له خړ لیست نه د پاکستان د نوم ایستلو امکان نشته


لیکنه: د جاوید اختر

ژباړه : د پښتو څانګی

ترهګرو ډلو سره پر مالي مرستې او د مالي فساد څارونکې ادارې( اې ایف ټي ایف) په پاریس کې غونډه وکړه. په دغه غونډه کې د مالي فساد مخنیوي او د ترهګرو ډلو د مالي ملاتړ په اړه د پاکستان حکومت کړنې هم و ارزول شوې. ددغې ډلې د اسیا او ارام سمندرګي د برخې مسوولینو په روانه میاشت کې د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان کړنې و ارزولې او په خپل رپوټ کې یې د پاکستان کړنې په دغه برخه کې نیمګړې وبللې. په دغه رپوټ کې ویل شوي چې پاکستان له ترهګرو د مالي ملاتړ او مالي فساد د مخنیوي په برخه کې له ورکړل شویو ۴۰هدفونو څخه یوازې یو پوره کړی دی ، پاتې ۳۹یې یا په نیمګړي توګه عملي کړي یا یې هم بیخې له پامه غورځولي دي. 

که چیرې د کاري ډلې غړي هیوادونه په دې برخه کې د پاکستان د اقداماتو په اړه ډاډ ترلاسه نه کړي نو کیدای شي پاکستان تور لیست ته ولاړ شي او دا به د هغه هیواد لومړي وزیر عمران خان ته لوی سرخوږی وي ځکه چې نوموړی په خپل هیواد کې د ژوندانه د ویجاړ حالت د ښه کولو لپاره د پورونو اخستلو او بهرنیو پانګونو د را جلبولو لپاره ستړې هڅې او کوښښ کوي. پاکستان دا مهال له نړیوال بانک نه د ۶میلیاردو ډالرو او دغه راز له چین ،عربي اماراتو او چین څخه هم د میلیاردونو ډالرو له ترلاسه کولو وروسته اوس په دې لټه کې دی چې په خپلو پښو ودریږي، خو تور لیست ته په تلو سره به یې دغه خوارۍ په اوبو لاهو شي او د معمول په توګه به نشي کولای چې له بهرنۍ نړۍ سره راکړه ورکړه ولري . تور لیست کې د پاکستان له شاملیدو سره کیدای شي چین هم په پاکستان کې د لارو سړکونو د جوړولو پروژه کې له میلیاردونو ډالرو زیان سره مخ شي. باید ووایو چې پاکستان تر دې وړاندې هم له ۲۰۱۲م نه تر ۲۰۱۵م کال پورې د ایف اې ټي ایف په خړ لیست کې شامل و، دا امکان هم شته چې د چین په مشرۍ د ایف اې ټي ایف غونډه کې چې په راتلونکو څو میاشتو یعنې فبرورۍ کې جوړیږي ،پاکستان ته فرصت ورکړل شي او په تور لیست کې له شاملیدو څخه وژغورل شي. د ۳هیوادونو په ګډون د ایف اې ټي ایف ډلې د منشور له مخې په تور لیست کې د کوم هیواد د شاملولو د مخنیوي لپاره له هغه هیواده باید کم له کمه ۳هیوادونه ملاتړ وکړي . د معلوماتو له مخې دامهال چین، ترکیه او مالیزیا د پاکستان ملاتړ کوي، او پاکستان دا خپل لوی بری ګڼي.

خو په پاکستان کې د پوځي چارو کارپوه پروفیسور ډاکټر حسن عسکري له یوې نړیوالې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي چې اوس په بشپړه توګه څه نشي ویلای چې ایا پاکستان به له خړ لیست څخه راووتلی شي او کنه. دهغه په خبره پاکستان د مالي فساد د مخنیوي نه پرته داسې ګامونه اوچت کړي د کومو له مخې چې پاکستان یو اندازه سکون ترلاسه کړی .

پاکستان کې یو پخوانی خبریال او څیړونکی احمد ولید وایي چې د پاکستان ترټولو مهم هدف د ایف اې ټي ایف له خړ لیست نه را وتل دي خو که دغه هیواد په یاد لست کې پاتې شي نو ورته به د اندیښنی وړ وي . د احمد ولید په خبره د پاکستان اصلي ستونزه له ناقانونه ډلو مالي ملاتړ دی. ددغو ډلو ملاتړ له بهرنه هم کیده او په سیمه ایزه توګه یې هم پیسې راټولولې . ددغو ډلو د مالي ملاتړ درول پاکستان باندې سختي راولي او د سوداګرو او نورو تاجرو په کارونو باندې هم اغیز پرې باسي. د احمد ولید په خبره دا ځکه چې کله په ناقانونه ډلو بندیز ولګیږي بیا هغوی په نورو نومونو کارکول پیلوي چې نړیوالې ادارې او نورهیوادونه په دې پوهیږي چې پاکستان د ناقانونه ډلو په اړه په سمه او معقوله توګه کار نه کوي.

احمد ولید وایي نړۍ په دې پوهیږي چې پاکستان ته څومره وخت چې ورکول پکار و ، ورکول شوی دی. هغوی په دې ښه پوهیږي چې د ممبۍ له پیښې نه کلونه تیر شول او پاکستان په دې اړه کوم کار چې لازم و ونه کړ او همدغه بیغوري ده چې پاکستان یې خړ لیست ته ورساوه. د پاکستان لومړي وزیر او نورو وزیرانو خپلې ویناوې هم بدلې کړې دي. عمران خان د ملګرو ملتونو په ناسته کې وویل که هغه د کشمیرانو پر ځای وی نو وسله به یې راخسته . د احمد ولید په خبره دغه شان ژبه کارونه په ډیپلماتیکه کچه نه وي پکار. په ډپلماتیکه کچه او هلته چې ستا اوریدونکي نړیوال وي ، له دغه شان خبرو ډډه کول پکار وي.

دا خبره ټولې نړۍ ته معلومه ده چې پاکستان د ترهګرۍ ستونزه قابو کولو په اړه کوم سم او سنجول شوی ګام نه دی پورته کړی. د ترهګرو ډلو پر وړاندې یې کوم کوټلی ګام نه دی پورته کړی نو ځکه هغوی د نوم په بدلولو سره په خپلو کارونو بوخت دي. د پاکستان امنیتي ادارې له دغو ډلو سره د خپلو ټولو اړیکو د پریښودو په اړه تر شک لاندې دي ، هغه چې دوی یې د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه د هندوستان پروړاندې د مهمو اسبابونو په توګه کاروي. که چیری د پاکستان امنیتي ادارې له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په ختمولو کې رښتیني وي نو د واقعي ثبوتونو وړاندې کولو اړتیا لیدل کیږي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت