په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت


لیکنه : د معین الدین خان

او جباړه : د پښتو څانګی

د جنرال مشرف له زوال نه وروسته په کال 2008 کی کله چی په پاکستان کی یو ځل بیا جمهوری نظام رامنځ ته شو نو یو شی دا هم تر سترګو شو چی مهمو سیاسی ګوندونو ډیر په پام قدمونه اوچتول شروع کړل او خپل منځی سیالیو ته ئی تر دی حده زور ورنکړ چی فوځی جنرالان یو ځل بیا له دی ناجایزه ګټه پورته کړای شی.د دی اقدام دومره ګته ضرور تر لاسه شوه چی د ټولو هڅو سره سره د جمهوریت ضد قوتونو په مستقیمه توګه په دولتی چارو کی له لاسوهنی څخه په څنګ شول خو اصلی قدرت په ټوله کی د فوځ تر اولکی لاندی پاتی شو.او په بهرنی پالیسی کی کوم لوی بدلون تر سترګو نشو. کله چی 2008 میلادی کال په پاکستان کی د پيپلز ګوند تر مشری لاندی جوړ شوی حکومت چی په هر ډول وو خپله 5 کلنه دوره ئی پوره کړه. دا په پاکستان کی د لومړی ځل لپاره یوه حکومت خپله موده تر سره کړی وه.بیا 2013 کی ټولټاکنی تر سره شوی او د نواز شریف تر مشری لاندی د پاکستان مسلم لیګ ګوند په ډیر اکثریت سره قدرت تر لاسه کړ او 5 کاله یی حکومتداری وکړه. خو دواړه ځله هیڅ کوم لومړی وزیر خپله دوره پوره نشوه کړای. ځکه چی حالات داسی را منځ ته کړای شول چی له خپلی مودی څخه وړاندی باید استعفا ورکولو ته مجبوره شی.نواز شریف د خپل قدرت په دوران کی ملکی حکومت د ټینګولو ډیری هڅی وکړی خاصتاً په بهرنی پالیسی کی تر څو د ترهګری په وجه په نړیواله ټولنه کی د پاکستان خراب شوی تصویر بیرته لږ څه سم کړی. خو د ده دا هڅی بریالی نشوی.ځکه چی د پاکستان پوځ هر څه زغملی شی ځو په بهرنۍ پالیسی کی هیڅ ډول بدلون ورته د منلو وړ ندی . نو د نواز شریف په خلاف اوخاصتاً د ده ګوند په خلاف ئی د سازشونو جال وغوړاوه .لکه چی څنګه همیشه کیږی په هماغه شکل د فوځ او د فوځ د ایجنسیو افسران د مختلفو ادارو په شمول په قضا ئی برخه کی هم د خپلو غوښتنو مطابق کار کولو نه مجبوره کړل،او نتیجه ئي هم د دوی د پلان په مطابق تر سترګو شوه.په 2018 کال کی چی عمومی ټاکنی تر سره شوی په هغو کی دا هڅه وشوه چی مسلم لیګ نواز يا پیپلز پارټی یا د هغوی متحدین قدرت تر لاسه کړی. د پاکستان په ملی رسنیو ائی ایس ائی په واسطه منګولی دومره ټینګه کړای شوی چی نور ناتوانه پاتی شول .اوس لیفټننټ جنرل (برید جنرال) فیض د آئی ایس آئی مشر ټاکل شوی دی کوم چی په ټاکنو کی د عمران خان لپاره د موقع برابرولو هلی ځلی کړی وی. هغه وخت نوموړی میجر جنرل ( تورن جنرال) وو.په هیڅ جمهوری هیواد کی داسی قانون نشته دی چی داسی افسر په کوم پوست وټاکل شی، باید چی داسی بدنام افسر لومړی تعلیق او بیا وروسته تری تحقیق تر سره شی .خو متاصفانه چی پاکستان د پوځ په منګولو کی بند پاتی شوی دی او دا هیڅ امکان نلری. د نواز مسلم لیګ او د پاکستان پیپلز پارټی د حکومتونو په دوران کی که جمهوریت لږ ډیر پایښت تر لاسه کړی هم وو هغه هم له منځه لاړو .

د افسوس ځبره دا ده چی هر څه د یو منتخب لومړی وزیر په دوران کی تر سره کیږی چا چی د نوی پاکستان جوړولو او د جمهوری نظام د پیاوړتیا شعار ورکړی وو. داسی ښکاری چی د عمران خان اوس ټولی فیصلی د فوځ لخوا کیږی،د دی خبری روڼ مثال دا دی چی پدی وروستیو کی عمران خان پاکستان له اقتصادی بحرانه د ژغورولو په موخه نوی پرمختیائی شورا جوړا کړی. د هغی شورا یو غړی د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه هم دی.د پاکستان پوځ خو له پخوا نه ټول اختیار پخپل لاس کی لرلو سره اوس به د هیواد په اقتصادی مسایلو کی هم د څرګند رول ادا کولو موقع په لاس ولری.د پوځ په وینا د عمران خان حکومت په ستره محکمه کی دقاضی القضات په خلاف په قضائی ارګان کی دوسیه جوړه کړی ځکه چی نوموړی پخپله یوه پریکړه کی د پوځ ځینی افسران تورن بللی دی، دا هر څه په داسی وخت کی تر سره کیږی چی له تیرو 11 کالو راهیسی په مسلسله توګه ملکی حکومت په اقتدار کی دی.د ځینو پاکستانیو شننونکو په وینا چی موجوده نظام د پوخ لخوا او د پوځ د ګټو لپاره رامنځ ته شوی دی .

د پاکستان اوسنی حالت په اړه یو پخوانۍ ډیپلوماټ چی حسین حقانی نومیږی او د څو کتابونو لیکونکی هم دی ویلی چی پاکستانی جنرالان خپل هیواد داسی یو شرکت یا اداره بلی د کوم چی ریاست د دوی په اختیار کی دی او عمران خان ئی عمومی مدیر ټاکلی دی.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار