د ډزو په مینځ کی د افغان ماشومانو ژړا او مړینه

لیکنه : د معین الدین خان 
ژباړه : د پښتو څانګی
که څه هم چی افغانستان د تیرو څلورو لسیزو راهیسی د جګرو کور او د وینی د تویدو شاهد دی، خو د ۹۰ می لسیزی په منځ کی د افغانستان په تاریخ کی هله یوه نوی پاڼه منځ ته راغله کله چی طالبانو قدرت تر لاسه کړ. هغوی د شرعی یا اسلامی قانون د پلی کولو دعوه وکړه چی له مخی یی د ښځو په زده کړه بندیز ولږید، او هغوی ته له کور څخه د وتو اجازه هم نه وه. د شرعیت په نامه یی په ټولو خلکو ځانونه واکداره کړل. نه یوازی دا چی په موسیقی یی بندیز ولګولو بلکه په ټولو تفریحی او کلتوری پروګرامونو پابندی ولګیده. دا د هغوی په لاس د شرعی او مذهب په نامه رامنځ ته شوی خپله تشریع وه. 
په هر حال کله چی په ۲۰۰۱ کال کی په نیویارک او واشنګټن کی د ترهګریزو بریدونو وروسته امریکا د ترهګرۍ پر وړاندی جګړه پیل کړه او طالبانو هم د القاعده ډلی او د هغوی د مشر اسامه بن لادن سره د خپلو اړیکو له پریکون څخه انکار وکړ او د امریکا پر وړاندی ودریدل نو حکومت یی راوپرځول شو. د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه په افغانستان کی میشت شول. په ۲۰۱۴ کال کی یو زیات شمیر راغلی بهرنی پوځیان بیرته ستانه شول خو ډیر کم شمیر یی د افغان امنیتی ځواکونو سره د مرستی په موخه پاتی شول. دا پوځیان د جارج ډبلیو بوش په دوران کی راغلی وو او د ولسمشر اوباما په دوره کی د هغوی د بیرته تګ سلسله پیل شوه. تمه کیده چی د امریکایی پوځیانو په وتو سره به د طالبانو په بریدونو کی کمی راشی اما بر عکس زیاتوالی راغی. د یو زیات شمیر امریکایی پوځيانو له وتو وروسته د طالبانو په بریدونو کی هم زیاتوالی راغی. 
طالبان له دی خبر وو چی افغان امنیتی ځواکونه لا تر اوسه دومره ندی ځواکمن شوی چی د دوی د بریدونو پر وړاندی ودریږی نو له همدی کبله یی بریدونه هم زیات کړل. د ټرمپ اداری د افغانستان په اړه نوی پالیسی اعلان کړه او د دی سره سم یی د پاکستان سره سخت چلند غوره کړ او د هغوی سره د مرستو د سلسلی درول یی هم پیل کړل، او په پاکستان یی تور پوری کړ چی د میلیاده ډالرو مرستی د اخیستو سره سره یی امریکا ته دهوکه ورکړی او تیر استلی یی ده. 
خو بیا په ناڅاپی توګه د ټرمپ اداری یوه نوی پالیسی غوره کړه او له طالبانو سره یی د سولی خبری اتری په دوحه کی پیل کړی. د طالبانو موقف هم دا وه چی دوی به د امریکا سره خبری اتری ترسره کړی خو د افغان حکومت سره به هیڅ کار ونه لری. 
په هر حال نن سبا د سولی مذاکرات ښه روان دی او تر څنګ یی د طالبانو بریدونو هم زور اخستی. په د بریدونو کی نه یوازی افغان امنیتی ځواکونه، پولیس او دولتی دفترونه موخی ګرځی بلکه ملکی ابادی، ښوونځی او د ښوونځیو زیات شمیر ماشومان هم د دوی هدف ګرځیدلی . لکه څرنګه چی په دوحه کی افغان استازی د طالب مشرانو سره د سولی د خبرو اترو لپاره په یوه مهمه غونډه کی سره راټول شوی وو نو تیره هفته د غزنی ښار په زړه کی یوی ښوونځی ته نږدی یو موټر بم برید ترسره شو. چی په وروستیو ورځو کی تر ټولو خونړی برید وو. طالبانو وویل چی د دوی د ترسره شوی برید اصلی موخه د ملی امنیت د ریاست دفتر وه خو دا برید افغان رحمتی ښوونځی ته نږدی رامنځ ته شوی وه. دا ښوونځی د لومړنیو ټولګیو د ماشومانو دی. د غزنی د عامی روغتیا مشر د دی خبری پخلی وکړه چی په دی برید کی تر ۱۲۰ زیات کسان مړه یا هم ټپیان شوی. چی په دی کی نږدی ۶۰ د ښوونځی ماشومان وو چی عمر یی له ۱۱ کلونو کم وه او ښځینه ښوونکی هم په مړو کی شامل وی. 

له دی وړاندی هم ښوونځی ته نږدی یو برید ترسره شوی وو چی په هغی کی د ګڼ شمیر ماشومانو په ګډون نږدی سل کسه سخت ټپیان شوی وو چی له هغی جملی ځینو یی ساه هم ورکړو.  د مزی خبره خو دا ده چی د طالبانو د مشرانو لخواه دا دعوه کیږی چی د دوی لخواه به ملکی ابادی او ماشومان نه په نښه کیږی. سړی نشی پوهیدلی چی د روانو خبرو اترو وروسته به څه نتیجه تر لاسه شی.  خو خپلواکه شنونکی په دی باور دی چی افغانستان د هغو خرابو او خطرناکو هیوادونو څخه یو دی چرته چی ماشومان تر ټولو زیات هدف ګرځول کیږی.

Comments