په پاکستان کې د لږکیو پرضد ظلمونه بیله ځند دوام لري



لیکنه : د جی ایل کول

ژباړه او وینا : د هریندر کمار سواتی

په پاکستان کې د لږکیو په وړاندې ظلمونه او تبعیض ، پرته له کوم ځنډ دوام لري. دغه فعالیتونه په ۱۹۴۷م کال کې د پاکستان د جوړیدو نه وروسته پیل شوي وو ، خو د تیرې پیړۍ په ۸۰مه لسیزه کې یی لا شدت ترلاسه کړ. په لومړي سر کې ظلمونه یوازې په هندوانو ، سیکانو ، بودایانو ، جینیانو او مسیحیانو پورې محدود وو. خو وروسته دا شیعه ګانو ، احمدیا ، مهاجرو ، هزاره ګانو ، سرائیکیانو او نورو ورته ډلو ته چې د پاکستان په مختلفو سیمو کې اوسېږی ، وغزیدل

دا ظلمونه او تبعیض د درمته کولو ، د وژنو ، ډله ییزو وژنو ، په زوره د مذهب بدلولو ، د تاوتریخوالي ګواښونو ، بیله عدالت وژنو او د کفر په بڼه کی مخی ته راغلی . د دغه لږکیو په وړاندې د ظلمونو ترشا محرک ځواک عموما په ایډیولوژیک ډول د عقیدې پر بنسټ ولاړ وي. پداسې حال کې چې احمديان لا دمخه د مذهبي عقیدی توپیرلرونکی ډلی په توګه اعلان کړی شوی ، د پاکستان د سني اکثریت وګړو او شیعه لږکیو ترمینځ ژوره مذهبي شخړه شتون لري

د ظلم د دوام په وروستي پیښه کې ، په بلوچستان کې د هزاره ډبرو سکرو کان کیندونکی د ترهګرو لخوا په پیژندلو وتښتولی شول او بیا وروسته ووژلی شول. په پاکستان کې هزاره ګان اکثره په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې ژوند کوي. اسلامي دولت یا داعیش د دغه عمل مسؤلیت منلی دی. په پاکستان کې ، په هزاره ګانو شک لرل کیږی چی دوی ګینی د ایران په وړاندې وفاداری لري ځکه چې ډیری یې شیعه ګان دي. دې پیښې بیا د نړیوالې ټولنې پاملرنه راجلب کړې او په نړیواله کچه یې غندنه شوې. په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې په زرګونو هزاره ګان د پرله پسې ظلمونو له امله وژل شوي دي ، خو تراوسه هیڅ څوک په پاکستان کې د دې دوامداره جرمونو لپاره محاکمه شوی نه دی

په عین وخت کې ، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې هغه د هزاره ګانو د غړو سره د لیدو توان نلري چا چې ۱۱ وژل شوي کان کیندونکی له ښخولو څخه انکار کړی دی. ددغه وژنو پر ضد لاریونونه د پاکستان نورو برخو ته هم غځېدلي دي

ښاغلي خان د بلوچستان د شیعه هزاره ټولنې د لاریون کونکو غړو څخه وغوښتل چې د ماچ ډبرو په ساحه کې د کان کیندونکو جسدونه ښخ کړي. هغه ژمنه کړې چې ډیر ژر به اغیزمنو کورنیو سره لیدنه وکړي. مګر د هغه ډاډ هیڅ مرسته نه ده کړې او لاریون کونکي د مجلس وحدت المسلمین په نامه ډلې لخوا رهبري کیږي

په کراچۍ او نورو ښارونو ، لکه کوېټه کې ، سړکونو تړل شوي او لاریونونه دوام لري. د پاکستان چارواکو د عبادت په هغه ځایونو چې د شیعه ګانو لخوا کارول کیږي ، امنیت ټینګ کړی 

د مجلس وحدت المسلمین ډلی ټینګار کړي چې عمران خان باید له کویټې څخه لیدنه وکړي چیرې چې د مړو جسدونه پراته دي. دغه ځای د لاریون مرکز جوړ شوی . مجلس وحدت المسلمین د هزاره ټولنې امنیت لپاره لیکلي تضمین غواړي. دې سازمان ګواښ کړی چې دا لاریونونه به د پاکستان نورو ښارونو ته هم وغځوي. دا اقدام د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف حکومت لپاره ښه نه دی چې له مخکی څخه د پاکستان د ګډ اپوزیسیون له پیل شوی لاریون ته مخامخ دی. یو شمیر شیعه سازمانونه هم په ټول پاکستان کې لاریونونه کوي . دوی د داسې اقداماتو غوښتنه هم کړي چې د دوی د امنیت ډاډ برابر کړی 

دا د ۲۰۲۰م کال د اپریل راهیسې په هزاره ټولنې لومړی لوی برید و ، کله چې د کوټې په بازار کې یوې ځان وژونکې حملې ۱۸ کسان ووژل چې ډیری یې هزاره ګان و.د ګڼو ترهګرو ډلو لخواه په هزاره ټولنی ګڼ بریدونه شوی که څه هم اسلامي دولت د وروستي برید مسؤلیت په غاړه اخیستی ، خو طالبانو او نورو سني افراطي ډلو په ځانګړي ډول لشکر جنګوي په تیرو وختونو کې د ټولنې په وړاندې بریدونه کړي دي. په ۲۰۱۳م کال کی ۳ بمی چاودنو د کویټې په هزاره ګانو کې له ۲۰۰ ډیر کسان ووژل

د مدافع وکیلانو مختلفی ډلی ، لکه د هزاره خلکو نړیواله شبکه منځته راغلی ترڅو وضعیت ته پام راجلب کړی او د ورته بریدونو سره مخالفت ته وده ورکړي. په آسټرالیا ، لویدیز اروپا او شمالي امریکا کې هزاره ګان هم آنلاین له دې لاریونونو سره یوځای شوي دي. په افغانستان کې د هزاره ګانو ټولنې مشر حاجی محمد محقیق هم د کویټې له هزاره ګانو سره پیوستون څرګند کړی 

د هزاره ګانو پروړاندې ترسره شوي ظلمونه د ډیرو نړیوالو سازمانونو لخوا مستند شوي دي. وضعیت دومره خراب دی چې هزاره ګانو د پاکستان له حکومته غوښتي چې په کویټه کې خپل سرتیري ځای په ځای کړي ترڅو هغوی ته امنیت برابر کړی شي. ډیرو هزاره ګانو غوښتنه کړې چې د پاکستان پوځ دې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبې کنټرول لاندی ونیسی

دا کره وخت دی چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د نوی پاکستان د جوړولو ژمنه پوره کړی. مګر داسی نه ښکاری چی د ښاغلي خان د وینا په سمون به څه بدلون راشی

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت