Posts

Showing posts from June, 2020

د چين تجاوزکونکي چلند په وړاندي نړيوال ملاتړ ترلاسه شو

ليکنه : د روپا ناراين داس ژباړه د پښتوڅانګي په داسي وخت کې کله چې د چین څيره د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په اړه معلومات شریکولو کې د پاتې راتلو له امله خرابه شوی؛ د دې ناوړه چلند هم ، د آسیان د ۱۰ هیوادونو ډلې لخوا وغندل شو چې تیره اونۍ یې په منيلا کې خپله مجازي ناسته ترسره کوله . دې ډلې خپل دریځ یو ځل بیا تکرار کړ چې د بحر د قانون په اړه د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۲م کال کنوانسیون ، د سمندري حقونو ، خپلواکه حقونو او سمندري سيمو په اړه جايز ګټي د ټاکلو ، اساس دې . ددي سره دا خبره څرګنده شوه چي چين د نړیوال قانون لپاره هيڅ درناوي نلري بدبختانه چې په داسي وخت کې چې نړۍ د وبا په مبارزه کې بوخته ده؛ کوم چې په ناڅاپي ډول د چين په ووهان کې رامینځته شوی . چین لخواه جنجال جوړ کړي شوي خواکه دا په هانګ کانګ کې وي ، یا د تایوان په څنډو کې یا د هند - چین په پوله د کنټرول په حقيقي کرخي وي . د روان کال د اپریل په میاشت کې ، په یوه غیر فعاله اقدام کې ، یوي چینایي کښتۍ د ویتنام کښتۍ ، د سویلي چین په سمندر کې لانجمني پاراسيل ټاپوګانو ته څېرمه ، د ۸ تنو عملې سره په اوبو کې ډوبه کړه. دوه ویتنامی کب نیونکي کښتۍ چې د ویتن...

لومړي وزير ويلي چي په خان بسيا کيدل يواځنۍ لاره ده

ليکنه: د پدم سنګ ژباړه : د پښتو څانګي لومړي وزیر نریندر مودي په آل انډیا راډیو د خپل میاشتني من کی بات پروگرام کې وویل ، من کی بات ۲۰۲۰م کال کي د خپل سفر نیم پړاو بشپړ کړي . د دې مودې په جریان کې ، په طبیعي ډول ، خپرونې د لیاري ډیری مسلې راپورته شوې. نړیواله وبا او ناورین چي خلک ورته مخامخ شوي ، لومړي وزير ويل چي اوس د خلکو تر مینځ د بحث موضوع دا ده ، "دا کال به کله پاي ته رسي " خلک یوازې غواړي چې دا کال تیر شي یوازې ۶-۷ میاشتې دمخه ، موږ د هغه ستونزي په اړه لږ څه پوهیدو چې کورونا نوميږي ، او نه مونږ دا تمه درلوده چې دا جګړه به دومره اوږده شي! دا يواځي یو داسي ناورین نه و چي تير شوي . هیواد هره ورځ له یو لړ ناکراریو سره مخ دي . زموږ ختیځ ساحل د آمفان طوفان سره مخ شو . په لودیځ ساحل کې نيسرګا نومي طوپان راغي . په ډیرو ایالتونو کې ، زموږ بزګران د مولخانو ستونزي سره مخ شول . د هیواد په ډیرو برخو زلزلي راغلي . د دې ټولو په مینځ کې ، هیواد د ځینو ګاونډیو هيوادونو ناوړه دسيسو سره معامله کوي . موږ داسې مرحلې ته رسیدلي یو چیرې چې خلک حتی کوچني پیښې د غټو ننګونو سره نښلوي ښا...

