. د حیرانۍ خبره ده چی د نړیوال مذهبې آزادۍ په هکله د امریکې کمیسون رئیس تینزین دورجې په دا وئیلو یوه مخالفه نظریه وړاندی کړی چې هند یو وده وال ديموکراسۍ او قضایی نظام لری. کمیسون پرله پسی د مذهبې آزادۍ شدید س...

په ایف اې ټي ایف کې د پاکستان رسوایي دوام لري

  لیکنه : د ډاکټر اشوک بیهوریا ژباړه: د پښتو څانګه د ایف اې ټي ایف یا د مالي کارونو کاري قوې شپږ ورځنۍ ناسته تیره اونۍ د امریکا متحده ایلاتو په اورلانډو کې ترسره شوه چې د پاکستان په هکله د سختو تورونو سره پای ته ورسیده چې پاکستان باید د آکتوبر میاشتې د نړیوال مالي څارنې په موخه خپلې ژمنې اعلان کړي او یا هم له موجوده خړ لست څخه په تور لست کې د شاملیدلو خطر په ځان ومني. له هغه وخت نه اوس دا دی یو کال تیریږي چې پاکستان ژمنه کړې وه چې د ایف اې ټي ایف او ایشین پیسیفیک ګروپ (اې پي جي) سره به ګډ کار کوي ترڅو د انټي مني لانډرینګ یا د پیسو مینځلو سره د مبارې او (سي ټي ایف) یا د ترهګرو مالي ملاتړ سره د مبارزې برخې ته پیاوړتیا وربخښي او د ترهګرو د مالي ملاتړ په اړه د اغیزو په برخه کې د مبارزې خپله پالیسي به بیانوي. په دې برخه کې د اسلام آباد ریکارډ تل نا خوښه وو. پرته له څو ظاهري اقداماتو څخه، دوی هیڅ کوم د پام وړ کار ندی کړي ترڅو دا ثابته کړي چې دوی له خپلې خاورې څخه د پیژندل شویو ترهګرو د ملاتړ او عملیاتو مخه نیولي وي. د یادونې وړ ده چې، ایف اې ټي ایف خپله دیرشمه کلیزه له دې ویاړ ...

پاکستان باید د ترهګرو په خلاف جدی ګامونه پورته کړی

لیکنه : محمد خاور حسن ژباړه : د پښتو څانګی په اړیکو کی که هر څومره متضاد چلن لږ وی هغومره ښه وی او که بیځی نه وی نو له هغی کومه بله ښه خبره کیدای نشی. خو بد بختانه چی پاکستان تر اوسه پدی خبره نه پوهیږی. ډیرځله د نوموړی هیواد رهبرانو له ویناوو څخه دا هیله څرګنده شوه چی نوموړی هیواد به د ترهکری د له منځه وړلو لپاره پاخه ګامونه پورته کړی خو برعکس د دوی په وینا او کړنه کی ډیر زر تضاد راڅرګند شو.تر دی چی نړی وال هم وپوهیدل چی د ترهګری په له منځه وړلوکی پاکستان هیڅکله جدی ندی .نو ځکه د پاکستان په هکله د نړیوالی ټولنی په موقف کی هم بدلون ترسترګو شو. د همدی بد لون اثر دی چی د پاکستان تر ټولو نیږدی دوست چین هم د نوموړی له ملګرتیا څخه په څنډه کیدو مجبور شو. او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخو محمود اظهر د نړیوال ترهګر په حیث منلو کی چین هیڅ ډول مخالفت ونښود، د شنګهايي د همکاری سازمان په سرمشریزه غونډه کی ټولو غړو هیوادونه د ترهګری په ختمولو ټینګار وکړ. د نوموړی غوڼډه په خپره شوی اعلامیه کی ټولو غړو هیوادونو په یوه خوله نه یوازی د ترهګری مخالفت وکړو بلکه له پوله هغه خوا ترهګری او افر...

