د هند عربستان د همکارۍ فورم غونډه
لیکنه : د پدم سینګ ژباړه او وینا : د هریندرکمار سواتی د عرب او د هندوستان د همکارۍ فورم دریم لوړ پوړو چارواکو غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه. دغه ناسته د بهرنیو چارو په وزارت کې د (قونسلګرۍ ، پاسپورټ او ویزې او بهرنی هیوادونو هندي چارو) سکرتر سنجې بھټا چاریه او د مصر بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او په انجمن عرب کې د دایمي استازي سفیر محمد ابو الغیر په مشرۍ جوړه شوې وه. په دغه ناسته کی د عربی هیوادونو او د هند لوړ پوړو چارواکو او د انجمن عرب عمومي دارلنشا برخه واخستله لوړ پوړو چارواکو هغه تاریخي او تمدني اړیکې چې د عربي نړۍ او هند تر منځ موجودې دي ، یادی کړی او د سوداګریزو او کلتوري اړیکو همکارۍ یې د دواړو خواو د یو بل سره د تړلو په اړه پرګوته کړی. دوی د عرب او د هند همکاریو پیاوړي بنسټ ، عالي ظرفیت او د عرب او د هند مرستی پراخه راتلونکې ستاینه وکړه ، او هغه رول یی هم ستایلی چې فورم یې هندوستان او عربی هیوادونو ترمنځ اړیکو ته وده ورکولو لپاره لوبولی شي لوړ پوړو چارواکو په سیمه ایزه او نړیواله کچه د دوه اړخیزو اندیښنو په مسلو خبرې وکړې او د دواړو لورو تر منځ د همکارۍ ا...