Posts

Showing posts from May, 2019

د مودي دویم حکومت لوړه وکړه

لیکنه: د منیش آنند ژباړه: د پښتو څانګه وروسته له هغې چې د لوی شمیر ولسونو ملاتړ یې ترلاسه کړ، ښاغلي نریندر مودي په مسلسله توګه د دویم وار لپاره د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه. ولسمشر رام نات کوویند د لوړې مراسم اداره کړل چې د لومړي وزیر تر مشرۍ لاندې یې د وزیرانو شورا ۵۸ غړو ته سوګند ورکړو. د وزیرانو شورا صلاحیت د هند پخوانی وزیر سوبرامنیم جی شنکر نه پرته د واکمن ګوند بهارتیا جنتیا ګوند (بي جي پي) او د هغوئ له اتحادیانو څخه ترلاسه کړ. هغه حیرانتیا چې لومړي وزیر نریندر مودي ترلاسه کړه په حقیقت کې هغه ښاغلی جی شنکر وو. هغه د هند په بهرنیو چارو وزارت کې کلیدي مرسته کوونکی پاتی شوی. د چین په هکله د نوموړي مهارت به په یقیني ډول یوه سرمایه وي. د بي جي پي ګوند مشر امیت شاه هم په کابینه کې ځای پرځای شو، طمع کیږي چې هغه به هم په حکومت کې رغنده رول ولوبوي. ښاغلي مودي ولسی رای عامه د خلکو آرزو وبلله کومه چې له هیواد څخه لری. د ولسونو غوښتنو ته په پاملرنې سره، د وزیرانو هغه شورا چې ولسمشر ورته سوګند ورکړ د ځوانانو په هکله مثبته لیدلوری لري. ښاغلي مودي لا پخوا ددې یادونه ک...

د ۲۰۱۹میلادی کال د آي سی سی نړیوال جام سیالۍ پیل شوی

لیکنه: د کوشک رای  ژباړه: د پښتو څانګه  د غټو خلکو لوبه، کرکټ به په ۱۲نړیوال جام سیالۍ په دوران کې د خپل وقار او د جلال سبب شي کله چې دا انګلنډ او ویلس لخوا د ۲۰۱۹میلادی کال د مۍ ۳۰می نیټې څخه د جولاۍ ۱۴می نیټې پورې جوړیږی. آي سی سی یا د کرکټ نړیواله شورا د یوی نیمی میاشتې اوږده دا سیالی د جوړولو دنده په غاړه لری. دا پنځم ځل دی چې د کرکټ نړیوال جام سیالی انګلنډ او ویلس لخوا جوړیږی. دا د ۱۹۷۵، ۱۹۷۹،۱۹۸۳ او ۱۹۹۹میلادی کال د نړیوال جام سیالۍ وی. که څه هم کرکټ فقط یو څو هیوادونو لخوا کیږی او هغه هم هغه هیوادونه دی چې د انګلستان امپراتورۍ استعمارات و چیرته چې د ګیم اوف ویلوز ډير مقبول دی. د نندارچیانو او د تعقیب کونکو په ارتباط دا لوبه د فوټبال او د لان ټينس څخه په دوهم پړاو راځي. په نیمه وچه دا لوبه د یو مذهب په شان ده او د کرکټ لوبغاړی خلک د خداۍ په شان منې. د نیمی وچې لوبډلو ترمنځ دښمنی دومره زیاته ده چې کله کله دا د تعصب بڼه هم غوره کوي. دا د هندوستان سریلانکا او پاکستان لپاره یو زیری هم و کله چې هغوی خپلو ترمنځ څلور نړیوال جامونه ګټلی و. د نړۍ په دی برخه کې د ک...

په پاکستان کې اقلیتونو باندی زور زیاتۍ دوام لری

لیکنه: د ډاکټر زینب اختر ژباړه: د پښتو څانګه  د پاکستان اقلیتونه د حکومت توپیر لرونکې پالیسۍ سره مخامخ دی ورسره ورسره د خلکو او په ځانګړی توګه بنیاد پرسته انتها خوښونکو تعصب او زور زیاتی سره لاس په ګریوان دی. هندوان، عیسویان او سیکان چې د پاکستان ټولټال آبادۍ تقریبا دری میلیونه برخه تشکیلوي په ځينی وخت کې د خپل عقیدی تمرین یا مذهبې عبادت کې د ستونزو سره مخامخ کیږی. د توپیر یا تعصب لپاره استعمالیدونکې الو کې یوه آله د بی حرمتۍ قانون دی چې د کوم ترلاندی اقلیتونه د اسلامی عقیدی یا ښونو بی حرمتۍ کولو لپاره نیول کیږی.  په دی ترڅ کې وروستنۍ معامله د یو ډاکټر ده چې د سیند ایالت یوی اقلیتی ټولنې سره تعلق لری. په دی بهانه د بی حرمتۍ قانون ترلاندی ونیول شو چې هغه د قرانکریم بی حرمتی کړې. ددی څخه یو څو ورځې مخکې په پنجاب ایالت کې یو اقلیتی مذهبې ټولنې څخه یوه ښځه او میړه یو کس ته د بی حرمتۍ یو لیک ولیږو او د بی حرمتۍ قانون ترلاندی ونیول شو.  په پاکستان کې د اقلیتونو ویره زیاتولو لپاره یوه بله ویرونکې پیښه دا وه چې د لاهور په لمنه کې د نارووالن په مقام د سیکان...

د مودی حکومت په دویمه دوره کې د هند خارجې تګلاری ابتکارونه

لیکنه: د اشوک کمار مکرجې ژباړه: د پښتو څانګه ۲۰۱۴میلادی کال راهیسی د لومړی وزیر نریندر مودی لخوا پیل کړۍ شوی د هند د بدلولو آرزو لرونکې پروژې ته دوام ورکولو لپاره د هندوستان څه لپاسه ۹۰۰میلیونه رای ورکونکو لخوا ستره جمهوری رای عامه راتلونکې پنځو کلونو په دوران کې د هندوستان تاریخی تګلاری ابتکارونو لپاره ګڼ فرصتونه منځته راولی. لومړی وزیر اعلان کړۍ دی چې سب کا سات، سب کا ویکاس، سب کا ویشواس یعنی د ټولو ملتیا، د ټولو پرمختیا او د ټولو باور تر شعار لاندی ځانګړۍ حکومت به د هغه د حکومت تیرو تګلارو تکرار وي. د هندوستان د خارجې تګلاری زیاته پاملرنه به خارجې بوختیاو ته متمرکز کړۍ شي چې په هندوستان کې بدلون راوستلو لپاره د حکومت تګلاری نوری ګړندۍ شي. زیاتیدونکې نړیوالو نا ارامیو په وخت غټو نړیوالو قدرتونو او په تیره چین، امریکا او روسې سره اړیکې ځواکمنول به د هند د خارجې تګلاری لویه موخه وي. دا اړیکې د پانګه اچونې جریان، تجهیزاتو او د تکنالوژیو په بها کې مهم رول لوبوي کومي چې د هندوستان امنیت، بااختیاره ګرځولو او بدلون راوستلو لپاره پکاریږی. دا د نړۍ غټو اقتصادی هیوادونو چې ورکې...

د نړیوال قوت کیدو په موخه د هند هڅې روانې دي

لیکنه: د شنکر کمار ژباړه: د پښتو څانګه کله چې په لوړه کچه د پریکړې کولو خبره راځي نو هیڅ څوک هم له لومړي وزیر نریندرمودي سره پرتله کیدلی نه شي. دا یوه ښکاره خبره ده چې هغه ویلې و چې د هغه دویم دور حکومت به د (نوی هند له نوي قوت سره) پر لور حرکت پیل کړي. د ولسي جرګې په مرکزي تالار کې د لومړي وزیر بیانیه د هغه نریشن سره ورته والی لري کوم چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د هر چا له خیال سره سم د هند جوړولو لپاره هغه تنظیم کړی. دا خیال یواځې دې پورې محدود نه دی چې روغتیایي خدمات، زده کړې، کور لرل او نورې بنسټیزې اړتیاوې چې ټول هندیان ورته ضرورت لري به په راتلونکو درې کالو کې بشپړې کړی شي، بلکې په نړیواله ځغاسته کې به هم هېواد لوړو پوړونو ته ورسوي.  لومړي وزیر د (این اې آر اې) نارا په نوم نوی شعار رامنځته کړی چې مانا یې ملي هیلې او سیمه یزې آرزوګانې دی. په لویه کچه دغه شعار له دې سره هم یو رنګوالی لري چې هند غواړي چې په نږدې راتلونکې کې د یو پرمختللي هېواد په توګه بدل شي. د ساینسي پوهې او نوښت په برخه کې دا د هند د تګلارې یوه برخه ده. همدا راز دا د هېواد له هغې سټراټيژۍ سره هم ...

د پی ټی ایم مشرانو ژوند په خطر کی دی

لیکنه : د سهیل انجم ژباړه : د پښتو څانګی  په پاکستان کی د ژبنی،نسلی اومنطقوی بنیاد پربنسټ خپل هیوادوال له انسانی حقوقو څخه د بی برخی ساتلو ډیر اوږد تاریخ موجود دی .کله مذهبی لږه کیو سره بی انصافی ، کله د ژبنی اقلیتونو سره او کله هم کوم فرهنګی ډله او کله هم د کومی منطقی خلک د دی کرکی ښکار کیږی. اصلاً په پاکستان کی حکومت پخپله هغه کړنی کوی کوم چی په نورو هیوادو کی دوښمن قوتونه ئی تر سره کوی .نن سبا د پښتانه نسل خلک د دی ظلم او زیاتی ښکار دی .د پښتنو د روا حقوقو د تر لاسه کولو مبارزین پښتون تحفظ مومنټ( پي ټي ایم)مشران چی په کوم ډول ترهدف لاندی نیول کیږی دا د همدی تاریخ د روایاتو یوه برخه ده.په یاد ولرۍ چی د پاکستان ټول نفوس ۲۰۷ میلیونه دی چی د پښتنوشمیر پکی۳۰ میلیونه دی چی د نوموړی هیواد دویم اکثریت دی . د دی خلکو غوښتنه ده چی د هغوی حقوق د ورکړل شی او تراوسه چی کومی ناروا وی شوی دی د هغه باید اصلاح وشی.هم د دی لپاره له یوی مودی څخه هلی ځلی روانی دی . د دی تحریک په نتیجه کی په پښتونو کیدونکی ظلمونه نور هم زیات شوی او تر اوسه دا سلسله روانه ده.په دی لړ کی په زرګونو پښتانه پ...

د شنګهائی همکاری سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه

لیکنه : د ثنا عاشمی ژباړونکی : د پښتو څانګه  د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوراج د روانی اونئ په سر کی د شنګهائی د مرستی سازمان ( ایس سی او) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کی د برخی اخستلو لپاره د کرغزستان پلازمینی بشکیک څخه لیدنه وکړه . د بهرنیو چارو وزیری په حیث دا د نوموړی وروستې بهرنئ سفر وو. د پارلمانی ټولټاکنو د نتایجو له اعلان یوه ورځ پخوا د بشکیک څخه لیدنه دا ثابتوی چی د بهارتیا جنتا پارټی یعنی د بی جی پی ګوند لوړ اهمیت څخه برخه مند دی. له دی پخوا هم هندی مشرانو په دی غونډو کی برخه اخستی ده . د هند لومړی وزیر نریندر مودی له ۲۰۱۵ کال راهیسی په دی غونډه کی برخه اخلی. نوموړی د دی سازمان د سرمشرانو ۱۵مه غونډه چی د روسیۍ د اوفا په ښار کی جوړه شوی وه ،کی هم ګډون کړی وو . تیر کال د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوراج او د دفاع وزیری نرملا سیتا رمن او د ملی امنیت سلاکار اجیت ډووال د سازمان په غونډو کی کومه چی د چین په شنګهائی کی جوړی شوی وی ، کی برخه اخستی وی، چی په هغو غونډو کی د ډوکلام له عملیاتو وروسته د هند وزیرانو او د ملی امنیت سلاکار له خپل چینائی هم منصب...

هند د یو قوي حکومت لپاره رایه ورکړه

لیکنه: د پروفیسور، شیواجي سرکار ژباړه: د پښتو څانګه د بهارتیا جنتیا پارټي یا بي جي پي ګوند ته چې د ملي ډیموکراټیک اتحاد (این ډي اې) مشري کوي د ۹۰۰ ملیونه هندي رای ورکوونکو لخوا پریکړه کوونکې پایله ورکړل شوه. په تیرو ۳۵کالو کې دا لومړی ځل دی چې یو ګوند د ولسي جرګې په ټاکنو کې ۳۰۳څوکۍ ترلاسه کوي چې د هند ولسی جرګه ده. لومړي وزیر نریندر مودي د خپل دوه ګوني شعار ملي امنیت او پرمختیا پر مټ د دویمې دورې لپاره هم ونومول شو. د ولسي جرګې ۱۷م دور ټاکنو په اوو پړاوونوکې، ولیدل شو چې د بي جي پي ګوند د ټولو هندي رای ورکوونکو ملاتړ ترلاسه کړ. دا ګوند وتوانیده چې په هغو ایالتونوکې هم ورننوځي کومو کې چې یې کم شتون درلود لکه غربي بنګال او تیلنګانا. د هند د اپوزیسیون ګوندونه چې مشري یې د کانګرس ګوند کوي، ونه توانیدل چې بریا ترلاسه کړي. همداراز ګڼ شمیر رایه ورکوونکي د هغو کارونو تر اغیز لاندې راغلي وو او یا ترې خوښ وو کوم چې لومړي وزیر نریندر مودي په تیرو پنځو کلونو کې ترسره کړي وو. د این ډي اې حکومت په تیرو پنځو کلونو کې ۱۳۳ پراختیایي پروژې په لاره واچولې چې عمومي موضوعاتو باندې استوار...

په فضا کی د هند هیواد د څارنی د وړتیا لوړونی نوی سترګه

لیکنه: د بیمن باسو ژباړه: د پښتو څانګې  هند په فضا کی د څمکی د څارنی د وروستی سټلایټ ریسیټ- بی۲ ماموریت چی د رادارو په واسطه د انځور اخستنی په سیسټم سمبال دی د چهارشنبه په سهار پیل کړ. چی د دی سره به د هیواد دڅارنی وړتیا د پام وړ وده وکړی او وبه کولۍ شي چی په ښه توګه د هیواد د پولو او د هوا د حالاتو څارنه وکړی. د ۶۱۵ کیلو ګرام وزن لرونکی ریسیټ- بی۲ کاری ماموریت ۵ کاله اټکل شوی. له د سټلایټ یا سپوږمکی څخه به د پولو په څارنه کی کار واخستل شي ترڅو د یاغیانو د نفوذ مخ نیوی وشي او همداراز د ترورستانو ضد عملیاتو کی به هم تری کار واخستل شي. د ریموټ کنټرول د سپوږمکیو خلاف چی کولۍ شي د رڼا په شتون کی انځورونه واخلی خو د شپی له خواه او په خرابه هوا کی موثر نه دی، ریسیټ- بی۲ د رادارو انځور اخستنی یوه داسی سپوږمکی ده چی په داسی سانسورونو او رادارو سمبال ده چی د رادارو څخه په ځانګړی ګټی اخستنی کولۍ شي د شپی او ورځی او همداراز په وریځ هوا کی هم انځورونه راټول کړی. ریسیټ- بی۲ په داسی سیسټم هم سمبال دی چی کولی شی د ځمکی پرمخ د موخو اضافی معلومات لکه د هغوی خوځښت، څرنګوالی او داسی نورو حالات...

د هند چندرایان د دویم میشن پیل

لیکنه: د یوګیش سود ژباړه: د پښتو څانګه د هند دویم سپوږمۍ میشن چندرایان دویم به د سږکال جولاۍ میاشت کې پیل کړۍ شي. دا به ۱۳پیلوټونه ولری چې د ګرد هیواد مختلف پلټنې سازمانونو لخوا انکشاف کړۍ شوي چې یو شمیر ساینسی تجربې ترسره کړی او احصایی راټولی کړی. د هند خلایی پلټنې سازمان یعنی ایسرو ترمخه خلایی بیړۍ به چې ۳٬۸ ټنه وزن ولری او په دی کې به دری موډلونه شامل وي. آربیټر، لینډر یا ویکرم، روور یا پرګیان د ناڅا د تجرباتې موډول موخه ده چې ځمکې او دده طبعې سپوږمې ترمنځ واټن کچ کړۍ شي. ټول موډول به د جولاۍ د میاشتې د نهمی نیټی څخه واخله تر ۱۶مې نیټې پوری د چندرایان دویم توغونې لپاره تیارسۍ ونیسی او توقع کیږی چې د ځمکې په سطحه به د سپټمبر په ۶مه نیټه ګام کیښودل شي. دا خبره د هند خلایی ایجنسۍ څرګنده کړی. اربیټر به د سپوږمۍ سطحې څخه ۱۰۰ کیلو متره مدار کې وڅرخیږی کله چې لینډر یا ویکرم به د سپوږمۍ جنوبې قطب خواته کوز شي او روور یا پرګیان به دغلته په خپلو تجربو لاس پوری کړی. چندرایان لومړۍ کوم چې د سپوږمۍ سطحه باندی اوبو معلومولو کې غټ برۍ ترلاسه کړو ټولټال پنځه خارجې پیلوټان له ځان سره و...

آيا خلیج پارس یوی تنازعی پلو درومی؟

لیکنه: د ډاکټر مدصر قمر ژباړه: د پښتو څانګې امریکا او دده سیمه ایز اتحادیه یو اړخ ته او ایران بل اړخ ته، خپلمنځې د الفاظو اوسنۍ جنګ سره یی د پارس په خلیج کې تاوتریخوالۍ لوړی سوی ته ورسید. په داسی حال کې چې واشنګټن او تحران ترمنځ ستونزه ډيره اوږده او کړکیچنه ده، وضعیت یی په دی ورستیو کې هغه وخت وخیم وګرځيد کله چې امریکا د ۲۰۱۸میلادی کال مۍ میاشت کې د ایران ایټمې تړون څخه د ګډ جامع عملی پلان یا د ایران ایټمی تړون څخه پشا شو. هغه وخت ولسمشر ټرمپ په ایران تور پوری کړۍ و چې سیمه بی ثباته کوي او باوجود ددی چې ایټمې تړون یی لاسلیک کړۍ ایټمي وسلی او بیلاستیکی توغندی د جوړولو کار ته یی دوام ورکړۍ. ترهغی راهیسی ټرمپ انتظامې په ایران یو اړخیز اقتصادې بندیز له سره ولګاو چې موخه یی په ایران زیاتو نه زیات فشار راوستل و چې دا تړون تبصره کولو ته یو ځلی بیا کینې. البته ایران دا کار کولو څخه انکار وکړو او د ۲۰۱۹میلادی کال د مۍ میاشتې په اتمه نیټه د امریکا د پشا کیدو په لومړی کلیزه یی اروپایی هیوادونو، روسیه او چین ته یی خواست وکړ چې راتلونکې ۶۰ ورځو دننه د امریکا بندیزونو له کبله د ایران په اقتصادیاتو ...

د ولسي جرګې ۱۷م دور ټاکنې ترسره شوې

لیکنه: منیش آنند ژباړه: د پښتو څانګه د ولسي جرګې یا د لوک سبا اووم پړاو ټاکنې د ولسونو په پراخه ګډون سره ترسره شوې. په ټولیزه توګه د ۲۰۱۹میلادي کال ټاکنې چې شاوخوا ۹۰۰ میلونه رایه ورکوونکو پکې ګډون کړی وو، په ټولیزه توګه پکې ۶۶ سلنه د خلکو ګډون ښودل شوی. هند یو وار بیا ګډون د کوونکې خپلواکۍ په بهیر کې خپل کورنی قوت او په خوځښت باور ښکاره کړلو. د نړۍ دغه تر ټولو لویه ډیموکراسي د رایه ورکوونکو د پراخه ګډون شاهده وه. د هند د ټاکنو کمیسون د هېواد ولسونو (رایه اچوونکو ته) او په ځانګړې توګه د بیلابیل ډول معلولو کسانو ته عالي ترتیبات نیولي وو. د مدیه پردیش په انډور کې هم درې فوټه لوړې وینیټا جین په ویاړ سره وروسته له هغې خپله له رنګ نه ډکه ګوته وښوروله او خلکو ته یې وښودله کله چې د رایې ورکونې له خپل حق څخه یی ګټه واخیسته. لومړی د بیهار په پټنا کې سبا او فراه دوه غبرګونو خویندو په بیلابیله توګه خپلې رایې وکارولې. د ولسي جرګې ټاکنو په بهر کې یی میشت هندیان هم وهڅول او هغه مهال څرګند شول چې د دوی ګڼ شمیر خلکو خپله رایه وکاروله. په حقیقت کې، ګڼ شمیر خلکو چې په هغو کې د روز نیزه کارکوونکي...

د امریکا او چین تر منځ اقتصادی جګړه                 

لیکنه : د جاوید اختر ژباړه : د پښتو څانګی                          د چین او امریکا تر منځ تجارتی جګړه په ډیر شد ت روانه ده .د نړۍ د دی ۲ لویو اقتصادی قدرتونو ترمنځ اقتصادی جګړی نړیوال امنیت او نړیوال اقتصاد ته هم خطر رامنځته کړی. ډونالډ ټرمپ قدرت ته له رسیدو وروسته په چین باندی غیرعادلانه تورنه پوری کولو سره اقتصادی جګړه پیل کړی . او همدا راز امریکا په چینائی شیانو په میلیاردونو ډالرو اضافی مالیه هم وضع کړی . له بل خوا چین وائی چی هغه به هم امریکا ته د دی ګام ټینګ ځواب ورکړی . چین تور پوری کړی چی امریکا د تاریخ تر ټولو لوی تجارتی جنګ شروع کړی دی . ډونالډ ټرمپ په دی وروستیو کی په چینائی تولیداتو ۲۰۰ملیارده  ډالره نوی وارداتی مالیه وضع کړی. د چین تجارتی وزارت ویلی چی دا ډیره د افسوس خبره ده. او چین هم مجبور دی چی ځوابی قدم اوچت کړی. له دی پخوا هم چین د ټرمپ لخوا د وضع شوی مالیاتو په ځواب کی په امریکائی توکو۱۱۰میلیارده ډالرو مالیه وضع کړی وه. چین په خاص ډول ه...

پومپیو او لیوروو ترمنځ غونډه – سولی پلو یو پیشرفت

  لیکنه : د چنتا منی مهاپاتره ژباړه : د پښتو څانګی کله چی د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له روسیۍ څخه لیدنه وکړه او د خپل ځای ناستی سرګی لواروف او ولسمشر پویتن سره یی خبری اتری وکړی نو دا غونډه ددی خبری لپاره یوه اشاره وه چی  د روسیۍ سره تاوتریخوالی پای ته رسولو  لپاره ټرمپ انتظامیۍ یوه نوی تګلاره غوره کړیده.پدی وروستیو ورځو کی کله چی  روسیۍ او امریکا ترمنځ د وړی کچی یو نوی جنګ پیل شوی نو نړیواله ټولنه  مجبوره ده چی روان وضغیت ته پاملرنه وکړی.په امریکه کی په بهرنی پالیسئ تبصره کونکی د ټولنی ډیرغړی دا ټکی په کوچنی نظر له سوړ جنګ سره نه مقایسه کوی ، ځکه چی دوی روسیه دومره قوی هیواد نه بولی بلکه دا  د شوروی اتحاد د یوه وړه ټوټه منی .حقیقت دا دی  چی د سړی جګړی په دوران کی هم کله چی د امریکا هوښیاری طبقی د امریکا او روسیی اتومی پیاوړتیا یو ډول حقیقت منلی وه هغه وخت هم د امریکا د حکومت ډیر خلک پدی باوری نه وو چی د دواړه هیوادونه یو بل سره پرتله کړی.په دوو برخو ویشل شوی د امریکا ډیر مامورینو د قدرت د چوکاټ توجه په هر حالت کی د امریکی په لور وه ځک...

پاکستان د ترهګریزو بریدونو په درشل کې پور ترلاسه کړ

لیکنه: د اشوک هانډو ژباړه: د پښتو څانګه د څو میاشتو اوږد مهاله خبرو اترو وروسته، د پیسو نړیوال مرستندویه صندوق (آی ایم ایف) بالاخره پاکستان ته یو بل مالي پور تضمین کړ. په اقتصادي چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر مشاور ډاکټر حفیظ شیخ ویلي چې دغه پور بالاخره د پاکستان او د آی ایم ایف میلمه ډلې ترمنځ د مشورو وروسته ومنل شو. آی ایم ایف به هغه هېواد ته په راتلونکو درې کلونو کې ۶ بیلیونه ډالره ورکړي ترڅو له مالي بحرانونو څخه راووځي. اسلام آباد په خورا ستونزو کې دی او د ۱۸ بیلیونه امریکایي ډالرو پور څخه رنج وړي ترڅو وتوانیږي چې خپل مالي پورونه خلاص کړي او د هېواد اقتصاد ته حرکت ورکړي. اته میاشتې د مخه، کله چې عمران خان د هغه هېواد د لومړي وزیر په توګه انتخاب شو، هغه ویلي وو چې که چیرې آی ایم ایف د خپلو پورونو لپاره داسې سخت شرایط ولري نو هغه به هیڅکله هم دغه مرستندویه پور وانخلي. هغه تر ډيره په ملګرو هېوادونو حسابوله لکه چین، سعودي عربستان او عرب امارات. مګر اوس آی ایم ایف د خپلو پورونو لپاره تازه شرطونه وضع کړي چې عمران دغه ټول ومنل. په دغه شرایطو کې د پیسو سخت تنظیم او مالي مقررات، د ...

په نوي ډيلی کې د ډبلیو ټي او د وزیرانو غونډه

لیکنه: جی سرینیواسن ژباړه: د پښتو څانګه د خصوصې او د تفریقی سلوک جریان تقویه ګرځولو لپاره یوه جدی هڅه چې د ډبلیو ټي او یا د سوداګرۍ نړیوال سازمان نادار او مخ په انکشاف هیوادونه بااختیاره وګرځولۍ شي، د نوي ډيلی د وزیرانو په جرګه کې وشوه. پدغه غونډه کې مخ په انکشاف هیوادونو ته غږ وشو چې د سوداګرۍ راز راز نړیوالو تړونونو مراعات او نرموالی وکارولی شي او د ډبلیو ټي او ترنظارت د سوداګرۍ ګڼ اړخیز سیستم ته وده ورکړۍ شي. په نوي ډيلی کې اوس اوس دا غونډه پای ته رسیدلی چې د ډبلیو ټي او د سوداګرۍ په غونډه کې شتون لرونکې تعاتل له مخه یوړلی شي او پدی حال کې له ۲۲هیوادونو څخه لوړ پوړی چارواکو لخوا د ګڼ اړخیزې جزبې روایت خوندی وساتل شو چې د ډبلیو ټي او په اوسنی تحولاتو څیړنی وشي او د ټولو غړو سره کارکولو لپاره لاری چاری راولټول شي چې د سوداګرۍ نړیوال سیستم ځواکمن شي. د ډبلیو ټي او د تنازې د حل استناف موسسی ته غړی د ټاکلو مخالفت لپاره د ټرمپ انتظامې موقف څرګند شو چې د سوداګرۍ په تنازه کې نامساعد فیصلی امریکی ته ونه سپارلی شي. د ګڼ شمیر هیوادونو سره یی روانې سوداګریزې جګړې یو لړ هیتونو لخوا غندل شو...

نوی ډيلی ته د جواد ظریف سفر

لیکنه: د ډاکټر آصف شجاع ژباړه: د پښتو څانګه د ایران بهرنیو چارو وزیر جاوید ظریف نوي ډيلی ته مسافرت په داسی حال کې ترسره شو کله چې د امریکې متحده ایالاتو او ایران ترمنځ نښته زیاته شوی. د ایران بهرینو چارو وزیر د هند بهرنیو چارو وزیری سره لیدنه وکړه او دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډو ګټو ټولو دوه اړخیز مسلو باندی بحث مباحسه ترسره شوه. دغی غونډې دواړو مشرانو ته موقع پلاس ورکړه چې رابرسیره شوی سیمه ایز وضعیت باندی د نظریاتو تبادله وکړی چې ورکې د افغانستان مسله شامله ده. څنګه چې هند د ایران سره د پیړیو راهیسی شریکی کلتوری اړیکی لری دواړو هیوادونو دوه اړخیز مناسبات او د انرژۍ او رابطې په ساحه کې د انډيوالۍ په علت نور زیات پیاوړه شوی. ایران د هند انرژۍ امنیت قلمرو کې یو ستر مقام لری او یوی اوږدی مودی لپاره هند ته تیلو سپلاۍ کونکو ترمنځ په ستر سپلاۍ کونکی پاتی شوی آن تر دی چې د ایران پرضد د امریکی متحده ایالاتو بندیزونو اوسنې پړاو په دوران کې چې ورکې واشنګټن انکار کړۍ چې ځينی هیواد ته د تیلو وارداتو معافی ونه غزوي. د زروي تړون څخه مخکې هند د امریکې متحده ایالاتو بندیزونو تیر پړاو په دوران ک...

