برکس کوویډ۱۹ ته ګډ غبرګون د وړاندي کولو ستراتجئ جوړوي


ليکنه : د راجورشي راي
ژباړه : د پښتو څانګي
غیر معمولي وختونه جدي اقدامات غواړي او کوویډ-۱۹له امله رامنځ ته شوي نړیوال ګډوډي کې ، دا په سمه توګه د برکس د بهرنیو چارو وزیرانو په مجازی ناسته کې منعکس شوی. د برازیل ، روسیې ، هندوستان ، چین او سویلي افریقا بهرنیو چارو وزیرانو دا موخه غوره کړه چي د دې ناروغۍ په وړاندې د ډله ییز غبرګون ستراتیژئ غوره کړي چې د روغتیا د ملي غبرګون سیستمونه یې اغیزمن کړي او نړۍ یې د بې ثباتۍ لور ته رسولې. د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جي شنکر په دې ناسته کې د هند استازیتوب وکړ. روغتیا او شتمني جوړول له همدې امله د آنلاین بحث اصلي تمرکز و. د کوویډ-۱۹وروسته نړۍ وال نظم او همدارنګه د رامینځته کیدونکو اقتصادونو رول وڅيړلي شو او د بهرنیو چارو وزیرانو سره ګڼ اړخيزو اصلاحاتو پر اړتیا هم ټینګار وشو
د غونډې کلیدي پایله د پور ځانګړي وسیلې رامینځته کولو لپاره د ۱۵ ملیارده امریکایی ډالره د ګوخه کولو پریکړه وه چې د برکس هيوادونو ویجاړ شوي اقتصاد بیارغولو کې به مرسته وکړي. د اغیزمن طبي غبرګون لپاره د برکس روغتیایی چارواکو مجازی ناسته به د مئ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې جوړه شي. البته د انفیکشن دوهمي څپې خطرناک ګواښ په نظر کي د برکس پنځو هیوادونو څخه څلورو کې د ویروس د جریان دوهمه څپه تړل یو ګران کار ښکاري
په یکاټرنبرګ کې د برکس لومړئ غونډې نه یوولس کاله وروسته ، روسیه يو ځل بيا د ډلي ډرايیور په توګه د ډلي مشر په هيڅ مخي ته راځي چي دا هيوادونه له دغه ناورين څخه وباسي . د نړۍ د ۴۲سلنه نفوسو استازیتوب کونکي د برکس ریس خپلو غړو ته د ګډو اهدافو ترلاسه کولو لپاره یو پلیټ فارم وړاندې کوي. پدې کې د اقتصادي حاکمیت اصلاح ، د ملګرو ملتونو لومړیتوب ، خپلواک ته درناوی ، او څو اړخيزه جزبه د یوه متوازي څو اړخیزه نړۍ رامینځته کول شامل دي
البته څو اړخیزه جزبه د بحران سره مخ ده. د ملګرو ملتونو امنيتي شوره اعتبار په پراخه کچه تر پوښتنې لاندې دی او حتی نړیوالې ناروغۍ باندې بحث کولو کې هم پاتې راغلي. په ورته ډول ، د روغتيه نړيوال سازمان لخوا په مبينه توګه شوی چین متمرکز تعصب د هغې د مخکینۍ خبرتیا او غبرګون سیسټمونو اغیزمنتیا ته زیان رسونکی وو چې يي کولی شو د کوویډ-۱۹ خپریدل يي محدود کړي واي. د چین پروړاندې مرورتيا حتی نوي مساوات او جوړښتونه رامینځته کړي. په عین وخت کې زياتيدونکي دا تمايل چي زما هیواد به لومړی وي ، د نړیوال ګرځيدونکي جزبي ستنې ننګوي چې تر دې دمه یې په آزادو سرحدونو او یو بل پورې تړلي د تدارکاتو په سلسلو يي کار کړی. هيوادونه چې په تدریجي ډول پوره پام اوس ځان ته کوي ، امکان دي چي څو اړخيزې جزبي ته به بیاکتنه اوشي
د دې کارونو په جریان کې ، برکس پیاوړي ډیالوګ يا د خبرو میکانیزمونه کولی شي چي دا په ښه حالت کې وساتي ترڅو په ګډه توګه د دې ناروغۍ سره مبارزه وکړي شي کوم چې د روغتیا په ډیپلوماسۍ کې ځای لري . د ۲۰۱۸ م کال د برکس دا وړاندیز چي د واکسینونو د څیړنې او پراختیا لپاره يو مرکز رامینځته کړي په امکاني ډول ترجيع ترلاسه کولي شي . د هند ، روسیه او چین درملو مهارت کولی شي د دودیزو درملو په ګډون د اغیزمن او د ټیټ لګښت درمل رامینځته کولو په پروسې کې مرسته وکړي. په جامع روغتیا تاکید کولی شي د یوګا له لارې وده ترلاسه کړي. په ورته ډول ، د برکس بشردوستانه مرستې او د طبیعي پیښو څخه د راوتنې میکانیزمونه راژوندي کول کولی شي د راتلونکي زيان رسونکي پیښو په کمولو کې مرسته وکړي. پدې برخه کې ، د ډلې نوی انکشافي بانک ښه موقف لري چې د دې وړانديزونه په ګړندی ډول تعقیب کړي چې د ساینس او ​​ټیکنالوژۍ په سرخ کي موقعیت لري
په داسي وخت کې کله چې مجازی فضا د اقتصاد حرکت جاري ساتلو کې یو مهم اړخ ترلاسه کړی ، د سایبر امنیت حتمي دي . په ورته ډول ، نړیوال لاک ډاون ، کوم چې د طبیعت د رغوني لامل شوي او خپل پخواني ځای بیرته ترلاسه کوي ، د اقلیم د بدلون سره په مبارزه بیا ټینګار کوي. دا مسلې د برکس د څيړنو کلیدي موخي پاتي شوي
په داسي حال کي چي د برکس غړي سیاسي ، اقتصادي او ایډیالوژیکي تنوع والي لري لکه څنګه چې روسیه او سویلي افریقا د شواهدو په اساس د ملګرو ملتونو په امنيتي شوره کې د چین دفاع کوي که څه هم کوویډ-۱۹ په ترڅ کي د چين کړني نا څرګندي ښکاري ،د برکس ازموینه اوس مخي ته پرته ده او دي ته به کتل وي چي خپل منځي اختلافات ډډي ته کولو سره د ګټي مرسته څه رنګه ځواکمنوي . پداسي حال کي چي د کوویډ -۱۹ وبا راتلونکي لید ناڅرګند ښکاري ، د یو بل قوي ځواک او طاقت يو موټي کول به د پخوا په پرتله زيات بااعتباري او باوري جوړ شي

Comments