لومړي وزير نريندر مودي من کي بات ( د زړه خبره ) ، جون ،۲۰۲۰

من کي بات زما ګرانو هېوادوالو سلام! من کي بات په ۲۰۲۰م کال کې خپل نیمایي سفر بشپړ کړ. په دې بهیر کې موږ په بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړې. په دې بهیر کې په دغه نړیواله وبا باندې چې انساني نسل یې له تباهۍ سره مخ کړی موږ پرې ډیرې خبرې کړي. مګر پدې ورځو کې وینم چې په همدې یوې موضوع د خلکو تر منځ بحث کیږي چې دا کال به کله تیریږي؛ څوک که چا ته ټیلفون وکړي نو هغوۍ هم په همدې اړه بحث کوي چې دا کال ولې ژر نه تیریږي. څوک لیکنې کوي، له ملګرو سره خبرې کوي او وایي چې دا کال ښه نه دی. څوک بیا وایي چې ۲۰۲۰ م کال بختور نه دی. بس خلک یواځې همدا غواړي چې په هر ډول وي خو دا کال ژر تر ژره پای ته ورسیږي. ملګرو کله کله زه فکر کوم چې داسې ولې کیږي؟ کیدای شي چې د داسې خبرو کوم علت هم وي، ۶ یا ۷ میاشتې د مخه موږ کله پوهیدو چې د کورونا په څیر لویه ستونزه به پیښیږي او د دې پر وړاندې به مبارزه دومره دوامداره شي. دا ستونزه خو شته خو سربیره پر دې هره شیبه زموږ هېواد له نویو ستونزو سره مخامخ کیږي. همدا څو ورځې د مخه د هېواد په ختیځو برخو کې د امفان په نوم طوفان راغلو، او د لویدیځو پر لور بیا نیسارګ په نوم طوفانونه را...

د اوساما بن لادن او ترهګرۍ پروړاندی جنګ په باب د عمران خان فکر ښکاره شو

لیکنه : د محمد خاورحسن ژباړه: د پښتوڅانګی که د یو مشر په وینا او عمل کی توپیر وي نو د هغه موقف د هغه له عمل څخه درک کړی شی . دا بله خبره ده چی کله نه کله د زړه خبره په ژبه راشی او اصل دریځ ئې راڅرګند شی څنګه چی د جون په ۲۵مه نیټه د پاکستان پارلیمان ملی اسمبلی ته وینا په کولو د عمران خان د زړه خبره د نوموړی په ژبه راغله. د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د القاعده سرغنه شهید و بللو خو دا څه داسی خبره نده چی ورباندی حیرانتیا څرګند کړی شی . عمران خان له پیل راهسی د پاکستان پوځ ، انتها خوښونکو اود ترهګرو طرفداره پاتی شوی. نوموړی د تحریک طالبان پاکستان ملاتړکونکی پاتی شویدی . کله چی عمران خان قدرت په لاس کی نه لارو نو ترهګرۍ پرضد په جنګ کی امریکی ته ملاتړ په برابرولو يي نیوکه کوله ، نوموړی به وئیل چی په پاکستان کی هیڅ ترهګرنشته او حکومت هس بیسه د پاکستان نوم بدنامه وي. دغو خبرو له کبله یو شمیر خلک نوموړې د طالبان خان په نامه پیژنی عمران خان په قدرت کی د نه پاتی کیدو سره کومی خبری کړیدی که نن د هغی پرضد عمل کړې وائ نو دا خبره به درک کیدی شوه چی سیاسی مجبوریو له امله ترهګرۍ په باب هغه غن...

د کنټرول په حقيقي کرخه ، تقويه هندوستان د چين پارونه شنډه کړه

ليکنه : د ډاکټر ايم ايس پرتيبها ژباړه: د پښتو څانګي چین په تیرو څو لسیزو کې د هند - چین پولې سره خپلې نظامي زیربناوې پیاوړې کوي. بلې خوا ، هندوستان د پولې په اوږدو کې د هند د زیربناو پرمختیا خورا وروسته پیل کړه ، په ځانګړي توګه د ۲۰۱۴ م نه وروسته يي حرکت نيولي هندي اړخ د خپلي پولې پروژې د یوې برخې په توګه تر اوسه پورې تر ۱۰۰۰کیلومتره سړک جوړول بشپړ کړي . د هند - چین سرحدي پروژه ۳ پړاونه لري ، هندوستان یې دا وخت لومړۍ پروژه بشپړوي. د هند دغه ګام چین اندېښمن کړی دی چې هند ولي د خپلو سرحدي زیربناوو پراختیا ته دوام ورکوي ، د کنټرول حقيقي کرخي په اوږدو کې د هند د ګزمي ظرفیتونه ښه شوي ، چې خورا چین يي انديښتمند کړي ددي په نتيجه سرحدي کړکېچن رامنځته شوی . د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۰م د مۍ مياشتي په ۵مه نيټه لومړۍ پيښه وشوه کله چې په لداخ کې پینګ تسو او په شمالي سکم کې ناکولا کې د هندي او چینايي عسکرو ترمنځ نښتې پیل شوې. دواړه خواوې ټپي شوې وي البته چینایانو د کنټرول حقيقي کرخي ته نږدې د ځواکونو پیاوړي کول پیل کړل ، او د دې برید کونکي رويه په داسې ځایونو کې ښکاره شوه او داسي د ګلوان وادي ، ډیمچوک...

روسۍ څخه د دفاع وزير ليدنه

ليکنه : د ډاکټر اندراني تالوکدار ژباړه : د پښتو څانګي روسۍ ته د هند دفاع وزیر راج ناتھ سینګ سفر نه یوازې د هند لپاره بلکې د روسیې او چین لپاره هم د پام وړ دی په ځانګړي ډول کله چې نړۍ د کوویډ-۱۹ ناروغي سره مخ شوي . د درې ورځني سفر په جریان کې ، د هند دفاع وزیر د روسیې له لوړپوړي نظامي ځواکونو سره خبرې وکړې او په دوهم نړیوال جنګ کې یې په جرمني کې د شوروي د بریا ۷۵مه کلیزه لمانځلو لپاره په مسکو کې په روان پراخ نظامي پریډ کې يي ګډون وکړ د بریا ورځ د نمانځلو په مراسمو کې د هندوستان برخه اخیستنه ، نه یوازې د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د روسیې او نورو هیوادونو د سترو قربانیو ستاینه نښه کوي بلکه دا هم راپيادوي چي دوهم نړیوال جنګ کې هندي سرتیرو د پام وړ برخه اخیستې وه. د ښاغلي سینګ دا سفر د هند او چین تر منځ د سرحدي کړکيچ ترمنځ را منځته شوي او په پریډ کې د هندي ځواکونو ۷۵ غړو دستي په ګډون د چین څخه برخه اخیستونکي هم پدي کي شامل وو . دغه لیدنه د نوي ډیلي صلاحيت او بشپړتیا او د هند تګلارو ټينګتيا ترمنځ ترسره شوي . دغه لیدنه د روسیې او هند ترمنځ د ځانګړي او امتیازي اړیکو اهمیت هم ښیې روسیه د ...

بايد چي نيپال په خپلو اوسني کړنو بيا نظر واچوئ

ليکنه : د منجيو سنګ پوري ژباړه : د پښتو څانګي د هند سره د نیپال اړیکې د روزنيز ژوند هر اړخ سره تړلي نه دي. دا ډول اړیکې ، په حقیقت کې ، د نړۍ په بل هیڅ ځای کې نه لیدل کیږي. خو پیچلتیاو او لېوالتیاو د لياري د نیپال په سیاست کې د هندوستان ضد ملتپالنې هڅول کيږي . په وروستي اونیو کې ، دغه ډول سیاست د هند - نیپال اړیکې د وخت ازموینې سره مخ کړي ، چې د جغرافیه او تاریخ پواسطه رامینځته شوي ، او خورا جدي ننګونې يي منځته راوستي معامله دومره زياته شوه چې تیره اونۍ نیپال خپل اساسي قانون تعدیل کړ او خپله نقشه يي نوي کولو سره د هند بشپړ واک لرونکي سیمې يي ورکي شاملې کړې. دا چینایي پولې ته څېرمه په اتراکهنډ کې د کالا پاني ، لیپولیک او لیمپیاهورا سیمې دي چې د کیلاش - مانسروور زيارت لپاره په دودیز ډول کارول کيږي . د دې نقشې یوه نښه د نيپال ملي نښي سره پيوسته ده . دا کار په يو اړخيز ډول شوي او یوه مسله یې راپورته کړې چې په څرګنده توګه نه منل کیدونکی ده او باید په ټولو حالاتو کې یې مخنیوی وشي امکان دي چې دا معامله به نوره هم پیچلي شي کله چې نیپال د خپل تابعیت قانون تعدیلوي، که چيري تير وختونو ته وکتلي ش...

د روسۍ ، هند او د چين بهرنيو چارو وزيرانو غونډه

ليکنه : د راجورشي راي ژباړه : د پښتو څانګي د روسیې ، هند او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ١٧مه درې اړخیزه ناسته د آر آیي سي تر عنوان لاندې جوړه شوې. د روسیې په مشرۍ ، د غونډي دې مقصد په دوهم نړیوال جنګ کې د نازیزم په وړاندې د بريا ٧٥یمې کلیزې لمانځل او د کویډ - ١٩ کړکیچ ته د ګډ غبرګون ورکول وو دا مجازي غونډه په داسې حال کې جوړیږي کله چې د نوي ډیلي او بیجینګ ترمنځ د سرحد سخته تنازه روانه ده . د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس، جی، شنکر په روښانه ډول د آر،آیي،سي لپاره د مخکینۍ ناحیې په توګه د هیواد موقعیت په ګوته کړ ، ترڅو په راتلونکي کې هر ډول ټیکاو ترلاسه کړي. پدې کې د نړیوال قانون درناوی ، د شریکانو مشروع ګټې په رسمیت پیژندلو ، څو اړخيز ملاتړ او ګډو ګټو ته وده ورکول شامل دي. دا په پراخه کچه د آر،آیي،سي فارمیټ چې ددي هدف څه دي ، په سوچه ډول مخي ته راولي . په ټرويیکا کې ډیریدونکي خطاوي په پام کې نیولو سره ددي ډلي اغیزمنتیا په اړه پوښتنې راپورته شوي. البته دا ناسته خو وشوه مګر د برخه اخیستونکو غوښتنو ته يي اشاره وکړه چې د ګړندۍ بدلون په جریان کې د نړۍ په مینځ کې د ګټو تبادله وپلټئ. په زړه ...

هندوستان د ګلوان په دره د چين دعوه لغوه کړه

ليکنه : د ډاکټر روپا ناریان داس ژباړه : د پښتو څانګي د جون په ۱۶مه د هند - چین په پوله کي د کنټرول په حقيقي کرخه د هند د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره د شلو هندي سرتیرو او افسرانو له شهادت وروسته ، چین په بې شرمۍ سره د لداخ ګلوان درۍ په هکله خلکو ته خپلې غلطې دعواوې وړاندي کړې کومې چې بي له ځينې تنازي د هند سيميزې بشپړي خاوري يوه برخه ده او دا د چل چلوتي او درغلۍ په يو عمل کي د بيجينګ د خپلي پخوانۍ دعوي پرضد ده د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د ګلوان په وادۍ کې د هند تاسیس شوی تاریخی موقعیت تکرار کړ. نوي ډیلي ټینګار وکړ ، د کنټرول حقيقي لاين په اړه اوس د حقیقت نه لرې او نه ماتېدونکي ادعاوو لپاره د چینایي لوري هڅې نه مني هندوستان نه یوازې د سیمې فزیکي ملکیت کې دی ، بلکه د دغې سېمې نوم دا راڅرګندوي چې دا د هندوستان ملکيت دی ځکه دا سيمه دانګلیس - هندوستان په وخت کې د یو سیمه ایز نفر ، غلام رسول ګلوان په نامه نومول شوی وه . بيجينګ بي ځايه پدي سيمه خپله دعوه کړي .مګر ، د چین هڅې نشي کولی یرغل له لارې د تاریخ ، جغرافیې قانوني ثبوت له مینځه یوسي د حقایقو په پام کې نیولو سره ، پيپلس لبريشن...

هندوستان به یو ګټونکی په څير راپورته شي

ليکنه : بي بټاچاريه ژباړه : د پښتو څانګي د تیرو څو ورځو راهیسې ، رسنۍ د ناڅاپي او نامشروع تاوتریخوالي په اړه په راپور ورکولو بوخت دي چې د چین او هند ترمنځ د حقيقي کنټرول کرخي په یوه ټاکلې نقطه راپورته شوې. کېدی شي د ډیرو هیوادونو تر منځ د سرحدي مسلو په اړه توپیرونه شتون ولري او ډیر ورته په نظامي او ډیپلوماتیکه کچه یو شمیر میکانیزمونه چمتو کړي، خپلمنځي سوله ییز جوړجاړي لپاره ، چین او هند هم استثنا نه دي. همدا لامل دی چې د چینایانو اوسني بې دليله یرغل ، دا هم هغه مهال چې ټوله نړۍ په چین کې د یوې خپرې شوې ناروغۍ سره مبارزه کوي ، د خلکو د قهر او غصي لامل شوی که څه هم دواړه اقتصادي ودي په لار روان دي ، د پیرود ځواک شرایطو کې دوی په نړۍ کې دوهم او دریم لوی اقتصادي قدرتونه دی. د دواړو هیوادونو د ودې لوی سرچیني د نړۍ په سوداګرۍ کې اغیزمنه ونډه اخلي . دا خبره د هند په پرتله د چین لپاره زياته حقيقي ده د مارکسيس لرغوني مفکوره نړیواله سوداګري د پانګوالو د استثمار يوي وسیلې په توګه کاروي . د لینن لخوا لاسلیک شوی لومړی فرمان د روسیې د بهرني سوداګرۍ ملي کول و. د بهرنۍ نړۍ سره بوختیا د شک په نظر لیدل...

هندوستان د ملګروملتونو امنيتي شوره څوکۍ وګټله

ليکنه: د پروفيسور اسوک کمار مکهرجي ژباړه : د پښتو څانګي هندوستان د ملګرو ملتونو بنسټ ایښودونکی غړی دی او د سان فرانسسکو کنفرانس کې د ملګرو ملتونو منشور يي د ۱۹۴۵م ميلادي کال جون مياشت کي لاسلیک کړي وو . د ملګرو ملتونو منشور د پنځه غیر منتخب دایمي غړو (چین ، فرانسه ، انګلستان ، متحده ایالاتو او شوروي اتحاد) سره د ملګرو ملتونو امنیتي شورا جوړه کړه. او ۱۰ ټاکل کيدونکي غړي هر دوه کلونو په وقفه غوره کيږي . د ملګرو ملتونو امنیتي شورا ته د ملګرو ملتونو منشور لخوا د نړیوالې سولې او امنیت ساتلو لپاره لومړني مسؤلیت ورکړل شوی و ۱۹۴۷م کال په اګست کې له خپلواکۍ وروسته ، لومړی ځل هندوستان د ملګرو ملتونو امنیتي شورا ته وټاکل شو او ۱۹۵۰-۵۱ لپاره يي دا څوکۍ په غاړه ولرله. له هغه وخته راهیسې ، هند په امنیتي شورا کې د دوه کلنۍ مودې لپاره اوه ځله ټاکل شوی ، چې په اوسط ډول هره لسیزه کي د یوې مودې لپاره يي دا منسب ترلاسه کړي . په امنیتي شورا کې د هند وروستۍ دوره د ۲۰۱۲م دسمبر مياشت کې پای ته رسيدلي وه د ۲۰۱۳م کال نومبر مياشت کې ، اتم ځل لپاره د هندوستان کاندیدتوب رسما د ملګرو ملتونو سازمان ته افغانستان او ...

هندوستان چين ته سخت احتجاج وړاندي کړ

ليکنه : د پروفيسور شري کانت کونډاپالي ژباړه : د پښتو څانګي د جون په ۱۵مه د چینايي ځواکونو یرغل د هند د پوځ ۲۰ سرتيرو شهادت او د شاوخوا ۴۳ چینايي سرتیرو د مرګ ژوبلې لامل شو او ددي له امله د لداخ په لویدیځ برخه کې د ګلوان او پیانګ توسو سیمو کې تاوتریخوالۍ لا پسې ترینګلی شو. د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جیشینکر د خپل چینایي سیال وانګ یی سره خبره وکړه او د هند له پلوه يي د احتجاج څرګندونه وکړه . هغه د چینايي سرتیرو پهکله اندیښنې هم راپورته کړي چې د جون د شپږمې نیټې د سیمه ییزو قوماندانانو د سرتيرو د پشا کولو پلان سرغړونه يي وکړه. چین هڅه کړې د کنټرول حقيقي کرخي په اوږدو کې وضعيت بدل کړي ډاکټر جیشینکر څرګنده کړه چې په لداخ کې بې ساري پیښه به د دواړو هیوادونو تر منځ په دوه اړخیزو اړیکو جدي اغیزه وکړي . البته دواړو وزیرانو موافقه وکړه چې دا مسله به په "مسولانه ډول" حل کړي په ګلوان وادي کې پیښه د یو لړ سرحدي پیښو لامل شوي چې د می د ۵ مي نیټې راهیسې په لداخ کې د سيکيم نکو لا ، پیانګ توسو او ګوان سیمو کې چینايي سرتیري په راننوتلو د سیمې امنیت يي په خطر کي اچولي . پداس...

د پښتنو نژادي لږه کيو ناوړه وضعيت

ليکنه : د معين الدين خان ژباړه : د پښتو څانګي د پاکستان له تاسیس راهیسې ، پښتنو ځان بې وسه او مجبوره احساس کړي . هڅې روانې وې ترڅو د دوی ځانګړي کلتوري ارمانونه پړاو په پړاو وچقولي شي . د هغوي وفادارۍ ته تل د شک په نظر کتل شوي ، که څه هم دې پښتنو د پاکستان پوځ ته ډیر ارزښتناک خدمتونه ترسره کړی. دوی د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې نژادي اړیکې هم لري. د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ کرخه هیڅکله د کوم افغان حکومت لخوا د يوي پولي په توګه په رسميت نه ده پیژندل شوی ، حتی چي طالبان هم د دواړو هیوادونو تر منځ دا کرخه د پولې په توګه نه مني  د ۱۹۷۰م لسيزي په پيل کي په ختیځ پاکستان کې د پاکستان پوځ ډله ییزې وژنې وکړي او هغوی يي له سیاسي حقوقو څخه بي برخي کړي وو . د خلکو بشپړ محرومیت په پایله د پاکستان دوه ټوټي شوي او د بنګله دیش په نامه يو نوي هيواد رامینځته شو. په پاکستان کې د ولایتي اختياراتو او سيمه ييز حقوقو غږونه پورته شول. پښتانه هم د پوځ د زور زیاتي او ظلمونو له امله په قهر او غصه کي راغلي وو. هغوي سره د دروغو ژمني وشوې چې هغوي ته به سیاسي آزادي ورکړي شي خو غیور پښت...

هندوستان د نيپال نوي نقشه رده کړه

ليکنه : د رتن سالدي ژباړه : د پښتو څانګي د نیپال ولسي جرګې ، پرتي ندهي سبها د ۲۰۲۰م کال د جون په ۱۳مه ، د هیواد سیاسي او ځمکنۍ نقشه بدلولو لپاره د اساسي قانون د تعديل لايحيه تصویبه کړه او د هندوستان د خاورې ځینې برخې د اتراکنډ ایالت په پیتوراګړ ولسوالۍ کي ځيني هندي سيمي يي د نيپال سیمې وښودلي د لايحيي په اړه بحث د جرګې لخوا ګړندی تعقیب شو او یو پریکړه لیک یې تصویب کړ. د نیپال نوې نقشه د ۲۰۲۰م کال د مۍ په ۱۸ مه نيټه د کابینې لخوا تصویب شوه او کلاپاني ، لیمپیادورا او لیپولیک سیمي د نيپال په نقشه کي وښودلي شول . دا سیمې تل د اتراکنډ پيتوراګړ ولسوالۍ لاندي د هندوستان مهمي برخې دي او هميش به وې. دا سیمه چي شاوخوا ۳۵۰ مربع کیلومتره ده ، دهندوستان لپاره ستراتیژیک اهمیت لري ځکه چې دا د کیلاش-مان سرو ور، زیارت یوه مهمه لار ده ، چې د هر هندي لپاره ارزښت لري ، خو ددي سره دا د هند او تبت ترمینځ د سوداګرۍ لاره هم ده. دا د هند ، نیپال او د چین تبت دري اړخيزي خودمختاري سیمي په څنګ کې شتون لري هند ، د نیپال دا اقدام د دواړو هیوادونو تر منځ د تفاهم سرغړونه وبلله او غواړي چي د پولو په اوږدو کې د ...

د زياتي ودي لپاره د لومړي وزير غږ

ليکنه : د ډاکټر ليکها چکر ورتي ژباړه : د پښتو څانګي لومړی وزیر د هند سوداګرۍ خونې ته وینا وکړه. لومړي وزیر نریندر مودي د پنجشنبې په ورځ د هند د سوداګرۍ د خونې ۹۵مي عمومي غونډې ته وینا وکړه چي دا بحران موږ ته نوي فرصتونه وړاندې کوي له همدې امله ، دا زموږ مسؤلیت دی چې له دې فرصتونو ګټه واخلو او په ځان بسیا هند جوړ کړو. هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د هوا د بدلون په جریان کې ، دا مهال هیواد د کوویډ-۱۹ په څیر ناروغۍ سره مخ دی د هند اقتصاد اوس مهال په قوماندې او کنټرول په حالت کې دی. لومړي وزیر اقتصاد په چالانولو ټینګار وکړ. هغه وویل چې هند اړتیا لري چې د لرغوني طرزونو څخه لرې شي او د کورني اکمالاتو سلسله رامینځته کړي چې د نړۍ د کچي وي ترڅو وکولی شي د نړۍ د نورو هیوادونو سره سیالي وکړي. د دې هدف ترلاسه کولو لپاره ، د پانګوونې لوی پریکړې باید ترسره شي. عامي پانګوونې زیاتوالي لپاره عاجل اړتیا شتون لري ترڅو خصوصي پانګونه هم وده وکړي لومړي وزیر په منځنۍ ، کوچنۍ او منځني کچې صنعتونو او غیر بانکداري اقتصادي شرکتونو ته نغدي جریان په ترڅ کي د اصلاحاتو غوښتنه هم وکړه. د مالیې وزیري نرملا سیتارمن لخوا ...

د کوویډ-۱۹ناروغئ ترمنځ د پاکستان اقتصادي مبارزه

ليکنه : د کوشيک راي ژباړه : د پښتو څانګي پاکستان دا مهال له دوو لویو ستونزو سره مخ دی. له یوې خوا ، دا د اقتصادي بحران ستونزې ته مخامخ دی ، له بلې خوا ، په ورته بحران کې ، دا د کوویډ-۱۹ په څیر د نړیوالې ناروغۍ سره مخ دی ناروغي په داسې وخت کې راغلي کله چې پاکستان د خپل بدترین دور څخه تیریږي. نړیوال مالي صندوق (آی ایم ایف) د اقتصادي بحران څخه د اسلام آباد د خلاصون لپاره د ۶ بيليون امريايي ډالرو مرسته اعلان کړې وه ، خو شرایط دومره سخت دي چې د پاکستان لپاره ناشونې ښکاري. د تیر کال په بودیجه کې ، پاکستان د جي ډي پي ۰،۶ سلنه اساسي مالي خساره درلودله . هغه تمه وکړه چې مالیې سیسټم ښه کول به دا هدف ترلاسه کړي. مګر داسې نه بریښي چې هغه به په ​​خپل هدف کې بریالي شي اسلام آباد تل ماليه راټولولو له لارې د عایداتو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کړې. ځکه چې بډایه او مالداره کسان د یو یا بل دلیل په اساس مالیه خوندي کوي ، پداسې حال کې چې غریبان مالیه ورکوي . د نړیوال مالي صندوق مالي کڅوړه د مالیې پالیسۍ او د سیسټم اصلاحاتو له لارې د دولت پور کمولو لپاره وه د مالي کڅوړې لومړی پړاو خپرولو پرم...

د هندوستان او اسټرليا ترمنځ اړيکي: يوه عملي غوڼډه او ددي پايلي

ليکنه : د پروفيسور شنکري سندرا رمن ژباړه : د پښتو څانګي هندوستان او آسټرلیا خپله لومړۍ مجازی دوه اړخیزه ناسته د لاک ډاون او د سفرونو بندیزونو په مینځ کې ترسره کړه چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله په نړۍ کې مسلط شوې. دا ناسته د دوه رښتیني لیدنو په ځای وشوه چې د ۲۰۲۰م جنوري او د ۲۰۲۰م می مياشت کې ترسره کيدونکي وي او د دوه اړخیزو اړیکو لا پیاوړتيا لپاره ترسره شوي . لکه څنګه چې وبايي ناروغئ په فزیکي خوځښت محدودیتونه وضع کړي ، نو پدي وجه دا ناسته د مشرانو ترمنځ د مجازی حالت له لارې ترسره شوه د سرمشریزې غونډي اصلي تمرکز هراړخیزه ستراتیژیکي ملګرتیا وه او موخه يي دواړو هیوادونو تر منځ دوه اړخیزو اړیکو ته وده ورکول وو. د غونډې په جریان کې دواړو هیوادونو ۹ تړونونه لاسلیک کړل چې یو لړ اقتصادي او امنیتي اړیکې پکې پوښلي. په اقتصادي کچه دواړه هیوادونه د نږدې دوه ملیارده ډالرو په ارزښت قوي تجارتي اړیکې لري. لکه څنګه چې هندوستان د هند - بحرالکايل په سيمه کې خپل اقتصادي بوختيه ژوره کړی ، آسټرالیا اوس د هند ۸م لوی سوداګریز انډيوال دي د کوویډ-۱۹ څخه ننګونو ته د رسیدو په مسله کې ، لومړي وزیر نریندرمودي د نا...

لومړي وزير صنعتونو ته ويل ، هندوستان به ډير زر د خپل ودي رفتار بيرته ترلاسه کړي

ليکنه : د جي شري نيواسن ژباړه د پښتو څانګي هند به خپله وده د نورو جوړښتي اصلاحاتو سره بیرته ترلاسه کړي او دا به زموږ د هیواد په لاره کي بدلون راولي ترڅو په پراختیایی سفر کې د ملګري په توګه خصوصي سکتور سره د کوویډ - ۱۹ ننګونو سره مقابله وکړي. دا په پلازمېنه کې د هند د صنعت کنفدراسیون ۱۲۵مي کلنۍ غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې د لومړي وزیر نریندر مودي لويه سلامي وه. د ځانګړي وينا پرته ، ښاغلي مودي د صنعت مشرانو ته ډاډ ورکړ چې یوځای موږ به خامخا وده بیرته ترلاسه کړو په محاصره شوي کورني شرکتونو اعتماد رامینځته کولو له لارې ، لومړي وزیر تاکید وکړ چې هغه د هیواد ظرفیتونو او د بحران سره چلند ، د هند متنوع استعدادونو او ټیکنالوژۍ ، په نوښت او عقل ، زيارکښ بزګرانو او ډير کوچني ، کوچني او متوسط ​​شرکتونه باندي باور لري چي د ټول هيواد وده به بیرته راوګرځوي . په (جي ډي پي ) کي د ډير کوچني ، کوچني او د متوسط شرکتونو برخه ۳۰ سلنه حسابيږي . لومړي وزیر په مناسب ډول یادونه وکړه چي پدې ورستئ کي ددي شرکتونو په مفهوم کي بدلون راوستل شوي او حکومت ته پکار توکو لپاره د ۲۰۰ کروړه روپيو پوري نړيوال ...

لومړی وزیر د کورونا سره مبارزه کی له خلکو د احتیاط غوښتنه کړی

لیکنه: کوشیک روی ژباړه: پښتو څانګی د آل انډیا راډیو پر څپو د "من کی بات" میاشتنۍ خپرونې کې خلکو ته په خطاب کې ، لومړي وزیر نریندرا مودي وویل چې د کورونا وایرس پروړاندې مبارزه په ټول هیواد کې د ډله ایزو هڅو له لارې په چټکی سره روانه ده. هغه له خلکو وغوښتل چې د کویډ ۱۹ ناروغۍ په د روان حالت کې لا ډیر هوښیار او محتاط اوسي په داسې حال کې چې د هند اقتصادی لویو برخو ته د کار اجازه ورکړل شوی ده لومړي وزیر وویل ، د ۲۰۰ اورګاډیو خدمتونه د کافي احتیاطي تدبیرونو سره بیا پیل شوي دي. هغه زیاته کړه هوایی خدمتونه هم له سره پیل شوي او صنعت هم عادي حالت ته راګرځي. هغه ګوته وڅنډله چې هیڅ ډول نرمښت به شتون ونلري او خلکو ته یې سپارښتنه وکړه چې دوه مټره واټن وساتي ، ماسک واغوندي او د امکان تر حد پورې په کور کې پاتې شي. ښاغلي مودي ټینګار وکړ چې له ډیرو سختیو وروسته ، د هیواد وضعیت سم مدیریت کول باید ضایع نشي. د هند لومړي وزیر زموږ د خلکو لخوا د خدمت روحیه وستایله او دا یې ترټولو لوی ځواک وباله. هغه وویل ، موږ د ( سیوا پرمامو درهرما) له فرمان سره آشنا یو. خدمت پخپله کې یوه خوښی ده. لومړ...