د کلبوشڼ جادو معامله: د پاکستان چلند د آئی سی جی سپکاوی


لیکنه : د فهیم احمد 

ژباړه : د پښتو څانګی 

له هند سره د پاکستان دوښمنی کومه نوی خبره نده. او د هند د بدنامولو لپاره هغه له هری وسیلی څخه کار اخلی. نوموړی د هند په خلاف له ډیری مودی راهیسی د پردی تر شا جګړه پیل کړیده. په کوم کی چی د خپلو شومو اهدفو د ترلاسه کولو لپاره ترهګر او د پاکستان آئی ایس آئي اداره شمولیت لری. د هند د بحری قواوو پخوانۍ افسر کلبهوشن جادو ئۍ چی په غیر قانونی طریقه په بند کی ساتلی، تازه مثال دی. پدی ټوله نړۍ پوهه ده چی کلبوشڼ جادو د هند د بحری قواوو پخوانۍ افسر وو او اوس چی د تجارت په موخه ایران کی اوسیدو، د پاکستان د استخباراتو لخوا تښتول شویدی. خو پاکستان دا دعوه کوی چی نوموړی ئی د صوبه بلوچستان په سیمه کی نیولی او تور ئی پوری کړی چی نوموړی په ترهګریزو عملیاتو کی ښکیل دی. پاکستان چی څه ډول د کلبوشڼ جادو قضیه وړاندی کړیده هغه د نړیوالو د منلو وړ نده ګرځیدلی. همدا راز پاکستان کلبوشڼ جادو په نظارت کی ساتلو سره د نړیوالو قوانینو سرغړونه کړیده. په ۲۰۱۶ میلادی کال کی کله چی نوموړی ئی ونیولو نو هغه ته ئی د قانونی لاسرسی مرسته هم نکړه برابره. د هند لخوا په آئي.سی .جی (نړیواله محکمی) کی له تګ او دوسیی له اورولو وروسته، د محکمی په وینا ، د تیر کال د سپتمبر په ۲ نیټه پاکستان جادو ته د قانونی لاسرسی په برابرولو رضایت څرګند کړ او هندوستان ته ئی اجازه ورکړه تر څو په پاکستان کی د هند شازده فیر( ګورو اهلوالیا )ته اجازه ورکړه چی له کلبوشڼ جادو سره وګوری.د کلبوشن له توقیف کیدو نه تر ننه پوری پاکستان خپله چالاکی ښودلی ده. د نیول شوی جادو دوسیه ئی هم په نظامی محکمی کی تر څار لاندی ونیوله او نوموړۍ ئی د مرګ په سزا محکوم کړ. خو د هند په همیشنی مداخلی او آئی سی جی ته له تلو وروسته پاکستان ونشول کړای چی په تورن کس د نظامی محکمی حکم تطبیق کړی. پاکستانی مامورینو وخت هم د هغوی سپکاوی کړی وو کله چی کلبهوشن له خپلی مور سره لیدنه کړی وه . پاکستان چی کله جادو ته قانونی لاسرسی برابره کړه بیا ئی هم له خپل عادت څخه مجبوره ناوړه عمل تر سره کړ. له ملاقات وروسته هند بیان خپور کړ په کوم کی چی ویل شوی وو ، چی جادو تر سخت ذهنی فشار لاندی راغلی او نوموړی هغه څه وویل چی پاکستانی حکمرانانو د ویلو لارښونه ورته کړی وه. اوس بیا پاکستان وائی چی جادو ته به د قانونی لاسرسی اجازه ورنکړی. اصلاً له کشمیر څخه د ۳۷۰ او ۳۵ ای مادی د له منځه اوړلو وروسته پاکستان بوګنیدلۍ دی. نوموړی غوښتل چی دا مسله په نړیواله کچه پورته کړی او نړیوال رنګ ورته ورکړی ، خو وئی نشوای کړای، چی ملاتړ تر لاسه کړی. اوس غواړی چی بل ډول ګډوډی رامنځ ته کړی. د جمو او کشمیر په کټوا ضلع کی د پولیسو لخوا د جیش محمد ۳ ترهګر نیولی او د دوی شوم پلان خنسی کړای شوی.هند همیشه پاکستان ته د دوستی لاس غزولی لیکن هغه دښمنی کړیده. کله هم چی د امن په لار پرمختګ شوی د پاکستان لخوا ترهګریز عملیات تر سره شوی. نریندر مودی څو ځلی ویلی هغه پیسی چی په ترهګرو مصرفیږی باید پاکستان ئی د خپل پرمختګ په لاره کی تری ګټه واخلی.

Comments