هندوستان د ترکۍ سره خپلې بوختیاوی ژوری کړې

لیکنه: د دیپنجن رای چودری ژباړه: د پښتو څانګه هندوستان او ترکۍ په دی ورستۍ کې خاموشه مګر حتمی وده ترسره کړی او د لوړپوړی چارواکو په کچه پرله پسی غونډو د لیاری یی خپل انډیوالتوب معیاری ګرځولۍ. ترکیه دا موخه لری چې راپورته کیدونکې ملګری، هندوستان او عنعنوي ملګرۍ، پاکستان ترمنځ خپلی اړیکی سره جلا کړی. انقره خپل ولسمشری مشاور ډاکټر ابراهیم کالن نوي ډیلی ته راولیږلو چاچې د ترهګرۍ پرضد او د تعصب څخه په پاکه همکاری پراخ واټنه خبری وکړی چې په خپل انډيوالتوب کې اقتصادی زرغونتیا راولی. هندوستان د ترکۍ د انډيوالتوب لټه کړی چې د پولی بل اړخ څخه خوریدونکې د ترهګرۍ ستونزه هواره کړی چې پخپله اوږدی مودی راهیسی ددی ښکار پاتی شوی. په سرلانکا کې د ترهګرۍ د بریدونو اوسنۍ ستونزه هم هغه وخت د غونډی یوه موضوع پاتی شوه کله چې ابراهیم کالن د هندوستان ملی امنیتی مشاور اجیت ډوول سره وکتل. دواړو اړخونو په نړیوالو او سیمه ایزو ستونزو د نظریو تبادله وکړه چې ورکې د جنوبې اسیا او د لودیځ اسیا په اړه موضوعګان شامل دی. دواړو اړخونو د ټولو هیوادونو اهمیت پرګوته کړو چې یو بل سره مرسته وکړی او د ترهګرۍ ستونزه له...

د هند او ویتنام اړیکې مخ پر زیاتیدو دي

لیکنه: د پروفیسور راجارام پانډا ژباړه: د پښتو څانګه د هند مرستیال ولسمشر ایم وینکایا نایډو ویتنام ته څلور ورځنی رسمي سفر ترسره کړو چې موخه یې له ویتنام سره د هند هراړخیزو سټراټيژیکي اړیکو ته پیاوړتیا ورکول وو. دا یوه عادی خبره ده چې د هند او ویتنام اړیکې د وخت په آزموینه کې قرارلري. ددې ترڅنګ چې مرستیال ولسمشر د ویتنام له سیاسي رهبرانو سره ناستې لرلې ښاغلي نایډو په ویتنام کې میشتو هندي ټولنو ته هم وینا وکړه او د هند او ویتنام ترمنځ اړیکې یې وستایلې. مرستیال ولسمشر له خپل ویتنامي سیال ډانګ تهي ګاک تهین، د ویتنام له لومړي وزیر ګویین سان پهوک او د ملي شورا له مشرې ګویین تهي کیم ګان سره لیده کاته وکړه. ښاغلي نایډو د ویتنام د هانام ولایت په تام چوک پاګوډا کې د ملګرو ملتونو لخوا د ویساک ورځ ۱۶م پړاو لمانځغونډه کې هم ګډون وکړلو او هغې غونډې ته یې ارزښتمنه وینا هم واوروله. دغه غونډه نړیوال مشرتابه او ګډو مسوولیتونو او پایدارو ټولنو ته د بودیزم لاسرسي په موخه جوړه شوې وه. د دواړو هېوادونو د سیاسي مشرانو دوړه اړخیز سفرونه ددې لامل شوي چې ددې هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې په یو لوی سټ...

د ملګرو ملتونو په امنیتی شورا کی د هندوستان په دایمی غړیتوب ټینګار

لیکنه: د معین الدین خان ژباړه : د پښتو څانګی له نن څخه ۷۴  کاله پخوا د ملګرو ملتونو سازمان رامنځ ته شو . د دوهمی نړیوالی جګړی نه وروسته  کله چی نړۍ په لوئی تباهی اوښتی وه ، نو د یوی داسی نړیوالی اداری ضرورت په ډیره چټکتیا سره     احساسیدو تر څو نړۍ له دی بدبختیو وژغوری .په تیره پیړی کی نړی له دوو تباه کونکو جګړو سره مخ شوی چی هر څه  پکی لوټ شوی وو نو له همدی کبله نړۍ مجبوره شوه چی پدی غور وکړی تر څو نړۍ له افراطیت ،جګړه غوښتونکو ، او مرګ ژوبلی څخه په امن وساتل شی چی په راتلونکی کی بیا د هیرو شیما او ناګاساکی په څیر پیښی تکراری نشی .   په تیرو ۷۴ کلونو کی نومړی اداره په تدریجی ډول با ثباته او منظمه شوی او د لاندی ادارو زیاتوالی هم پکی شویدی چی د ژوند په بیلا بیلو برخو کی په نړیواله سطح د انسانیت غوره والی او د ژوند د معیارونو د لوړوالی په برخه کی ټینکار کوی .  د خیریۍ کړنو سر بیره د دی اداری بنیادی کړنه د نړیواله سولی د ټینګښت د جګړو او د دوښمنیو د له منځه وړلو په برخه کی هم کار کوی . دا نشی ویل کیدی چی جګړه ، لوټ او د وژنو سلسله ...