په پاکستان کې سیاسي درغلی دوام لري
لیکنه : د ډاکټر ذیناب اخطر
ژباړه او وینا : د هریندر کمار سواتی
په پاکستان کې د اپوزیسیون ګوندونو حکومت ضد ایتلاف ، د پاکستان دیموکراتیک غورځنګ (پی ډی ایم) په ۲۰۲۰م کال کې یی په مینار پاکستان ، لاهور کې د لاریونونو لومړی پړاو پای ته ورساوه او دا یې د پاکستان تحرک انصاف ګوند حکومت ړنګولو لپاره وروستی ضربه وبلله. البته د لاهور جلسه د مطلوبه پایلو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی او مسلم لیګ (ن) په پنجاب کې ناکامه شو چې د ګوند پیاوړی مرکز ګڼل کیږي. د پی ډی ایم لاریونونو دوهم پړاو اعلان شوی ، چې مهم یې اسلام اباد ته لانگ مارش دی. البته د پی ډی ایم مورال ټیټ دی. د پی ډی ایم ډیرو غړو د ملي او ولایتي شوراګانو څخه د استعفا ورکولو نظر سره مخالفت وکړ چې د لاهور جلسی وروسته د پی ډی ایم راتلونکی ګام و
په جماعت علما اسلام کی درز څرګندیدل پیل شوي او د مولانا فضل الرحمان ضد غږونه لا قوي شوي دي. په ورته وخت کې ، د پاکستان حکومت خپله مخالفی تګلاره ګړندۍ کړې ځکه چې لومړي وزیر عمران خان ټینګار وکړ چې هغه د این ار او پرته په نورو مسلو د پی ډی ایم سره خبرو ته چمتو دی؛ مګر فضل الرحمان او مریم نواز سره غونډه کولو ته چمتو ندی ځکه چې دوی هیڅ دفتر نه لري. پی ډی ایم ته وروستی ضربه دا وه چی په اسلام آباد کې د مسلم لیګ (ن) غونډې وروسته د ملي حساب ورکونې بیورو (نیب) لخوا د مسلم لیګ (ن) مشر خواجه محمد اصف نیول شو چی د حساب څخه زیاته سرمایه یی درلودله
په تاسیساتو باندې د فشار راوړلو لپاره ، پی ډی ایم لومړي ځل لپاره د نوي کال په ورځ وروستي غونډې وروسته په ښکاره ډول اشاره وکړه چې اسلام آباد ته اوږده لاریون به په حقیقت کې په راولپنډي کې د پاکستان د پوځ مرکزي دفتر ته اوږد مارش وي که چیری عمران خان خپله استعفا ونه مني. د اوس وخت لپاره ، پی ډی ایم د جنوري ۳۱مه د پی ټی آی حکومت ته د پای نیټه ټاکلې ده او وروسته پی ډی ایم هوډ وکړ چې لاریونونه ګړندي کړي ، د راولپنډۍ په لور روان شی او د پاکستان د ټاکنو کمیسیون او نیب نه بهر مظاهرې ترسره کړي. د پی ډی ایم مشر مولانا فضل الرحمان څرګنده کړه ، د دوی د انتقاد هدف به اوس د پوځ تاسیسات وي چې د عمران خان جعلي حکومت یې جوړ کړی. پی ډی ایم پوځ او جنرالانو ته درناوی کوي ، مګر اوس دوی باید په شا شي او پخپلو اساسي مسولیتونو باندې تمرکز وکړي.
البته ، مسلم لیګ (ن) ته ډب رسیدلی او حکومت پریکړه کړې چې د ۲۰۲۱م کال فبرورۍ کې د نواز شریف د پاسپورټ موده پای رسی او داسی پاسپورټ به یی لغوه کړي او هغه به دې ته اړ باسي چې یا خو په انګلستان کې د پناه غوښتنه وکړي ، ځینی بل هیواد (سعودي عربستان یا قطر) ته پرواز وکړي یا بیرته پاکستان ته راشي او په پاکستان کې محکمې سره مخ شي. ځینې تحلیل کونکي دلیل وړاندی کوي چې د ښاغلي شریف پاسپورت لغوه کول به هغه بی هیواده کړي ، حقیقت دا دی چې هغه د پاکستان تبعه دی او د پاسپورت محرومیت یوازې د هغه نړیوال سفر محدودوي
د لاهور وروستۍ غونډې وروسته ، پی ډی ایم داسې ښکاري چې د پاکستان پيپلس ګوند وړاندیز ته یی غاړه ایښی ، ځکه چې پریکړه یې کړی چی دیموکراتیکه لاره غوره کړی او په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلی. د یادونې وړ ده چې د ملي او ولایتي شوراګانو ۸ انتخاباتي حوزو ته ضمني ټاکنې د کورونا ویروس د ناروغۍ له امله ځنډول شوې. د پاکستان ټاکنوکمسیون په وینا ، دا به د راتلونکو مشرانو جرګې ټاکنو لپاره انتخاباتي کالج بشپړیدو ته لاره هواره کړي. د اپوزیسیون ځینې غړي دا هم په ګوته کوي چې پی ډی ایم به ممکن په جګړه کې اوږه په اوږه وي او سږکال شاید د عمران خان د حکومت پای ونه ویني. اصلي مسله لوړ انفلاسیون او د اقتصاد خطرناک حالت دی او د عمران خان ښکاره اعتراف چې د حکومت لومړي یو نیم کال په مسلو ځان پوهه کولو کی تیرشو ممکن د خلکو ترمنځ ناراحتۍ رامینځته کړي. دوی ممکن سړکونو ته راشي او د سیاسي ګوندونو ملاتړ پرته لاریونونه وکړي
د سیاسي لانجې په جریان کې ، د عمران خان حکومت د تروریزم پروړاندې د مبارزې په نادره ننداره کې، ذکي الرحمان لکهوي نیولی دی چی د ممبۍ د ۲۶/۱۱ ترهګریزو بریدونو مرتکب دی.هغه له ۵ کلونو ضمانت وروسته نیول شوی . ددی یوازې هدف په پاریس کی میشته د تروریزم پر ضد د تمویل څارونکې موسسه یا د مالي عمل کاري کاري ځواک (ایف ای ټی ایف) باندې تاثیر کول دی . ټاکل شوې ده چې راتلونکې میاشت به د دې په اړه پریکړه وشي چې ایا پاکستان په خړ لیست کې پاتې شی یا تور لیست ته ښکته کړی شی
Comments
Post a Comment