قرغیزستان ته د هند د لومړي وزیر سفر

لیکنه: ډاکټر ایندراني تالوکډر
ژباړه: د پښتو څانګه
لومړي وزیر نریندر مودي وروسته له هغې چې د دوهم ځل لپاره د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، د جون میاشتې له ۱۳ نه تر ۱۴مې نیټې یې د قرغیزستان پایتخت بیشکیک ته سفر وکړو. هغه د قرغیزستان له ولسمشر سورونبای جینبیکوف سره په دوه اړخیزه ناسته کې لیده کاته وکړه او همدا راز د شانګایی د همکاریو سازمان (ایس سي او) کې یې هم ګډون وکړلو. د قرغیزستان ولسمشر جینبیکوف د ایس سي او سرمشریزې اوسنی مشر دی.
د قرغیزستان له ولسمشر جینبیکوف سره د لومړي وزیر مودي ناسته یوه ځانګړې او سټراټيژیکې ناستې وه. ولسمشر جینبیکوف د ۲۰۱۹میلادی کال د مئ میاشتې په ۳۰مه نیټه د لومړي وزیر مودي د لوړې په مراسمو کې د لوړ پوړي میلمه په توګه شتون درلود.
د ایس سي او سرمشریزې سفر پرمهال په بیشکیک کې، لومړي وزیر نریندر مودي د قرغیزستان له ولسمشر جینبیکوف سره یو ځای د هند او قرغیزستان لومړۍ سوداګریز فورم په ناسته کې وینا هم واوروله. دغه ناسته بریالۍ او د پام وړ ناسته بلل شوې.
هند او قرغیزستان د دوه ګونې مالیې لګونې د مخنیوي هوکړه لیک یا ډبل ټیکسیشن اوایډینس اګریمنت یانې (ډي ټي اې اې) او د دوه اړخیزې پانګونې هوکړه لیک پخپلو کې نهایي کړ. له دې سره به دوه اړخیزې سوداګرۍ په برخه کې یو ځانګړی اټموسفیر رامنځته شي. د دوه اړخیزې سوداګرۍ هوکړه لیک به د پنځو کالو لپاره د سرک له لارې د سوداګرۍ پرنقشه جوړونې کې مرسته وکړي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري پیاوړې کړی شي. د هند او قرغیزستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۱۶- ۲۰۱۷ میلادي کلونو کې ۲۴٫۴۸ میلونه ډالرو ته رسیدلې وه چې په دې کې د قرغیزستان د صادراتو کچه بیا ۲٫۳۲میلیونه ډالرو ته رسیده. دواړو هېوادونه ددغې کچې پر ډيرولو سره هوکړه کړې.
دواړه رهبرانو ویلي چې د چابهار بندر لپاره هم خوشبین دي چې په ایران کې موقعیت لري. د دغه بندر له لارې به د نوي ډیلي او بیشکیک ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې شي. همدا راز دواړه هېوادونه د شمال- سویل په نړیوال دهلیز (آی این ایس ټي سي) باندې هم په ګډه کار کوي چې تر دې مهال شوې نړیوالې سوداګرۍ کې به د پام وړ بدلون راولي.
د هند او قرغیزستان په ګډ فورم ناسته کې ښاغلي مودي په قرغیزستاني سوداګرو غږ وکړو چې د هند وړاندیز ته دې په لوی قوت سره ځواب ووایي. هغه یادونه وکړه چې هند ښه اټموسفیر، اړیکې او سوداګرۍ نه تر سوداګرۍ د تبادلې آسانتیاوې لري چې لومړي وزیر د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې دا درې آسانتیاوې د یو ښه فرصت په توګه یادې کړې.
لومړي وزیر وویل چې په قرغیزستان کې کولی شو چې په ارګانیکي تولید برخه، غریزو شاتو، چهارمغزو، لبنیاتو تولیداتو، نخو، د ریل چارو، هایډرو پاور، کانونو او د کانونو د اکتشاف په برخو کې پانګونه وکړو. د هند لومړي وزیر د قرغیزستان سوداګرو ته بلنه ورکړه چې په هند کې پانګونه وکړي چې د منځنۍ آسیا لپاره اوس مهال یو مخ پر وده کوونکی مارکیټ دی. هند د با ظرفیته کاري قووې، د سوداګرۍ کولو زمینې او د دوه ګونې مالیې لګولو مخنیوي سره زمینې برابروي چې د سوداګرۍ او پانګونې د آسانتیاوو لپاره غوره اړیکې هم ورسره دي. ښاغلي مودي ددې باور اظهار هم وکړو چې هند به په راتلونکو ۵ کلونو کې د پنځو ټریلیونو اقتصاد لرونکی هېواد شي. د دوی تمرکز په ځوانانو او نوښتګرو دی چې له هند سره به د پنځو ټریلیونو اقتصاد لرونکی هېواد په توګه د رامنځته کیدو په برخه کې مرسته وکړي.
د هند لومړي وزیر پر وینا د هند اقتصادي ودې وضعیت او په ټیکنالوژیکي برخو کې پرمختګ به د قرغیزستان په پرمختګ کې هم مرستندوی ثابت شي. همدا راز له قرغیزستان سره به د هند د پنځو کلونو پلان به هم د هند پنځه ټریلیونه ډالرو اقتصاد یوه برخه وي او د دوه اړخیزې ګټې او دواړو هېوادونو د ودې په برخه کې به هم مرستندویه ثابت شي.
هند د مرکزي آسیا پنځه واړو هېوادونو ته ښه نیت لري او هیله مند دی چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او پانګونې له لارې دوی هم د دې هېواد د پرمختګ په برخه کې ونډه ولري. د مرکزي آسیا د هېوادونو ارزښت هغه مهال واضح شو کله چې ښاغلي مودي د (نمسکار یوراسیا) سوداګریزو چارو په هکله خبرې وکړې کومې چې به سږکال په بیشکیک کې جوړیږي. دغه مناسبت به د هند او مرکزي آسیا ترمنځ د سوداګرۍ نه تر سوداګرۍ اړیکې پیاوړې کړي. دغه پنځه هېودونه چې قرغیزستان هم پکې شامل دی او د ایوریشین ایکانومیک یونین غړیتوب هم لري د هند لپاره خورا ارزښت لرونکي هېوادونه دي.
هند او قرغیزستان ۱۵ هوکړه لیکونه د دفاع، سوداګرۍ او پانګونې او روغتیا په برخو کې لاسلیک کړل. د سټراټيژيکي ملګرتیا په هکله هم د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه اعلامیه لاسلیک شوه. هند همدا راز په قرغیزستان کې د پراختیایي پروژو د ملاتړ په موخه د ۲۰۰میلیونه ډالرو په ارزښت د کریډیټ کرښې اعلان هم وکړو. دواړو هېوادونو هوکړه وکړه چې ۲۰۱۲میلادي کال به د فرهنګی او ملګرتیا د کال په توګه لمانځي.
قرغیزستان ته د لومړي وزیر نریندر مودي سفر بریالی او له لاسته راوړنو ډک سفر وو. د دواړو هېوادونو ته به دا اړینه وي چې ټول هغه هوکړه لیکونه پلي او عملي کړي کوم چې یې د ناستې په درشل کې لاسلیک کړي.

Comments

Popular posts from this blog

پاکستان ولې خپل ګریوان ته سر نه ټیټوي

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند او لیتوېیا مناسباتو کی نوی پرمختګ