د پاکستان ایجنسۍ په نړیواله کچه ظلم او زیاتی ته دوام ورکوی



لیکنه : د محمد هارس انور 

ژباړه او وینا : د هریندرکمار سواتی

دا د پاکستان پوځ لپاره نوې خبره نده چې د منفي دلایلو له امله په سرلیکونو کې پاتی شوی. که څه هم هغه د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر براک اوباما په کتاب یا د هغوی خپل پخواني آی اس آی مشر اسد دراني په کتاب کې یادونه شوې ، دا تاثر هر خور دی چې په پاکستان کې ریښتینی ځواک د چا په لاس کې دی. تر دې وروستیو پورې ، په پاکستان کې دا په پټه ویل کیدل ، خو پی ډی ایم په خپلو لاریونونو کې دا حقیقت څرګند کړی . اوس نه یوازې سیاسي لید بدل شوی ، بلکې د خلکو تر مینځ یې د پوښتنې کولو جرت هم رامینځته کړی حتی که د علی وزیر په څیر ډیرو خلکو د قید او د بند سختۍ هم زغملی 

څه موده دمخه پرویز مشرف په ویاړ دا خبره ویله چې غدارانو ته به اجازه ورنکړل شي چې له هیواده بهر ژوند وکړي. اوس اړتیا نشته چې ووایو چی دا غداران څوک دي. هرڅوک چې د حکومت په خلاف خبرې کوي یا لیکي هغه غدار دی ، هرڅوک چې د بنیادی بشري حقونو لپاره خپل غږ پورته کوي غدار دی . هاغه څوک چې د نظامي بیانیو څخه مختلف یا متناقض نظر لري د وژنی مسؤل دی. اوس که هغه په ​​پاکستان کې اوسیږي یا د نړۍ په کوم بل کونج کې. هاغه اوازونه چقول کیږی چی واکمن یې نه خوښوي. دا په هیڅ دیموکراتیک حکومت کې امکان نلري مګر هاغه وخت هرڅه امکان لري که چیرې د دیموکراسۍ په پلمه دیکتاتوری پلي کړی شی .

د عمران حکومت په ویاړ سره وایی چې دا او پوځ په یو ډګر روان دي. دا په ښکاره ډول دا معنی لري چې انتخاب کونکي ته د وفادارۍ هیڅ کمښت شتون نلري. حتی که خلک په خطر ورځی شپی صبا کوی مګر که څوک په غلطۍ سره د پوځ په لور ګوتې پورته کړي ، نو د هغه حشر او برخلیک به هم د کریمه بلوڅ په شان وي. په کوم حالت کې چې د هغی جسد په کاناډا کې موندل شوی د شنونکو او پښتون ملتپالو ترمنځ هاغه نظر پیاوړی کوي چې ای ایس ای پکې دخیل و. تر دې وړاندې هم پاکستاني ژورنالیستان او د دولت او د پوځ انتقاد کونکی له پاکستان نه بهر د تشدد او مرګ له ګواښ سره مخ شوی او ګڼو خلکو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی .

په سویډن کې د جلاوطنه پاکستانی ژورنالیست وژنه ډیره پخوانۍ پیښه نده. هم دغه راز یو فعاله غړی په ورته ډول په نیدرلینډ کې وهل شوی. ډیر بهرني ژورنالیستان او فعالین چې په بهرنی هیوادونو کې کار کوي د هاغو ګواښونو یادونه کوي چې ورسره مخ شوی. د داسې خلکو په منځ کې یو مهم نوم د ژورنالیست طحه صدیقي دی. ماهرین د دې ټولو پیښو تر منځ زیاتو سازشونو ته اشاره کوي او د کاناډا پر حکومت غږ تکراریږی چې غیرجانبداره تحقیقات وکړي ترڅو چی ددی مسوله کسانو ته سزا ورکړی شی 

په حقیقت کې کریمه بلوڅ کومه عامه خزه نه وه او د هغی په ​​مرګ د بلوڅ ملي غورځنګ د څلوېښتو ورځو ماتم اعلان کړی . هغې پخپله څو ځله په ښکاره ډول خپله ویره څرګنده کړې وه چې هغه د پاکستاني ادارو په رادار کې راغلی او دا چې د هغې ژوند په خطر کې دی. هغه د بلوڅ زده کونکو سازمان لومړۍ مشره وه. هغه د بی بی سی لخوا په ۲۰۱۶م کال کې د نړۍ د ۱۰۰ غوره ښځو په لیسټ کی شمیرل شوی وه. د بلوڅو د حقوقو لپاره دوامداره مبارزه کولو په خاطر هغه د یوی زړوری سیاستوالی او فعاله کارکنی په توګه مشهوره شوی وه او ډیر امکان شتون لري چې د هغی دغه معیار د هغی د وژنې لامل شوی

البته که چیرې د بلوڅ ملتپالو ویره عادلانه وي ، نو د پاکستاني ادارو دا ډول پلانونه باید وپیژندل شي او د لویدیځو هیوادونو حکومتونه باید پدی هکله محتاط کړی شی . د یو هیواد په خاوره د یوې بهرنی هیواد ادارې لخوا دومره ځواک ترلاسه کول ، پخپله دهاغی هیواد د وقار لپاره ښه نده. دا ډول پیښی خو د پاکستان په خاوره لیدل شوې او حاکم طبقه او اداره په خپل ګاونډ کې د ترهګریزو پیښو په اړه ویاړي ، مګر په لویدیز هیواد کې داسی کړنی او وژنی ترسره کول عادی خبره نده . که په سویډن کې د ساجد حسین او په کاناډا کې د کریمه بلوڅ وژنه د ادارو کار وي ، نو دوی نړۍ ته دا پیغام لیږي چې دوی کولی شي هرچیرې خپل مخالفین ووژنی . اوس وخت راغلی چې نړیواله ټولنه ددی پرضد یوه روښانه تګلاره غوره کړی

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت