پاکستان د کرکی د پيرودو لپاره هیڅوک پیدا نکړل
لیکنه : د کوشیک رای ژباړه : د پښتو څانګی د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د کشمير مسله د نړیواله کولو هڅې د ملګرو ملتونو په ۷۰ مه عمومي اسمبلۍ کې ترسره کړی. هغه د هند د جمو او کشمیر ایالت د خلکو د وضعیت په اړه بی ځایه او په لوړ اواز خبری وکړی. په هرصورت ، شورا د پاکستان د لومړي وزیر وینا ته پاملرنه ونه کړه. عمران خان بیا د جګړې مسله راپورته کړه او حتی اټومي کلمه د هغه لخوا وکارول شوه. دا د پام اړولو لپاره د پاکستاني مشرانو د داستان یوه برخه ګرځیدلې ده. پاکستانی مشر د امریکا له اداری څخه هم هیڅ ډول ملاتړ ونه موند. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په حقیقت کې د پاکستان پر لومړي وزیر نیوکه وکړه چې ولی د اویغوریانو د حالت په اړه یی داسی څرګندونی نه کوی چی د کشمریانو په اړه یې کوی. د سویلي او مرکزي آسیا لپاره د متحده ایالاتو سرپرست مرستیالی ، ایلیس ویلز د کشمیر په اړه د ښاغلي خان څرګندونې "بی ګټی" وبللې. هغې وویل ، "د بیاناتو راکمول به په ځانګړي توګه د دوه اټومي قدرتونو ترمنځ ښه هرکلی وي.”اغلې ویلز دا پوښتنه هم وکړه چې ولې د پاکستان لومړی وزیر د چین پرضد خبرې ن...