هند د سترګو د سرطان په درملنه کی نوي بریا ترلاسه کړی
لیکنه : د پدم سنګ ژباړه او وینا: د هریندر کمار سواتی هند د سترګو د سرطان په درملنې کې خاصه وړتیا لري چې دا د هند اولس ته لوی ویاړ دی. او همدا راز تخنیک هم ارزانه دی. په ممبئي کې د بهابها اټومي څیړنیز مرکز بارک ، ممبۍ د سترګو د سرطان لومړی داخلي روتهنیم ۱۰۶ پلیک په بڼه د سترګو د سرطان نوې درملنه رامنځته کړي د سترګو تومورونه ، چې د اوکولیر تومور په نامه هم پیژندل کیږي ، د سترګو له ناروغیو سره تړلي تومورونه دي. تومور د حجراتو هغه مجموعه ده چې په غیر معمولي ډول وده کوي ، او دا د سترګو د سرطان د حجرو مجموعه یا غیر سرطاني حجرو مجموعه کیدای شي. د سترګو د تومور ترټولو عام ډول میټاسټیک دی - دا دوهم تومور دی چې د سرطان له امله رامینځته کیږي چې د بدن له یوې برخې څخه بلې ته خپریږي ، ډیری وختونه د سږو ، سینې ، کولمو او پروسټټ څخه راځي که څه هم دا کومه عامه ناروغي نده . اکولر میلانوما ترټولو عام لومړني تومور دی ، چې د بالغانو په سترګو کې رامینځته کیږي. دا ځینې وختونه د "یوویل" میلانومې یا "کوریډیل" میلانوما په نوم هم یادیږي. دا په سترګو کې د رنګ شوي حجرو څخه جوړ او د سترګو په دری...