آیا د بغدادی له مړینی سره به په عربی نړی کی کومه نوی رهبری رامنځ ته شی؟

لیکنه: ډاکټر فضررحمن صدیقی

ژباړه: پښتو څانګه

ابوبکر البغدادي د داعش د "خلیفه" د وژنی خبر د عراق د موصل په لارو کوڅو کې په خوښۍ سره رسیدلی دی؛ چیرته چې نومودړی ظالم په ۲۰۱۴ کال کې د" عراق او سوریه اسلامي دولت "جوړولو اعلان وکړ. او له هغه وروسته ئي د ډله ییزو وژنو ، ډله ییزو جنسي تیريو ، د سړک د غاړې تاوتریخوالي ، ورانکارۍ ، سړي تښتونې او داسی څه نه وه چی هلته پیښ نشول. پخپله د موصل د ښار ۳۰۰۰۰۰ خلک د ښار پریښودو ته اړ ایستل شوي وه او زرګونو نورو بیا خپل عزیزان له لاسه ورکړل.

البغدادي د تروریستي سازمان ، داعش مشر و ، چې په تیرو وختونو کې یې ډیر ډولونه درلودل او یو وخت یې د سوریې او عراق تر مینځ پراخه خاوره کنټرولوله چې پراخوالی یی د انګلستان سره سمون درلود. ابوبکر البغدادي داعش د سوریې په تمدن باندې ډیرې نښې پریښې دي. هغه د پالمیرا ښار ویجاړ کړ ، په کال ۲۰۱۷ کې یې په موصل کې د النوري تاریخي جومات والوزولو ، چیرې چې هغه په ۲۰۱۴ کال کې اسلامي خلافت اعلان کړی و. باید یادونه وشي چې دا په عراق او سوریه کې د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې جګړه او په سوریه کې د زړورو کردانو ستره مبارزه وه چې په تیرو څو کلونو کې یې داعش د پام وړ وځپلو.

کله چې د بغدادی د مرګ خبر خپور شو ، ډیری خلکو ته دا باور کول ستونزمن وو. چې دا ترهګر د مړ شوی وی، ځکه چې دا لومړی ځل نه و چې د هغه د مرګ خبر خپور شوی وو. په ورته وخت کې ، ډیرو خلکو دا باور هم نشو ردولی ځکه چې پخپله د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ ، چې خپله عربي تګلاره یی اصلا د داعش سره په مبارزه او د هغې په له مینځه وړو راڅرخیږی ، اعلان وکړ چې هغه د "سپي او ډارونکي" په څیر وژل شوی دی. ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې د بغدادي هغه د چاودیدونکو توکو څخه ډک واسکټ وچاودید چې هغه یې په یوه تونل کې له څنډې کیدو وروسته اغوستی و.

په پاکستان کې د اسامه بن لادن پر ضد عملیاتو ته ورته ، د متحده ایالاتو ځانګړي ځواک د ابوبکر البغدادي د له مینځه وړو لپاره هم وکارول شو. متحده ایالاتو د هغه د ځای ښودلو لپاره د ۲۵ میلیون امریکایی ډالرو جایزی اعلان کړی وه. د بغدادي له وژل کیدو سره ، نړیواله ټولنه به اوس د بغدادي وروسته سناریو پوهیدو لپاره اندیښنه ولري. دا باید په یاد وساتل شي چې د اسامه تر پای وروسته ورته هیلې او اندیښنې راپورته شوې. په هرصورت ، د تروریزم په ګراف کې د پام وړ کمښت نه و. د نن ورځې دوه وحشتناک ترهګریزی ډلی، النصره او داعش د القاعدې پاتې شونو څخه جوړی شوي دی.

د القاعدې کمزوریدو وروسته ، داعش تر هغه نور هم خوښونکی وبریښیدو. د دې غړو په ټوله نړۍ کې ډیری ویرونکي بریدونه ترسره کړل. بغدادي او اسامه یوازې څیری وی او خپلو پلویانو ته یی امر ورکوه؛ دوی اصلی ترسره کونکی نه وه. نن ورځ ، داعش په ډیری براعظمونو کې عملیاتي شبکې رامینځته کړې دی، چې د دوی په ځانګړو حوزو کې فعالیت کوي. مرکزي مشرتابه یوازې یو کوچنی رول لوبولی شي. د داعش پروړاندې څو اړخیزه جګړه روانه ده او یو څه بریا هم ترلاسه شوې او په زرهاوه داعش جنګیالي په سوریه او عراق کې نیول شوي دي. په دوی کې ډیری اروپایان هم دي ، داسی ډیر خلک شتون لري چې د داعش له ایډیالوژۍ څخه اغیزمن شوي. اړتیا ده چی له دوی سره سمددستی مبارزه وشی.

په مختلفو ټولنیزو ډلو کې د لوئی کچې داعش کدرونو ننوتل د افراطیت لامل شوي. دا به سمه نه وی چی وانګیرل شي چې د بغدادي پای سره ، د داعش کیسه هم پای ته رسیدلې. یو لنډمهاله اثر به ولری. کورنی جګړی هم کیدلی شي د هغه د ځای ناستو په مینځ کې وشی. مګر ، ترهغې پورې به د داعش شتون حتمی وی تر څو چې په سیمه کې سیاسي خلا او بې ثباتي شتون ولري. هند په دې نظر دی چې د داعش پروړاندې مبارزه باید دوام ولري. خلک باید د داعش ترهګرو لخوا ترسره شوي ظلمونه په یاد ولري. د داعش منځنۍ دورې ایډیالوژیو ته هرډول راستنیدل به عذاب وی. باید په لویه عربي نړۍ کې باور په سیاسي سیستم کې بیرته خپل ځای ومومی ، چې د ناکراریو له پړاو څخه تیریږي.

Comments