عمران خان ته له بشکیک څخه تر لاسه شوی پیغام

لیکنه : د معین الدین خان ژباړه : د پښتو څانګه د پاکستان لومړی وزیرعمران خان دا وخت په کورنی سیاست کی په ډول ډول بوختیاوو کی ښکیل دی. او د پاکستان ژوبل شوی اقتصادی حالت ذمه وار پخوانی حکمرانان بولی ځکه چی هغوی یوازی رشوت او اقتصادی بحران پرمختګ ته لمن وهلی او د هیواد پانګه ئي ټول لوټلی. نوموړی وایی چی له هغو جابرو سیاسینو څخه به هغه پیسی چی په ناجایز ډول ئی تر لاسه کړی بیرته په زور تر لاسه کړی. امکان لری چی د نوموړی دعوی په جزوی یاعام ډول سمه ثابته هم شی .که څه هم د ګڼ شمیر مخالفینو د نیولو پروسه عملی شوی او د اقتصادی فساد په تور د ډیرو خلکو د نیولو امکان شته دی پدی ورستیو کی داسی ځینی نوری پیښی هم څرګندی شوی لکه د محکمی او دولت تر منځ د مخالفت چاپیریال. د پاکستان فوځ د ستری محکمی یوه قاضی فائزعیسي ته د سزا ورکولو ژمنه هم کړیده .ځکه چی نوموړی پخپله وروستی پریکړه کی په فوځ او ایجنسیو دا نیوکه کړی وه چی دوی په غیر قانونی هلو ځلو کی برخه لری او هم په سیاسی چارو کی ئی په بی اندازی لاس وهنی تورن شمیرلی وو. فوځ د عمران حکومت دی ته اړ کړو چی د قاضی عیسی په خلاف په قضایي عالي شورا کی شکایت ...

په فارس خلیج کې د پوځي قواوو ډیرول

لیکنه: د ډاکټر محمد مدثر قمر ژباړه: د پښتو څانګه د عمان په خلیج کې تیره اونۍ د تیلو په دوو ټانکرونو باندې د ترسره شوي برید په پایله کې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت اعلان کړی چې په خلیج فارس کې د امنیت د لا پیاوړتیا په موخه ۱۰۰۰ زر تنه نور تازه دمي سرتیري لیږي. ددې کار لامل د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ مخ پر ډیریدونکو ترینګلیتاوو له امله ترسره کیږي چې وروسته له هغې رامنځته شوې چې په ۲۰۱۸میلادي کال کې د امریکا متحده ایالاتو د ایران د هستوي معاملې ( د ګډ غوره عملي پلان جی سي پي او اې) څخه د وتلو اعلان وکړو. د امریکا متحده ایالاتو همدا راز په ایران باندې له سره بندیزونه ولګول او تیره میاشت یې د ایران د تیلو واردول پای ته ورسولې. ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته د نورو بندیزونو پریکړه هم وکړه او په هغو هېوادونو یې هم د بندیزونو ګواښ وکړلو کوم چې له هغو ایراني صنایعو سره تجارت کوي چې بندیز پرې لګول شوی. ایران هم د جی سي پي او اې غړو ته په ځانګړې توګه برتانیې، فرانسې او جرمني ته ګواښ کړی چې د بندیزونو هوارولو لپاره دې هڅې وکړي کومو چې د ایران پر اقتصاد اغیزه کړی او ...

پاکستان د را اوچت شویو غږونو چوپتیا غواړی

لیکنه: د ډاکټر زینب اختر ژباړه: د پښتو څانګه پاکستان په یو سیاسی انقلاب کی ښکیل دی او د پاکستان تحریک انصاف (پی تی آیی) حاکم ګوند غواړی چی د دولت ضد غږونه خاموشه کړی. د پاکستان د پیپلز ګوند د مشر اصف علی زرداری په نیول کیدو سره د اپوزسیون ګوند په چوپولو او همداراز د پاکستان د مسلم لیګ ګوند د همزه شهباز په نیولو سره او همداشان د ځینو نورو ډلو لکه پشتون تحفظ مومنټ په سر وهلو سره د عمران خان په مشری د پاکستان حکومت په ستراتیژیکه توګه د چوپولو په لټه کی دی. د پاکستانی خود مختاره سیاست مدار علطاف حسین چی د متحده قومی حرکت (ایم کیو ایم) مشر هم دی د بریتانیا د چارواکو لخواه یی نیول کیدل داسی ښکاری چی د پاکستان د حکومت لاس به پکی وی. داسی ښکاری چی اسلام آباد د پاکستان د پوځ سره سم کار کوي ترڅو د هیواد د هری برخی څخه د منتقیدینو مخه ونیسی. خو که هر څومره د اپوزسیون او نورو مخالفینو د غږ مخه ډپ کړۍ شي خو په پای کی به د دوی غږ بیا راپورته شی.  د ملی حساب ورکونی اداری (این ای بی) تر نامه لاندی د مالی فساد په تور د اپوزسیون د مشر نیول په ډیره ستراتیژیکه توګه په داسی حال کی ترس...

د سیکا پینځمه سرمشریزه غونډه او هند

لیکنه: د اتهار ظفر ژباړه: د پښتو څانګه په اسيا کې د تعامل او اعتماد جوړولو د اقداماتو کنفرانس یا سیکا پینځمه سرمشریزه غونډه د تیری اوونی په پای کی په تاجکستان کی ترسره شوه. د قزاقستان لومړنی ولسمشر نورسلطان نظر بایوو د سیکا د بنسټ ایښودونکی په توګه پیژندل کیږی هغه ځکه چی نوموړی په ۱۹۹۲میلادی کال کی د ملګرو ملتونو په عمومی شورا کی د خبرو پرمهال د سیکا د سرمشریزی غونډی نظریه واوروله. د سیکا دارلانشا په ۲۰۰۶میلادی کال کی په استانه کی رامنځته شوله کوم چی اوسمهال د قزاقستان د پلازمینی نورسلطان په نامه یادیږی. سیکا له اسیا څخه د ۳۰ نه زیات غړی لری او همداراز د نړیوالو سازمانونو ګنشمیر غړی هم د څارونکو په توګه په دی ناسته کی ګډون کوي. نو له همدی کبله قزاقستان، ترکیه، چین او تاجکستان د یادی غونډی مشری کوی.  د سیکا لومړنی غونډه په ۲۰۰۲میلادی کال کی د قزاقستان په الماتا کی ترسره شوه او د هند پخوانی لومړی وزیر ښاغلی اتل بیهارې واجپای د سیکا په لومړنی ناسته کی ګډون کړی و او په ۲۰۰۶میلادی کال کی د سیکا په دوهمه غونډه کی د هند د پټرولیمو او طبعی ګازو وزیر په الماتی کی برخه اخست...

د هند او چین زیاتیدونکې روغنیتی

لیکنه: د ثنا هاشمی  ژباړه: د پښتو څانګه  لومړی وزیر نریندر مودی بیا ټاکل کیدو سره د دفتر چاری سمبالی کړی. ښایی چې د چین په هکله د هند پالیسی هم هغسی دوام ولری کله چې د امریکې او د چین تجارتی جنګ په ښکیلتیا په نړیوالو سیاسیاتو کې تعدل په باب تکیه ولری. ۲۰۱۷میلادی کال د ډوکلام تنازعی وروسته دواړو هیوادونو د خپل اختلافونو چاره کولو لپاره په منابعو پانګې اچولی دی. ۲۰۱۸میلادی کال کې د ووهان په نامه غیر رسمې ستره غونډه هم د داسی روش یوه پایله وه. د ووهان ستری غونډې او غیر رسمی خبرو اترو د باور جوړونکې یو ګام په حیث اقدام وکړو د چین او هند په اړیکو کې مثبت پرمختګونه شوي دی. نه یوازې دا چې چین په تیر وخت کې څلور ځله د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جیش محمد مشر مسعود اظهر یو نړیوال ترهګر د ټاکلو لپاره د ویټو حق استعمال کړۍ و خو اوس د یو نړیوال ترهګر اعلانولو ته موافق شوی کله چې اړیکې اوس د ووهان روحی د لیاری مخ په وړاندی وده ترلاسه کوي. بیا واګې په لاس کې نیولو وروسته لومړی وزیر مودی د قرغیزستان په بیشکیک کې د شنګایی د همکارۍ سازمان (ایس سی او) ستری ناستی په څيرمه د چین...

پاکستان میں حکومت اور عدلیہ کے درمیان ٹکراؤ

تمام آثار یہی بتاتے ہیں کہ پاکستان میں ایک بار پھر حکومت اور عدلیہ کے درمیان شدید قسم کا ٹکراؤ پیدا ہونے والا ہے۔ 2007 میں فوجی ڈکٹیٹر جنرل پرویز مشرف اس وقت کے چیف جسٹس آف پاکستان افتخار محمد چودھری کے کسی فیصلے سے ناراض ہوئے تھے تو انہوں نے جسٹس چودھری کے خلاف محاذ کھول دیا تھا اور انہیں برخاست کردیا تھا جس کے بعد پاکستان کے وکلاء ان کی حمایت میں سڑکوں پر اتر آئے تھے اور اس کے بعد وکیلوں کی اس مزاحمتی تحریک نے عوامی، احتجاج اور بیزاری کی شکل اختیار کرلی تھی۔ بالآخر یہی تحریک جنرل مشرف کے زوال کا باعث بھی بنی۔ اب اس کے ایک دہائی سے بھی زیادہ عرصہ بعد ایک بار پھر حکومت اور عدلیہ کے درمیان ٹکراؤ کا ماحول پیدا ہوگیا ہے لیکن اس بار معاملہ کچھ زیادہ ہی نازک رخ اختیار کرسکتا ہے۔ اس وقت براہ راست فوج حکومت کررہی تھی لیکن اس بار فوج پردے کے پیچھے سے کام کررہی ہے۔ سپریم کورٹ کے ایک سینئر اور دیانت دار جج جسٹس فائز عیسیٰ کے خلاف صدر پاکستان عارف علوی نے سپریم جوڈیشیل کونسل میں ایک ریفرینس داخل کیا ہے جس کے تحت برطانیہ  میں جسٹس فائز عیسیٰ کی املاک اور اثاثوں کی جانچ کرنے کی بات کہی گئی ہے...

قرغیزستان ته د هند د لومړي وزیر سفر

لیکنه: ډاکټر ایندراني تالوکډر ژباړه : د پښتو څانګه لومړي وزیر نریندر مودي وروسته له هغې چې د دوهم ځل لپاره د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، د جون میاشتې له ۱۳ نه تر ۱۴مې نیټې یې د قرغیزستان پایتخت بیشکیک ته سفر وکړو. هغه د قرغیزستان له ولسمشر سورونبای جینبیکوف سره په دوه اړخیزه ناسته کې لیده کاته وکړه او همدا راز د شانګایی د همکاریو سازمان (ایس سي او) کې یې هم ګډون وکړلو. د قرغیزستان ولسمشر جینبیکوف د ایس سي او سرمشریزې اوسنی مشر دی. د قرغیزستان له ولسمشر جینبیکوف سره د لومړي وزیر مودي ناسته یوه ځانګړې او سټراټيژیکې ناستې وه. ولسمشر جینبیکوف د ۲۰۱۹میلادی کال د مئ میاشتې په ۳۰مه نیټه د لومړي وزیر مودي د لوړې په مراسمو کې د لوړ پوړي میلمه په توګه شتون درلود. د ایس سي او سرمشریزې سفر پرمهال په بیشکیک کې، لومړي وزیر نریندر مودي د قرغیزستان له ولسمشر جینبیکوف سره یو ځای د هند او قرغیزستان لومړۍ سوداګریز فورم په ناسته کې وینا هم واوروله. دغه ناسته بریالۍ او د پام وړ ناسته بلل شوې. هند او قرغیزستان د دوه ګونې مالیې لګونې د مخنیوي هوکړه لیک یا ډبل ټیکسیشن اوایډینس اګریمنت یانې (ډي ټ...

د پښتون اولس په ضد د پاکستان ظالمانه کړنی

لیکنه : د فهیم احمد ژباړه: پښتو څانګه پاکستان کی د بشری حقوقو ریکارډ هیڅکله هم ښه ندی پاتی شوی. پدی هکله ډیر ځله د بشری حقونو لپاره په پاکستان کی دننه کارکونکی او د بشر د حقونو نړیوالی اداری دا غږ پورته کړی دی. په پاکستان کی سیاسی، مذهبی، فرهنګی او ژبنی کرکه کومه نوی خبره نده. که څه هم په پاکستان کی د ستونزو او بحرانونو کمی نشته خو نن سبا چی کومی مسلی د پاکستانی حکمرانو خوب تښتولی هغه په قبائلی علاقو کی د خلکو د پاڅون مسله ده. د پاکستان او افغانستان ترمنځ پرته قبایلی سیمه د فاټا په نوم یادیږی چی ددی ځای ولسونه د پیړیو راهیسی د ظلم او زیاتی ښکار دی. څه د پاسه ۱۰۰ کاله کیږی چی ددغو ولسونو د ځپلو لپاره نوی کلونی د انګلیس لخوا رامنځته شوی ترڅو دوی تل له خڼد سره مخامخ وی چی ددی قانون په وسیله ددغو خلکو حقوق سلب کړای شوی. د هیڅ ظلم په خلاف دوی نه کوم وکیل د خپلو حقوقو د دفاع لپاره نیولی شو او نه هم کوم عدالت ته د تلو اجازه ورکړل شوی وه. که چیری له چانه کومه سهوه یا خطا شوی وای نو په اجتماعی ډول د صحرائی محاکمو په ترڅ کی سزا ورکول کیده، خیر دا خو د پاکستان له جوړیدو نه د وړاندی خبری د...

