د اوساما بن لادن او ترهګرۍ پروړاندی جنګ په باب د عمران خان فکر ښکاره شو
لیکنه : د محمد خاورحسن
ژباړه: د پښتوڅانګی
که د یو مشر په وینا او عمل کی توپیر وي نو د هغه موقف د هغه له عمل څخه درک کړی شی . دا بله خبره ده چی کله نه کله د زړه خبره په ژبه راشی او اصل دریځ ئې راڅرګند شی څنګه چی د جون په ۲۵مه نیټه د پاکستان پارلیمان ملی اسمبلی ته وینا په کولو د عمران خان د زړه خبره د نوموړی په ژبه راغله. د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د القاعده سرغنه شهید و بللو خو دا څه داسی خبره نده چی ورباندی حیرانتیا څرګند کړی شی . عمران خان له پیل راهسی د پاکستان پوځ ، انتها خوښونکو اود ترهګرو طرفداره پاتی شوی. نوموړی د تحریک طالبان پاکستان ملاتړکونکی پاتی شویدی . کله چی عمران خان قدرت په لاس کی نه لارو نو ترهګرۍ پرضد په جنګ کی امریکی ته ملاتړ په برابرولو يي نیوکه کوله ، نوموړی به وئیل چی په پاکستان کی هیڅ ترهګرنشته او حکومت هس بیسه د پاکستان نوم بدنامه وي. دغو خبرو له کبله یو شمیر خلک نوموړې د طالبان خان په نامه پیژنی
عمران خان په قدرت کی د نه پاتی کیدو سره کومی خبری کړیدی که نن د هغی پرضد عمل کړې وائ نو دا خبره به درک کیدی شوه چی سیاسی مجبوریو له امله ترهګرۍ په باب هغه غندونکی بیانونه ورکول خو نن هم د نوموړی په موقف کی بدلون ندی راغلې او نن هم د پاکستان پوځ سره ښه روغه جوړه ده ، ترهګری له مینځه وړلو لپاره نوموړی په هغی سختی نشی کولی ورسره ترهګرو او انتهاخوښونکو په ترڅ کی د نوموړی رویه نرمه ده نو ځکه دا نشی وئیل کیدی چی د ژبی په خوئیدو د اوساما بن لادن لپاره د نوموړی له خولی څخه د شهید توری راوتلی وي . دا وئیل به زیات مناسب وي چی هم د نوموړی دا موقف دې د نوموړی خولی څخه هم هغه خبره راوتلی کوم چی د نوموړی په زړه کی و . عمران خان په بشپړه برلا شوی اوس نړۍ ته دا وئیلو اړتیا نشته چی ترهګرۍ او ترهګرو په لړ کی د پاکستان لومړی وزیر څه سوچ او فکر کوی ځکه چی کله نوموړی د ستمبر یولسمی نیټی په شان لوئ ترهګريز برید کونکې سرغنه شهید منی نو بیا نوموړی څخه دا هیله څنګه کیدلی شی چی نوموړی به نورترهګر شهید ونه منی
ملی اسمبلي ته وینا په کولو د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل چی امریکایانو اوساما بن لادن په ایبټ آباد کی و وژلو ، شهید کړو .
د هغی وروسته ګردې نړۍ مونږ ته بد رد ووئیلو . زمونږ ملګرې هیواد زمونږ په هیواد کی راتلو سره یو کس وژنی او مونږ ته وائي هم نه او د هغوئي جنګ لپاره ۷۰ زره پاکستانیان مړه شویدی خو سوال ئې دا دې چی امریکایانو په پاکستان کی راتلو سره اوساما بن لادن کله مړ کړو؟ ۲۰۰۱میلادی کال د ستمبر په میاشت کی ترهګرو په امریکه کی بریدونه کړي و او امریکی د بریدونو دسیسه کونکی له مینځه وړلو لپاره د افغان جنګ ۲۰۰۱میلادی کال د اکتوبر په میاشت کی پیل کړی و کله چی ۲۰۱۱میلادی کال د مئي په ۲مه نیټه د پاکستان په ایبټ آباد ښار کی په خفیه عملیاتو کی اوساما بن لادن مړ کړو . پاکستان په هغه وخت کی هم ترهګرۍ پرضد په جنګ کی د امریکی ملګرې و نو هغی ولی امریکی ته ونه وئیل چی اوساما هغلته پټ دې؟ که پاکستان اوساما امریکی ته سپارلې وائ نو امریکی به په ایبټ آباد کی عملیات نه وائ کړې . لاکن هغه هیواد اوساما په ترڅ کی هیڅ ونه وئیل کله چی امریکایانو پخپله د هغه لټه وکړله خو عمران خان لپاره د سپکاوۍ خبره دا نده چی اوسامابن لادن په پاکستان کی پټ و، د نوموړی لپاره د تآسف وړ خبره دا ده چی امریکایان د اوسامه په لټون کی بری شول . سوال دا راپورته کیږی چی کله امریکایانو ته دا معلوم شوی وه چی اوساما بن لادن په پاکستان کی پټ و نو بیا هغوئي به څه کول؟ آیا بیا هم هغوئي به د پاکستان په حکومت ، په پاکستانی پوځ یا په استخباراتو اعتبار کاوه؟
د امریکی د ترهګرۍ ضد په جنګ کی د پاکستانیانو د ژوند تلفاتو غم عمران ته ندی کول پکار ، ځکه چی پخپله د نوموړی په نظر او فکر ۷۰زره پاکستانیان وژلی شویدی او اوساما بن لادن شهید شوې. د عمران خان دغه فکری تضاد له مخی باید چی دا هیله ونه لرلی شی چی د پاکستان زمکه به ترهګرۍ څخه پاکه شی او دا زمکه به ګاونډی هیوادونو او په نورو هیوادونو کی ترهګریزبریدونو لپاره ونه کارولی شی . لا ښه خبره هم دا ده چی جدی نړیوال مشران د عمران خان وینا درک کړي او پاکستان څخه ترهګري له مینځه وړلو لپاره هم هغه شانتی عملی کارروائي وکړی څنګه چی اوساما بن لادن لپاره په ایبټ آباد کی کړی شوې و
Comments
Post a Comment