د ملګرو ملتونو ۷۴مه کلیزه

لیکنه : د اشوک مکرجی 

ژباړه : دپښتو څانګی 

د ۱۹۴۸ میلادی کال راهیسی په هند کی هر کال د اکتوبر د میاشتی په ۲۴ نیټه دملګرو ملتونه کالیزه لمانځل کیږی.هند په ۱۹۴۵ میلادی کال د جون د میاشتی په ۲۶ نیټه د سان فراسیسکوپه کانفرانس کی د ملګرو ملتونو د ۵۰ بنسټ ایښودونکو غړو کی د یوه غړی په حیث د ملګرو ملتونو منشور لاسلیک کړو. د ملګرو ملتونو دغه منشور د ۱۹۴۵ د اکتوبر د میاشتی په ۲۴ نیټه هغه وخت نافذ شو کله چی دغه منشور ته د غړو هیوادونو اکثریت لخوا تصدیق کړای شو چی پکی دایمی غړو هم شمولیت درلود. 

د ۱۹۴۷ میلادی کال د اکتوبر په ۳۱ نیټه د ملګرو ملتونو عمومی اسیمبلی اجلاس کی یو وړاندیز منظور کړای شو چی پکی ۲۴ اکتوبر د ملګرو ملتونو ورځ په حیث اعلان کړای شوه. د دی مقصد دا وو چی د ملګرو ملتونو هدفونو او بریالیتوبونو باندی رڼا واچول شی ، تر څو چی د دغی نړیوالی بین الحکومتی سازمان وظیفی ته ملاتړ برابر کړای شی. 

هند په ۱۹۴۷ میلادی کال د اګست د میاشتی په ۱۵ نیټه د برطانیی له استعماری واک او اختیار څخه خپلواکی تر لاسه کړه. د ملګرو ملتونو عمومی اسیمبلی دغه پیشنهاد د هند د خپلواکی د تر لاسه کولو څخه تقریباً ۲ میاشتی وروسته منظور کړو. هند لپاره دا یوه موقع وه چی د ملګرو ملتونو ورځ پیشنهاد تر څو مقصدونو ته ونډه برابره کړی. 

د تیرو ۷۲ کلونو کی په دوران کی د ملګرو ملتونو ۳ ستر بریالیتوبونه په دی ډول دی. غیر استعماریت چی د دایمی پرمختګ لپاره یوه نړیواله ایجنډا ده او د بنیادی بشری حقوقو د برلاسی ساتلو لپاره لومړی میاری چوکاټ او ازادی او خپلواکی د ملګرو ملتونو لپاره ۳ بریالیتوبونه وو. 

هندوستان په ۱۹۶۰ میلادی کال کی د دسمبر په میاشت کی د غیر استعماریت ګرځولو پیشنهاد منظوری په ترڅ کی د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلی په جریان کی د غونډی مشری وکړه . دغه پیشنهاد د ملګرو ملتونو وظیفو کی د دوو سترو بدلونونو لپاره فلیټ فارم رامنځ ته کړو.دغه دواړه بدلونونه نوی خپلواکه پرمخ تلونکو هیوادونو لخوا پیل کړای شوې چی ملګری ملتونه د خپلو احساساتو د ځواب وړ جوړ کړی. 

په ۱۹۶۱ میلادی کال کی د دسمبر په میاشت کی په بیلګریډ کی د ناپیلتوب غورځنګ لومړی ستره غونډه تر سره شوه. هند د دغه غوځنګ بنسټ ایښودونکو غړو تر منځ وو ، کوم چی ۲۴ هیوادونه وو او نن په دغه ِغورځنګ کی ۱۲۲ هیوادونه غړیتوب لری . د ناپیلتوب غورځنګ نوی ازاد شوی هیوادونه د دی جوګه کړل چی په داسی وخت کی په نړی کی نړیوال مناسباتو کی خپلواکی باندی ټینګار وکړی چی نړی د ساړه جنګ په دوو فوځی اتحادیو ویشل شوی وه. آن تر دی چی نن ناپیلتوب د یو شمیر خپلواکو هیوادونو لپاره یو اعتباری اختیار پاتی شوی دی. ځکه چی د سترو قدرتونو تر منځ زیاتیدونکی قطبی ګرځیدنی سره مخامخ دی ، کوم چی د ملګرو ملتونو بنیادی اصولو ته ګواښ وړاندی کوی. 

په ۱۹۶۴کی په ملګرو ملتونو کی دویم بدلون هغه وخت رامنځ ته شو کله چی ۷۷ پرمختلونکو هیوادونو یوه ډله جوړه کړه . د جی ۷۷ رابرسیره کیدو ملګری ملتونه مجبور کړل چی د ملګرو ملتونو ژمنی باندی بیا غور وکړی چی په نتیجه کی د ملګرو ملتونو( یو.این.ډی. پی) یعنی د ملګرو ملتو انکشافی پروګرام په ۱۹۶۵ کی رامنځ ته کړای شو. چی د پرمختلونکو هیوادونو ګړندی شوی ملی انکشاف هدفونو ته ملاتړ برابر کړی. هند په ۱۹۷۰ میلادی کال د جی ۷۷ لومړی مشر وټاکل شو. 

د نړیوالو مشرانو لخوا د ۲۰۱۵ میلادی کال د سپټمبر په میاشت کی د دایمی انکشاف لپاره د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ میلادی کال منظور کړای شوی ایجنډا په نتیجه کی انکشاف او د اقلیم بدلون ۲ مقصدونه یو کړای شول چی پکی د هند لومړی وزیر نریندر مودی هم ګډون درلود. د دغه ابتکار مقصد د دایمی پرمختګ په ترڅ کی یو ځانګړی ګڼ اړخییز دریځ د لیاری ناداری له منځه وړل وو. هند د ملګور ملتونو په عمومی اسمبلی کی هغه پيشنهاد لپاره ۳ سپانسر کونکوغړو هیوادونو ترمنځ وو چی په ۱۹۴۸ کال کی نسل وژنی کنوانسیون باندی خبرو اترو اختیار ورته ورکړل شوی وو، چی د بشر وژونکی جرمونه غیر قانونی وګرځوی. 

د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو لخوا په راتلونکی کال کی د ملګرو ملتونو ۷۵ می کلیزی لمانځلو لپاره (څو اړخیز ته زمونږ اجتماعی ژمنه )عنوان ټاکل شوی دی. 

دغه عنوان مهم دی ، ځکه چی ملګری ملتونه په دی لټه کی دی چی نړ یوالی همکاریو اصولو ته وړاندی ستر ګواښ مقابله وکړای شی. دغه ګواښ ته د هند عکس العمل د لومړی وزیر نریندر مودی لخوا سږ کال د سپتمبر میاشت کی د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلی ته خپله وینا کی څرګند کړای شو.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت