د جنوبی چین سمندر : د اشغال مهم ټکی
لیکنه : د پرفیسور بالا داس ګهوشال ژباړه : د پښټو څانګی داسی ادعا شوی چی چین د سویلی چین په سمندر کی له سری کرښی تیر شوی او د ویتنام د ځانګړی اقتصادی سیمی په نیولو سره ئي د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کړی. داسی تور دی چی د چین کتنه کونکی بیړی ۶۰ سمندری میلو پوری د ننه تللی چی د ویتنام ساحل ته تر ټولو نیږدی نقطه ده. د دی سره یوه لویه کشاله رامنځ ته شوی او د ویتنام اقتصادی امنیت يي ننګولی. دا هغه هیواد دی چی چین سره د نه برابری له امله سخت زیان ته مخامخ دی. داسی ادعا ده چی د چین بیړی لږ تر لږه څلورو نورو جنګی جهازونو له خوا بدرګه کیده چی د ویتنام ځانګړی اقتصادی سیمه ئي لړزولی، او شا او خوا ۱۰۲ کیلو میترو پوری د ننه تللی ده. راپورونو کی ویل شوی چی دا بیړی د ویتنام فوقوی ټاپو سویل ختیځ ته نیږدی شوی او د ویتنام د جنوبی ښار فان ساحلو څخه ۱۸۵ کیلو میتره لری ده. د نوموړی هیواد ځانګړی اقتصادی سیمه له ساحل څخه ۳۷۰ کیلو میترو پوری خوره ده. او د نړیوال تړون له مخی په دغه سیمه کی طبعیی زیرمی د را ایستلو خپلواک حق لری. هغه هیوادونه چی د جنوبی چین په سمندر کی د سولی او ثبا...