د کرتارپور لارې پرانسته
لیکنه:د ډاکټر سمرتي ایس پټنایک
ژباړه:د پښتو څانګی
د هند او پاکستان ترمینځ له شته ستونزو سره سره نوې ډهلي او اسلام اباد د پاکستان د پنجاب صوبې په نارووال ولسوالۍ کې د دربارصاحب ګوردوارې د زیارت لپاره د تلو راتلو لارې د پرانیستلو هوکړه وکړه. کرتارپور هغه سپیڅلی ځای دی چیرته چې د سیک مذهب بنسټګر ګورو نانک دیو صاحب د خپل عمر وروستي کلونه تیر کړي دي. دا هغه ځای دی چې ګرو نانک صاحب هلته ۱۸کاله د سک مذهب تبلیغ وکړ او د هغه د ژوند وروستی اوسیدو ځای وو. په نومبر کې د سیک مذهب د لومړي رهبر یا ګورو بابا نانک د زیږیدو ۵۵۰مې کلیزې په ورځ به دغه د تلو راتلو لاره پرانستل کیږي.تیر کال نومبر کې د هندوستان حکومت د ګورو داس پور د ډیره بابا نانک نه بیا تر بین المللي سرحده پورې د لارې جوړیدو منظوري ورکړه.
پاکستان کې د سیک مذهب نږدې ۱۷۳سپیڅلي ځایونه شته، خو د هند او پاکستان ترمینځ د ۱۹۷۴کال د پروتوکول له مخې د هندوستان سیکان یوازې یو څو ته لاسرسی لري. له دې وړاندې سیکانو د پر سرحد پرتې سیمې ډیره بابا نانک نه د دوربین په واسطه د دربارصاحب ګوردوارې زیارت کاوه. اوس مهال پاکستان یو محدود شمیر مسافرتونو ته اجازه ورکوي، دغه ظاهرین د بیساکي، ګورو ارجن دیو صاحب د شهادت ورځ، د مهاراجا رنجیت سینګ کلیزی او د ګورونانک دیو جي صاحب د زوکړې په ورځو هلته ورتلای شي.
د دربارصاحب ګوردوارې ته د ورتګ لپاره د تلو راتلو لارې جوړولو وړاندیز ډیر پخوانی دی،په ۱۹۹۹میلادي کال کې د کرتاپورصاحب د بیا رغونې د کارونو له بشپړیدو وروسته د هغه وخت لومړي وزیر اټل بهاري واجپای لاهور ته یو تاریخي سفر درلود. د هغه سفر پر مهال هندوستان د تلو راتلو ددغې لارې د جوړیدو وړاندیز وکړ. پر هماغه کال د پاکستان د آی ایس آی پخواني مشر جنرال جاوید ناصر په مشرۍ په پاکستان کې د ګورداورو د انتظام کمیټه جوړه شوه.ددغې کمیټۍ د جوړیدو موخه پاکستاني سیکانو ته د خپلو سپیڅلو ځایونو د مدیریت او ساتنې ازادی ورکول و.خو دغه برخه اوس د پاکستان د املاکو د اعتبار ادارې تر چترلاندې کار کوي چې یوازې په نوم خپلواکه ده. خو کله چې پاکستان اعلان وکړ چې د کرتاپور د تګ راتګ لارې د خلاصولو لپاره تیار دی ترڅو سیک زیارت کونکي وکولای شي د دربارصاحب ګوردوارې ته ورشي ، نو دواړو ملکونو په مارچ میاشت کې ورباندې یوه غونډه وکړه چې څنګه کولای شي دغه لاره پرانیزي. د لارې د پرانستلو په اړه دوه مسلې ډیرې د بحث وړ وې. پاکستان ویل چې د اجازې ورکولو داسې یو سیستم به جوړوۍ چې هر زیارت کونکی به ۲۰ډالره د فیس په توګه ورکوي . د اسلام اباد دلیل دا و چې دغه پیسې به بیا د لارې په ساتنه او رغونه لګوي . دهند غوښتنه بیا دا وه چې له زیارت کونکو سره یو ځای د قونسلګرۍ د مامورینو او د پروټوکول د مامورینو تګ ته اجازه ورکړل شي. د نوې ډهلي پر دغه وړاندیز هم د دواړو هیوادونو ترمینځ اختلافات شته . د یادونې ده چې پخوا د هندوستان د لوی کمیسیون کارکونکو اجازه نلرله چې له زیارت کونکو سره یو ځای د پنجه صاحب او نانکانه صاحب ګوردوارو ته د زیارت پر مهال ولاړ شي او علت یې هم امنیتي مسایل ښودل شوي وو. دواړو هیوادونو هوکړه کړې چې زیارت کونکو ته به د ویزې اخیستلو اړتیا نه وي، خو هغوی به انلاین نوم لیکنه کوي او د زیارت کولو پرمهال به خپل پاسپورټونه له ځانه سره لري. که څه هم هندوستان په ورځ کې د ۱۰زره زیارت کونکو د ورتلو غوښتنه کړې خو تراوسه د ۵زره زیارت کونکو د ورتلو په اړه هوکړه شوې ده. خو د خاصو حالاتو پر مهال د لا زیاتو زیارت کونکو د ورتلو اجازه به ورکول کیدای شي.
ددغې لارې د پرانستلو توافق خو شوی خو یوشمیر د هندوستان مخالف خلک شته چې غواړي په کرتارپورصاحب کې د سیک زیارت کونکو له موجودیته ناوړه ګټه واخلي ، دغه خلک په هندوستان کې د ورانکاره کړنو د ترسره کولو لپاره د زیارت کونکو ملاتړ ترلاسه کولو کوشش کوي، او له دغو خلکو سره د پاکستان ملاتړ شته. داهغه مسله ده چې هندوستان ته د اندیښنې وړ ده. پخوا هم په پنجاب کې د وسله والو کړنو ترشا د پاکستان لاس و او اوس هم پاکستان دغه کوششونه جاري ساتي. د پاکستان له لوري د هند مخالف ګوپال سنګ د کرتارپور د ادارې د کمیټې د کارکونکي په توګه ګمارلو نه وروسته د تګ راتګ د لارې پروژه لانجمنه شوه. چاوله یو لوی اورپکی دی او د ډیرو ملکونو لخوا ورباندې بندیز لګول شوی دی.
سیک زیارت کونکو ته د کرتارپور د تلو راتلو لار جوړونه یو لوی او مهم ګام دی. هیله ده چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د شته ستونزو د اواري په خاطر دغه د تلو راتلو لار د امن په لاره بدله شي.
Comments
Post a Comment