Posts

Showing posts from May, 2020

د ۲۰۲۰ کال د مۍ میاشتې په من کي بات پروګرام کې د هندوستان لومړي وزیر نریندر مودي وینا!

زما ګرانو هیوادوالو سلامونه! زموږ د من کي بات پروګرام هم د کرونا ویروس له اغیزو خوندي ندی پاتې. تیر ځل چې ما له تاسو سره د من کي بات له لارې خبرې کړې وې، نو مسافر وړونکي اورګاډي، بسونه او هوایي پروازونه ځنډول شوي وو. خو اوس مهال ډیری کارونه بیرته پیل شوي دي. د شرمک ځانګړي اورګاډي تګ را تګ کوي. نور ځانګړي اورګاډي هم بیرته روان شوي. له خورا احتیاطي تدابیرو سره پروازونه هم بیرته پیل کړی شوي دي. صنعت هم خپل عادي لور ته راروان دی. نو په دې سره، چې د معیشیت یوه لویه برخه بیرته پرانیزو نو په داسې وضعیت کې مو ته پکار ده چې نور هم ډير محتاط او ووسو. که هغه د دوه مترو واټن وي، او که پر مخ باندې د ماسک اغوستل او یا هم تر ټولو ښه دا ده چې د امکان په صورت کې په کور کې پاتې شئ، زموږ لخوا باید په احتیاطي تدابیرو کې هیڅ کوم غفلت ونشي. د ټولیزو هڅو له لارې په ټول هیواد کې له کرونا سره مبارزه په چټکۍ سره روانه ده. کله چې نړۍ ته ګورو، نو په رښتینې توګه د هندوستان د ولسونو لاسته راوړنې د قدر وړ دي. زموږ د نفوسو ډيروالی هم د ګڼ شمیر هیوادونو د نفوسو څو برابره دی. زموږ هیواد ته شته ګواښونه هم له نورې ...

نيپال اساسي قانون په ترميمولو بحث وځنډوو

ليکنه : منجيو پوري ژباړه : د پښتو څانګي هندوستان د نیپال سره د ۱۷۵۰ کیلومتره ګډه پوله لري چې د هند پنځه ایالتونو - سکم ، لویدیځ بنګال ، بیهار ، اترپردیش او اتراکنډ سره نښلوي. د دې پولې ډیری برخه د ختیځ هند شرکت او د نیپال شاهي محکمې ترمینځ په ۱۸۶۰ کې د سوګولي تړون په لاسلیک باندې ټاکل شوې وه. دې تړون د نیپال لویدیز سرحد په توګه د کالي (مهاکالي) سیند په نښه کړی ، د ا په دې معنا چې د نیپال سیمه یوازې د کالي ختیځ ته پرته ده نیپال پدې وروستیو کې د خپلې خاورې یوه 'تازه' نقشه په لاره اچولې وه چې ادعا کوي د کلاپاني ، لمپیادهورا او لیپولخ په سیمو کې شاوخوا ۴۰۰ مربع کیلومتره ساحه لري ، چې تل د کالي لویدیز او هندوستان کې ثبت شوې کتماندو ادعا کوي چې دا سیمې د اصلي شاخې کالي ختیځ ته پرتې دي او له همدې امله په نیپال پورې اړه لري. دا په داسې حال کې ده چې د نیپال د نقشو په ګډون له ۱۵۰ کلونو راهیسې سروې او نقشه کړي دي، دا ښايي چې د کالي د جریان اصلي سرچینه له کلاپاني څخه راځي دا په دې معنی ده چې دغه سیمې د کالي لویدیځ ته پرتې دي دغه سیمې د دواړو نیپال او چین سره پولې ته نږدې د هن...

