د مالیزیا سیاسي کړکیچ
لیکنه: د معین الدین خان ژباړه:د پښتو څانګی وايي چې په سیاست کې هیڅ دایمي دوست یا دښمن نه وي او دا د سیاست یو تریخ حقیقت هم دی چې سړی نشي ویلی چې د قدرت تنده څومره یو هیواد له سیاسي یا کوم بل بحران سره مخ کولی شي. د دې وروستۍ بیلګه د سویل ختیځ آسیا په یو هیواد کې لیدل کیږي چرته چې د مالیزیا لومړي وزیر مهاتیر محمد، څو ورځې د مخه استعفا ورکړه . په ۲۰۱۸ م کال کې یو پیاوړی ایتلافي حکومت رامینځته شو چې د اصلاحاتو کار یې خورا ګړندی کړو. حکومت ډیر ښه روان و خو سیاسي شنونکو په خبره ښاغلي ماتیر محمد ناڅاپي د خپل متحد او پخواني سیال انور ابراهیم له واک څخه د لیرې کولو لپاره یو ګام پورته کړ. په حقیقت کې اوسني واکمن ایتلاف په ۲۰۱۸ کې تاسیس شو. انور ابراهیم ، د مهاتیر محمد پخوانی همکار وو چې مخکې په خپله کابینه کې و او وروسته د هغه سیال شو او داسی هم په جوړیدونکي ایتلاف کې ورګډ شو. پاکستان به هر پرانستی ایتلاف د ګڼو ډلو په ټلواله کی شامل وو په کوم کی چی ملی پرسته سناتوران او نسلی چینايي ډلې هم شاملی وی چې د مالیزیایی ټولنې د بیلابیلو برخو استازیتوب کوي. ایتلاف په ۲۰۱۹ کې حیرانونک...