په پاکستان کې په رسنیو کلک بندیز

لیکنه : د فهیم احمد

ژباړه : د پښتو څانګی 

په یوویشتمی پیړۍ کې ، کله چې د نړۍ ډیر هیوادونه خپلې ټولنې عصری تقاضی په نظر کی نیولو سره جوړوي ، په پاکستان کې د محافظه کارۍ او بنسټپالنې ریښې ژورې کیږي .په پاکستان کې یوڅو ادارې او اشخاص دي څوک چې ټولنی ته په عصري ډول وده ورکول غواړی مګر دوی ته د کار کولو آزادي نه ورکول کیږي. دا مهال په هیواد کې د بیان د آزادۍ وضعیت خورا ناڅرګند دی. ژورنالستان ، د بشري حقونو فعالین ،وکیلان او مرکزی سیاسي ګوندونه ، هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې په خپله خوښه کار وکړي. له همدې امله دا ټول خلک اوس د دې بند پروړاندې مبارزې لپاره په یوه پلیټ فارم کې ښکاري. حکومت د رسنیو او ژورنالیستانو تنظیم کولو لپاره ډیرو ادارو وړاندیز کړې ، په کومو چې د ډیرومخالفت شوې، مګر یو شمیر ادارې او کمیټی جوړی شوی . 

دا سی نده چی په رسنیو د کنټرول کولو هڅه یواځی د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف کړې ده. بلکی دا لړۍ د پاکستان مسلم لیګ نواز له دور څخه پیل شوې وه اوس دا یوه بیله خبره ده چې نن ورځ د هغه ګوند او مشران د ورته محدودیتونو سره مخ دي. تر هغه ځایه چې په پاکستان کې د رسنیو ازادي په اړه اندیښنه لري ، یو شمیر نړیوال سازمانونه شتون لري چې د وضعیت په اړه یې اندیښنا څرګنده کړې.

. د ۲۰۱۹میلادی کال لپاره په خپل کلني راپور کې ریپورټر ود آوټ بارډر 

( آر ایس ایف ) ، د رسنیو آزادی په حواله د هیوادونو ترتیب وړاندی کړی ود کوم ترمخی پاکستان د خپل پخوانی له کچی څخه دری درجی ښکته شوی و . 

د چا پ کیدونکی رسنۍ ، الیکترانیکی چینلونه او په ډیجیټل رسنیو کنټرول کولو د پاکستان میډیا تنظیم کونکي ځانګړې محکمې،او د ترهګرۍ مخه نیولو دمحکمو دلاری نصرالله د تروریزم ضد محکمې لخوا په پنځه کاله بند محکوم شو ، د رضوان الرحمن او شاه زیب جیلاني پرضد د سایبر جرمونو قانون کارول په پاکستان کې د میډیا وضعیت بیلګې دي. په تیرو شپږو کلونو کې په پاکستان کې شاوخوا ۳۳ ژورنالستان وژل شوي او په ۲۰۱۹میلادی کال کی اوه خبریالان وژل شوي دي.


د بشري حقونو سازمانونه او وکیلان له ورته ننګونو سره مخ دي. آسیه بي بي او جنید حفیظ د کفر او ارتداد په تور محکوم شوي وو. که څه هم آسیه بی بی د پام وړ مبارزې وروسته د محکمې لخوا خوشې شوې وه. په دواړو قضیو کې ، نه یوازې وکیلانو ته ګواښ شوی ، بلکې قاضیان هم د ګواښ سره مخ شوي. په داسې اوضاعو کې ، په پاکستان کې د عدل تمه کول بې معنی دي.

په ورته ډول ، د پښتون تحفظ غورځنګ غړی او د پاکستان د ملي شورا غړي محسن داوړ او علي وزیر په شمالي وزیرستان کې د خلکو د حقوقو لپاره د غږ پورته کولو لپاره نیول شوي وو. په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ زورزیاتی له هیچا پټ ندی او هغلته په سلګونو ځوانان لا هم وروک دي ، د چا خپل خپلوان د هغوئي د بیرته راتلو په تمه دي. 

که څوک د وروکیدوکسانو په حق کې غږ پورته کوی یا د دوی قضیه تعقیبوی نو دوی هم دولتي ادارو لخوا په نښه کیږي دغه شان که و کتلی شی نو هیڅ ټولنه د واکدارانو ظلم څخه خوندي نه ده او حتی مشران هم د هغوئي په نظر کی دي . هغه سلوک چې د پاکستان مسلم لیګ مشر او پخوانی لومړی وزیر نوازشریف او د نوموړی خاندان غړو سره کړی شوی د هیچا څخه پټ ندې . 

په هرځنی هیواد کې مخالف ګوند لازمي دی ځکه چې دا د سالم دیموکراسۍ علامه ده. د مخالفو یا د حکومت پروړاندی پورته کیدونکی غږ باندی فشار راوړل پخپله حکومت او ادارو کی شتون نیمګړتیاوی نه پرګوته کیږی . په ورته ډول ، که چیرې رسنۍ په دولت او ټولنه کې موندل شوي فساد او ناوړه چلند پر ګوته نکړي ، نو خلک به ناپوهه وي او د دې نیمګړتیاو د سمولو لپاره به هیڅ هڅه ونه شي.

له همدې امله نه یوازې یو سالم هیواد او ټولنه د جوړیدو لپاره د رسنیو آزادي نهائي اړینه ده . بلکی د روشن فکره او د پوهانو طبقی د رایو څرګندونه هم دغه هومره اړینه ده ترڅو د شر پیژندلوسره د هغی په یوموتی هڅه وکړی شی . ترکومی چی پاکستان دا حقائیق و نه منی او پدی لوری جدی هڅی ونکړی ترهغی د هغه هیواد لدغه بحران څخه راوتل ګران دې.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت