په افغانستان کی د غیریقینی توب وریځی
لیکنه : د معین الدین خان ژباړه: د پښتو څانګی یو خوا خو په دوحه کی امریکی او طالبانو نمائیندګانو ترمینځه په افغانستان کی د سولی پرځای کولو په ترڅ کی د خبرو اترو لړۍ دوام لری کوم چی د ځنو راپورونو له مخی په خپل آخیرنی پړاونو کی دي خو بلی خوا په افغانستان کی دننه وضیعت ورځ په ورځ په خرابیدو دی، د ستمبر په ۲۸مه نیټه د جمهوري ریاست ټاکني کیدونکې دي خو د تشدد او چاودنو یوه پرله پسې لړۍ دوام لري، نو په داسې چاپیریال کې د سولې خبرې اترې هسې یو خوب غوندې ښکاري، په دوحه کې کیدونکې خبرو اترو سره سره په افغانستان کې هره ورځ داسې دړدونکې پیښې هم مخې ته راځي چې د سولې پرځای کولو په ترڅ کی خبری اتری هره ورځ تر پوښتنې لاندې دي که څه هم د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره دوه میاشتو نه هم کمه موده پاتې ده لیکن په صحیح مانو کې د ټاکنو کمپاین پیل شوی هم نه دې.د ځانمرګو چاودنو او د ډزو پیښې هر خوا مخې ته راځي او یوشمیر خلک وژل کیږي، که ملکي کسان وي ، حکومتي چارواکي، امنیتي ځواکونه او د پولیسو مسوولین، هیڅوک هم محفوظ نه ښکاري، دغه د تیرې یکشنبې په ورځ د کابل په مینځ کې یوه لویه چاودنه وشوله ورسره ...