له افغانستان نه ترلاسه شوی یو ښه خبر

ليکنه: د معین الدین خان ژباړه: د پښتو څانګه افغانستان یو داسې جنګ ځپلی هېواد دی چېرته چې له څلورو لسيزو راپدیخوا ګډوډي، قتل او قتال، کورنۍ جګړې او د ترهګرۍ چاپېریال برقرار دی. په ۱۹۹۶ کې له کورنیو جګړو او قتل او قتال وروسته د یو جګړه ییزې ډلې طالبانو واک حاکم شو. دې ډلې یو تندروه، سخت او له خپل خوا جوړ تش په نوم اسلامي نظام رامنځته کولو دعوه وکړه په کوم کې چې په ځانګړې توګه ښځې د دوهمې درجې مخلوق ګڼل کېدلی. دوی یې له زده کړو کولو بې برخې کړې وې او په څلورو ديوالونو کې د ښځو بندول د دغه نظام تګلاره وه. په سړیو هم د مذهب پر نوم زور او زیاتی کول عام خبره وه. د انساني وقار او حقوقو خو هېڅ کوم ارزښت نه وو، مګر تر دې ډېر پخوا کله چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد پوځونه داخل شوي وو نو د هغوۍ پر وړاندې یو لوی غبرګون راولاړ شوی وو او چون هغه د سوړ جنګ زمانه وه نو له همدې کبله افغانستان د دوه لویو قدرتونو یانې د شوروي اتحاد او امريکا تر منځ د زور آزموینې په ډګر بدل شوی وو. د شوروي اتحاد پر وړاندې سيمه ییزو غبرګون کوونکو ډلو سره په بشپړه توګه د امریکا ملاتړ شتون درلود او په دې معاملې کې د افغانس...

هند د يو مثال په توګه د کوویډ-۱۹ پروړاندي د نړیوال جنګ رهبري کوي

ليکنه : د کوشيک راي ژباړه : د پښتو څانګي د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په مخنیوي کي هندوسنان په خارجي هيوادونو کي د مقاماتو سره همکاري کولو په غرض طبي مرستي غزولي . تر دې دمه هندوستان له ۱۲۵ هیوادونو سره د اړینو توکو ، درملو ، طبي متخصصو ډلو او په ځینو وختونو کي له نورو هيوادونو څخه بهرنی اتباعو په ایستلو کې مرسته کړې نوي ډیلي لا دمخه ۲۹ هیوادونو ته ضروري مواد توزیع کړې چې د سویلي آسیا سیمه ، د هند بحر سیمه ، خلیج (کویټ) ، مرکزي آسیا (قزاقستان ، ارمنیا ، تاجیکستان ، اوکراین) او حتی د ډومینیکن جمهوریت او اکوادور لیرې پرتو هیوادونو پوري خواره دي . شپږ نورو افریقایي هیوادونو هم هایدروکسي کلوروکین او پاراسيټامول ترلاسه کړي دي د طبي مرستې سربیره ، هندوستان کويت او مالدیپ ته د چټک غبرګون ټیمونو په نوم د طبي پرسونلو ټیمونه لیږلي ، د ګرځنده روغتیا معاینې مرکزونه یې جوړ کړي ، په نورو هیوادونو کې د پرسونلو روزلو لپاره اجلاسونه يي ترسره کړي او په نورو بڼو کې يي هم تخنیکي مرستې پراخي کړي. هند د سویلي آسیا لپاره د ۱۰ ملیون ډالرو کوویډ-۱۹ مالي صندوق د رامینځته کولو مشري کړي  د لاتیني امریکا او...

نيپال په کالاپاني شخړه راپورته کړه

ليکنه : رتن سالدي ژباړه : د پښتو څانګي نیپال ، د هندوستان د اتراکنډ ایالت په پیتوراګړ ولسوالۍ کې ، د هند ، نیپال او چین په درې ګونی جنجالي کلاپاني سیمه او د نيپال په لوديځه برخه دهارچوله شخړه څرګنده کړې. د همالیاي ملت نوې سیاسي او اداري نقشي چي د می په ۲۰مه نیپال کې د کمونیست حکومت لخوا خپره شوې ، وروستۍ لانجه راپورته کړې. نوې نقشه دوه ورځې وړاندې د لومړي وزیر کې پی شرما اولي کابینې لخوا تصویب شوې او کلاپاني ، لیمپیادورا او لیپولیک سیمې د نیپال اړوند سیمې ښيي. په هرصورت ، دا سیمې د جمو او کشمیر او لداخ سیمي له سره تنظیم کولو وروسته د نوي ډیلي لخوا د ۲۰۱۹م نومبر په ۲ مه نيټه خپره شوې نقشه کې د هند خپلواکو سيمو په توګه ښودل شوي وي هندوستان او نیپال دواړه نږدې دوستان دي چې قوي ټولنیز ، کلتوري او اقتصادي اړیکې لري. د نیپال د دعوی پر سر جنجال کالی سیند ته نږدې د ځمکې د کوچنۍ مګر ستراتیژیکې لارې په اړه دي چې د همالیا په سیمه کې د کلاپاني سیمې څخه سرچینه اخلي او تاوتریخوالۍ يي لا زیات کړی. د سیګوللي تړون د ۵ مي مادې له مخې چې د نیپال شاهي دولت او د بریتانیا ختیځ هند شرکت ترمینځ ۱۸۱۵ م کال د ...

