هندوستان د ګلوان په دره د چين دعوه لغوه کړه

ليکنه : د ډاکټر روپا ناریان داس
ژباړه : د پښتو څانګي
د جون په ۱۶مه د هند - چین په پوله کي د کنټرول په حقيقي کرخه د هند د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره د شلو هندي سرتیرو او افسرانو له شهادت وروسته ، چین په بې شرمۍ سره د لداخ ګلوان درۍ په هکله خلکو ته خپلې غلطې دعواوې وړاندي کړې کومې چې بي له ځينې تنازي د هند سيميزې بشپړي خاوري يوه برخه ده او دا د چل چلوتي او درغلۍ په يو عمل کي د بيجينګ د خپلي پخوانۍ دعوي پرضد ده
د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د ګلوان په وادۍ کې د هند تاسیس شوی تاریخی موقعیت تکرار کړ. نوي ډیلي ټینګار وکړ ، د کنټرول حقيقي لاين په اړه اوس د حقیقت نه لرې او نه ماتېدونکي ادعاوو لپاره د چینایي لوري هڅې نه مني
هندوستان نه یوازې د سیمې فزیکي ملکیت کې دی ، بلکه د دغې سېمې نوم دا راڅرګندوي چې دا د هندوستان ملکيت دی ځکه دا سيمه دانګلیس - هندوستان په وخت کې د یو سیمه ایز نفر ، غلام رسول ګلوان په نامه نومول شوی وه . بيجينګ بي ځايه پدي سيمه خپله دعوه کړي .مګر ، د چین هڅې نشي کولی یرغل له لارې د تاریخ ، جغرافیې قانوني ثبوت له مینځه یوسي
د حقایقو په پام کې نیولو سره ، پيپلس لبريشن ارمي يا (پي ايل اي ) لویدیز تیاتر قوماندې د جون په ۱۶مه نیټه یو بیان خپور کړ او ادعا یې وکړه چي ټوله ګلوان وادي د چین ده او دا يي د چين ځمکنۍ بشپړتیا بولي.دا په چټکۍ سره د جون په ۱۷ مه د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند لخوا تعقیب شو. دا عادي چینایی طريقه کار وو یعنی د غیر مسلې څخه يې يوه مسله رامینځته کړه ، او بیا د اړتیا څخه يې بهر فضیلت رامینځته کړ
د تاوتريخوالي دا پيښه ددغه وينا په تناظر کي وشوه چي چينيانو وضعيت نور خراب کړو کله چي هند دوي مخه هغه وخت ونيوله کله چي يي د هندوستان سيمي دننه پوستي جوړښتونه رامنځته کول کوم چې د باوري اقداماتو سرغړونه ده چې وخت په وخت د دواړو خواو لخوا پري هوکړه شوې. هندوستان دا هم یادونه وکړه چې د دواړو خواو جګپوړو پوځي قوماندانانو د جون میاشتې په شپږمه نیټه د حقيقي کنټرول لاین په اوږدو کې د سرغړونه نه کولو او د بې وسلې کولو په پروسه هوکړه کړې وه چې د دواړو خواوو عملي اجرات پکې شامل وو
نوي ډیلي دا هم واضح کړه، چې دواړو خواو موافقه کړې وه چې د کنټرول حقيقي کرخي درناوی وکړي او د وضعیت د بدلون لپاره به هیڅ ډول فعالیت نه ترسره کوي .په هرصورت ، چین د ګلوان په سیمه کې شوي تفاهم څخه لرې ولاړ او او هڅه یې وکړه د کنټرول په کرخه جوړښتونه رامینځته کړي. کله چې دا هڅه شنډه شوه ، چینایی عسکرو د جون په ۱۵مه تاوتریخوالی وکړ او په پایله کې یې تلفات واوښتل. " دبهرنیو چارو وزارت یوځل بیا تاکید وکړ چې هندي سرتیري د ګلوان دري په ګډون په ټولو سکتورونو کې د کنټرول حقيقي کرخي درناوي کوي او هندي اړخ "هیڅکله د کنټرول حقيقي کرخي په اوږدو کې کوم اقدام نه دی کړی . هندي ځواکونه له اوږدې مودې راهیسې پرته له کومې پیښې د ګلوان دري ګزمې کوي
نوي ډیلي زیاته کړې ، موږ تمه لرو چې چینایي لوري به په سرحدي سیمو کې د سولې او آرامۍ د تامین لپاره د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ هغه تفاهم ته په کلکه درناوي وکړي ، چې زموږ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره خورا اړین دي
د هند - چین پر پوله د چین یرغل د چین د نړیوالې غندنې لامل شوی. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په کلکه ددغه کړکيچ مسؤلیت په چين واچولو او چين یې يو ورانکار هيواد وبللو
په امسټرډم کې د سویلي آسیا د مطالعاتو لپاره د اروپا بنسټي موسسي په یوه بیان کې وویل چي د هندي سرتیرو برید د چین د مخ په زیاتیدونکي دریځ په پایله کې رامینځته شو . چين هميشه داسي سرغړوني کړي خواکه هغه د سویلي چین بحر ، تایوان یا هانګ کانګ کې وي ، چین په ټوله سیمه کې د جنګ لپاره خپلي مټي نغښتي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت