پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو پر وړاندی د ظلم زیاتي په اړه د امریکې اندیښنه

لیکنه: کوشیک رای

ژباړه: پښتو څانګی

پاکستان کې د لویو ډلو لخوا پر مذهبي اقلیتونو باندې ظلم زیاتی یوه عامه خبره ده. د دغه ظلم زیاتي له امله هلته د لږکیو شمیر هم مخ په کمیدو دی. د پاکستان د جوړیدو پر مهال دغلته د هندوانو،سیکانو، عیسویانو، پارسیانو او بودیانو په شمول د مذهبي لږکیو شمیر ۲۸سلنې ته رسیده. دغه مهال یوازې په ختیځ پاکستان کې د مذهبي لږکیو شمیر ۲۲ سلنه و، خو اوس حالت داسې دی چې په ټول پاکستان کې د مذهبي لږکیو شمیر ۴ سلنې ته رسیدلی دی.

د پاکستان د ملت بابا محمدعلی جناح پر مذهب د نه ولاړ یو هیواد خوب لیده، خو دهغه په ژوندانه، بنسټ پالو د یو خاص مذهب استازولي پیل کړه . ددوی غوښتنه ومنل شوه او په پایله کې یې په ۱۹۸۰م میلادي کال کې د ضیاالحق د ولسمشرۍ پر مهال پاکستان یو اسلامي ملک شو.

پاکستان کې له لسیزو را پدیخو د لږکیو پروړاندې ظلم او ستم روان دی، د زړو او سولیدلو قوانینو او دروغو تورونو له ویرې مذهبي اقلیتونه خپل ځانونه نا امنه محسوسوي. ددغه وضعیت په اړه امریکې په خپل یو یاداشت کې ویلي چې په پاکستان کې له بشري حقونو سرغړونه او د مذهب په خاطر له خلکو سره د ناسم چلند له امله اندیښنه لري. د امریکې حکومت له عمران خان نه غوښتي دي چې هغه دې د قانون حاکمیت او دهغه ملک د اساسي قانون عملي کولو کې هڅه وکړي او د مذهبي ازادیو په اړه دې ډاډ ورکړي. د سویلي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکې د باندنیو چارو وزارت مرستیالې ایلس جي ویلس هیله څرګنده کړې ده چې هغه هیواد د پیسو د نړیوال صندوق د خپلې موجوده پلانونو په چوکاټ کې چې کوم اصلاحات رامینځته کوي، په هغو کې د پرمختګ او ژوندانه د لا ښه کیدو د مدیریت لپاره کار وکړي . دې سره به نه یوازې د ډموکراسي بلکې بشري حقونو وضعیت هم ښه شي.

په وروستیو کلونو کې پاکستان کې اندیښمنونکي پروسې لیدلې کیږي. د حکومت له لوري د رسنیو د ازادۍ مخنیوی او د مدني ټولنې غږ د چقولو هڅې روانې دي. رسنۍ او مدني ټولنې نه یوازې ویرول کیږي بلکې ګواښونه هم ورته کیږي چې باید د حکومت په اړه خوله خلاصه نه کړي. اغلې ویلس وویل چې د هغې ملک له پاکستان نه غوښتنه کوي چې د هغو ډلو پر وړاندې دې له قانون سره سم چلند وکړي چې پر حکومت او امنیتي سیکټور نیوکې کوي. نړیواله ټولنه پاکستان کې د نا دولتي او نړیوالو موسسو د ثبتولو د چارو په اړه هم اندیښنې لری، ځکه چې له دې امله د پاکستان له خلکو سره کیدونکې مرستو باندې هم اغیز پریوځي او ستونزې ورته پیدا کیږي. هغې وویل چې په دې اړه له مرکزي او صوبایي حکومتونو، مدني ټولنو، سیاستوالو، مذهبي مشرانو او خبریالانو سره خبرې کوی تر څو د پاکستان د عامو خلکو د وضعت د ښه کیدو په اړه ورسره بحث وکړي.

میرمن ویلس وایي چې امریکایي مشران په پاکستان کې له بشري حقونو د سرغړاوي او له مذهبي لږکیو سره دوه ګوني چلند له امله په جدي توګه اندیښمن دي. ډیر وخت دا لیدل کیږي چې له حکومته پرته خلک هم د مذهبي اقلیتونو پر وړاندې له ظلم زیاتي څخه کار اخلي . له مذهبي لږکیو سره د توپیریز چلند یوه بیلګه هم له مسیحي لږکیو سره اړه لرونکې د هغې میرمنې کیسه ده چې د اسلام ستر پیغمبر ته د سپکاوي دوسیه یې روانه ده. په داسې حال کې چې سترې محکمې هغې ته له ټولو تورونو څخه نجات ورکړی دی. یوازې دا نه بلکې محکمې هغی ته له هیواده د وتلو لار هم اواره کړله. د سترې محکمې دغې فیصلې دا ثابته کړه چې پاکستان کې مذهبي زغم ډیر مهم دی او دمذهبي اقلیتونو په نخښه کول سم کار نه دی. خو د سترې محکمې ددغې پرېکړې پر خلاف په ټول هیواد کې واویلا جوړه شوه. د پاکستان سخت دریځه کسانو په دې اړه پراخ شور زوږ جوړ کړ. د عمران خان حکومت عدالت نه، له نا چارۍ دفاع وکړله. د پاکستان لومړي وزیر وویل چې دا پریکړه د هیواد د اساسي قانون د عملي کیدو معنا لري. 

له دغو ټولو سره سره د پاکستان د قوانینو او پالیسیو له امله لا هم د شعیه او احمدیه ډلو په څیر مذهبي ډلو پروړاندې لاهم توپیریز چلند روان دی. پاکستان کې د اسلام د نه سپکاوي قانون لاهم نافذ دی. ددغه قانون له مخې لسګونه کسانو ته د مرګ سزا اورول شوې او یوشمیر نور د عمري بند سزا تیروي. یو شمیر کسان داسې هم شوي دي چې د خلکو له خوا په وهلو وهلو وژل شوي، دغه وضعیت په رښتیا هم د انديښنې وړ دی

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت