ټرمپ په سوریه کې د ترکیې د یرغل په اړه نړیوال مخالفت ته اشاره وکړه.
لیکنه : د پروفیسور پی ار کماراسوامی.
ژباړه: د پښتو څانګی
په ترکیه د بندیزونو لګولو په اړه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پریکړې د منځني ختیځ تلپاتې کرکیچ ولړزاوه. د سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د هغې پریکړې نه څو ورځې وروسته ، د متحده ایالاتو ولسمشر د ترکیې هغې پریکړې ته په غوسه غبرګون وښود چې شمالي سوریه باندې یی برید وکړو ترڅو د کردانو تر واک لاندې سوریې دیموکراتیک ځواک پرته سیمه جوړه کړي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې دیموکراتیک ځواک ته ځکه د "ترهګرې ډلې" په توګه ګوری چی د هغه په هیواد کې د کرد کارګرانو ګوند (پی پی کی) سره اړیکی لری. د سوریه کردانو په ځپلو سره، هغه هڅه کوي په ترکیه کې د کرد ملتپالو نفوذ محدود کړي.
د ولسمشر ټرمپ ناڅاپي پریکړه چې نورو ته د وخت ورکولو په نوم یی له سوریه څخه سرتیری وباسل ، د سوریې او عراق دواړو کردانو سره د خیانت په توګه درک شوی څوک چی د پوځیانو تر څنګ اصلی ځواک وو چی داعش ته یی ماتی ورکړه. پداسې حال کې چې ۲۰۱۹ م کال مارچ میاشت کی د سوریه د افراطی ډلی داعش بشپړه ماتی اعلان شوی وه، خو دا ویره شتون لری چی د افراطیانو پاتی شونی به یو ځل بیا سره منظم شی.
د پولې په اوږدو کې تیره اونۍ ترکیې په شمال ختیځ سوریه کې پراخه نظامي بریدونه پیل کړل. ولسمشر اردوغان سوریې کی د ۳۰ کیلومتره پراخوالی یو "خوندي زون" په لټه کې دی تر څو د سوریې ۳٬۶ میلیونه مهاجر چی اوس په ترکیه کی میشت دی بیرته سوریه ته ستانه کړی. پداسې حال کې چې د مهاجرینو بیا میشت کیدنه مناسبه ښکاري ، خو د ترکیې عمل متناقض دی او نږدې په نړیواله کچه نامنظوری ورسره ښودل شوی او غندل شوی.
د ترکیې یرغل ته د چټک غبرګون په ځواب کې ، ولسمشر ټرمپ د ناټو غړی ترکیه پر وړاندې یو لړ بندیزونه اعلان کړل. پدې اقداماتو کې د ترکیې فولادو وارداتو باندې د ۵۰ سلنه تعرفې بیا لږول او د متحده ایالاتو سره د ۱۰۰ بیلیونو ډالرو سوداګریزې معاملې منجمد کول شامل دي. د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د هلک بانک چې مخکښ ترکي بانک دی ، د پیسو مینځلو او د ایران په وړاندې د بندیزونو لګولو په تور جرمي تحقیقات اعلان کړل. د ټرمپ ادارې د ترکیې دفاع ، انرژۍ او کورنیو چارو وزارتونو باندی بندیزونه تصویب کړي او هم یې په امریکا کې د دوی شتمنۍ کنګل کړي او له دوی سره یې معاملې بندې کړې دي.
ولسمشر ټرمپ ګواښ وکړ چې امریکا چمتو ده چی د ترکیې اقتصاد په چټکۍ سره ویجاړ کړي که د ترکیې مشران دې خطرناکې او ویجاړونکې لارې ته دوام ورکړي. د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر ، چې مینځني ختیځ ته ځی ، خبرداری یی ورکړی چې کارونه تر دې هم خرابیږي "تر هغه چې ترکیه سمدلاسه اوربند ونکړی. "د متحده ایالاتو قانون جوړونکي د دوه اړخیزو اضافي بندیزونو پراخه لړۍ وړاندیز کوي. اروپایی اتحادیه ، چې ایران پر وړاندی د ولسمشر ټرمپ تګلاری ته په غوسه ده ، د انقرې پرضد له بندیزونو به ځان خلاص کړي ، دواړه به د کردانو لپاره خپل ملاتړ ته اشاره وکړي او د یرغل په وړاندی به خپل اختلاف وښیی. د کډوالو کړکیچ د بروسل وړتیا محدوده کړې ځکه ولسمشر اردوغان ګواښ کړی چې د ترکیې پوله پرانیزي او اروپایی هیوادونو ته د کډوالۍ څپې به خلاصوي. لا دمخه ایس ډی ایف ، چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د ځواکونو سره د مبارزې په مقابل کې و ، د ترکیې د اقدام په وړاندې تاکتیکي اوربند ته رسیدلی دی.
د هغه په وینا ، ولسمشر اردوغان ګناهګار دی او ژمنه یې کړې چې تر هغه چې خپلو اهدافو ته ونه رسیږی نو پوځي عملیاتو ته به دوام ورکړي. هغه به پرته له کوم تاکتیکي لاسته راوړنې یا خطرونو راپورته شي چې د خپل مخ په زیاتیدونکي دیکتاتورۍ پر وړاندې کورني مخالفت رامینځته کړي. د ایران ، ګولان هایټس په اړه د هغه سیاستونه جنجالي او لږترلږه مشهور دي. په هرصورت ، ولسمشر ټرمپ د ترکیه په اړه له پراخه کورني او نړیوال ملاتړ څخه برخمن دی. ښاغلي اردوغان په سیمه کې د کوربه عربي او غیر عربي لوبغاړو قهر او خپګان هم راپارولی دی.
په دې توګه ، د کورني دوه اړخیز ملاتړ او د ترکیې سیمه ایز جلاوالی باید ولسمشر ټرمپ ته وړتیا ورکړي چې په راتلونکو اونیو کې د انقرې پر وړاندې خپل بندیزونه پراخه او ټینګ کړي.
هند په شمال ختیځ سوریه کې د ترکیې لخوا د یو اړخیز نظامي برید په اړه ژوره اندیښنه لري. نوي ډیلي ویلي چی د ترکیې اقدامات کولی شي په سیمه کې ثبات او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه زیانمن کړي.
Comments
Post a Comment