Posts

د هند عربستان د همکارۍ فورم غونډه

لیکنه : د پدم سینګ ژباړه او وینا : د هریندرکمار سواتی د عرب او د هندوستان د همکارۍ فورم دریم لوړ پوړو چارواکو غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه. دغه ناسته د بهرنیو چارو په وزارت کې د (قونسلګرۍ ، پاسپورټ او ویزې او بهرنی هیوادونو هندي چارو) سکرتر سنجې بھټا چاریه او د مصر بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او په انجمن عرب کې د دایمي استازي سفیر محمد ابو الغیر په مشرۍ جوړه شوې وه. په دغه ناسته کی د عربی هیوادونو او د هند لوړ پوړو چارواکو او د انجمن عرب عمومي دارلنشا برخه واخستله  لوړ پوړو چارواکو هغه تاریخي او تمدني اړیکې چې د عربي نړۍ او هند تر منځ موجودې دي ، یادی کړی او د سوداګریزو او کلتوري اړیکو همکارۍ یې د دواړو خواو د یو بل سره د تړلو په اړه پرګوته کړی. دوی د عرب او د هند همکاریو پیاوړي بنسټ ، عالي ظرفیت او د عرب او د هند مرستی پراخه راتلونکې ستاینه وکړه ، او هغه رول یی هم ستایلی چې فورم یې هندوستان او عربی هیوادونو ترمنځ اړیکو ته وده ورکولو لپاره لوبولی شي لوړ پوړو چارواکو په سیمه ایزه او نړیواله کچه د دوه اړخیزو اندیښنو په مسلو خبرې وکړې او د دواړو لورو تر منځ د همکارۍ ا...

پاکستان ولې خپل ګریوان ته سر نه ټیټوي

لیکنه : منصورالدین فریدی ژباړه : دیاسینګهـ انجان ویاند : هریندر کمار پوري سواتی د هر هیواد ترټولو لوی ځواک د هغه داخلي یووالی دی ، کوم چې د سیاسي ، ټولنیز او اقتصادي مساواتو او توکمیز او ژبني بې پرې والي پراساس وي. که چیرې په یو هیواد کې حکومت او نظام انصاف پروره وي ، نو د هاغه هیواد لپاره د پرمختګ لاره پرانستل کیږي ، که نه نو ، پخپله د ګډوډیو او کورنیو جګړو لپاره خپله دروازه خلاصیږي. داسې هیوادونه بیا نورو ته د ګوتو په څنډلو پیل کوي ترڅو خپلې ناکامۍ پټې کړي په دې وروستیو کې ، د پاکستان د پوځ لوی درستیز ، جنرال بابر افتخار ویلي دي چې ، دښمن ځواکونه د پاکستان د ویشلو هڅه کوي او د لږکیو په اړه یې غلطه پروپاګند خپره کړی ، چې دا څرګندونې د حکومت د ناکامۍ لپاره پوځي پوښ هم دی او د ملامتولو یو بل مثال هم شتون لري. په حقیقت کې ، پاکستان چمتو نه دی چې په نوموړي هیواد کې د بیلتون غوښتونکو خوځښتونو علتونه په پام کې ونیسي. حقیقت دا دی چې پخپله پاکستان د دغه هیواد په متحد ساتلو کې د پاتې راتللو مسؤل دی نه چی کوم بل هیواد یا ځواک پاکستان متعصب او قومي سیاست لري . تر ټولو مهمه دا چې د پاکستان ن...

هند ، کوویډ-۱۹ ناروغۍ پرضد د نړۍ ترټولو لویه ،د واکسیناسیون مبارزه پیل کوی

لیکنه : د کی وی وینکټا سوبرمنیم ژباړه او وینا : د هریندر کمار سواتی هندوستان به د جنوري په ۱۶مه ، د کوروناویرس پر وړاندې خپل ۱،۳ملیارده نفوسو ته د واکسین ستنی په وهلو پیل وکړي . دا د نړۍ په کچه یو له لویو مبارزو څخه یوه ده . د دې پیچلي کار په لومړۍ مرحله کی به ۳۰ میلیونه مخکینی کارونو او روغتیایی خدماتو کی بوخت کارګران غوره کړی شی چی ستنی ورته اوهلی شی ددی څخه پس به ۵۰ کالو څخه پورته ۲۷۰ میلیونه خلک او د ۵۰ کلونو څخه کم عمر لرونکي هاغه ډلو ته واکسین ورکړی شی چی زیاتی خطرناکی ناروغۍ لری. هدف دا ټاکل شوی چې د جولای میاشت پوری ۳۰۰ میلیونه وګړو ته واکسین ورکړی شی او دا شمیر د متحده ایالاتو ټولو نفوسو برابر دی. دا به د واکسیناسیون غیر معمولي کچه وي. وده ورکونکی ، تولیدونکی ا و کلیدي عرضه کونکی جوړیدو سرههندوستان به د واکسیناسیون نړیوال پروګرام کې مهم رول ولوبوي چې په هندوستان کی جوړ شوی دوه واکسینونونه - کوواکسین او کوویشیلډ سره مخی ته راغلی کوواکسین ، د کوویډ ۱۹ په وړاندې د هند لومړنی داخلي واکسین دی چی د حیدرآباد میشته درملتون شرکت ، بهارت بایوټیک لخوا رامینځته شوی. دوهم ، کوویشیلډ ، د اک...

هندوستان ، په ګډه په افغانستان کی ټول سیاسی امکانات کارولو په حق کی دی

لیکنه: د عبدوسلام ژباړه او وینا: د هریندرکمار سواتی هندوستان چې له افغانستان سره د تاریخي او کلتوري اړیکو پیاوړی بنسټ لري ، په افغانستان کې یی د سولې او پخلاینې لپاره په داسې یو چاپیریال کې هڅې رامینځته کړي چې د غیر رهبري مداخلې پرته د افغانانو مشرتابه ، د افغانستان ملکیت او د افغانانو ارمانونه منعکس کوي. او نن هم په افغانستان کې په ګډه کار کولو لپاره ټول سیاسي امکانات کارولو په حق کی دی دا د هند او افغانستان ترمنځ دوستانه ګاونډی روابط دی چې افغان ولسمشر حامد کرزی ، چې په ۲۰۱۴م کال کې یې د هند د نوي ټاکل شوي لومړي وزیر نریندر مودي د لوړې په مراسمو کې یی برخه اخیستې وه او کله چی د افغانستان په هرات ولایت کې د هند پر سفارت برید وشو نو د هاغه ورځو د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په شتون کې یی څرګنده کړه چې د هغه حکومت باور لري چې په پاکستان کې د لشکر طیبه په نامه ترهګری ډلې په هرات کې د هند پر سفارت حمله کړې ده د دې پیښې په رڼه کې د افغانستان په اړه د هند د بهرني سیاست روحیه په سمه توګه د یو ښه ګاونډیتوب لپاره هیلې ته منسوب کیدلی شي ، چې د بهرني لاسوهنو له امله د تروریزم له ګواښ څخه پا...

د هزاره ګانو ماتم کونکو لپاره عمران خان هیڅ خواخوږي نلری

لیکنه : انجم نعیم ژباړه او وینا : د هریندرکمار سواتی امریت په وړاندی د غوړیدونکی جمهوریت شکل او بڼه هم هغه وی چی نن یی مونږ په پاکستان کی ګورو. خوا که دا د نظامي واکمنانو ډیموکراتیک ارزښتونه وي یا جمهوریت ته وده ورکولو په نامه د سیاست ډیموکراتیک شعارونه وی . حقیقت دا دی چې لږترلږه هره دوره د ورته دیکتاتورۍ قرباني شوی ، چې ترټولو وحشتناکه بڼه یې اوس لیدل کیږي ، او اصلی لامل یې هغه مذهبي نفرت دی چې له پیل څخه یې د پاکستان ټولنی په جوړښت کی خورا مهم رول لوبولی .که چیرې دا د مذهبي لږکیو سره غیر عادلانه چلند وي یا د مسلکي ډلو سره د تعصب عکس وی ، دا تل د افسوس وړ او ډارونکی ښکاري. په دې وروستیو کې ، دوه لویې پیښې په ګوته شوي چې د پاکستانۍ ټولنې تضادات یی لا نور هم زیات کړي او په دې دواړو پیښو کې د خلکو فکري انتشار او د ادارې ذهني تضاداتو یو حیرانونکی تصویر راڅرګند شوی یوازې څو ورځې وړاندې ، د خیبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ د ټیري په کلي کې د شری پریم هنس جی مهاراج ارام ګاه یا سمادهي او ددی سره جخت کرشنا دوارا معبد ، د ادارې چارواکو او د پاکستان حکومت په شتون کې د زرګونو خلکو لخوا وسوزول شو....

په پاکستان کې مذهبي او فرقه ییز تاوتریخوالی

ليکنه: فهیم احمد ژباړه: پوشپا کماری لکه څنګه چې نن ورځ په پاکستان کې د لږکیو پرضد ظلم او یرغل مخ په ډیریدو دی او د مسلکي تاوتریخوالي ډیریدل لږ څه نښې نه ښیې چې د دې هیواد د رامینځته کیدو په وخت شوې ادعاوې جدي نيول شوې. داسې ویل شوي: "تاسو آزاد یاست چې په پاکستان کې خپلو معبدونو ، جوماتونو او خپل عبادت ځایونو ته لاړ شئ. ریاست له دې سره هیڅ تړاو نه لري چې تاسې له کوم مذهب يا ذات سره تړاو لرئ پاکستان نن دغه شیان هیر کړل. د نورو مذهبونو د زغملو پرته ، اکثریت لرونکي خلکو مذهبونو کې د مختلف فرقو سره تړاو لرونکي خلک هم په نښه شوي. په وروستیو کې په ورته لړۍ کې د شیعه هزاره ګانو اړوند د کان کیندونکو وژنه وه. دغه پيښه د بلوچستان په مچ سيمه کې هغه وخت رامينځته شوه چې ۱۰ کان کيندونکي د ډبرو سکرو په کان کې يوازې د مسلکي تړاو له امله په بې رحمانه ډول ووژل شول  په هرصورت ، بلوچستان د بغاوت او تشدد لپاره بدنام دی. پاکستان خپلو ناوړه اهدافو ترلاسه کولو لپاره افراطیان او ترهګر رامینځته کړي او پر نورو هیوادونو باندې برید لپاره یې د یوې وسیلې په توګه کاروي. اوس دا افراطیان ددوی ځان لپاره سر خوږی جوړ...

په پاکستان کې د لږکیو پرضد ظلمونه بیله ځند دوام لري

لیکنه : د جی ایل کول ژباړه او وینا : د هریندر کمار سواتی په پاکستان کې د لږکیو په وړاندې ظلمونه او تبعیض ، پرته له کوم ځنډ دوام لري. دغه فعالیتونه په ۱۹۴۷م کال کې د پاکستان د جوړیدو نه وروسته پیل شوي وو ، خو د تیرې پیړۍ په ۸۰مه لسیزه کې یی لا شدت ترلاسه کړ. په لومړي سر کې ظلمونه یوازې په هندوانو ، سیکانو ، بودایانو ، جینیانو او مسیحیانو پورې محدود وو. خو وروسته دا شیعه ګانو ، احمدیا ، مهاجرو ، هزاره ګانو ، سرائیکیانو او نورو ورته ډلو ته چې د پاکستان په مختلفو سیمو کې اوسېږی ، وغزیدل دا ظلمونه او تبعیض د درمته کولو ، د وژنو ، ډله ییزو وژنو ، په زوره د مذهب بدلولو ، د تاوتریخوالي ګواښونو ، بیله عدالت وژنو او د کفر په بڼه کی مخی ته راغلی . د دغه لږکیو په وړاندې د ظلمونو ترشا محرک ځواک عموما په ایډیولوژیک ډول د عقیدې پر بنسټ ولاړ وي. پداسې حال کې چې احمديان لا دمخه د مذهبي عقیدی توپیرلرونکی ډلی په توګه اعلان کړی شوی ، د پاکستان د سني اکثریت وګړو او شیعه لږکیو ترمینځ ژوره مذهبي شخړه شتون لري د ظلم د دوام په وروستي پیښه کې ، په بلوچستان کې د هزاره ډبرو سکرو کان کیندونکی د ترهګرو لخوا په پیژ...