د پی ټی ایم مشرانو ژوند په خطر کی دی
لیکنه : د سهیل انجم
ژباړه : د پښتو څانګی
په پاکستان کی د ژبنی،نسلی اومنطقوی بنیاد پربنسټ خپل هیوادوال له انسانی حقوقو څخه د بی برخی ساتلو ډیر اوږد تاریخ موجود دی .کله مذهبی لږه کیو سره بی انصافی ، کله د ژبنی اقلیتونو سره او کله هم کوم فرهنګی ډله او کله هم د کومی منطقی خلک د دی کرکی ښکار کیږی. اصلاً په پاکستان کی حکومت پخپله هغه کړنی کوی کوم چی په نورو هیوادو کی دوښمن قوتونه ئی تر سره کوی .نن سبا د پښتانه نسل خلک د دی ظلم او زیاتی ښکار دی .د پښتنو د روا حقوقو د تر لاسه کولو مبارزین پښتون تحفظ مومنټ( پي ټي ایم)مشران چی په کوم ډول ترهدف لاندی نیول کیږی دا د همدی تاریخ د روایاتو یوه برخه ده.په یاد ولرۍ چی د پاکستان ټول نفوس ۲۰۷ میلیونه دی چی د پښتنوشمیر پکی۳۰ میلیونه دی چی د نوموړی هیواد دویم اکثریت دی . د دی خلکو غوښتنه ده چی د هغوی حقوق د ورکړل شی او تراوسه چی کومی ناروا وی شوی دی د هغه باید اصلاح وشی.هم د دی لپاره له یوی مودی څخه هلی ځلی روانی دی . د دی تحریک په نتیجه کی په پښتونو کیدونکی ظلمونه نور هم زیات شوی او تر اوسه دا سلسله روانه ده.په دی لړ کی په زرګونو پښتانه په بی رحمانه ډول لا درکه کړای شوی دی.د پښتون تحفظ مومنټ یا(پی ټی ایم) غوښتنه ده چی هغه ټول کسان باید محکمی ته ور وپیژندل شی او له زیانمنو سره دی انصاف وشی او عاملینو سره دی قانونی چلند وشی.په شمال غرب او ټول هیواد کی چی له پښتنو سره د دوهمی درجی سلوک کیږی ،هغی سلسلی ته دی د پای ټکی کیښودل شی. د داسو پښتنو شمیر هم ډیردی کوم چی د صحرائی محکمو په حکمونو قتل شویدی.په نوموړی تحریک د پردو په لمسون د شرجوړونی تورونو په پوری کولو سره د نوموړی تحریک د سبوتاژهڅی روانی دی.د پی ټی ایم د خبرونو مقاطعه کیږی او که کوم میډیا ګروپ د دوی خبرونه نشروی نو په هغه د هیواد دوښمن تور پوری کیږی. د فوځ لخوا پوره هڅه کیږی چی دا تحریک له افغانستان سره وتړی چیرته چی پښتانه په اکثریت کی دی.افغانستان د پي ټي ایم تحریک او د پښتنو د بیداری هرکلی کړیدی .برعکس پاکستانی فوځ تل دا هڅه کوی تر څو دا تحریک بدنام کړی . پاکستان فوځ څه موده وړاندی د دوی په خلاف د جګړی د پیلیدواعلان وکړ.د فوځ ویاند میجر جنرل (ډګر جنرال) أصف غفور په هند او افغانستان دا تور پوری کړ چی دوی نوموړی تحریک سره مالی مرستی کوی . له بلی خوا د یوی لس کلنۍ جنۍ د اختطاف ،د جنسی تیری او قتل په غبرګون کی په اسلام اباد کی احتجاج (مظاهره) روانه ده. حکومت په هر قیمت چی وی د دی مظاهری پای ته د رسولو هڅی کوی، اود انصاف لپاره غږ پورته کونکی د پي ټي ایم فعاله غړی ګلالی اسماعیل په خلاف په اسلام اباد کی ایف آئي آر درج شوی او په نوموړی د پاکستان ضد وینا او د پښتنو په زړونو کی د پاکستان په خلاف د نفرت د رامنځ ته کولو تور پوری شوی.او د نوموړی په خلاف د ترهګرۍ په ترڅ کی دوسیه جوړه شوی . په سوشل میدیا خپره شوی ویډیو په کوم کی چی نوموړی ویلی چی د پښتنو په خلاف پر له پسی ظلمونه کیږی، د جګړی په نوم په فاتا کی ماشومان د تیری ښکار شوی دی .او د پاکستانی فوځ په مشرانو ئی دا تور لګولی چی دا کړنی دوی تر سره کوی .که څه هم حکومت د لس کلنی ماشومی د قتل په خلاف کاروائي کړی خو دوی غواړی چی د پی ټی ایم مشران په دی سلسله روان تحریک څخه بی برخی کړی . پولیس په یو لیکلی بیان کی د پښتون تحفظ مومنټ مشرانو ته خبر ورکړی چی داسی راپورونه ئی ترلاسه کړی په کوم کی چی اندیښنه څرګنده شوی چی د افغانستان ترهګر دوی هدف ګرځولی شی ، په کوم کی چی د ۴ مشرانو نومونه په خاص ډول ذکرشوی دی. د پولیس په لیکلی بیان کی نوموړو ته دا ویلی شوی چی د غیر ضروری سفرونو څخه ډډه وکړی. خپل سفری پروګرام دی چاته ونه ښیی ، په عمومی غونډو کی دی ګډون نکوی .او د خپلی کورنۍ ساتنی ته د خاصه پاملرنه وکړی . پولیس وایی چی دوی ته به دولتی ساتونکی ورکول کیږی خو د تحریک مرکزی مشرعلی وزیر دا د حکومت چل بولی .نوموړی وائی چی ماته د ساتونکو د راکولو خبره کیږی خو مونږ د دوی د مصارفو بوج نه شو اوچتولی او دا اندیښنه ئی هم په ډاګه کړی چی حکومت په حقیقت کی زمونږ ساتنه نکوی بلکی زمونږ ختمول غواړی. د نوموړی په وینا که د محافیظینو په موجودیت کی زمونږ قتل کیږی نو حکومت به له دی تور څخه بچ پاتی شی. نوموړی په ټینګار سره ویلی چی که چیری زمونږ قتل کیږی نوپه مستقیم ډول به ذمه وار حکومت او استخبارات وی. نوموړی د لس کلنی ماشومی سره شوی زیاتی لپاره د انصاف غوښتنه وکړه
Comments
Post a Comment