هند ریسیپ په تړاو خبرو اترو کې پخپل دریځ ولاړ دی
لیکنه: د ډاکټر راهول مشرا
ژباړه: د پښتو څانګی
د سیمه ایزو هراړخیز اقتصادي مشارکت د تحقق لپاره خبرې اترې (ریسیپ) چې طمع وه د ختیځې آسیا راتلونکې غونډې (آسیان) او نورو اړوندو غونډو نه مخکې به بشپړې شي ، د نومبر له دوهمې نه تر څلورمې نیټې دایریږي. دا به د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې د دغې معاملې په رسمي توګه لاسلیک کیدلو لپاره زمینه برابره کړي. لومړی وزیر نریندر مودي به د راتلونکې میاشت په لومړیو کې په بینکاک کې ترسره کیدونکې د آسیان او نورو غونډو کې ګډون وکړي. د دغه ناستې په اجنډا کې به (آر سي اي پي) هم په سر کې قرار ولري.
د (ریسیپ) خبرې اترې چې په هغو کې د سویل ختیځو آسیایي هېوادونو لس غړي هېوادونه او د هغو ۶ مفاهموي شریکان هم شامل وي لکه: هند، جاپان، سویلي کوریا، نیوزیلینډ، آسټرالیا او چین، د ۲۰۱۲ کال په نومبر میاشت کې پیل شوې وې. د څو اړخیزو خبرو اترو لارښودو ددغو خبرو اترو ګڼ شمیر پړاوونه په تیرو ۷ کلونو کې په لاره اچول شوي چې په هغو کی د آسیا لوی اقتصادي قدرتونه هم شامل وو.
د دغه لویې سیمه ییزې سوداګرۍ بلاک وروستۍ ناسته روانه اونۍ په بینکاک کې ترسره شوه. له ۸۰ سلنه ډیر د خبرو اترو هوکړه لیکونه بشپړ شول. دغه خبرې کوونکي هېوادونه د ۲۲۵ هوکړه لیکونو له ډلې پر ۱۸۵ وو باندې سره په توافق ورسیدل چې هر هوکړه لیک پکې په ځانګړي ډول د دریو کلیدي موضوعاتو لپاره ځواب ویوونکی دی لکه خوراکي توکي، چوپړتیاوې او پانګونه.
ریسیپ د سیمه ییزو اقتصادي خبرو اترو لپاره د یو بنسټګرې ناستې په توګه ظهور کړی چې په هغې کې د آسیان غړي او شریک هېوادونه هم شامل دي او هندوستان هم. په (ریسیپ) خبرو اترو کې ګډون کول د هند د ختیځې آسیا پالیسۍ کې هم د یو کلیدني عنصر په توګه لیدل کیږي. له پلي کیدو وروسته به (ریسیپ) ګډون کوونکي هېوادونه په دې وتوانوي چې خپلو سیمه ییزو اقتصادي اړیکو کې د ټیکاو او وړاندوینې لپاره لاره برابره کړي.
په هر حال، د ریسیپ د قناعت وړ پایلو لاسته راوړل هم د یو لړ نازکو موضوعاتو پورې نغښتې دي. مارکیټ ته لاسرسی او محافظت شوي خوراکي توکي هغه لوی موضوعات دي چې د خبرې کوونکو هېوادونو تر منځ پرې هوکړه نه ده شوې. له ځانګړې پاملرنې پرته ۸ نور داسې موضوعات هم شته چې له ریسیپ خبرو نه مخکې باید پرې د وزارتونو په کچه خبرې ترسره شوې وای او نهایي کړی شوې وای. د شخړو د هوارۍ لار، بریښنایي سوداګري او د شخړو د هوارۍ کړنلارې او همدا راز د مبدأ قوانین د هند لپاره د جدي اندیښنو په توګه راپورته شوې دي.
په بینکاک کې د وزیرانو په کچه ناسته کې د هند د سوداګرۍ وزیر پیوش ګویل وویل، په هر حال دغه ناسته خپلو اهدافو ته و نه شوه رسیدلی او دا ځکه چې ګڼ شمیر اړین موضوعات لا حل پاتې شول. د ریسیپ د ناستې خبرو اترو په اړه د ګډې اعلامیې پر متن هیڅ کومه ټولیزه هوکړه نه وه شوې.
هند د دوه اړخیزو قابل د هوکړې حل لارو د موندلو په موخه غواړي چې نور خبرې کوونکي لوري هم ښکیل کړي، کومه چې د دې څرګندونه کوي چې نوي ډیلۍ پخپل دریځ لا هم ولاړ دی ترڅو مناسبه او پر اصولو برابره سیمه ییزه سوداګري رامنځته کړی شي. په هر صورت د هند اندیښنې په مستقیم ډول د غیر ممکنه لاسرسي سره تړاو لري چې لکه د چین په شان هېوادونه به د هند مارکیټ ته ور دننه کړي. چین د ریسیپ خبرو اترو د نهایي کولو لپاره خورا لیوال دی او دا ځکه چې له دې کار سره به بیجینګ وتوانیږي چې د هند په شان مارکیټونو ته ورننوځي او له امریکا متحده ایالتونو سره به په سوداګریز جنګ کې ورته هوساینه رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پر بعضې برخو کې په وارداتو باندې د لګول شویو محدودیتونو له کبله تر دې دمه د چین پر وړاندې قابل د زیان برخو څخه ساتنه شوې.
تر هر وخت پخوا ډیر، هند د امریکا او چین تر منځ د مالي جګړې له امله ۵۰ بیلیونه ډالره زیان کړی. بیجینګ د هند د اندیښنو په تړاو د لوړې کچې کمیټې د رامنځته کولو وړاندیز کړی. د هند اقتصاد فرعي برخې نیغ په نیغه کلیوالي تولیداتو پورې تړلې دي لکه: لبنیات چې د آسټرلیا او نیوزیلینډ د لوړې سیالۍ کونکي صنعتونو دمخه زیان منونکي دي. له دغه ډول اندیښنو سره په اغیزمنه توګه د معامله کولو لپاره، هند په فعاله توګه په خبرو اترو بوخت دی لکه د معلوماتو ځایی کول ، د مقرراتو اصل ، او په وارداتو باندې کیپ اچول ترڅو د کوم ځانګړي هیواد لخوا د ډوبیدو مخه ونیول شي.
هند له ریسیپ سره یو ځای کیدلو ته لیوال دی اما په هغه شرط چې د نوي ډیلي لخوا وړاندیز کړی شوي شرایط په دې هوکړه لیک کې ځای پر ځای شي. دا تضمین په دې مانا ده چې د هند د ټولنې ضعیفه برخه او د هند اقتصاد زیان منونکي برخې په ځانګړې توګه بزګران او واړه شرکتونه (ایم ایس ایم اي) زیان و نه ویني. د سوداګرۍ وزیر د حکومت په کړنو د ټینګار کولو پر مهال وویل چې د آزادې سوداګرۍ د هر ډول هوکړه لیک له لاسلیکولو د مخه باید د هند د خلکو او کورني صنعت ګټې په پام کې ونیول شي. هند به دا ډاډ ورکړي چې د چوپړتیاوو او پانګونې له پلوه زموږ ملي ګټې له هر لحاظه محفوظې دي.
هند د سوداګریزو، اقتصادي او همدا رنګه څو اړخیزو سیمه ییزو ګټو او له بلې خوا د خپلو ولسونو د ګټو څخه د ملاتړ په برخه کې د تلپاتې تعادل په لټه کې دی.
Comments
Post a Comment