د هند - بحرلکايل په سيمه کې د مرستي زياتوالي : کوویډ۱۹ ته يو غبرګون

لیکنه: د پروفیسور شنکری سندر رامن ژباړه: د پښتو څانګه لکه څنګه چي نړئ د کوویډ-۱۹ واقعیتونو سره مخ ده، نو قوي اړتیا ده چې یو "نوي عادي" وضعیت سره ځان برابر کړو. هیوادونه هڅه کوي چې د ګډ کار او اجتماعي چلندونو له لارې د رسمي فعالیت له زړو نورمونو سره د دوام احساس ترلاسه کړي، هغه واقعیتونه تقویه کړي چې انفرادي ایالتونه یې د وبا لاندې راځي. ایالاتو په سیمه ایزه کچه مشورتي پروسې ډیرې کړي. دا کړه وړه هغه مهال ولیدل شو کله چې په مارچ میاشت کې لومړي وزیر نریندرا مودي په سارک کې خپلو همکارانو ته په جنوبي آسیا کې د ناروغۍ خپریدو ته د لاسرسۍ په موخه یادونه وکړه. په اروپا او سویل ختیځې آسیا کې نور سیمه ییز نوښتونه هم ددې مثالونه دي. دا همکاري دجي شلم هېوادونو په کچه هم د هندوستان غوښتنه کې څرګنده وه د دې پرمختګونو په رڼا کې، د بحر هند پر لور د هندوستان د همکاریو زیاتیدل کومه د حیرانتیا خبره نه ده. که څه هم بحر هند په عنعوي توګه د نړۍ په کچه د کومې ځانګړې سیمې استاذولي نه کوي، له همدې امله په دې پوهیدل حتمي دي چې د کوویډ ۱۹ د مخنیوي په برخه کې ولې د انډوپیسفیک همکاري اړینه ده. یاد...

د شانګهای همکارئ سازمان بهرنيو چارو وزيرانو کوویډ-۱۹ او ترهګرئ په وړاندي جنګ ته پاملرنه وکړه

ليکنه: د پروفيسور راجا رام پانډه ژباړه : د پښتو څانګي د شانګهای همکارئ په ۸ کسيزه سازمان کې د هند وزن ، چې سیاسي امنیت پورې اړوند مسلو باندې متمرکز دی ، وروسته له هغې وده وکړه کله چې په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې پاکستان ورکي د بشپړ غړي په توګه ومنل شو. هند په دغه سازمان کې رغنده مرستې ترسره کړې. په اوسني سخت وخت کې ، کله چې نړۍ د کوویډ - ۱۹ناروغۍ سره مبارزه کوي ، دا به تل ګټور وي که چري سیمه ایز او نړیوال سازمانونه د دې نړیوالي ننګونې لپاره د اوږدمهاله حل په اړه بحث او خبرې وکړي هند له ۲۰۰۵ م ميلادي کال راهیسې د شانګهای په سازمان کې یو مبصر وو او د دې ډلې د وزیرانو په کچه ناستو کې یې برخه اخیستې وه چې په عمده ډول د اروپه او اسيه په سیمه کې په امنیت او اقتصادي همکاریو تمرکز کوي. شانګهای سازمان د روسیې ، چین ، قرغزستان ، قزاقستان ، تاجیکستان او ازبکستان د ولسمشرانو لخوا ۲۰۰۱ م کال کې د شانګهای په غونډه کې رامنځته کړي شوي وو د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شنکر تیره اوونۍ د بلاک غړي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غیر معمولي ناسته کې برخه واخیسته ، په کوم کې چې هغه د غوره عملونو شریکولو...

د کوویډ-۱۹ وبا ته د هند اقتصادي غبرګون

ليکنه : د ډاکټر ليکها ايس چکرورتي ژباده : د پښتو څانګي لومړي وزیر نریندر مودي د ۲۰ ټريليون يا د ۲۰ لکه کروړه روپيو اقتصادي کڅوړي اعلان وکړو چي په هندوستان کې د کوویډ-۱۹ناروغۍ سره مبارزه وکړي شي .د دې کڅوړې تفصیلات وار په وار په بيله بيلو دورو کي وړاندي کيږي. د مالیې وزیر نرملا سیتارمن لخوا اعلان شوې لومړۍ دوره کي ډير کوچني ، کوچني او د متوسطي کچي شرکتونو او د غير بانکي مالي سازمانونو په څير څانګو کي سياليت په زياتولو تمرکز شوي د کورونا ویروس خپریدو پر ضد؛ هندوستان د لاک ډاون يا د بند په حالت کې ایښودل شوی. پداسې حال کې چې د لاک ډاون تګلارې له لارې د انساني ژوند د ضایع کیدو شمیر کمولو او د ناروغئ د خوريدو مخه نيولو هڅه کيږي ، ډیره اقتصادي ګډوډي هم رامینځته شوې. د "معیشت پر وړاندې ژوند" ته د پالیسۍ غبرګون د حکومت هدف دي د مالیې وزیري او د هند د ریزرو بانک لخوا اعلان شوي د پالیسۍ لومړنۍ کڅوړې زیان منونکو خلکو ته د عاید لومړني ملاتړ چمتو کولو او سیسټم کې سياليت ته ډیر تمرکز کړی . البته ، د بشري بحران په وړاندې د پالیسۍ غبرګون مالي کڅوړې اندازه زياتولو لپاره بیا اړتیا احساس شوه. ...

لومړي وزیر له کرونا وروسته هند لپاره تګلاره وړاندې کړه

لیکنه: کوشک رای ژباړه: د پښتو څانګه د لاک ډان یا بندیز له پیل راهیسې دا څلورم ځل دی چې لومړی وزیر نریندر مودي ولس ته وینا کوي، هغه وویل چې هندوستان خپل قاطعیت وښودلو او له دې سره به د کوویډ۱۹ خپریدلو مخه ونیول شي. هند د نورو ډیرو هېوادونو په پرتله د خورا ښې وړتیا مظاهره کړې. لومړي وزیر وویل چې دغه ویروس نړۍ برباد کړه. د نړۍ په کچه په بیلیونونو خلک له بحران سره مخ دي. روان بحران د بشریت په تاریخ کې بې ساری بحران دی. موږ باید محتاط و اوسو، له نږدې څارنه وکړو او د ښکیلتیا اصول رعایت کړو ترڅو ځانونه خوندي کړو او پر مخ ولاړ شو. نن، چې نړۍ له بحران سره مخ ده نو موږ باید خپل عزم پیاوړی کړو ترڅو په دغه بحران برلاسي شو. لومړي وزیر وویل ، د یو ملت په توګه ، نن موږ په یو خورا مهم پړاو کې ولاړ یو. د کوویډ ۱۹ ویروس یو پیغام او یو فرصت له ځان سره راوړی. هغه وویل، هغه وخت چې د کرونا بحرانونه پیل شول، هغه مهال په هند کې یو د (پي پي اي) کیټ هم نه جوړیدلو. د این-۹۵ ماسکونه هم په کمه پیمانه تولیدیدل. مګر، نن موږ هره ورځ دوه لکه د (پي پي اي) او دوه لکه د این-۹۵ ماسکونه تولیدوو. موږ ددې کار وړتیا درلوده ...

افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی هندی چارواکو سره ولیدل

لیکنه : د ډاکټر سمیتا ژباړه: د پښتو څانګی د افغانستان پخلاینې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هند ته راغلی وو او د هند د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له سلاکار سره یې وکتل. هغه نوي ډیلي ته له رسیدو دمخه قطر او پاکستان ته هم تللی و. هغه د لوی سیمه ایز ملاتړ لپاره ټول ښکیل اړخونه وهڅول. ښاغلي خلیل زاد له ښکېلو اړخونو هم وغوښتل چې د سولې خبرې ګړندۍ کړي ، په افغانستان کې د تاوتریخوالي سمدستي کمولو او د کووډ-۱۹ په وبا کې په همکاریو باندې یی ټینګار وکړ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په وینا ، دغه سفر د متحده ایالاتو او طالبانو د موافقې د بشپړ پلي کیدو وروسته ملاتړ د رامینځته کولو لپاره وو ، کوم چې د قیدیانو خوشې کیدو په اړه د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ اختلافاتو له کبله له مینځه تللی و. وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو لوی مرکچی ښاغلي خلیل زاد د ۲۰۲۰م میلادی کال فبرورۍ کې په دوحه کې د طالبانو مشر ملا برادر سره د سولې تاریخي تړون لاسلیک کړ ، هغه په ​​سیمه کې پرمختګونه په کلکه څاری. دا دوهم سفر و چې هغه د اپرېل ۱۲ می راهیسې د تړون د خوندي کولو لپاره د وبا په ...

هند ټينګار وکړ چې د پاکستان ستره محکمه د ګلګیت- بلتیستان پحقله څه فيصله د کولو حق نلري

لیکنه: د ډاکتر اشوک بیهوریا ژباړه: د پښتو څآنګه تیره اونی د پاکستان سترې محکمې د یوه مدني متفرق غوښتنلیک په اړه اوریدنه وکړه، چې ددې هیواد فیدرلي حکومت لخوا محکمې ته وړاندې شوی وو مخکې له دې چې محکمه دې ته په ۲۰۱۸م ګلګیټ بالتستان کې د اړینو اصلاحاتو اجازه ورکړي او د یو موقتي حکومت لپاره امر ور کړی ترڅو د ګلګیټ بالتستان اسیمبلي لپاره ټاکنې ترسره کړي. د حکومت د قضې له اوریدنې وروسته، په لنډ ترتیب سره، دا فيصله د اوو قاضیانو یوې ډلې چې مشري يي قاضي القضات ګلزار احمد کوله له لوري تاييد شوه د یادونې وړ ده چې د پاکستان سترې محکمې مخکې په ۲۰۱۹م کال کې ګیلګیټ بالتستان ته خپل قضايي صلاحیت تمدید کړی وه او حکم یې بیا تنظیم کړو، چې د ګلګیټ بالتستان سترې محکمې له لوري یو طرفه شوی وو . همزمان، د ۲۰۱۸ حکم د ضعیفو نقاطو د پیژندلوسره، دوی له حکومت څخه غوښتي وو چې د سرتاج کمیټې د وړاندیزونو په اساس یو اصلاح شوی پیش نویس اماده کړي. د پاکستان مسلم لیګ نواز مخکیني حکومت له لوري تنظیم شوي، کمیټې د قانوني اقداماتو امر کړی وه ترڅو د ځايي خلکو هیلې تطبیق کړي. د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان یو لوړپوړی ډیپل...

د ناپيېلتوب غورځنګ عملي سرمشریزه غونډه : په صحیح اړخ کې یو ګام

لیکنه : ډاکټر اش ناراين راي ژباړه : پښتو څانګي د کورونا وایرس ناروغي نه یوازې د نړۍ په کچه د روغتیا پاملرنې سیسټم لپاره بلکې د ملي او نړیوالې حکومتدارۍ ادارو لپاره هم یوه بې ساري ننګونه ده. ډیپلوماسۍ او نړیواله ناسته هم ناڅاپي ځان په نا اشنا سیمو کې مومي. د اذربایجان ولسمشر الهام علی ئیف په نوښت آنلاین د غیر همغږي غورځنګد تماس ډلې( نام) غونډې ناستې تنظیمولو پریکړه ، د مثبت لوري په لور یو ګام دی. په دې ویډیويې کنفرانس کې له ۳۰ څخه زیاتو هیوادونو مشرانو او نورو مشرانو په کې برخه اخیستې وه. غونډې ته د وینا پرمهال د هند لومړي وزیر نریندر مودي د "عدالت ، مساواتو او انسانیت پربنسټ د نړیوال کیدنې لپاره نوي نمونې" اړتیا باندې ټینګار وکړ. هغه د نړیوالو رهبرانو پام دې اړین ټکې ته راواړولو ترڅو ډاډ ترلاسه کړي ، چې نړیوالې ادارې نوي نړیوال واقعیت منعکس او لاهم پیاوړی کړي . هغه زیاته کړه چې له همدې امله دا باید د نړیوال یووالي وسیله شي. له همديې احساس څخه څرګندیږي چې ولې هند له ۱۲۰ څخه زیاتو هیوادونو ته طبي توکي لیږلي، چې لوی شمیر د «نام» غړی هیوادونه دې. هندوستان د درمل جوړول...

نړئ ته د هند لاسرسي دوام لري

ليکنه : د کوشيک راي ژباړه : د پښتو څانګي لکه څنګه چې هندوستان د کوویډ-۱۹ ناروغي په ترڅ کې د ملي بند يا دلاک ډاون ۳ م پړاو ته داخليږي ، هیواد بهرني هيوادونو ته په لاس رسي هم تمرکز کړي. نه یوازې دا چي هند د کورونا وايروس ستونزه هوارولو ته ژمن دی؛ بلکي نوی ډیلۍ ددي لپاره هم چمتو دی چې اضافي ګام مخ په وړاندي واخلي ترڅو په نړۍ کې نورو هيوادونو سره مرسته وکړي د هند نږدې ګاونډ کي او هاخوا هیوادونو سره د لاس رسي اړيکي ځواکمنولو ته دوام په ورکولو ، لومړي وزیر نریندر مودي د بنګله دیش لومړي وزيري شیخ حسینه سره د تلیفون له لارې خبرې وکړې. دواړو لومړي وزیرانو د کوویډ-۱۹ ناروغي په پایله کې د سیمه ایز وضعیت په اړه خبرې وکړې. دواړو مشرانو یو بل ته د هغه ګامونو په اړه معلومات ورکړل چې په دواړو هیوادونو کې د دې ناروغئ اغیزې کمولو لپاره اخیستل کیږي لومړي وزیر مودي او میرمن حسینې د سارک مشرانو په ویډیو کنفرانس کې د ۲۰۲۰ م په مارچ کې د ځانګړي شوي ترتیباتو په پلي کولو کې شوي پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړه. ښاغلي مودي د سارک کوویډ اضطراري صندوق ته د ۱،۵ ملیون ډالرو مرستې لپاره د بنګله دیش څ...

برکس کوویډ۱۹ ته ګډ غبرګون د وړاندي کولو ستراتجئ جوړوي

ليکنه : د راجورشي راي ژباړه : د پښتو څانګي غیر معمولي وختونه جدي اقدامات غواړي او کوویډ-۱۹له امله رامنځ ته شوي نړیوال ګډوډي کې ، دا په سمه توګه د برکس د بهرنیو چارو وزیرانو په مجازی ناسته کې منعکس شوی. د برازیل ، روسیې ، هندوستان ، چین او سویلي افریقا بهرنیو چارو وزیرانو دا موخه غوره کړه چي د دې ناروغۍ په وړاندې د ډله ییز غبرګون ستراتیژئ غوره کړي چې د روغتیا د ملي غبرګون سیستمونه یې اغیزمن کړي او نړۍ یې د بې ثباتۍ لور ته رسولې. د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جي شنکر په دې ناسته کې د هند استازیتوب وکړ. روغتیا او شتمني جوړول له همدې امله د آنلاین بحث اصلي تمرکز و. د کوویډ-۱۹وروسته نړۍ وال نظم او همدارنګه د رامینځته کیدونکو اقتصادونو رول وڅيړلي شو او د بهرنیو چارو وزیرانو سره ګڼ اړخيزو اصلاحاتو پر اړتیا هم ټینګار وشو د غونډې کلیدي پایله د پور ځانګړي وسیلې رامینځته کولو لپاره د ۱۵ ملیارده امریکایی ډالره د ګوخه کولو پریکړه وه چې د برکس هيوادونو ویجاړ شوي اقتصاد بیارغولو کې به مرسته وکړي. د اغیزمن طبي غبرګون لپاره د برکس روغتیایی چارواکو مجازی ناسته به د مئ میاشتې په لومړۍ اونۍ...