د هند اقتصاد د ودی په لار
لیکنه : د ډاکټر لیکها چکرورتی
ژباړه : د پښتو څانګی
د مالیې وزیری اغلي نرملا سیتارمن وویل چې د فستیوال میاشتو په جریان کې د مصرف کونکو توکو غوښتنه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. د اکتوبر څخه تر مارچ پورې په هند کې د فستیوالو موسم دی. د نیککي تولیداتو د پیرود نظامی شاخس یا ( پی ایم ایی ) پراساس ، د مالیې وزیری وویل چې په هیواد کې د پراخ محدودیتونو له اسانولو وروسته ، اقتصادي فعالیت ډیر شوی او د حکومت لخوا د بیلابیلو اقداماتو له لیاری مرسته شوې. د ۵۰ و څخه پورته د پی ایم ایی غوړیدل پراخوالی ته اشاره کوي او د ۵۰ څخه ښکته ټیټوالی په ګوته کوي. تجزیو ښودلې چې پی ایم ایی د اګست په میاشت کې له ۵۲ څخه په سپتمبر کې ۵۶،۸ ته لوړه شوې چی د ۲۰۱۲ م د جنوري راهیسې ترټولو لوړه کچه ده . د مالیې وزیری وویل کال په کال دوه چنده زیاتوالی د موټرو پلور لپاره پرګوته شوی. د دوه ټیریزه سکوټرونو پلور د هیواد په ځینو برخو کې کال په کال وده موندلې. د کرهنیزو صادراتو ، بیړۍ وانۍ ، درمل جوړولو ، انجینرۍ توکو او کیمیاوي توکو په برخو کې د بیارغونې سره صادرات هم مثبت چوکاټ ته ورسېدل او د دې لامل شوي چې ودې ترلاسه کړی شي. د خارجی اسعارو زیرمو وده کړي. د هند د بهرنیو اسعارو زېرمې (فاریکس) شاوخوا ۵۵۵،۱۲ ملیارده امریکایي ډالرو ته رسیدلی چې تر دې دمه ترټولو لوړه کچه ده. نړېوالو ادارو وړاندوینه کړې چې د هند اقتصاد به په ۲۰۲۱-۲۲ کې بیرته وده ترلاسه کړی.د نړیوال مالی صندوق اټکلونو سره سم ، د هند اقتصاد تر وروستیو پورې خورا ګړندۍ وده کونکی لوی اقتصاد و. په ۲۰۱۹-۲۰ کې ، د هند د جی ډی پی وده ۴،۲ سلنه وه او پداسې حال کې چې چین کی په ۲۰۱۹م کال کې وده ۶ سلنه وه
په هرصورت ، نړیوال مالی صندوق اټکل وړاندوینه کوي چې د هند جی ډی پی وده به راتلونکی کال د چین په پرتله نوره زیاته شی ځکه چې مالی صندوق وړاندوینه کړې چې هند به ۸،۸ سلنه وده وکړي ، پداسې حال کې چې چین تمه لري چې د ودې کچه به ۸،۲ سلنه وي
د پاليسۍ بله اعلاميه د پور اخيستنې ده ، دا د پور ورکونکو په ګټه هم ده. د ۲۰۲۰م کال د نومبر په ۲مه ، ستره محکمه به د پور د ځنډونې عریضې واوري او په سود باندې د معافیت څرنګوالي په اړه به خبرې وکړي. د مالیې وزارت له لارې د مرکز لخوا وړاندی شوي حلف نامه د پور ورکونکو یوې لویې برخې ته راحت رسوی . حلف نامې ویلي چې د پیچلي سود او ساده سود ترمینځ توپیر به د نومبر تر ۵می پورې د پوروړو په حسابونو کې زیرمه شي
د ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کې ، حکومت د لنډمهاله پورونو لپاره د اتم نیربهر هند یا په ځان بسیا هند اقتصادي کڅوړې یوی برخې په توګه د پور مهلت اعلان کړ. دا د پور معافیت نه بلکه د قسطونو د ځندولو سکیم و. پور اخیستونکي اړتیا لري چې وروسته پاتې شوي قسطونه بیرته ورکړي
دا اعلان یوازې د ۲ کروړه روپیو پورونو لپاره و چې د بانکونو یا غیر بانکداره مالی شرکتونو او دولتي کوپراتیف بانکونو څخه اخیستل شوي. پدې کې د کورونو مالي شرکتونو او مایکرو فاینانس شرکتونو پور اخیستونکي شامل دي. د کوچنی او د متوسط شرکتونو ، زده کړې ، هستوګنې ، مصرف کونکي تولیدات ، او نور د دې پور مهلت لپاره وړ دي
د مالیې وزیری نرملا سیتا رمن ویلي دي چې په اقتصاد کې د بیا ژوندي کیدو نښې لیدل کیږي خو د ناخالص کورني تولیداتو وده په منفي زون کې یا په روان مالي کال کې صفر ته نږدې کیدی شي. دا د دې لپاره ده چې د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې (اپریل - جون) په اقتصاد کې ۲۳،۹ سلنه کمښت شتون لري. وزیری دا هم روښانه کړه چې د مارچ په ۲۵مه نیټه عملی شوی لاک ډاون ، د معیشت دمخه ، د ژوند کولو چوکاټ پراساس و
د پام وړ خبره دا ده چی نړیوالې بهرنۍ مستقیمې پانګونې د۲۰۲۰م کال په لومړۍ ربع کې کال - کال په اساس ۴۹ سلنه کمښت ولیدو اوسږکال دا کمښت ۴۰ سلنی پورې و
د هند ریزرو بانک مالی سیاست جوړونکی کمیټۍ د دوی محاسبې اعلان کړې چې اقتصادي وده به په ۲۰۲۱-۲۲ کې ۹،۵ سلنه راټیټه شي. مالی سیاست جوړونکی کمیټۍ د پالیسۍ شرحی پرځای ایخی ځکه چې انفلاسیون د ۶ سلنې څخه پورته وو ، کوم چې د بانک د اوږدې مودې پالیسیو لپاره غوره حد دی. د مالي سیاستونو دریځونو لخوا په بازار کې سیالیت پرځای کول په پام کې نیولو سره دا تمه کیږی چی ناروغی به کمه شی
لومړي وزیر نریندر مودي د هند اقتصاد په ترڅ کی وویل چی د هند دا هدف چی تر ۲۰۲۴م کال پورې د ۵ تریلیون ډالرو اقتصاد لاسته راوړی ، به پوره شی
Comments
Post a Comment