پاکستان باید له ترهګری څخه پاکه فضا رامنځ ته کړی

د جیش محمد د ډلی مشر مسعود اظهر د ملګرو ملتو په اعلامیه کی نړیوال ترهګر بلل شوی.اوس چی د چین لخوا په تخنیکی ډول د خڼډ اچولو سلسله پای ته رسیدلی اوبلاخره مسعود اظهر نړیوال ترهګر پیژندل شوی چی دی ته یو ښه ګام ویلی شو.خو د پاکستان لخوا تراوسه داسی څه ندی ویل شوی چی هغه له ترهګری نه په پاکه فضا کی د خبروکولو غوښتونکی دی.د پاکستان لومړی وزیر خو څو ځله دا ویلی چی نریندر مودی د دوهم ځل لپاره بیا په ټاکنو کی په لوی اکثریت بریالی شوی اوس نو باید د دواړو هیوادونو تر منځ خبری اتری شروع شی .خو پوښتنه دا ده چی خبری اخر په کوم اساس شروع شی.د پاکستان لخوا دا ډاد ندی وړاندی شوی چی له پولی اخوا په ترهګری به بندیز ولګیږی او که نه. د شنګهائی د مرستی سازمان د سرمشریزی غوڼدی په حواله دا فکر کیدو چی پدی موقع به د هند او پاکستان لمړی وزیران د بیشکیک په غونډه کی د ګډون په وخت پخپلو کی ملاقت وکړی خو دا له وړاندی واضع شوه چی د دی هیڅ امکان نشته پاکستان لخوا په واضع توګه نده په ډاګه شوی چی نوموړی خبرو اترو ته جدی چمتوالی لری.د دواړو مشرانو تر منځ د پاکستان په هکله لنډی خبری وشوی خو د بهرنیو چارو د وزارت سکرتر و...

هند په پاریس کې د جي-۷ ناستې ته بلل شوی

لیکنه: د اشوک سجنهار ژباړه: د پښتو څانګه لومړی وزیر نریندر مودي به د سویلي فرانسې په بیریټز کې ترسره کیدونکې ۴۵م دور د جي-۷ په ناستې کې ګډون وکړي چې د ۲۰۱۹میلادي کال د آګست میاشتې له ۲۴ نه تر۲۶مې نیټې پورې ترسره کیږي. هند د آسټرالیا، چیلي او سویلي افریقې ترڅنګ د فرانسې د ولسمشر ایمان المکرون لخوا د ځانګړي میلمه په توګه بلل شوی. د جي-۷ ناسته کې معمولاً د نړۍ له ټولنې څخه مشران یو ځای کیږي او د خپلې ناستې په ترڅ کې نړۍ ته د شته ګواښونو د لمنځته وړلو په موخه له یو بل سره سلا مشورې کوي. دغه بلنه د هند او فرانسې د ژورې سټراټيژیکي ملګریتوب د پراختیا او د هند د مخ پرودې اقتصاد او سیاسي قوت ښکارندویي کوي او د لومړي وزیر مودي او ولسمشر مکرون ترمنځ د شخصي اړیکو د قوت څرګندونه کوي. د بلنلیک د غځولو پرمهال ولسمشر نړیوال کیدو په هڅولو او د اقلیم ژغورلو په برخه کې د هند کلیدي رول څخه یادونه وکړه. لومړي وزیر نریندر مودي په ۲۰۱۵میلادي کال کې د فرانسې له ولسمشر فرانسس هولنډ سره په ګډه د پاریس د سي او پي ۲۱می ناستې په څنډو کې نړیوال سولر اتحاد (آی ایس اې) خلکو ته ور پیژندلی وو. وروسته له هغې ب...