د عمران خان مخ پر ډیریدلو ستونزې


لیکنه: د ډاکټر اشوک بیهوریا

ژباړه: د پښتو څانګه

لومړی وزیر عمران خان د چین په دوه ورځني سفر تللی وو. د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه هم له عمران خان نه یوه ورځ د مخه چین ته رسیدلی وو ترڅو له خپل سیال جنرال ژانګ یوشیا او د پیپلز لیبریشن آرمي یا ولسي خپلواکۍ پوځ له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته وکړي. جنرال قمر باجوه له عمران خان سره د چین له ولسمشر شي جینپینګ او لومړي وزیر لي کیکیانګ سره د ناستو پر مهال ځان یو ځای کړلو. د پاملرنې ده چې له یو کال څخه په کمه موده کې دا چین ته د عمران خان دریم سفر وو.

په ګډه اعلامیه کې د پاکستان او چین د ټول مهاله سټراټيژیکي همکاریو د شراکت په موخه د دواړو هېوادونو د عزم څرګندونه وشوه چې په نویو برخو کې ګډې راتلونکې په موخه د یوې ټولنې جوړول دي.

ډیره طمع کیږي چې په دغه اعلامیه کې به د جمو او کشمیر د وضعیت په هکله هم کوم پاراګراف وي. په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو په تړاو د پاکستان رضا کول دي، او دا چې چین په دې پوهیده چې دا شونې نه ده نو بیجینګ هم پاکستان ته څرګند پیغام ورکړلو تر څو دغه موضوع له هند سره په دوه اړخیز تفاهم حل کړي.

په ځانګړې توګه د عمران خان سفر په داسې یو وخت کې چین ته ترسره کیږي چې یواځې څو ورځې وروسته یې د چین ولسمشر شي جین پینګ هند ته او مالي کاري قووې غونډې (ایف اې ټي ایف) ته سفر ترسره کولو. دا هغه غونډه ده چې په هغې کې د پاکستان کړنې د هغه له کړیو ژمنو سره مقایسه کیږي او دا پریکړه به پکې کیږي چې آیا پاکستان دې له خړ لسټ نه تور لسټ ته واچول شي او که نه. دا یوه طبیعي خبره وه چې له چینایي رهبریت سره د دوی، دواړو عمران خان او جنرال باجوه په ناستو کې به د کشمیر پر موضوع باندې هم بحث وشي او داسې یو پیغام به هم ورسوي چې ګواکې دواړه هېوادونه پر یو دریځ ولاړ دي. په هر حال د چین ولسمشر د خپل اعتبار له مخې له لومړي وزیر نریندر مودي سره هم په ممالامپور کې د خپلې غیر رسمي لیدنې پر مهال هم د کشمیر موضوع په هیڅ وجه یاده نکړه.

که څه هم چین ته د سفر پر مهال په یو این جي اې کې د عمران خان وینا هم په هېواد کې ډول ډول غبرګونونه راوپارول. د پاکستان ګڼ شمیر مبصرین په خپله ارزیابۍ کې رښتیني وو. هغوۍ ویل چې عمران خان د پاکستان د روپیو د ارزښت ساتلو لپاره باید څومره هلې ځلې وکړي، په هماغه کچه به د هندوستان د اساسي قانون د ۳۷۰ مې او ۳۵ اې مادو د منحلولو په هکله هم د هغه هڅې له صفر سره مساوي وي.

یو شمیر نور هم چې ویل یې چې، د کشمیر په برخه کې د هند د لاسرسي په تړاو بعضې نورو اشخاصو لکه ذولفقار بهټو، بینظیر بهټو او نوازشریف هم بې اغیزې ویناوې کړې وې. پخوا هم د نړیوال مخ پر بدلیدونکي سټراټيژیکي بدلونونو سمه ارزیابي ترسره شوې او په نړیواله کچه د هند لوړولی تصدیق شوی. د چین په شمول ، چې د طبیعي شریک په توګه کولی شي د دوی باور ترلاسه کړی او د نړۍ نظم په جوړولو کې لوی رول ولوبوي. عمران خان او د هغه ملګري اوس په دې پوهیدلي دي چې د هند دغه اقدام هغوۍ د پاکستان په سیاست کې وچ او بی ارزښته کړی. اپوزیسیون ته یې موقع ورکړه تر څو هغه له واک نه راوپرځوي. په جمو او کشمیر کې د هند د اقدام په تړاو د هغه سیاسي ناخبرتیا نه یې د هغه پر وړاندې یوه سلا جوړه کړې. تر دې چې بلاول بهټو له هغه نه د عمران خان او د هغه پلویانو (پوځ) لپاره یوه کنده هم کینلې او ویلي یې دي چې عمران خان یو داسې ګوډاګی دی چې مزي یې د نورو په لاسونو کې دي. مولانا فضل الرحمن هم د اسلام آباد په لور د یو لاریون روانولو په مخه هر چمتو والی نیولی دی ترڅو په پام کې لري چې د عمران له سیاست نه د خلکو له عدم رضایت څخه ګټه پورته کړي. 

د عمران خان حکومت د مخ پر زیاتیدونکي انفلانیسیون، د دندو نه شتون او د عوایدو او پانګونې برخې د کمیدو له امله له ستونزو سره مخ دی. د نړیوال مارکیټ او مشاورې ادارې د وروستۍ سروې له مخې په پاکستان کې د ولسونو باور د هغه هېواد په اقتصاد باندې د زوال په حال کې دی. د پاکستان اقتصاد د هند د ۶۲٫۹ اقتصاد په مقابل کې یواځې ۳۳٫۸ سلنه دی. د راتلونکو ۶ میاشتو د لنډې مودې په وړاندوینه کې د ۷۹ سلنه خلکو لخوا داسې انګیرل شوي چې پاکستان د یو غلط اړخ پر لور روان دی.

د عمران خان د محبوبیت د کمیدلو په بهیر کې د پاکستان اپوزیسیون د خپلو سیاسي خوش قسمتۍ هنداره ویني. دواړه ، بلاول بهټو او نوازشریف د عمران خان لپاره د لا ستونزو راپیدا کولو او له پوځ سره د هغه د اړیکو د پیاوړتيا کچې مالومولو په موخه اوس په پټه د فضل الرحمن له لاریون څخه ملاتړ کوي. 

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت